ښځه څوک ده؟. ليکنه عبدالواجد نياﺯى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

- هغه ښځه چې فرعون سره ښکاره مخالفت وکړ، او د نړۍ ډول ډول نعمتونو څخه برښمنه وه، نعمتونو څخه تيره شوه، د ژوند تر اخره سلګۍ پورې د حق په لارې ولاړه وه. او فرعون ژوندې وسوﺯوله. حضرت آسيه علیه السلام وه.

- په اسلام لومړې شهيد ښځه ده . حضرت سميه (رض) ده - حضرت مريم عليه السلام هغه ښځه وه. چې خپله پاک لمنې وساتله او د يهودانو هر ډول ظلم او تهمت سره مبارﺯه وکړه او الله ج ته صبر وکړ او الله جل جلا له په الهى معجزو بى ګناه ثابته کړه. - لومړی څوک چې خپل مال یې د اسلام په لاره کې ورکړ هغه نارینه نه وه بلکې ښځه وه. حضرت خديجه الکبري رض.

- لومړی څوک چې زموږ پر پیغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم یې ایمان راوړ، هغه سړی نه وه، بلکې ښځه وه. حضرت خديجه الکبري رض.

- لومړی څوک چې د ځمکې پر مخ یې تر ټولو مبارکه زمزم اوبه وڅښلې، سړی نه، بلکې ښځه وه. حضرت هاجره علیه السلام.

- لومړی هغه څوک چې مکه او کعبه یې آباد کړه، هغه یو سړی نه وه مګر یوه ښځه وه حضرت هاجره خاتون علیه السلام. له كومو اوه تنو صحابه وه څخه، چي له زرو نه زيات حديثونه روايت شوي په هغوي كي دريم حضرت عايشه رض .

د نړۍ لومړې عصرې پوهنتون بنسټګر ښځه ده. فاطمه الفهرى رحمه الله نو ښځه د نړۍ تر ټولو ځواکمن بشر دی، تاسو یې ډېر خیال وساتئ او عزت يى وکړې

                            عبدالواجد نياﺯى

له كومو اوو تنو صحاب وو څخه، چي له زرو نه زيات حديثونه روايت شوي په هغوي كي لومړی مقام د حضرت ابوهريره رضي الله عنه دي، دا ځكه چي له حضرت عبدالله بن عباس نه ٢٦٦٠حديثونه ، له حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها څخه ٢٢١٠ حديثونه، له حضرت عبدالله بن عمر رض الله عنه څخه ١٦٣٠ حديثونه، له حضرت جابر بن عبدالله انصاري څخه ١٥٤٠ حديثونه، له حضرت انس ابن مالك رضي الله عنه څخه ١٢٨٦ حديثونه، او له حضرت ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه. ١١٧٠ حديثونه روايت شوي دي؛ مكر له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه ٥٣٧٤ حديثونه روايت شوي دي.

                            عبدالواجد نیازی