کاتولیکه کلیسا او نازي جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نازي جرمني  د ظهور اوزوال په مهال یوولسم پاپ ( ۱۹۲۲- ۱۹۳۹) او دولسم پاپ پیوس (۱۹۳۹- ۱۹۵۸) کاتولیکه کلیسا رهبري کوله. د کال ۱۹۳۰ په لیسزه  کې له درې برخو یوه برخه جرمنیان کاتولیکان و چې ډېری یې په جنوبې جرمني کې اوسیدل او پروستانتانو په شمال کې تسلط درلود. په جرمني کې کاتولیکه کلیسا د نازي جرمني په ضد وه او په هغو ټاکنو کې چې په کال ۱۹۳۳ کې تر سره شوې، د هغو کاتولیکانو تناسب د ملي اوسط په کچه ټيت و چې د نازیانو په پلوۍ یې رأیې کارولې وې. له دې سره سره، کاتولیک پلوه ګوند د کال ۱۹۳۳ د ایدنبرګ د قانون د ملاتړ لپاره رأیې ورکړې چې له مخې يې هتلر ته اضافي  داخلي قدرت ورکاوه چې د جرمني د صدر اعظم په توګه  سیاسي مخالفین وځپي. پاول وون هیدنبرګ ( جرمنی فیلد مارشال او سیاستوال و) په کال ۱۹۳۴ کې تر خپل مرګ پورې  جرمني کې د قومندان په توګه او د نړیوالو تړونونو په تړاو د مذاکراتو د مسؤل په توګه دنده تر سره کړه.  [۱]

هتلر او ګڼ شمېر نورنازي مشران کاتولیکان لوی شول خو په ځوانۍ کې د کلیسا دښمن شول، د ملي سوسیالیستي پروګرام ۲۴ مادې عیسوي مذهبونو ته مشروطه آزادی ورکړه او له واتیکان سره د ریچکاکوردات تړون  دکاتولیکانو لپاره د مذهبي آزادۍ تضمین کړی و خو هتلر په دې لټه کې شو چې  په جرمني کې د کاتولیکې کلیسا قدرت وځپې . کاتولیکي مطبوعات، ښوونځي او د ځوانانو سازمانونه وتړل شول، ملکیتونه یې ضبط شول، له درې برخو یوه برخه روحانیون د چارواکو له خوا له کسات سره مخ شول ، کاتولیکي غیر روحاني مشران د هغو کسانو په منځ کې وه چې د اوږدو چاقو ګانو په شپه ( دا د هتلر له خوا له دولت څخه د مخالفو کسانولرې کولو عملیات و چې موخه یې دخپل قدرت ډېرول و) کې ووژل شول.

د نازي رژیم د واکمنۍ په مهال، کلیسا څوځله ځان په ستونځو کې ښکېل ولید.  په جرمني کې د کلیسا سلسلې روحانیونو هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره کار وکړي، خود یوولسم پیوس اینسیکلیکل ( هغه متحدالمال مکتوب دی چې د پاپ له خوا ټولو اسقفانو ته دهدایت په توګه استول کېږي) حکومت په دې ملامت کړ چې له کلیسا سره دښمني کوي. کاتولیکانو په دویمه نړیواله جګړه کې دواړو خواوو کې جګړه وکړه او په پولند باندې د هتلر حملې چې ډېری یې کاتولیکان و په کال ۱۹۳۹کې جګړه لاهم توده کړه.  د پولند په هغو سیمو کې چې پولند اشغال کړي و، د نازیانو له خوا د کلیسا ځورونه  په  نورو اشغال شوو هېوادونو لکه سلوانیا او اطریش په څېرهېوادونو کې شدیده وه. د جرمني د مقاومت له ډلې سره د اړیکو له لارې، دولسم پاپ پیوس متفقین په هالند باندې په کال ۱۹۴۰ کې د نازیانو له یرغل څخه کړل. نازیانو مخالف کشیشان د دا چاو  ځانګړشوو بارکونو ته راټول کړل چې هلته ۹۵ سلنه  له ۲۷۲۰ تنو بندیانو څخه  کاتولیکان و چې ډېرۍ یې پولیندیان و او ۴۱۱ یې جرمنیان و او زر تنه ترې همدلته مړه شول.  [۲][۳]

د کلیسا د مالکیتونو سلبول له کال ۱۹۴۱ څخه وروسته ډېر شول که څه هم واتیکان ( چې د فاشیستي ايټالیا له خوا محاصره وه) په رسمي توګه د جګړې په مهال بې طرفه وه خو داسې دپلوماسي یې کاروله چې له قربانیانو سره مرسته وکړي، د سولي لپاره مبارزه وکړي، د واتیکان رادیو او نورو کاتولیکو رسنیو به د بېرحمیو په وړاندې غږ پورته کاوه. ځانګړیو روحانیونو به په شدت سره د نازیانو مخالفت کاوه، لکه د اسقف کلیمنس آکست ګراف وان ګالن ( یو اسقف و) د کال ۱۹۴۱ موعظې چې هغه په دې موعظو کې د نازي رژیم په مقابل او د دې رژیم د آسانه مرګ ( د یوچا وژل د دې لپاره چې د ژوند کړاو یې ختم شي ) د برنامو په وړاندې مخالفت ښوده.  ماري فولبروک ( د برتانیا یوه تاریخپوهه وه) ولیکل چې کله چې سیاسینو په کلیسا باندې یرغل وکړ نو کاتولیکان  د مقاومت لپاره چمتو و، په دې اړوند ریکارد پېچلی او نا مساوی و ( له یو شمېر ډېرو استثناوو سره) (( داسې ښکاري چې د ډېرو جرمنیانو له  خوا عیسوي عقيدې څخه پیروي  کم له کمه غیرفعال رضایت  ثابت کړ، هغو مواردو کې چې ملاتړ فعال نه و نو هلته نازي دیکتاتورۍ څخه ملاتړ کېده)). که څه هم د کلیسا سلسلې هڅه کوله چې په مهارت سره له دې وېرې  ګام  پورته کړي چې کلیسا به پخپله له منځه لاړه نه شي، نو ځينو پادریانو لکه هنریچ مایر چې د خپلې کلیسا د مشرانو د هدایاتو په وړاندې یې ښکاره مخالفت کاه ترڅو داسې ډلې جوړې کړي چې نورو غوندې نه وي او د جګړې په بهیر کې د متفقینو په ګټه نفوذ وکړي.

د رابرت اې کریګ ( دالهیاتو یو پروفیسور و) په وینا، (( کاتولیکي  اسقفانو ،  پادریانو او د عوامو مشرانو ملي سوسیالیزم د کال ۱۹۲۰ په لومړیو کې د پيل په مهال تر نیوکو لاندې نیوه)).د سویني ریویو ادبي مجلې په کال ۱۹۳۴ کې ولیکل چې (( کله چې د هتلر خوزښت لا کوچنی او ظاهرا غیر مهم و، جرمني کاتولیکی کشیشانو یوشمېر هغه ګواښونه پېژندل چې د هغوی د کلیسیاوو عقایدو او اصولو په ضد و. کاتولیکی واعظانو اوورځپاڼو به په په شدت سره نازیسم غانده او هغه به یې له نوي الحاد څخه د ملاتړ په پار ملامتاوه، کاتولیکی پادریانو به کاتولیکان د جرمنی دملي سوسیالیستي کار ګر ګوند ( دا د نازیانو د ګوند نوم و) سره له یو ځای کېدو منع کول.[۴][۵][۶][۷][۸]

والدیمار ګورین ( جرمنی الاصله امریکایی سیاستپوه او نوتور دېم د پوهنتون پروفېسور و) لیکلي چې مشر کاتولیکي کشیشانو د د جرمنی دملي سوسیالیستي کار ګر ګوند د پیل په اړوند چې په ۱۹۳۰ او ۱۹۳۱ کې را منځته شو څو اعتراضونه صادر کړل او د ملي سوسیالیزم او کاتولیکې کلیسا تر منځ یې اړيکې تشریح کړې او په پای کې وویل (( که څه هم د جګړې قانوني اعلان نشته خو سره له دې هم جګړه روانه ده)). لودویګماریا هوګو لومړنی کاتولیک کشیش و چې په نازي ګوند کې یې غړیتوب وغانده، او په کال ۱۹۳۱ کې کشیش میخایل وون فاولهابېر ولیکل چې کشیشان د معنویاتو او د عقیدې د رښتینو ښوونو د ساتونکو په توګه باید د ملي سوسیالیزم په اړوند یوه خبرتیا خپره کړي، ځکه تر اوسه  داسې کلتوري اوسیاسي نظریې لري چې له کاتولیکې نظریو سره موافقې نه دي. [۹]

په ملي سوسیالزم باندې د کشیش فاولهابر نیوکې پراخه توجه او د جرمني کاتولیکي کلیساوو پراخ ملاتړ ځانته جلب کړ، او کشیش برترام د جرمني  له کاتولیکانو څخه وغوښتل چې په ټول توان سره د ملي سوسیالزم په وړاندې ودرېږي ځکه ملي سوسیلیزم(( د عیسویت له اساسی حقیقتونو سره تر ټول څرګند تضاد دي)). سیواني ریویو ( امریکایي ادبي مجله)  لیکي، ((کاتولیکان له دې منع شوي و چې ځانونه د ملي سوسیالیستې ګوند کې ځانونه ثبت کړي، سرغړوونکي کاتولیکان به دیني مراسمو ته د ګډون لپاره نه پرېښودل کېدل، هغه ډلې چې د نازیانو یونیوفورمونه به یې اغوستی و او یا به یې د نازيانو بیرغ لېږداوه د کلیساوو له خدمتونو څخه له استفادي منع کړل شول. د برترام او او وان فاولهابر له خوا د نازیسم غندنه د ډېرو جرمني کاتولیکانو نظر منعکس کاوه او ډېری کاتولیکان د جرمنې له ادارو څخه ناخوښه و.   [۱۰][۱۱]

د نازیانو  د یهودیت ضد په مفکوره کې تقلبي ساینسي توکمیز اصول شامل و خو د یهودیت او عیسویت تر منځ پخوانۍ  کرکه هم په اروپا کې یهودیت ضد مفکورې غوړېدو سره مرسته وکړه. د یهودیت ضد مفکوره هم په جرمني پروتستایزم او هم په جرمني کاتولیزم کې موجوده وه خو په هغو سیمو کې چې پروتستانت و د کاتولیکانو د سیمو په پرتله ډیره وه. همدارنګه په هر هغه هیواد کې چې د جرمنیانو تر اشغال لاندې و کشیشانو د یهودانو په ژغورلو کې ستره ونډه درلوده. کلیسا یهودانو ته  د تقلبي اسنادو په ورکولو، په ښوونځیو، خانقاوو صومعو، پاپانو هستوګن ځایونو کې د پټولو له لارې  په زرګونه یهودان وژغورل. په دې دوره کې  د دولسم پاپ پیوس رول د بحث وړ و، خود المان د امنیت مرکزي دفتر هغه د یهودانو ویاند باله اوهغه په خپل لومړني اینسیکلیکل ( متحد المال مکتوب چې د پاپ له خوا کشیشانو ته استول کېږي)  کې په پولند باندې یرغل یې (( د  تیارې یو ساعت)) وباله. په کال ۱۹۴۲ کې د کریسمس په اړه خپله وینا کې هغه توکمیزې وژنې وغندلې او د کال ۱۹۴۳ اینسیکلیکل کې هغه د معیوبینو وژل هم وغندل.[۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Spenkuch, Jorg (March 2017). "Elite Inuence? Religion and the Electoral Success of the Nazis" (PDF). American Journal of Political Science: 1. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  2. Alan Bullock, Hitler, a Study in Tyranny. Harper Perennial edition (1991).
  3. Fulbrook (1991), pp. 80–81.
  4. Krieg, Robert (February 27, 2004). Catholic Theologians in Nazi Germany. Bloomsbury Academic. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826415769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mason, John Brown (April 1934). "The Catholic Church Faces Hitlerism". The Sewanee Review. Johns Hopkins University Press. 42 (2): 229–236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smolinsky, Heribert (1998). "Nationalsozialismus: Romischkatholische Kirche". Lexikon für Theologie und Kirche (په جرمني ژبه کي). 7 (3): 657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gurian, Waldemar (January 1938). "Hitler's Undeclared War on the Catholic Church". Foreign Affairs. Council on Foreign Relations. 16 (2): 260–271. doi:10.2307/20028846. JSTOR 20028846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Krieg, Robert (February 27, 2004). Catholic Theologians in Nazi Germany. Bloomsbury Academic. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826415769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Becker, Sascha O.; Pascali, Luigi (May 2019). "Religion, Division of Labor and Conflict: Anti-Semitism in German Regions over 600 Years". American Economic Review. 109: 33. doi:10.1257/aer.20170279. S2CID 53384584. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Krieg, Robert (February 27, 2004). Catholic Theologians in Nazi Germany. Bloomsbury Academic. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826415769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Smolinsky, Heribert (1998). "Nationalsozialismus: Romischkatholische Kirche". Lexikon für Theologie und Kirche (په جرمني ژبه کي). 7 (3): 657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Becker, Sascha O.; Pascali, Luigi (May 2019). "Religion, Division of Labor and Conflict: Anti-Semitism in German Regions over 600 Years". American Economic Review. 109: 33. doi:10.1257/aer.20170279. S2CID 53384584. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mystici corporis Christi, p. 94