ښځې په طبابت کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جراحۍ په برخو کې او د ډاکټرانو په توګه په طبابت کې د ښځو شتون د بشر د تاریخ لومړیو ته ورګرځي. له تاریخي پلوه ښځې د نارینه‌وو په پرتله د طبابت په برخو کې کمه ونډه لري او په دغو برخو کې یې د کار اندازه د نژاد، ټولنیز- اقتصادي حالت او جغرافیې پر اساس توپیر لري.

په طبابت کې د پالونکو یا روغتیايي متخصصانو په توګه د ښځو غیر رسمي کار ډېر پراخ دی. د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې د نړۍ اکثرو هېوادونو طبي زده‌کړو ته د ښځو د برابر لاسرسي زمینه برابره کړه. ټول هېوادونه برابر کاري فرصتونه نه‌ تضمینوي او جنسیتي برابري لا هم په طبي تخصصونو او ټوله نړۍ کې نه ده ترلاسه شوې. څېړنې ښيي چې ښځينه‌ ډاکټرانې ښايي د نارینه‌ ډاکټرانو په پرتله باکیفیته کار وکړای شي.[۱][۲][۳][۴][۵]

تاریخچه[سمول]

لرغونی طبابت[سمول]

په طبابت کې د ښځو ښکېلتیا او ونډه په ګڼو لومړنیو تمدنونو کې ثبت شوې ده. مریت پته، هغه مصرۍ ښځه وه چې د لرغوني مصر د لومړنۍ سلسلې د پاچاهۍ د وخت په ډبرلیک کې یې د «لویې ډاکټرې» په توګه یادونه شوې ده. دا لومړنۍ ښځه ده چې د ساینس په تاریخ کې یې یادونه شوې ده. هومر، اګامډ د تروجن تر جګړې وړاندې په لرغوني یونان کې د درملګر (روغوونکي) په توګه یاد کړی دی. اګنوډیس لومړنۍ ښځینه ډاکټره وه چې تر میلاد وړاندې په څلورمه پېړۍ کې یې په آتن کې په قانوني توګه کار کاوه. مېټروډورا یوه ډاکټره وه او عموماً لومړنۍ ښځينه طبي لیکواله بلل کېږي. د هغې کتاب د ښځو د ناروغیو او درملنو په اړه تر ټولو لرغونی طبي کتاب دی چې ښځینه ډاکټرې لیکلی او تر ډېره به نورو ښځينه ډاکټرانو د ماخذ په توګه کاراوه. هغه یې د خپلو اکثرو لیکنو امتیاز د هیپوکراټ نظرونو ته ورکوي. [۶][۷][۸]

د منځنیو پېړیو اروپا[سمول]

د منځنیو پېړیو په جریان کې خانقاوې [د مذهبي راټولېدنو ځایونه] د ښځو د زده‌کړې لپاره مرکزي او متمرکز ځایونه وو او ځينو دغو ټولنو ښځو ته په علمي څېړنو کې د ونډې اخیستو فرصتونه برابرول. د بېلګې په توګه جرمنۍ هیلډګارډ (شاوخوا 58-1151) راهبه (د هغو ښځو مشره چې دنیوي کارونه نه‌کوي او په خانقاوو کې مذهبي کارونه کوي) وه، د هغې په ګټورو لیکنو کې د بېلابېلو ناروغیو علمي درملنه، بوتاني (بوټي‌پېژندنه) او طبیعي تاریخ موجود و. هغه لومړنۍ جرمنۍ ښځينه ډاکټره بلل کېږي.[۹][۱۰]

په منځنیو پېړیو کې ښځو د درملګرۍ په تخنیکونو او ظرفیتونو کې ګډون کاوه. د دې دورې په جریان کې ښځو د طبي پرسونل مشخص مقامونه ونیول. دوی د طبي بوټو د پوهانو، قابلو، جراحانو، د سینګاروونکو جراحانو، نرسانو او دودیزو تجربه کارانو په توګه کار کاوه. درملګرو ښځو یوازې د ښځو درملنه نه کوله، بلکې د ډېرو ناروغانو درملنه یې کوله. د جراحانو په توګه د 24 ښځو نومونه د ایټالیا په ناپل ښار کې د 1273 او 1410 کلونو تر منځ ثبت شوي. د جرمني په فرانکفورت کې د 1387 او 1497 کلونو تر منځ 15 درملګرو (حکیمو) ښځو ته اشاره شوې چې ډېری یې یهودانې وې او یوه یې هم د قابلې په توګه نه ده معرفي شوې.[۱۱][۱۲][۱۳]

ښځو همدارنګه پرته له دې چې خپل فعالیتونه په لیکنیو سوابقو کې ثبت کړي، د قابلګۍ او درملګرۍ کارونه کول او په هغو کلیوالي سیمو یا هغه ځای کې یې فعالیت کاوه چې روغتیايي پاملرنو ته پکې لاس‌رسی کم و. په منځنیو پېړیو کې ټولنې د ډاکټر په توګه د ښځو رول محدود کړ. د دیارلسمې پېړۍ په جریان کې کله چې پوهنتونونو  د طب پوهنځي جوړ کړل، ښځې له پرمختللو طبي زده‌کړو محرومې کړای شوې. د دغه کار د جواز لپاره د روحانيونو منښتې ته اړتیا پېښه شوه چې ښځې يې پر شرایطو نه وې برابرې او درملګري یا درملنه یو نرواک مسلک شو.[۱۱][۱۲]

په ډېرو مواردو کې ښځې مجبورې وې چې د نرینه‌وو له ناقانونه تورونو سره مبارزه وکړي او د هغوی انګېزې تر پوښتنې لاندې راولي. که هغوی پر ناسم چلند یا ناوړه استفادې نه وای تورن، په هغه صورت کې ښځې د دواړو روحاني او مدني مسؤلینو له‌خوا «کوډګرې» بللې کېدې. جراحان او د سینګار جراحان تر ډېره د صنفي او اتحادیو په توګه تنظیمېدل، هغوی د جواز د ورکړې د فشارونو پر وړاندې تر ډېرې مودې مقاومت کولی شوای. لکه نورې اتحادیې، د سینګار د ځينو جراحانو اتحادیو د خپلو غړو لورانو او مېرمنو ته د هغوی د نرینه تر مړینې وروسته په اتحادیه کې د غړیتوب اجازه ورکوله. د لندن جراحه کاترین لا، د جراح توماس لور او د جراح ویلیام خور په 1286 کال کې له یوې اتحادیې سره تړاو درلود. د لېنکلن، نورویچ، دوبلین او یارک په اتحادیو کې د ښځينه غړو اسناد د دورې تر پایه د دورې تر پایه پورې دوام لري.[۱۴][۱۵]

قابلې چې له امېندوارو ښځو سره یې په زیږون او تر هغه وروسته په ځینو پالنو کې مرسته کوله، یوازې ښځې وې. قابلو د روغتیايي معالجینو نږدې درېیمه برخه جوړوله. نرینه‌وو د ښځو په روغتیايي پالنو او ښځو د نرینه‌وو په روغتیايي پالنو کې ځانونه نه ښکېلول. د ایټالیا په سوېل کې د سالېرنو ساحلي ښار په دوولسمه پېړۍ کې د طبي زده‌کړو او طبي کارونو مرکز و. په سالېرنو کې د دغه ښار ډاکټرې تروتا خپلې ډېر طبي فعالیتونه په څو لیکنیو ټولګو کې را ټول کړي. د ښځو یو طبي اثر ډي کوریس مولیریوم («د ښځو لپاره د درملنې په اړه») چې هغې ته اړوند دی، د هغه شي اصلي هسته جوړوي چې د تروتولا د اثر په توګه پېژندل شوی او د هغو درېیو متنونو لنډیز دی چې په منځنیو پېړیو کې په ټوله اروپا کې خپور شو. تروتا داسې شهرت ترلاسه کړ چې تر فرانسې او انګلنډ پورې پراخ شو. همدارنګه مولیریوم سالېرناتي ته (سالېرناتي ښځې) د نورو سالېرناتي ډاکټرانو په لیکنو کې داسې اشارې شته چې د محلي تجربو نظریې راکوي.[۱۶][۱۷]

ډورټیا بوکا یوه ایټالوۍ ډاکټره وه چې له 1390 کال راهیسې څه باندې څلوېښت کاله د بولوګنا پوهنتون د فلسفې او طب څانګو مشره وه. نورې ایټالوۍ ښځې چې په طب کې د هغوی ونډې ثبت شوې په لاندې ډول دي: آبیلا، جاکولین فیلیس ډي آلمانیا، الېسانډرا جیلیاني، رېبېکا ډي ګوارنا، مارګاریتا، میرکوریاد (14مه پېړۍ)، کانسټېنس کالېنډا، کلاریس ډي ډوریسو (15مه پېړۍ)، کانسټانزا، ماریا اېنکارناټا او توماسیا ډي ماتیو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د اسلامي نړۍ په منځنیو[سمول]

د اسلامي نړۍ په منځنیو پېړیو کې د ښځينه ډاکټرانو په اړه لږ معلومات موجود دي، که څه هم په ډېر احتمال ښځې په منظم ډول د ځینو ظرفیتونو په لرلو سره په طبي کارونو کې ښکېلې وې. نرینه طبي لیکوالانو د ښځينه ډاکترانو (طبیبه) د ځينو کړنلارو یا حالتونو په تشرېح کې د هغوی حضور ته اشاره کړې. الزهراوي چې د لسمې پېړۍ د وروستیو او د یوولسمې پېړۍ په لومړیو کې اندولسی ډاکټر او جراح و، لیکلي چې په ځينو مشخصو طبي کارونو کې به د ښځینه ناروغانو د تناسلي آلې لمس ته اړتیا وه او نرینه ډاکټرانو ته ستونزمنه وه چې دا کارونه وکړي. په داسې حالت کې ډاکټر مؤظف و چې یوه ښځينه ډاکټره یا یو خصي شوی ډاکټر پیدا کړي چې په دې برخه کې مشخص کار وکړای شي یا یوه قابله چې له نرینه جراح څخه د کار  د اجرا دستور واخلي. د ښځينه ډاکټرانو شتون که څه هم ډېر څرګند نه دی، خو د مستقیمو شواهدو له لارې یې ثابتولی شو. قابلو د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول درلود. د دې لپاره د ډاکټرانو دقیق معلومات موجود دي، هم د دوی د مسلک د باور له نظره ( چې ابن خلدون يې یو نېک کار او «هغه څه ګڼي چې په مدنیت کې اړین دي») او هم د تاریخي ښځينه‌وو په اړه د ژوند‌لیک د معلوماتو له نظره. تر اوسه داسې طبي لیکنه نه ده موندل شوې چې د منځنیو پېړیو په اسلامي نړۍ کې دې ښځې لیکلې وي.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Discrimination". Women's Human Rights. Human Rights Watch. 1999. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Reichenbach L, Brown H (September 2004). "Gender and academic medicine: impacts on the health workforce". British Medical Journal. 329 (7469): 792–795. doi:10.1136/bmj.329.7469.792. PMC 521007. PMID 15459056. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tsugawa, Yusuke; Jena, Anupam B.; Figueroa, Jose F.; Orav, E. John; Blumenthal, Daniel M.; Jha, Ashish K. (2017-02-01). "Comparison of Hospital Mortality and Readmission Rates for Medicare Patients Treated by Male vs Female Physicians". JAMA Internal Medicine (په انګلیسي ژبه کي). 177 (2): 206–213. doi:10.1001/jamainternmed.2016.7875. PMC 5558155. PMID 27992617. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wallis, Christopher J.D.; Ravi, Bheeshma; Coburn, Natalie; Nam, Robert K.; Detsky, Allan S.; Satkunasivam, Raj (2017-10-10). "Comparison of postoperative outcomes among patients treated by male and female surgeons: a population based matched cohort study". BMJ (په انګلیسي ژبه کي). 359. j4366. doi:10.1136/bmj.j4366. PMC 6284261. PMID 29018008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roter DL, Hall JA, Aoki Y (2002). "Physician Gender Effects in Medical Communication". JAMA. 288 (6): 756–64. doi:10.1001/jama.288.6.756. PMID 12169083. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Michael E. Moran (2013). Urolithiasis: A Comprehensive History. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 411. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781461481966. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ismail Serageldin (2006). Women in Science, Time to Recognize the Obvious (PDF). Bibliotheca Alexandrina. د کتاب پاڼې 33. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Most Influential Women in Medicine: From The Past to the Present". Medical Daily (په انګلیسي ژبه کي). 4 March 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sabina Flanagan. "Hildegard von Bingen (1098–1179)". University of Adelaide. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gertrud Jaron Lewis (2006). "Hildegard von Bingen". Key Figures in Medieval Europe – An Encyclopedia. Ed. Richard K. Emmerson. Great Britain: Routledge. 229–30. ISBN 978-0-415-97385-4. 
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Green, Monica (1989). "Women's Medical Practice and Health Care in Medieval Europe". Signs. 14 (2): 434–473. doi:10.1086/494516. JSTOR 3174557. PMID 11618104. S2CID 38651601. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Minkowski, William L. (1992). "Women healers of the middle ages: selected aspects of their history". American Journal of Public Health. 82 (2): 288–295. doi:10.2105/ajph.82.2.288. PMC 1694293. PMID 1739168. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Siraisi, Nancy G. (2009-05-15). Medieval and Early Renaissance Medicine: An Introduction to Knowledge and Practice. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-76131-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Minkowski, WL (1992). "Women healers of the middle ages: selected aspects of their history". Am J Public Health. 82 (2): 288–95. doi:10.2105/ajph.82.2.288. PMC 1694293. PMID 1739168. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rawcliffe, Carole (1997). Medicine and Society in Later Medieval England. Stroud, Gloucestershire: Sutton. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7509-1497-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Green, Monica (1989). "Women's Medical Practice and Health Care in Medieval Europe". Signs: Journal of Women in Culture and Society. 14 (2): 434–473. doi:10.1086/494516. JSTOR 3174557. PMID 11618104. S2CID 38651601. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Monica H. Green, ed. and trans., The 'Trotula': A Medieval Compendium of Women's Medicine (Philadelphia: University of Pennsylvania Press, 2001).
  18. Edwards JS (2002). "A Woman Is Wise: The Influence of Civic and Christian Humanism on the Education of Women in Northern Italy and England during the Renaissance". Ex Post Facto: Journal of the History Students at San Francisco State University. XI. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Brooklyn Museum: Elizabeth A. Sackler Center for Feminist Art: The Dinner Party: Heritage Floor: Dorotea Bucca Archived 16 July 2011 at the Wayback Machine. (accessed 22 August 2007)
  20. Howard S. The Hidden Giants, p. 35, (Lulu.com; 2006) (accessed 22 August 2007)کينډۍ:Self-published source
  21. Walsh, James J. Old Time Makers of Medicine. Plain Label Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781603032261 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Monica H. Green, "History of Science," Encyclopedia of Women and Islamic Cultures. Volume I: Methodologies, Paradigms and Sources, Suad Joseph, general editor (Leiden: E. J. Brill, 2003), pp. 358–61; Peter Pormann, "Female Patients and Practitioners in Medieval Islam," The Lancet 373 (9 May 2009), pp. 1598–99.
  23. Giladi Avner (2010). "Liminal Craft, Exceptional Law: Preliminary Notes on Midwives in Medieval Islamic Writings". International Journal of Middle East Studies. 42 (2): 185–202. doi:10.1017/s0020743810000012. S2CID 162272269. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Jean-Pierre Molénat, "Priviligiées ou poursuivies: quatre sages-femmes musulmanes dans la Castille du XVe siècle," Identidades marginales, ed. Cristina de la Puente, Estudios onomástico-biográficos de al-Andalus, 13 (Madrid: Consejo Superior de Investigaciones Científicas, 2003), 413–30.