کارن:اسدالله نورزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسدالله نورزى د متقاعد ډگروال محمد طاهر نورزي زوى چې په ١٣٧٢ کال په يوه روښانفکره کورنۍ کې نړۍ ته راغلى. لومړنۍ زده کړې يې د خوست ولايت مرکز اړوند د غرغښت په ليسه کې بشپړې کړي او له نهم ټولګي وروسته د خوست ښار اړوند په پوهاند عبدالحى حبيبي ليسه کې پيل کړې. په ١٣٩٠ کال کې له همدغې له ليسې څخه په لوړه درجه فارغ شوى دى. د کانکور ازموينې له لارې يې په ١٣٩١ کال کې د خوست شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته لار پيدا کړه چې تر اوسه په همدې پوهنځى کې په زده کړو بوخت دى. اسدالله نورزى چې لا تر اوسه د ځوانۍ په دوويشتم پسرلي کې دى، له ټولنيزو او فرهنګي چارو سره مينه لري. په خوست کې د چاپيدونکي ورځپاڼې ملي احساس سره د دوه کالو لپاره د خبريال او همکار په توګه پاتې شوى. چې اوس مهال د تړون په نوم د خپلواکه اونيزې مسول مدير دى . احسان الله نورزى