ښځې په انجنیرۍ کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انجنیرۍ په علمي او مسلکي برخو کې د ښځو حضور تر ډېره کم‌رنګه دی، خو له دې سره سره ډېرو ښځو د انجنیرۍ په بېلابېلو برخو کې له تاریخي پلوه هم برخه لرله او دا مهال یې هم لري. د جنسیتي نابرابرۍ پر دغه دود د پوهېدو او غلبې لپاره یو شمېر ادارې او پروګرامونه جوړ شوي دي. ځینو دغه جنسیتي تشه غندلې ده او وايي چې:  دا د بالقوه وړتیا د نه شتون ښکارندویي کوي. که څه هم دغه جنسیتي تشه، په ټولیز ډول د کمېدو په حال کې ده، خو لا هم د خپلو سپین‌پوستو سیالانو په پرتله د یوه لږه کیو ښځو تر منځ یوه ډېرېدونکې تشه شته ده. جنسیتي کلیشې یا ناسم ټولنیز باورونه، په انجنیرۍ کې د ښځینه زده‌کوونکو ټیټه کچه او د انجنیرۍ فرهنګ هغه عوامل دي، چې په انجنیرۍ کې یې د نرینه‌وو د برلاسۍ له اوسني حالت سره مرسته کړې ده.[۱]

تاریخ[سمول]

د ماشینونو او وسایلو د ډیزاینرانو او جوړوونکو په توګه د ښځو تاریخ ترهغه وړاندې زمانې ته ورګرځي، چې انجنیرۍ د یوه مسلک په توګه پرمختګ وکړ. په ۱۱مه پېړۍ کې د "انجنیر" اصطلاح تر رامنځته کېدو مخکې، ښځو په ټوله نړۍ کې د ټولنو په تکنالوژیک پرمختګ کې ونډه لرله. تر نولسمې پېړۍ پورې چې کومو ښځو د انجنیرۍ په اړوندو کارونو کې برخه اخیستې، تر ډېره یې په ریاضیاتو یا ساینس کې زده‌کړې کړې دي. ایډا لاولېس له چارلز بابېج سره په تحلیلي ماشین کې تر همکارۍ پیلولو وړاندې، چې آغلې لاولېس ته یې "د کمپیوتر د لومړنۍ پروګرام جوړوونکې" لقب ورکړ، په ریاضیاتو کې تحصیلات کړي وو. د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د انجنیرۍ په پروګرامونو کې ډېر شمېر ښځې منل کېدې، خو نرینه‌وو په عمومي ډول، په خپلو څانګو کې دوی ته د ګډوډۍ په سترګه کتل.

لومړنی پوهنتون چې په انجنیرۍ کې یې ښځو ته د لېسانس سند ورکړ، د کلیفورنیا برکلي پوهنتون و. الیزابت براګ په ۱۸۷۶ زکال کې د سېول انجنیرۍ په برخه کې لېسانس ترلاسه کړ او په متحدو ایالتونو کې لومړنۍ ښځینه انجنیره شوه. تر نولسمې پېړۍ پورې دا ډېره نادره وه، چې ښځې دې په هره برخه کې لېسانس وکړای شي، ځکه د جنسیتي توپیرونو له امله یې په پوهنتونونو کې د شاملېدو موکه(فرصت) نه درلوده. ځینو پوهنتونونو، د ۱۸۰۰مو کلونو له لومړیو څخه را وروسته، په خپلو پوهنځیو کې د ښځو پر منلو پیل وکړ او د ۱۸۰۰  تر منځنیو کلونو را وروسته یې د انجنیرۍ په ګډون په ټولو علمي پروګرامونو کې منلې.[۲]

په متحدو ایالتونو کې دویمې نړیوالې جګړې ته داخلېدل، د انجنیرۍ په برخه کې د استعدادونو د سخت کمښت لامل شول، ځکه چې نرینه وسله‌والو ځواکونو ته ولېږل شول. د دغه کمښت د جبران لپاره ځینو نوښتونو، لکه:  د ریاضي او فزیک سند لرونکو ښځو ته د جنرال الکتریک د کار په ساحه کې د انجنیرۍ زده‌کړې او د کورټیس-رایټ د انجنیرۍ پروګرام له هغو نوښتونو څخه وو، چېښځو ته یې د انجنیرۍ په برخه کې نوي موکې په لاس ورکړې. کورټیس-رایټ له کرنل، پنسیلوانیا ایالتي پوهنتون، پردو، مینیسوټا، تکزاس، رنسلیز پلتخنیک انستیتیوت او آیووا ایالتي پوهنتونونو سره په ګډه، د انجنیرۍ یو درسي نصاب جوړ کړ، چې لس میاشتې وخت یې ونیو او  اساسي تمرکز یې د الوتکو پر ډیزاین او تولید و.[۲]

په دې موده کې پر ښځینه انجنیرانو څو عام بریدونه وشول. دغه بریدونه تر ډېره په ادارو کې دننه پټ پاتې شول، ځکه ښځو د انجنیرۍ په برخه کې د نرینه‌وو او ښځینه‌وو تر منځ د جنسیتي تشې د بدلولو لپاره ډېر فشار نه وارداوه. د دغو "بریدونو" د پټ پاتې کېدو یو بل دلیل دا و چې، نرینه‌وو باور درلود، چې دا ناممکنه ده چې انجنیري دې نور یوه نرواکه برخه نه وي.[۳]

د کارکوونکو په توګه په تېره د انجنیرۍ په برخه کې د ښځو رول، تر دویمې نړیوالې جګړې په وروسته دوره کې ډېر بدل شو. څرنګه چې ښځو په لوړ سن کې ودونه کول، لږ بچیان به یې لرل، ډېریو به یې طلاق اخیست او د اقتصادي ملاتړ لپاره یې په نرینه عاید راوړنکو تکیه پرېښوده، که څه هم معاشونه یا امتیازات به یې د نرینه‌وو په نسبت لږ وو، خو بیا هم د انجنیرۍ په برخه کې د کاري ځواک په توګه لا زیاتې فعالې شوې.[۴][۵]

کله چې د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې انیاک (ENIAC) جوړه شوه، له جوړېدو را وروسته یې تر څو لسیزو پورې په پروګرام جوړولو کې ښځو مهم اغېز درلود. د (ENIAC) ښځینه پروګرام جوړوونکو، چې په لومړیو کې په ۱۹۴۳ز کال کې د پوځ له‌خوا وګومارل شوې، د پروګرام جوړولو په تخنیکونو کې یې د پام وړ پرمختګونه وکړل، لکه: د لارغه ټکو (د پروګرام د درېدلو ځایونو) موندل، چې دا مهال د تېروتنو د لرې کولو یوه معیاري وسیله ده.

پر دې سربېره چې، د جګړې پر مهال د انجنیرانو کمی و، د انجنیرۍ په څانګو کې د ښځو شمېر په تدریجي توګه د هغو دولتي پوهنتونونو په زیاتېدلو سره زیات شو، چې ښځینه زده‌کوونکې يې منلې. د نمونې په توګه: د جورجیا ټېک یا جورجیا د ټیکنالوژي انستیتوت په ۱۹۵۲ ز کال کې، د انجنیرۍ په برخه کې د ښځینه زده‌کوونکو پر منلو پیل وکړ، په داسې حال کې چې په پاریس کې د پولي‌تخنیک ښوونځي، چې د انجنیرۍ په برخه کې یوه غوره فرانسوۍ مؤسسه ده، په ۱۹۷۲ ز کال کې د ښځینه زده‌کوونکو منل پیل کړل.[۶]

په پایله کې جنسیتي کلیشه‌يي رولونه، د صنعتي کېدو له امله بدل شول.

د ښځو د ونډې ( ګډون) په کمېدو کې اغېزناک عوامل][سمول]

جنسیتي کلیشې[سمول]

د کلیشې یا ټولینز ناسم باور ګواښ ښايي چې، په انجنیرۍ کې د ښځو د حضور له کم‌رنګه کېدو سره مرسته وکړي، ځکه انجنیري په دودیز ډول نرواکه څانګه ده، ښځې ښايي د خپلو وړتیاوو په باره کې پر ځان لږ باور ولري، ان که مساوي کار هم کوي. په کم عمر کې، نجونې د هلکانو په اندازه له انجنیرۍ سره لېوالتیا نه ښيي، ښایي تر یوه حده یې دلیل جنسیتي کلیشې وي. همدا راز له ښځینه انجنیرانو سره د پاتې ضمني یا ناڅرګند تعصب په اړه د پام وړ شواهد شته دي، ځکه دا باور موجود دی، چې نرینه په ریاضي کې ښه دي او د انجنیرۍ اړوندو کارونو ته وړ(مناسب) دي. د ۱۹۹۸ز او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ، په ټوله نړۍ کې د څه باندې نیم میلیون کسانو د پایلو پر بنسټ، د ناڅرګندې تداعي آزموینه (ITA) څرګندوي چې، خلک په ناخبره یا غیر شعوري ډول نرینه‌وو ته له ساینس او ښځینه‌وو ته له هنر سره اړیکه ورکوي. دغه ناخبره کلیشه، د ښځو پر کاراو کړنو منفي اغېز هم لري. هغه ښځې چې ټینګار کوي، پر دغو ستونزو برلاسې کېدای شي، هغوی ته قوت وربښي، چې د انجنیرۍ په مسلک کې ښې او ګټورې تجربې ترلاسه کړي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دغه جنسیتي تبعیض ته په کتو سره، د پوهنځي لپاره د انجنیرۍ برخې ته په داخلېدو کې د ښځو غورچاڼ، د لېسې په دوره کې له ریاضیاتو او نورو ساینسي مضمونونو سره د هغوی په مخینه پورې تړلی دی. ډېری هغه ښځې چې انجنیري انتخابوي، ځانونه په دغسې مضمونونو او کورسونو کې ښه ګڼي او په پای کې فکر کوي چې، په نرسالاره برخه کې د زده‌کړو کولو وړتیا لري.[۱۲]

د ښځو پرخپلو وړتیاوو باور، له هغو جنسیتي کلیشو سره مرسته کوي چې، په انجنیرۍ کې د ښځو په کم حضور کې اغېز لري. د ښځو دا وړتیا، چې فکر وکړي بریالۍ کېدای شي او ښې کارکړنې لرلای شي، له هغو انتخابونو سره تړاو لري چې، د خپلې پوهنتوني دورې د خوښولو پر مهال یې کوي. هغه ښځې چې پر خپلو وړتیاوو ډېر باوري شخصیت لري، زیات احتمال لري چې، د انجنیرۍ په برخه کې زده‌کړې غوره کړي. پر خپلو وړتیاوو باور، له جنسیتي رولونو سره هم تړاو لري، ځکه د ښځو په پرتله په نرینه‌وو کې، پر خپلو وړتیاوو باور تر ډېره زیات دی، ښایي له همدې امله ډېری ښځې د تحصیلي څانګې د انتخاب پر مهال انجنیري نه انتخابوي.[۱۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. MentorNet (2003). The Underrepresentation of Women in Engineering and Related Sciences: Pursuing Two Complementary Paths to Parity (په انګلیسي ژبه کي). National Academies Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bix, Amy Sue, "'Engineeresses' Invade Campus: Four decades of debate over technical coeducation." IEEE Technology and Society Magazine, Vol. 19 Nr. 1 (Spring 2000), 21.
  3. Bix, Amy Sue (2013). Girls coming to tech! : a history of American engineering education for women. Cambridge, Mass.: MIT Press. د کتاب پاڼي 14–43. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262019545. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Yang, Juemei (2016). The impact of power status on gender stereotypes, sexism, and gender discrimination toward women in the workplace and the career identity development of women. University of North Dakota: University of North Dakota. د کتاب پاڼي 1–20. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Abbate, Janet. "Recoding Gender: Women's Changing Participation in Computing". MIT Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Thompson, Clive (2019-02-13). "The Secret History of Women in Coding". New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Carter, Ruth (1989-12-01). Women in Engineering: A Good Place To Be? (په انګلیسي ژبه کي). Macmillan International Higher Education. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-20409-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  8. Jones, Brett D.; Ruff, Chloe; Paretti, Marie C. (2013). "The impact of engineering identification and stereotypes on undergraduate women's achievement and persistence in engineering". Social Psychology of Education. 16 (3): 471–493. doi:10.1007/s11218-013-9222-x. S2CID 144031559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite document
  10. "Why So Few? Women in Science, Technology, Engineering, and Mathematics". AAUW: Empowering Women Since 1881 (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Buse, Kathleen; Bilimoria, Diana; Perelli, Sheri (2013). "Why they stay: women persisting in US engineering careers". Career Development International. 18 (2): 139–154. doi:10.1108/CDI-11-2012-0108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Blaisdell, Stephanie (1994). "Factors In The Underrepresentation Of Women In Science and Engineering: A Review Of The Literature". Penn State University: 167–168. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)