کاربن مونواکسايډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاربن مونواکسايډ (چې کيمياوي فارموله يې CO ده) يو بې رنګه، زيات زهرجن، بوی نه لرونکی، بې خونده، اور اخيستونکی ګاز دی، کوم چې له هوا څخه يو څه کم غليظ دی. کاربن مونواکسايډ يو کاربن اتوم او يو اکسیجن اتوم لرونکی دی چې يو له بل سره په درې ګوني پيوند تړلی وي. دا د اکسو کاربن کورنۍ تر ټولو ساده مالیکول دی. د انسجام په ټولګو کې کاربن مونواکسايډ «ليګنډ» ته «کاربونايل» ويل کېږي. دا د صنعتي کيميا په ډېرو پروسو کې يوه مهم مواد دي.[۱]

د کاربن مونواکسايډ تر ټولو عامه سرچينه د کاربن لرونکو مرکباتو جزئي سوځېدل دي، هغه مهال کله چې د کاربن ډای اکسايډ توليدولو لپاره کم اکسيجن يا تودوخه موجوده وي. داسې ګڼ چاپېریالي او بيالوژيکي سرچينې هم موجودې دي، کومې چې کاربن مونو اکسايډ د پام وړ اندازه توليد او خارجوي. د درملو، عطرياتو او سون توکو په ګډون د ډېرو مرکباتو په تولید کې دا مهمه ماده ده. اتموسفير ته په اخراج کېدو سره، کاربن مونو اکسيډ په ډېرو داسې پروسو اغېز کوي، کوم چې د اقليم په بدلون کې خپله ونډه لري.[۲][۳]

کابن مونو اکسايډ په «فايلوجنيټک» (د انواعو ارتقاء او پرمختګ او تبديل اړوند) کورنيو کې مهمه بيالوژيکي دنده لري. دا د انسانانو په ګډون د ډېرو ژونديو موجوداتو له خوا توليد کېږي. د تي لرونکو په فزيالوژۍ کې، کاربن مونو اکسايډ د هارميسس (هارمون جوړول) يوه کلاسيکي بېلګه ده، چېرته چې کم غلظت د يو داخلي عصبي لېږدونکي (ګازوتراسميټر) په توګه دنده تر سره کوي او ډېر غلظت يې زهرجن وي، د کوم په پايله کې کې چې کاربن مونو اکسايډ په زهرو بدلېږي. دا له « cyanide anion CN−» سره ايزواليکترانيک دی.

تاريخ[سمول]

له تاريخ مخکې پړاو[سمول]

په شا اوخوا ۸۰۰۰۰۰ مخزېږديز کې د اور د مديريت کولو د زده کړې څخه وروسته انسانانو له کاربن مونو اکسايډ سره يوه پېچلې اړيکه ساتلې ده. شونې ده چې لومړيو انسانانو د کاربن مونو اکسايډ زهرجن والی خپلو کورونو کې د اور د بلولو پر مهال موندلی وي. له شا اوخوا ۶۰۰۰ مخزېږديز څخه د ژړو پړاو څخه په تېرېدو د فلزاتو د تصفيې او کانونو تر لاسه کونکو راڅرګندېدونکو ټيکنالوژيو لومړي پرمختګ هم انسانان د کاربن مونو اکسايډ له څرګندېدو سره مخ کړل. د کاربن مونو اکسايډ له زهجن والي پرته، شونې ده چې د امريکا اصلي اوسېدونکو د «شامانستي» اور د مراسمو په مټ د کاربن مونو اکسايد د اعصابي ځانګړتياوو تجربه کړې وي.[۴]

لرغونی تاريخ[سمول]

ابتدايي مدنيتونو د اور د اصل د روښانه کولو لپاره افسانوي کيسې جوړې کړې وې، لکه له يوناني افسانو سره اړيکه لرونکي «پروميتيس» اور له انسانانو سره شريک کړی و. ارستو (۳۸۴-۳۲۲ مخزېږديز) په لومړي ځل دا ثبت کړي دي چې د ډبرو بلېدنکو سکرو څخه زهرجن دود پيدا کېږي. يوناني روغتياپال (طبيب/ډاکټر) «ګيلن» (۱۲۹-۱۹۹ز) اټکل کړی و چې د هوا په جوړښت کې بدلون راغلی، ځکه خو د ساه په اخيستلو سره د زيان لامل ګرځي او د هغه پړاو ډېرو نورو خلکو هم د ډبرو سکرو د دود زهرجن والي ته په کتنې سره د کاربن مونو اکسايډ په اړه د پوهې بنسټ اېښی دی. شونې ده چې «کليوپيټرا» د کاربن مونو  اکسايډ د زهرو له امله مړه شوې وي.[۴]

له صنعتي انقلاب مخکې[سمول]

«جارج ارنسټ سټاهل» په ۱۶۹۷ز کال کې د کاربن مونو اکسايډ بلل کېدونکي زهرجنو بخارونو په اړه د «کاربوناري هيليټس» يادونه کړې ده. «فريډريک هوفمين» په ۱۷۱۶ز کال کې د ډبرو له سکرو څخه د مونو اکسايډ د زهرو په اړه لومړۍ نوې علمي څېړنه وکړه. «هرمن بويرهاو» په ۱۷۳۰ز لسيزه کې په ژويو د کاربن مونو اکسايډ (د ډبرو سکرو دود) پر اغېزو لومړۍ علمي تجربه وکړه.[۴]

«جوزف پريسلي» لومړی هغه څوک بلل کېږي چې په ۱۷۷۲ز کال کې يې د کاربن مونو اکسايد ترکيب وپېژانده. «کارل ولهيم شيل» په ورته توګه په ۱۷۷۳ زکال کال کې کاربن مونو اکسايډ له «چارکول» څخه جلا کړل او په دې باور و چې دا به يوه کاربون لرونکې هسته وګرځي، کومه چې دود زهرجن ګرځوي. «ټوربرن برګمين» په ۱۷۷۵ز کال کې له «اکساليک اسيد» څخه کاربن مونو اکسايډ جلا کړل. وروسته په ۱۷۷۶ز کال کې، فرانسوي کيمياپوه «ډي لاسون» له «کوک» سره «زينک اکسايډ» تاوده کړل او په دې ډول يې CO توليد کړل، خو په تېروتنې سره يې دا پايله اخيستې وه چې ګازي توليد هايډروجن و، ځکه چې د هغې لمبې شين رنګ درلود. د اتموسفير غلظت په ګډون د اکسيجن د شتون پر مهال، د کاربن مونو اکسايډ لمبه شين رنګ لري او کاربن ډای اکسايډ تولیدوي. «انټوني لاويزر» په ۱۷۷۷ز کال کې د «لاسوان» لپاره ورته تجربه ترسره کړه چې بې پايلې وه. د هغې ګاز په ۱۸۰۰ز کال کې د «وليام کروکشينک» له خوا د کاربن او اکسيجن لرونکي مرکب په توګه وپېژاندل شو.[۴][۵]

«تاماس بيډوز» او «جيمز واټ» په ۱۷۹۳ز کال کې تايید کړه چې مونو اکسايډ (هايډرو کاربونيت په توګه) وريدي وينه روښانه کوي. «واټ» وړانديز کړی دی چې د ډبرو سکرو دود په وينه کې د اکسيجن لپاره د زهرو ضد په توګه کار کولای شي، په ۱۷۹۶ز کال کې «هيډوز» او «واټ» دا ډول وړانديز وکړ چې هايډرو کاربونيت د اکسيجن په پرتله د ژويو د فايبر سره زياته اړيکه لري. په ۱۸۵۴ز کال کې، «ايډرين چينوټ» په ورته توګه مشوره ورکړه چې د کاربن مونو اکسايد په مټ له وينې څخه د اکسيجن لرې کولو او بيا د بدن په واسطه په کاربن ډای اکسايډ کې بېرته اکسايډايز کېدای شي. د کاربن مونو اکسايډ په مټ په زهر لړلو د طريقې امتياز په پراخه کچه «کلاډ برنارډ» ته ورکول کېږي، د چا یادښتونه چې په ۱۸۴۶ز کال کې پيل شول او په ۱۸۵۷ز کال کې خپاره شول، په کومو کې چې ويل شوي دي چې «په وريدي وينو د شرياني وينې د بدلېدو مخه نيسي». «Felix Hoppe-Seyler» په خپلواک ډول همدې ته ورته پايلې خپرې کړې.[۴]

د صنعتي کیميا راڅرګندېدل[سمول]

کاربن مونو اکسايډ د ۱۹۰۰ز لسيزه کې د يو ډېر ارزښتمنې مادې په توګه پېژندګلو خپله کړه. درې صنعتي پروسې په صنعت کې د دې د وده روښانه کوي. په Fischer–Tropsch پروسه کې، د ډبرو کساره په کاربن غني موادو د CO د منځګړيتوب په مټ په مايعو سون توکو بدلوي. په بنسټيز ډول د کورونو لپاره د پيټروليمو د کمښت د پوره کولو لپاره، د الماني جنګي هڅو د يوې برخې په توګه چمتو شوې دا ټيکنالوژي اوس هم دوام لري. په المان کې هم، د CO او هايډروجين يو مرکب «الډيهايډز» د توليد لپاره «اولفاينز» سره په يو ځای کولو وموندل شول. دا پروسه چې د «هاډروفارميليشن» په نوم پېژندل کېږي، د «سرفکتنټس» په څېر ډېرو لويو اندازو کيمياوي موادو، په ځانګړي ډول د ځانګړو مرکباتو سره، کوم چې مشهور عطريات او درمل دي، د توليد لپاره يې کارول کېږي. د بېلګې په ډول، CO د وټامين A په توليد کې استعمالېږي. په يوه بله ستره پروسه کې چې د «مونيسټ،» څېړونکو ته يې نسبت کېږي، CO له ميتانول سره په يو ځای کولو «اسيټيک اسيد» ورکوي. ډيری ايسيټيک اسيدونه د «کيټيوا» په پروسه کې توليد کېږي. «هايډروفارميليشن» او «ايسټک اسيډ» ترکيبونه د کاربونيليشن د ډېرو پروسو څخه دوه پروسې دي.[۶][۷]

فزيکي او کيمیاوي ځانګړتياوې[سمول]

کاربن مونو اکسايډ تر ټولو ساده اکسو کاربن دی او د ۱۰ والينس اليکترون لرونکو نورو درې ګونو پيوندونو دوه اتومي انواعو سره «ايزواليکټرونيک» دی چې «ساينايډ اينيون، نايټروسونيم کيشن، بوران مونو فلورايډ» او «مالیکولي نايټروجن» پکې شامل دي. د هغې «مولر» کتله ۲۸.۰ ده، کومه چې د ګاز د بېلګه ييز قانون تر مخې له همدې امله له هوا څخه يو څه زياته ډبله ګرځېدلې ده، په داسې حال کې چې د هوا د منځنۍ کچې مولري کتله ۲۸.۸ ده.

کاربن او اکسيجن په يو درې ګوني پيوند يو له بل سره تړلي وي، کوم چې سوچه دوه «پای» پيوندونو او يو «سګما» پيوند لرونکي وي. د کاربن اتوم او د اکسيجن د اتوم تر منځ د پيوند اوږدوالی ۱۱۲.۸ pm دی. د پيوند دا اوږدوالی د درې ګوني پيوند سره مطابقت لري، لکه په ماليکولر نايتروجن (N2) کې، کوم چې د پيوند ورته اوږوالی لري (۱۰۹.۷۶ pm) او نږدې يو ماليکولر کتله ده. کاربن-اکسيجن غبرګ پيوند په څرګند ډول اوږده وي، د بېلګې په ډول په «فارمالډيهايډ» کې ۱۲۰.۸ mp. د خوټکېدو نقطه يې (۸۲k) او د ويلې کېدو نقطه يې (۶۸k) ده چې د N2 (په ترتيب سره ۷۷k او ۶۳k) سره ډېر ورته والی لري. ۱۰۷۲ kJ/mol د پيوند-جلا کېدو انرژي (942 kJ/mol) له N2 څخه ډېره پياوړې ده او د پېژندل شوي تر ټولو پياوړي کيمياوي پیوند استازولي کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

کاربن مونو اکسايډ ځمکنی برېښنايي حالت يو واحد حالت دی، ځکه چې هلته هېڅ راز هغه اليکترونونه نه شته چې سره جلا شوي نه وي.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Ullmann
  2. Bierhals, Jürgen (2001). "Carbon Monoxide". Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry. doi:10.1002/14356007.a05_203. د کتاب نړيواله کره شمېره 3527306730. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Voiland, Adam. "Fourteen years of carbon monoxide from MOPITT". Climate Change: Vital Signs of the Planet. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ Hopper, Christopher P.; Zambrana, Paige N.; Goebel, Ulrich; Wollborn, Jakob (2021-06-01). "A brief history of carbon monoxide and its therapeutic origins". Nitric Oxide (په انګلیسي ژبه کي). 111-112: 45–63. doi:10.1016/j.niox.2021.04.001. ISSN 1089-8603. PMID 33838343 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 233205099 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stromeyer, Friedrich (1808). Grundriß der theoretischen Chemie: zum Behuf seiner Vorlesungen entworfen (په الماني ژبه کي). Röwer. د کتاب پاڼي 1–18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Ullmann
  7. Kelkar, A.A. (2016). "Carbonylations and Hydroformylations for Fine Chemicals". Industrial Catalytic Processes for Fine and Specialty Chemicals. د کتاب پاڼي 663–692. doi:10.1016/B978-0-12-801457-8.00014-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780128014578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gilliam, O. R.; Johnson, C. M.; Gordy, W. (1950). "Microwave Spectroscopy in the Region from Two to Three Millimeters". Physical Review. 78 (2): 140–144. Bibcode:1950PhRv...78..140G. doi:10.1103/PhysRev.78.140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:CRC91
  10. کينډۍ:CRC91
  11. Common Bond Energies (D) and Bond Lengths (r). wiredchemist.com
  12. Vidal, C. R. (28 June 1997). "Highly Excited Triplet States of Carbon Monoxide". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اگسټ ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه August 16, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)