ښی اپوزیسیون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښی اپوزیسیون (په روسي ژبه: Правая оппозиция، Pravaya oppozitsiya) یا ښی لیدلوری (په روسي: Правый уклон، Praviy uklon) د شوروي اتحاد په کمونیست ګوند کې هغه مشروط لیبل اوعنوان و چې د ۱۹۲۸ زکال په مني کې د ستالین له خوا د پنځه کلن پلان په ګډون د یو شمېر شته اقداماتو پر وړاندې د نیکولای بوخارین، الکسي ریکوف، میخایل تامسکی او په شوروي اتحاد کې د ننه د هغوی د ملاتړو د اپوزیسیون لپاره چې له «ګوندي خط مش» یې پیروي نه کوله وکارول شو. همدارنګه دا هغه نوم دی چې په نړیواله کچه کمونیستي خوځښتونو کې په «ښي اړخ» نیوکې کوي او په ځانګړې توګه هغه کسانو ته کارول کېږي چې له نړیوال کمونیست اپوزیسیون سره مل دي، پرته له دې چې هغوی له بخارین یا ریکوف سره همغږي وبلل شي او یا هم نه.

رامنځته کېدل(ظهور)[سمول]

د ولادمیر لینین له مړینې وروسته، په شوروي اتحاد کې د واک پر سر ناندرۍ په کمونېست ګوند کې د درېو مهمو لیدلورو د رامنځته کېدو لامل وګرځېدې. دغه لیدلوري د لئون تروتسکي له خوا کیڼ، ښي او مرکزي وبلل شول چې هر یو د یوې خاصې طبقې یا ډلې پر بنسټ و. تروتسکي استدلال وکړ چې د هغه لیدلوری، کیڼ اپوزیسیون، د کارګري طبقي د نړیوالو سنتونو استازولي کوي. د جوزف ستالین په مشرۍ لیدلوری بیا مرکزي هغه و، چې د دولتي او ګوندي بیروکراسی پر بنسټ و او هڅه یې کوله د ښي او کیڼ اړخ ترمنځ یې د اتحاد له بدلون سره لیوالتیا لرله. ښی لیدلوری د نیکولای بخارین او ریکوف د ملاتړو له مخې ځانګړی کېده. دا ادعا هم وشوه چې هغوی د بزګرانو د نفوذ استازولي کوي او دا ګواښ هم شتون لري چې کپیټلېزم را ژوندی کړي. د دوی پالیسي له نوې اقتصادي پالیسۍ سره د هغو د نږدیوالي له امله پېژندل کېدله، همدارنګه پخواني کیڼ اړخي کمونیست بخارین هم په کراره سره د بلشویکي ګوند ښي لوري ته حرکت وکړ او د ۱۹۲۱ زکال تر پیل پورې د نوې اقتصادي پالیسي په یو له کلکو ملاتړو واوښت. د ښي اپوزیسیون پالیسۍ چې کولاکان او د یادې پالیسۍ له مخې په ټیټه کچه سوداګر یې هڅول څو «ځانونه بډایه کړي» د ښي اپوزیسیون د ملاتړو له خوا د کولاکانو او ټیټې کچې سوداګرو هڅونکې بلل کېده څو له مخې یې سوسیالېزم ته وده ورکړي.[۱][۲]

د روسي ښي اړخي اپوزیسیون برخلیک[سمول]

ستالین او د هغه مرکزي څانګه د ۱۹۲۴ زکال په وروستیو کې له بخارین او د هغه له ښي اپوزیسیون سره یوځای شوه، چې له امله یې بخارین هم په یو هېواد کې د سوسیاليزم په نامه د ستالین تیوري ته وده ورکړه. دواړو په ګډه د ۱۹۲۷ زکال په ډسمبر میاشت کې تروتسکي، کامنف، زینووف او متحد اپوزیسیون له کمونیست ګوندنه وایستل. په دې سره، هغه مهال چې تروتسکي له ګوند وایستل شو او کیڼ اپوزیسیون غیرقانوني شو؛ ستالین ډېر ژر شوروي اتحاد ته د مخ پر ودې کولاکانو او د نوې اقتصادي پالیسۍ له مخې د سوداګرو له خوا چې د کیڼ اپوزیسیون د غیرقانوني کېدو له امله یې جرآت موندلی و، د مخ کېدونو ګواښونو څخه په وېره کې شو. ستالین له دغه ګواښ څخه په ویرې په ښي اپوزیسیون کې خپلو متحدینو ته مخه کړه. بخارین او د هغه ښی اپوزیسیون په نوبت سره له ۱۹۲۸ زکال څخه تر ۱۹۳۰ زکال پورې په شوروي دولت او کمونیست ګوند کې له مهمو ځایګیو څخه څنډې ته او ورپسې لرې کړای شو، ستالین نوې اقتصادي پالیسي له منځه یووړه او خپل لومړنی پنځه کلن پلان یې پیل کړ.

د ستالین پر وړاندې د ښي اړخو د مقاومت وروستۍ هڅه په ۱۹۳۲ زکال کې د ریوتین پېښه وه، چې په کې د شوروي د ټولیزوالي د پالیسۍ او ستالین پر وړاندې مانیفیست رامنځته شو. چې په ښکاره ډول یې «د ستالین او د هغه د ډلې د دیکتاتورۍ د له منځه وړو» غوښتنه کوله. وروسته بیا یو شمېر ښي اړخي له ستالین سره د مبارزې په موخه د لئون تروتسکي، زینوویف او کامنوف له محرم بلاک سره یوځای شول. تاریخ پوه پیري بروئه څرګندوي چې دغه بلاک د ۱۹۳۳ زکال په لومړیو کې له منځه لاړ. [۳][۴]

بوخارین له هېواده بهر له خپلو متحدینو څخه ناهیلی شو او د ستالیني مخ پر زیاتېدونکي ځپلو سره د مخامخ والي له امله یې نور توان نه درلود څو د ستالین پر وړاندې پام وړ پایداره مبارزه ترسره کړي. بوخارین او د هغه متحدین د تروتسکي پر خلاف چې ستالین ضد خوځښت یې جوړ کړی و؛ ستالین ته تسلیم شول او په خپلو «آیډیالوژیکو تېروتنو» یې اعتراف وکړ. هغوی د لنډ مهال لپاره یوځل بیا وپالل شول، په داسې حال کې چې هغوی ته کوچني ځایګي وسپارل شول او هېڅکله یې خپل هغه پخوانی ځایګی وه نه موند. وروسته بخارین او د هغه متحدین د لویې تصفیې د محاکماتو پر مهال اعدام شول.

د نړیوال کمونیستي اپوزیسیون رامنځته کېدل[سمول]

د ښي اړخي اپوزیسیون ګڼ شمېر ډلې چې له بوخارین سره په کمنټرن کې همغږې وې، اړ شوې څو خپل سازمانونه رامنځته کړي؛ چې بیا په نوبت سره د کمنټرن له ملي برخې څخه وویستل شوې. په اروپا کې د ددغو نوو بنسټونو تر ټولو مهم او تل پاتې بنسټ د جرمني د کمونستي ګوند اپوزیسیون (KPO) و چې هاینریش برانډلر یې مشري کوله. په متحده ایالاتو کې جې لاوسټون، بیرټرام ولف او د هغه ملاتړو کمونیست ګوند (اپوزیسیون) رامنځته کړ او د کارګرانو د دورې (Workers Age) په نامه خپله ورځپاڼه یې خپره کړه. په کاناډا کې مارکسي روزنیز لیګ د لاوستون CP(O) د برخې په توګه رامنځته شو او تعاوني مشترک المنافع فدراسیون ته اړوند شو. له دې سره د ۱۹۳۹ زکال په وروستیو کې د دغه سازمان دواړو تورنټو او مونتریال ډلو خپل فعالیت ودراوه.

د ښي اپوزیسیون پای[سمول]

په ۱۹۳۳ زکال کې نړیوال کمونیستي اپوزیسیون (ICO) له پاشل کېدو سره مخامخ شو. د نازیانو په واکمنېدو سره جرمنی کمونیست ګوند اړ شو خپلې چارې په پټه ترسره کړي او په پاریس کې یې یوه جلا وطنه څانګه پرانیستله. پاریس همدارنګه د نړیوالو ICO مرکزونو نوی کور و، چې بیا د جرمنانو تر ولکې لاندې راغی. د همدغه کال په وروستیو کې نارویژي او سویډني ډلې د سوسیالیستي انقلابي اتحادیې له نړیوال نوي مرکزي بنسټ (یا د لندن ادارې) سره چې په اګست میاشت کې په پاریس کې رامنځته شوی و د یوځای کېدو په موخه ولاړې. چکسلواکیا ته اړونده ډله په ډسمبر میاشت کې د هغو د چکي غړو د مخ اړولو له امله کمزورې شوه او دغه ډله په چکسوالکیا کې میشتو جرمنانو ته په اړوندې ډلې واوښته هغه هم په داسې مهال کې چې په مخ پر زیاتېدوني ډول دغه ټولنه د نازیانو لوري ته جذب کېدله. د ۱۹۳۴ زکال په مارچ میاشت کې د دالفوس کودتا وروسته اطریشي ډله اړ شوه په پټه سره فعالیت کولو ته مخه کړي او د هغو لویه الزس برخه د همدغه کال په اوړي کې د نازي پلوه لیدلورو له امله وویستل شوه. سویس ته اړونده څانګه په ۱۹۳۶ زکال کې د سوسیال دیموکراتانو خوا ته ولاړه او M.N. Roy خپله سورپوستې ډله په ۱۹۳۷ زکال کې له هغو جلا کړه. له دې سربېره د ۱۹۳۷ زکال په مۍ میاشت کې د کارګرانو د مارکسیستي یووالي د ګوند (POUM) ځپلو او په شوروي اتحاد کې د بوخارین او یو شمېر نورو ښي اړخو اعدام کولو ډېری کسان دې ته متقاعد کړل چې نور کمونیست انټرنشنال د اصلاح کېدو وړ نه دی او په هغو کې د اپوزیسیون والي ادعا دفاع کېدونې نه ده. [۵]

د ۱۹۳۸ زکال په فبروري میاشت کې د یوه کنفرانس پرمهال نړیوال کمونیستي اپوزیسیون د لندن له دفتر سره یوځای شو. دغه چارې دا ګډوډي رامنځته کړه چې آیا ICO ته اړوند کسان هم د لندن دفتر ته د خپلو سازمانونو په توګه اړوند شوي او که نه. د دغه تداخل د حل کولو په موخه د ۱۹۳۹ زکال په اپرېل کې بل کنفرانس په پاریس کې جوړ شو چې په پایله کې له دواړو بنسټونو څخه د نړیوال انقلابي مارکسیستي مرکز (International Revolutionary Marxist Centre) په نوم نوی بنسټ رامنځته شو چې عمومي مرکز یې په پاریس کې و. [۶]

سرچينې[سمول]

  1. Ramnath Narayanswamy, review of Peasants, Class, and Capitalism: The Rural Research of L. N. Kristman and his School. Terry Cox, Slavic Review Vol. 47, No. 3 (Autumn 1988), pp. 543–4.
  2. Robert J. Alexander, The Right Opposition: The Lovestoneites and the International Communist Opposition of the 1930s
  3. Ryutin, Martemyan N. (2010). The Ryutin Platform: Stalin and the Crisis of Proletarian Dictatorship : Platform of the "Union of Marxists-Leninists" (په انګلیسي ژبه کي). Seribaan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-87492-28-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Pierre Broué: The "Bloc" of the Oppositions against Stalin (January 1980)". www.marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Alexander, The Right Opposition, p. 287.
  6. Alexander, The Right Opposition, pp. 290-293.