کاترین ډي. سالیوان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاترین ډوایر سالیوان (د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په ۳یمه زېږدلې) یوه امریکايۍ ځمکپوه، سمندرپوه او د ناسا د ستورمزلو د ډلې پخوانۍ غړې او د متحده ایالاتو د سمندري پوځ افیسره ده. هغه د فضايي شاټل په درېیو ماموریتونو کې د عملې غړې وه.

هغه په متحده ایالاتو کې د کالفورنیا له سانتا کروز پوهنتون څخه فارغه شوه – او په ۱۹۸۷ کال کې یې د کاناډا په نوا اسکوشیا کې له ډالهوسي پوهنتون څخه د ځمکپوهنې په برخه کې د فلسفې ډاکتري ترلاسه کړه – سالیوان د ناسا (NASA) د ستورمزلو د اتمې ډلې د ۳۵ ستورمزلو نوماندانو تر منځ له ۶ ښځو څخه یوه وه، اتمه ډله لومړنۍ ډله وه چې ښځې په کې شاملې وې. د رزونې په بهیر کې هغه لومړنۍ ښځه وه چې د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د فشاري جامو د اغوستلو تصدیق پاڼه یې ترلاسه کړه او د ۱۹۷۹ کال د جولای په لومړۍ یې د ښځو لپاره د امریکا د هوايي چلن د ارتفاع غیر رسمي ریکارډ جوړ کړ. سالیوان د خپل لومړي ماموریت اېس‌ټي‌اېس – ۴۱جې (STS-41-G) په بهیر کې د یوې امریکایۍ ښځې په‌واسطه خپل لومړنی فضايي فعالیت (EVA) ترسره کړ. په خپل دویم سفر اېس‌ټي‌اېس-۳۱ (STS-31) کې یې د هابل د فضايي تلیسکوپ په نصبولو کې مرسته وکړه. په خپل درېیم ماموریت STS-45 کې یې د ځمکې سیارې ته ځانګړې شوي د ناسا په ازمويښتي ماموریت کې د ماموریت د متخصصې قومندانې په توګه خدمت وکړ.

سالیوان د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۶مه د متحده ایالاتو د سنا تر تایید وروسته د سمندرونو او اتموسفیر لپاره د سوداګرۍ د وزیر معاونه او د سمندرونو او اتموسفیر د ملي ادارې (NOAA) مدیره وه. د هغې د تصدۍ دوره د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۲۰مه پای ته ورسېده او تر هغې وروسته د سمېټسونین موسسې په ملي موزیم کې د چارلز اې. لیندبرګ ۲۰۱۷ د فضانوردۍ تاریخ د رئیسې په توګه وګومارل شوه او همدارنګه يې د سیاسي مطالعاتو لپاره د پوتوماک موسسې د یوې لوړپوړې غړې په توګه کار وکړ. سالیوان د ۲۰۲۰ کال د جون په ۷مه لومړنۍ ښځه وه چې د ماریانا کندې په چلېنجر ژوره کې یې غوټه ووهله او دا د ځمکې د سمندرونو تر ټولو ژوره برخه ده. د ۲۰۲۱ کال په سېپټمبر کې ولسمشر جوبایډن هغه د ساینس او تېکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر د سلاکارانو د شورا غړیتوب ته منصوبه کړه.  

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

کاترین ډوایر سالیوان د ډونالډ پاول سالیوان او د هغه د مېرمنې باربار، مېرمن کلي لور د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په درېیمه د نیوجرسي په پټرسون کې نړۍ ته راغله. هغې د ګرانټ په نوم یو ورور درلود. د هغې کورنۍ په ۱۹۵۸ کال کې د کالیفرنیا سان فرنانډو درې ته کډه شوه، هلته یې پلار د ماکوارډ شرکت ته د هوافضا په صنعت کې کار کاوه. هغه د هېون هېړسټ په ابتدایه ښوونځي کې په لومړي ټولګي کې وه، چې سیلي رایډ يې ټولګيواله وه، خو دا ښوونځۍ په ۱۹۵۸ کال کې وتړل شو تر څو د ون نایس هوايي ډګر ته لار پرانیزي او هېڅ یوه ښځه د یو بل لیدنه په یاد نه لري. د هغې د ښوونځي په دوره کې هغه د نجونو پيشاهنګه وه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

سالیوان په ۱۹۶۹ کال کې د کالیفرنیا د لاس انجلس د وودلنډ ولسوالۍ له وېلیم هاوارډ ټافت ښوونځي څخه فارغه شوه. هغې په ښوونځي کې هم فرانسوي او هم الماني ژبه زده‌ کړه او پرېکړه یې وکړه چې په خارجي خدماتو کې یوه دنده ولري. هغې د روسي مطالعاتو د مشهورې برنامې له امله د کالیفرنیا سانتا کروز (UCSC) پوهنتون ته داخله شوه. د پوهنتون له شرایطو څخه دا و چې د بشري علومو زده‌کړیالان باید د ساینس په درېیو ټولګیو کې ګډون وکړي او د ساینس زده‌کړیالان د دې برعکس. هغې د سمندري ژونپوهنې، توپولوژي/نقشې‌پوهنې او سمندرپوهنې کورسونه وټاکل. دا دورې د هغې لپاره خوندورې وې او پر لا ډېرو ساینسي موضوعاتو د پوهېدلو لپاره یې خپلې دورې بدلې کړې. هغه د ۱۹۷۱-۱۹۷۲ په تحصیلي کال او په دې شاوخوا کې په دوه نورو اوړيو کې په نروژ کې د برګن په پوهنتون کې یوه تبادلي زده‌کړیاله وه او پرېکړه یې وکړه چې خپله رشته سمندرپوهنې ته بدله کړي. هغې په ۱۹۷۳ کال کې د ځمکې د ساینس په څانګې کې خپل لیسانس له UCSC  څخه ترلاسه کړ او په ۱۹۷۸ کال کې یې د ځمکپوهنې له پوهنځي څخه د فلسفې په برخه کې خپله دوکتورا له دالهوسي پوهنتون او د کاناډا په نوا اسکوشیا کې د بدفورډ د سمندر پوهنې له موسسې څخه ترلاسه کړه، چې د دوکتورا څېړنیزه رساله یې د مایکل جان کېن په لارښوونه د نیوفانډلنډ حوزې د جوړښت او تکامل په اړه ولیکله. کله چې په دالهوسي کې وه په څو سمندري سفرونو کې یې برخه واخیسته چې د اتلانتیک او ارام سمندر د پوړونو مطالعه یې کوله. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۱]

په ناسا کې دنده[سمول]

ټاکنه او روزنه[سمول]

کله چې سالیوان په ۱۹۷۶ کال کې د کرېسمس لپاره له خپلې کورنۍ سره ولیدل د هغې ورور ګرانټ چې د هوافضا انجنیر او د شرکتي جیت پیلوټ و هغې ته وویل چې د هوايي‌چلن او فضا ملي سازمان (ناسا/ NASA) د ستورمزلو د یوې نوې ډلې لپاره غوښتنلیک صادر کړی. ناسا اعلان کړی و چې د ښځو له استخدام سره مینه لري او ګرانټ هغه غوښتنلیک ورکولو ته وهڅوله. هغه په خپله دواړو د پيلوټۍ بست او د ماموریت د تخصص بست ته غوښتنلیک ورکړی و. نوا اسکوشیا ته تر راستنېدو وروسته هغې په یوه علمي مجله کې د ناسا اعلان ولید او پرېکړه یې وکړه چې غوښتنلیک ورکړي. هغې داسې استدلال وکړ چې فضايي شاتل یو ډول څېړنیزه بېړۍ ده، خو د هغې خوب لا هم له یو اوبتل سره د سمندر تل ته کوزېدل وو. د غه لرلید هغه مهال رانږدې شو چې هغې د کولمبیا په پوهنتون کې د لامونټ – ډوهرټي د ځمکني څارنځای له مرکز څخه د وېلیم بي. اېف. ریان د دندې وړاندیز ترلاسه کړ تر څو د هغه له ټيم سره د ډي‌اېس‌وي الوین (DSV Alvin) په اوبتل کې د سمندري څېړنو لپاره یوځای شي. ریان په ۱۹۶۷ کال کې د ناسا د ۶مې ډلې لپاره له وروستیو نابریالیو نوماندانو څخه و او هغې ته یې سپارښتنه وکړه چې د ناسا اړیکې ته په تمه شي. هغوی دواړو داسې احساس وکړ چې د منلو چانس ډېر اوږد مهال دی، خو سالیوان د ریان له ټيم سره یو ځای نه شوه حال دا چې د خپلو ټاکل کېدو خبر ته په تمه وه.  [۱۳]

د ګرانټ غوښتنلیک بریالی نه و خو کاترین بلنه ترلاسه کړه چې د یوې اونۍ مرکې او فزیکي معایناتو لپاره د جانسن فضايي مرکز (JSC) ته راشي چې د ۱۹۷۷ کال د نوامبر له ۱۴مې نېټې څخه پیل شو. هغه په دغه ۲۵ کسیزه ډله کې یوازینۍ ښځه وه. د یوې اونۍ په بهیر کې د هغې فزیکي او رواني معاینات وشول او د جورج ابي په مشرۍ یو ټاکنیز هیئت له هغې سره مرکه وکړه. هغه بریالۍ وه او د ناسا په ۸مه ډله کې د ۳۵ غړو تر منځ له ۶ ښځو څخه یوه وه چې د ۱۹۷۸ کال د جنوري په ۱۶مه د هغې ټاکنه په رسمي ډول اعلان شوه. دا د ستورمزلو لومړنۍ ډله وه چې ښځې په کې شاملې وې. سالیوان د ډلې له درېیو غړو څخه (دوه نور سیلي رایډ او سټېون هاولي) وه چې د پوهنتون تر پرېښولو وروسته به يې د ناسا ستورمزلي لومړنۍ پوره وخت او معاش لرونکې دنده وي.    [۱۴][۱۵][۱۶]

ناسا د ۱۹۷۹ کال د اګست په ۳۱مه اعلان وکړ چې د ستورمزلۍ ۳۵ نوماندانو خپلې روزنې او ازموینې پای ته رسولې دي او اوس په رسمي ډول ستورمزلي دي چې د فضايي الوتنې په عمله کې د ټاکلو په شرایطو برابر دي. په همدې مناسبت د ناسا د فضانوردۍ د دفتر رئیس جان یانګ هر یوه ته د ناسا د ستورمزلۍ یو د سپينو زرو نښان ډالۍ کړ. هغوی فضا ته تر الوتنې وروسته د سرو زرو د نښان د ترلاسه کولو شرایطو ته تیارېدل. تر هغوی مخکې د نورو ستورمزلي ګروپونو په څېر هر یوه ته یو مشخص ماموریت ورکړل شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Kathryn D. Sullivan (Ph.D.), NASA Astronaut (Former)" (PDF). NASA. April 2014. د لاسرسي‌نېټه June 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په August 21, 1949 باندې). Barbara Kelly Married; Bride of Donald Paul Sullivan, Graduate Assistant at N. N. U..
  3. "Astronauts Sally Ride and Kathy Sullivan, who have spent ..." UPI Archives. October 12, 1984. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite interview
  5. Sullivan 2019، ص. 12.
  6. Sullivan 2019، ص. 16.
  7. "Kathryn D. Sullivan (Ph.D.), NASA Astronaut (Former)" (PDF). NASA. April 2014. د لاسرسي‌نېټه June 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite interview
  9. کينډۍ:Cite thesis
  10. "Kathryn D. Sullivan (Ph.D.), NASA Astronaut (Former)" (PDF). NASA. April 2014. د لاسرسي‌نېټه June 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Sullivan 2019، صص. 12–13.
  12. Shayler او Burgess 2020، ص. 120.
  13. Sullivan 2019، صص. 14–18.
  14. Reim, Milton (January 16, 1978). "NASA Selects 35 Astronaut Candidates" (PDF) (Press release). NASA. 78-03. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 8, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 17, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Reim, Milton (November 11, 1977). "Tenth Group of 20 Astronaut Applicants Report to JSC on November 14" (PDF) (Press release). NASA. 77-75. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 2, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sullivan 2019، ص. 23.
  17. Reim, Milton (August 31, 1979). "35 Astronaut Candidates Complete Training and Evaluation Period" (PDF) (Press release). NASA. 79-53. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 13, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Kathryn Sullivan Sets Altitude Record". NASA. July 1, 1979. د لاسرسي‌نېټه February 15, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Sullivan 2019، صص. 30–34.
  20. Shayler او Burgess 2020، صص. 196–198.