ښکاپر بازار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  1. کندهار_دتاريخ_په_اوږدو_کي: ښکاپر بازار، نيمه پېړۍ پخوا ...

د #احمدشاهي_کندهار د څلورو بازارونو څخه ښکاپر بازار تر تر ټولو اوږد او ارزانه بازار وو، چي د عوامو په خبره [په ښکاپر بازار کي احمدشاه بابا خپل دسترخوان ټک وهلی دئ]. دا چي د بولان پر لار به کندهار ته له همدې ځايه د شکارپور څخه قافلې راتلې، نو د ښار دغه جنوبي دروازې ته ئې ښکاپر دروازه او بازار وايه. په دې بازار کي يو وخت د کندهار تر ټولو ښه پېرني، شريخ او فالوده خرڅېده. په دغه پرېمانه بازار کي پخوا د احمدشاهي عصر نامتو چاوراکو سردار #یحي_خان، د سردار #مددخان_ساګزي، #قاضي_سعدالدين خان [خان علوم/علومي کورنۍ] #تارسنګ او نورو لوړ پوړو چارواکو عصري کورونه وه چي په هغه وخت کي دا لوی وياړ وو. دغه لرغوني بازار په کورنيو جګړو کي تر ټولو ډېر خوړين سو او اوس ئې ځای بدرنګه او له پاکستانه راوړل سوو، تېر او بېر مارکېټونه ونيو. لاندي ويډيو ښاغلي #ګلېن_فوسټر په ۱۹۵۶ع کال کړې ده او ما لږ نوکي وچه مېوه ورسره ملګرې کړه :) . په ويډيو کي ماته جالب په لوڅو پښو د خلګو ګرځېدل، شين کميس او لوی پرتوګونه، د خلګو په لاس کي منګي او موسيقۍ الې، په بازار کي د اسانو او خرو پراخ شتون، بازار ته د راروانو خلګو په لاسونو کي واړه وري، بوټي او نور چي ښايي سودا په اخلي، رواني اوبه او ګڼ نور...

  1. دافغانستان_تاريخ #Afghanistan