کارل چاپېک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کارل چاپېک

کارل چاپېک (په چېکي: Karel Čapek) د چېک جمهوريت تر ټولو لوى ليکوال، ژباړن، د ډرامو ليکوال، خبريال، کره کتونکى او فيلسوف گڼل کېږي. نوموړي په چکسلواکيا کې د نړيوالو ليکوالو د ارگان (قلم ټولنې) يوه څانگه پرانيستله. نوموړى په چکسلوالکيا کې د پرانيستل شوې ټولنې د لومړني مشر ټي، جي، مساريک ملگرى و. له سفر سره يې زياته مينه وه. چاپېک لنډې کيسې وليکلې (پيسې او نورې کيسې) ناولونه، ډرامې، تمثيلي ټوټې او نور اثار يې وليکل. دۀ په خپل (له سمندري سوسمارانو سره جگړه) نومي ناول کې د فاشستي حکومت د زيانونو په اړه خبرې کړې دي. نوموړى د نمونيا په ناروغۍ اخته شو، د مونشن تړون تر لاسليکېدو شا و خوا درې مياشتې وروسته يې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. (د مونشن تړون: دغه تړون، د چکسلواکيا، جرمني، فرانسې، ايټاليا له خوا لاسليک شو(١٩٣٨ د سپټمبر ٣٠مه) هدف يې د اروپا په دې برخه کې د نازي پاڅون راکمول و- ژباړن)