ښځې په لرغوني روم کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لرغوني روم مېرمنې هم ازادې زېږېدلې دي، مګر نه يې رايه ورکولی شوه او نه يې يو سياسي مقام تر لاسه کولی شو. د محدودې عامه قاعدې له امله رومي تاريخپوهان ښځينه د نارينه وو په نسبت کمزورې نوموي. هغه مهال چې رومي مېرمنو مستقيم سياسي ځواک نه درلود، مګر بيا هم بډايه او ځواکمنو کورنيو کولی شول د شخصي مذاکراتو له لارې فشار وارد کړي، چې دا هڅه يې تل کړې هم ده. له Lucretius او Claudia Quinta سيمو څخه ځينو استثنايي مېرمنو نه هېرېدونکې تاريخي فعاليتونه هم درلودل. د جمهوريت د دورې ځينو مېرمنو Cornelia د Gracchi مور او Fluvial د پوځ قومانداني هم وکړه چې له امله يې په سکو (پيسو) باندې  د هغې انځور هم چاپ شو. د Julio Claudine د کورنۍ مېرمنې په ځانګړي ډول Livia (۵۸ کال له میلاد وړاندې د میلاد تر ۲۹ کال پورې) او ځوانه Agrippina (د میلاد له ۱۵ کال څخه تر ۵۹ کال پورې) د امپراطوري ادابو او رسومو په تشکيلولو کې يې همکاري وکړه. د امپراطور مېرمن Helena چې د مسيحيت په پرمختګ کې يې د يوې متحرکې قوې په توګه عمل کړی، د يادونې وړ ده. دا د ټولنې له نارينه غړو سره يو معمول دی، چې ځانګړې مېرمنې او د هغوی مهم سياسي فعاليتونه په تاريخي سوابقو کې د ټيټې طبقې مېرمنو فعاليتونه ضعيفه کوي. [۱][۲][۳][۴]

د روم د امپراطورۍ د وخت په ځينو ليکنو او په ځانګړي ډول په ګڼو ځايونو کې پر تېږو او شناختو د مېرمنو نومونه اوس هم د سند په توګه شته. د لاتيني ادب په ځينو لاسوندونو کې د هغې وخت  د مېرمنو مزاحيه، شاعري، طنز، ورزش، خريدارۍ، ميک اپ (سينګار کولو)، جادو کولو او د ولادت په اړه د تشويش او داسې نورو په ګډون د ورځني ژوند ځينې صحنې خوندي شوي دي؛ که څه هم ټولې يې د نارينه وو د سترګو پر وړاندې شوي دي. د Cicero نشر شوي ليکونه په غير مستقيم ډول راښايي چې څرنګه يو غوره شخص په کورنيو اړيکو کې د خپلې مېرمنې (Terentia) او  لور (Tullia) سره برخورد وکړ، که څه هم د نوموړي ويناوې چې: «يوه رومي مېرمنه کولی شي په خپله خوښه ټولنيز ژوند او په هر ډول چې وغواړي جنسي غريزه مشبوع کړي»؛ د توهين او بې احترامۍ څخه خالي نه وې. [۵][۶]

يو ستر او عام قانون چې يوازې د مېرمنو لپاره مراعت شو په ديني برخه کې و: د Vestal مذهبي دفتر. د دېرشو کلونو لپاره يې له واده او جنسي اړيکو څخه ځان لرې وساته. Vestal په خپله قرباني ورکړه. زده کړې يې وکړې او د مذهبې تشريفاتو او رواجونو په سم ډول رعايت يې وکړ، چې همدا د روم د ژوندي پاتې کېدو او امنيت لپاره اړين ګڼل شوي وو. مګر دا چې دا فعاليتونه د نارينه وو روحاني کشيشانو له خوا نه شو تر سره کېدی. [۷]

ماشومتوب او زده کړې[سمول]

په لرغوني روم کې د ماشومانو او راتلونکي اميدونه او هيلې د اجتماعي حالت په واسطه مشخص شوې وې. رومي کوچنيانو به ځينې لوبې کولې چې د لوبو توکي يې د لرغونپوهنې او ادبي سرچينو په واسطه پېژندل شوي دي. د حيواناتو رسامي پکې مشهوره وه. ځينو ماشومانو ژوندي حيوانات او مرغان هم لکه د کورنيو حيواناتو ساتلي دي. په رومي رساميو (نقاشيو) کې نجوني ښکاري چې د هلکانو لوبو ته ورته لوبې کوي. لکه توپ، ريسمان بازي، او داسې نور. هغه ماشومان چې له بلوغ څخه وړاندې وفات شوې وې، د ځينو نجونو پر مزار يا قبر يې نانځکې موندل شوي دي. معمولاً دا نانځکې (۱۵-۱۶) سانتي متر قد لري چې دواړه لاسونه يې اړخونو پورې وصل او له لرګي، قرمز اړو هډوکي څخه جوړې شوي دي. ځينو نجونو د واده کولو پر مهال د خپل کوچنيوالي نانځکې نوور خلکو او ملګرو ته ډالۍ کړي دي. د اشرافو نجونې به په (۱۲) کلنۍ کې واده کېدلې، په داسې حال کې چې د ټيټې طبقې نجونې به معمولاً لږ څه پيغلتوب ته له رسېدو څخه وړاندې ودېدلې.  د اشرافو نجونو د واده کېدلو د عمر يو مثال کوی شو د Cicero د ژوند د ملګرې Atticus په اړه وليکو چې خپله (۱۴) کلنه لور (Cecilia Attica) يې Marcus Vipsinius Agrippa  ته واده کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له نجونو څخه دا طمعه هم کېده چې بايد تر خپل واده پورې خپل عفت، حيا او نوم وساتي. حد اقل په (۱۲) کلنۍ کې واده لپاره رضايت ښکاره کول او د خپل پلرني کور ترک کولو د يوې روښانه قاعدې په توګه شتون درلود، چې په خاص ډول پلرونو ته يې په دې برخه کې ډېره ازادي ورکړې وه؛ چې آيا کله او چاته خپله لور واده کوي. واده د پلار او راتلونکو خاوندانو (مېړونو) تر منځ ملګرتيا ته زمينه سازي کوله، او په دوه اړخيز ډول به يې د سياسي او اقتصادي انګېزو په درلودلو سره يې ګټور تړون رامنځته کړ. ټولنيز رژيم له وخته مخکې (په کم عمر کې) واده په مقابل کې تنظيم او مجهز شو او د ماشومانو د راتلونکي او تعليم په واسطه عملي شو، چې د نجونو په برخه کې په ځانګړي ډول محدود و. که څه هم ځينې نجونې دولتي ابتدائيه ښوونځيو ته لاړې، مګر په ټوله کې يې کچه ډېره کمه وه. داسې فکر کېده چې د نجونو له پاره د هغوی په کورونو کې د ښوونځي اړوند انفرادي شخصي زده کړې پر مخ تللې؛ نظر دېته چې له هلکانو سره په ګډو ټولګيو کې د نجونو حيا او عزت ته متوجه تهديدونو په اړه تشويشونو شتون درلود. Avid او Mortial استنباطوي چې نجونې او هلکان په مشابه يا ګډ ډول تعليم زده کولی شي او Livy دا يوه پېزوينه بولي چې د يوې سل کسيزه ډلې د مشرې لور دې به ښوونځي کې وي. ډېری تاريخپوهان او فيلسوفان وړانديز کوي چې د Epictetus په شان تعليمي سيستم په ځانګړي ډول د وينا او خبرو کولو اړوند ټرايننګونه د نارينه وو د ښېګڼې او فضيلت په پرمختګ سره وار له مخه د ځوانانو له خوا اشغال شوي و، چې دې ځوانانو به د رومي ارزښتونو په اړه په عمومي ويناوو کې د ښوونځي تمرينونه تر سره کول. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د دواړو جنسونو اړوند ماشومانو به د ماښامنۍ يا نورو پروګرامونو او مراسمو په ګډون کولو سره په ټولنيز ډول برخورد کول زده کول. دواړو جنسونو په مذهبي جشنونو کې ګډون کاوه. د مثال په ډول: د 17BC په سيکولر (غير مذهبي) لوبو کې Carmen Saeculare د نجونو او هلکانو د يو ټيم له خوا زمزمه شو. ماشومان د ښوونځي د نورمونو له مخې د پرهېزګارو او سپېڅلو ځوانانو په توګه تربيه کېدل، چې تعليمي نصاب کې يې ژبه، ادبيات، فلسفه او د پوهې او درک اړوند مضامين موجود و. د اشرافو ماشومانو ته له کوچنيوالي څخه لاتيني او يوناني ژبې تدريسېدلې. د لوړو طبقو مېرمنې په ښه او عالي ډول باسواده وې او ځينې وختونه د هغوی د زده کړو او کښتونو (بزرګري خدماتو) له امله د نارينه تاريخپوهانو له خوا ستاېل کېدلې هم. ځينې مېرمنې په ټولنيز ډول مشهورې او حتی خپلواکه شوې. Cornelia Metella په ادبياتو، فلسفې او جيولوژي برخو کې د شته علم له امله له نورو ځانګړې وبلل شوه. د زده کړو ودا سندونه رسمي چمتووالي ته اشاره کوي. که څه هم په ټيټې طبقې خلکو کې تعليم محدود او يوازې د واده تر وخته او د کور په کارونو پورې تړلی و. اشرافو د خپلو اولادونو په روزنه عملاً پيسې مصرفولې، تر څو په ټولو هغو مهارتونو سمبال شي چې په راتلونکي ژوند کې به ورسره مخ کېږي. Epictetus وړانديز کوي چې د (۱۴) کلنې نجلۍ ته به د ښځې (ښځه توب ته د رسېدلې ښځې) فکر کېده او ورته به له واده وروسته ژوند په اړه اړينې خبرې ورزده کېدلې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. The form of Roman marriage called conubium, for instance, requires that both spouses be citizens; like men from towns granted civitas sine suffragio, women (at least those eligible for conubium) were citizens without suffrage. The legal status of a mother as a citizen affected her son's citizenship. All Roman citizens recognized as such by law did not hold equal rights and privileges, particularly in regard to holding high office. See A Casebook on Roman Family Law following, and A.N. Sherwin-White, Roman Citizenship (Oxford University Press, 1979), pp. 211 and 268 (on male citizenship as it relates to marrying citizen women) et passim. ("children born of two Roman citizens") indicates that a Roman woman was regarded as having citizen status, in specific contrast to a peregrina.
  2. Bruce W. Frier and Thomas A.J. McGinn, A Casebook on Roman Family Law (Oxford University Press: American Philological Association, 2004), pp. 31–32, 457, et passim.
  3. Kristina Milnor, "Women in Roman Historiography," in The Cambridge Companion to the Roman Historians (Cambridge University Press, 2009), p. 278; Ann Ellis Hanson, "The Restructuring of Female Physiology at Rome," in Les écoles médicales à Rome: Actes du 2ème Colloque international sur les textes médicaux latins antiques, Lausanne, septembre 1986 (Université de Nantes, 1991), p. 256.
  4. Unless otherwise noted, this introductory overview is based on Beryl Rawson, "Finding Roman Women," in A Companion to the Roman Republic (Blackwell, 2010), p. 325.
  5. Kelly Olson, "The Appearance of the Young Roman Girl," in Roman Dress and the Fabrics of Roman Culture (University of Toronto Press, 2008), p. 139.
  6. In reference to his character assassination of the notorious Clodia; see Pro Caelio.
  7. For an extensive modern consideration of the Vestals, see Ariadne Staples, From Good Goddess to Vestal Virgins: Sex and Category in Roman Religion (Routledge, 1998).
  8. Beryl Rawson, Children and Childhood in Roman Italy (Oxford University Press, 2003), pp. 129–130.
  9. Rawson, Children and Childhood in Roman Italy, p. 128, citing Persius 2.70 and the related scholion, and p. 48 on Diana. Rome lacked the elaborate puberty rites for girls that were practiced in ancient Greece (p. 145).
  10. Beryl Rawson, "The Roman Family in Italy" (Oxford University Press, 1999), p. 21.
  11. Judith P. Hallett, Fathers and Daughters in Roman Society: Women and the Elite Family (Princeton University Press, 1984), 142.
  12. Lauren, Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity" (Cambridge University Press, 2014), pp. 3–4.
  13. Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity", p. 16.
  14. Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity", pp. 106–107.
  15. Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity", p. 18.
  16. Rawson, Children and Childhood in Roman Italy, pp. 197–198
  17. Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity", p. 17.
  18. Rawson, Children and Childhood in Roman Italy, p. 198.
  19. Janine Assa, The Great Roman Ladies (New York, 1960), p. 50.
  20. Beryl Rawson, "The Roman Family," in The Family in Ancient Rome: New Perspectives (Cornell University Press, 1986), pp. 30, 40–41.
  21. Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity", p. 2.
  22. Plutarch, Life of Pompey 55 LacusCurtius edition.
  23. Sandra R. Joshel, Sheila Murnaghan, "Women and Slaves in Greco-Roman Culture" (Routledge; New edition 2001), p. 86.
  24. Caldwell, "Roman Girlhood and the Fashioning of Femininity", pp. 15–16.