Jump to content

ښویدونکی استدلال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښویدونکی استدلال (SSA) په منطق، انتقادي تفکر، سیاسي فصاحت او قضایي قانون کې هغه استدلال ته ویل کېږي چې د هغه له مخې، یو لوری ادعا کوي چې لومړی ګام د هغه اړوند پېښو لړۍ رامنځ ته کوي چې د ځینو مهمو (معمولاً منفي) اغېزو سبب ګرځي. ښوېدونکی استدلال بنسټ دادی چې تر بحث لاندې ځانګړې پرېکړې ممکن غیر ارادي پایلې ولري. د دې ډول استدلال پیاوړتیا په دې پورې اړه لري چې ایا کوچنی ګام واقعاً پایلې ته رسېدلی شي او که نه. دغه کړنه د هغه د تضمین له مخې اندازه کېږي، په دې مانا چې په دې قضیه کې هغه پروسه چې د واقعیتونو د شتون اظهار ښیي د پام وړ تأثیر لري. دا ډول استدلال ځیني وخت د ډارونکي ډول په توګه کارول کیږي چې د ورکړل شوي عمل احتمالي پایلې د اوریدونکو د ویرولو په موخه مبالغه کوي. که څه هم توپیر یې اړین دی خو په نورو قضیو کې دا ممکن وښودل شي چې کوچنی ګام به د احتمالي اغیز لامل شي.[۱]

د ښویدونکي استدلالدرواغجن احساس معمولاً د دوامداره تېروتنې سره مترادف کارول کېږي او په هغه کې منځنی حد له پامه غورځول کېږي او د A کټګورۍ څخه B کټګورۍ ته یو جلا لیږد په نظر کې نیسي. له دې اړخه دا یوه غیر رسمي تېروتنه بلل کېدای شي. د نه تېروتنې په مانا د قانوني اصولو د کارلو په توګه د منځني حد د احتمال په توګه منل کېږي او د متوقعه پایلو د احتمال لپاره استدلال چمتو کوي. د ښویدونکي استدلاللپاره نورې اصطلاح ګاني دا دي له: نازک پای/د پاڼې څنډه، په خیمه کې د اوښ پوزه یا که تاسو موږک ته کلچه ورکړئ.

ښویدونکی استدلال او تېروتنې[سمول]

ځیني لیکوونکي د ښویدونکي پېښې او ښویدونکي استدلالتر منځ توپیر کوي. د ښویدونکي استدلالپېښه کېدای شي د یو لړ مشروطه بیانونو له خوا د هغې استازیتوب وشي چې په لاندې ډول ښودل کېږي:[۲][۳]

که لومړی P وي بیا Q، که لومړی Q وي بیا R، که لومړی R وي بیا ...Z.

اصل مفکوره دا ده چې د یو لړ منځنیو ګامونو له لارې به P د Z په معنی وي. ځینې لیکوالان دا په ګوته کوي چې دومره جدي اړتیا ته ضرورت نشته. همدارنګه کولی شو دا د یوه ښویدونکي استدلالپه توګه وپیژندل شي، په دې شرط که چیرې په هر پړاو کې هر بل ګام د منلو وړ وي. دا مهم دي، ځکه چې په دقیقه معنی سره به P د Z معنی ولري، خو که په هر پړاو کې 90٪ وي، نو هر څومره چې د پړاوونو شمېر ډېرېږي، د دې احتمال کمېږي چې P به د Z لامل شي.[۴][۵]

یو ښویدونکی استدلال معمولاً یو منفي استدلال دی چې په هغه کې هڅه کیږي یو څوک د کار کولو څخه زړه توری کړي ځکه که چېرې هغه کس یاد کار ترسره کړي، نو هغه به د نه منلو وړ پایلو لامل شي. ځینې لیکوالان وایي چې دا شونې ده چې د ورته جوړښت سره یو استدلال په داسې مثبت ډول وکارول شي، په کوم کې چې یو څوک هڅول کیږي چې لومړی ګام واخلي ځکه دا د مطلوبې پایلې لامل ګرځي.[۶][۷]

که چیرې یو څوک د ښویدونکي استدلال د تېروتنې په کارولو باندې تورن وي نو داسې ویل کېږي، چې هغه د ناسم استدلال په کارولو باندې مجرم پېژندل شوی په داسې حال کې چې دوی ادعا کوي چې P پر Z  دلالت کوي خو په هر دلیل، داسې نه ده یا دا قضیه نه ده. د منطق او انتقادي فکر په درسي کتابونو کې ښویدونکي استدلالونه معمولاً د تېروتنې د یوې بڼې په توګه تر بحث لاندې نیول کېږي، که څه هم د استدلال د غیر غلطو بڼو (نه ستونزه جوړونکي) پرشته والي اعتراف شته.[۸]

د استدلال ډولونه[سمول]

مختلفو لیکوالانو په بېلابېلو او اکثراً متضادو طریقو سره ښویدونکي استدلالونه طبقه بندي کړي دي خو د استدلال دوه اصلي ډولونه شته چې ښویدونکي استدلال په توګه توصیف شوي دي. یو ډول یې علتي ښویدونکي استدلالونه بلل کېږي او د دې ډول توپیري ځانګړتیا دا ده چې د هغه مختلف پړاونه له P څخه تر Z پورې هغه پیښې دي، چې په ترتیب سره هره پېښه د بلې کېدونکې پیښې لامل کېږي. دویم ډول ته یې د قضاوت ښویدونکی استدلال ویل کېږي. په دې مفکورې سره چې «مخ په ځوړ» اصلاً د پیښو له یوې لړۍ څخه نه ده جوړه شوې، بلکې داسې ده چې په هر دلیل که یو څوک یو ځانګړی قضاوت وکړي نو دوی باید په منطقي ډول بله پریکړه وکړي او همداسی نور. د قضاوت دغه ډول کیدای شي نور هم مفهومي ښویدونکي استدلال باندې ووېشل شي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مفهومي ښویدونکی استدلال چې ټروډي ګوویر هغه ښویدونکی زغم یا منحل کېدل بولي د سوریټس پاراډکس سره نیژدې تړاو لري. د بېلګې په توګه، د ښویدونکي استدلال د سیاق په اړه میرلي سالمون وایي چې «ښویدونکی استدلال د لرغوني استدلال یوه بڼه ده. د ون فراسن په وینا (د علمي انځور) دلیل په Sextus Empiricus  کې موندل شوې کوم چې ښیي چې مباشرت (محارم) غیر اخلاقي نه دی، ځکه د مور د پښې په لویې ګوتې باندې د لاس د کوچنۍ ګوتې وهل غیر اخلاقي کار نه دی او پاتې نور هم یوازې د درجې په توپیر سره توپیر کوي. [۱۵][۱۶][۱۷]

استعاره او د هغه بدیلونه[سمول]

د ښویدونکي استدلال استعاره لږ تر لږه د سیسرو د مقالې Laelius de Amicitia (XII.41) سره تړاو لري. د سرلیک کرکټر (شخصیت) Gaius Laelius Sapiens استعاره په دې موخه کاروي، څو د Gaius Gracchus په ټاکنو کې د جمهوریت زوال څرګند کړي. چارې په اسانۍ سره پر مخ ځي، ځکه کله چې پیل وکړي، نو په اسانۍ سره د ویجاړۍ په لاره کې ښویږي.[۱۸]

د ښویدونکي استدلال د ځانګړتیاوو تعریف[سمول]

د هغه څه په اړه اختلاف ته په پام سره چې د اصلی ښویدونکي استدلال لپاره دلیل رامنځ ته کوي، تمه کیږي چې د دوی په تعریف کې توپیرونه شته. لوډ وايي چې "که څه هم ټول SSAs ځینې خاصې ځانګړتیاوې شریکوي، خو دوی بیا هم اصلاً د استدلالونو کورنۍ دي، نه د یو ټولګي استدلالونه چې غړي یې ورته بڼه لري.[۱۹]

بېلابېلو لیکوونکو هڅه کړې څو د ښویدونکي استدلال له دغو بېلابېلو بڼو یوه کلي طبقه بندي وکړي. نورو لیکوالانو یو کامل تعریف وړاندې کړی چې د ښویدونکي استدلال  تنوع په خپله لمن کې رانغاړي. یوجین ولوخ وایي، «زما په اند د ښویدونکي استدلال په تر ټولو بشپړ تعریف کې باید ټول هغه حالتونه وپوښل شي چې د A پریکړه ممکن ستاسو لپاره جذابه وي، د دې لامل شي چې په مادي توګه د B د پریکړې احتمال د نورو له خوا ټاکل کېږي او تاسو یې مخالفت کوئ، زیات کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

هغوی چې په عمومي ډول په ښوېدونکي استدلال باور لري، نو د هغه لپاره یو ډېر ساده تعریف وړاندې کوي. ځینې مناسب مثالونه وړاندې کوي او شاید د دې لپاره چې معلومه کړي د تېروتنو په اړه دغه استدلال سم دی او که ناسم، څه بحث اضافه کړي. د ښویدونکي استدلال ډېری تجزیه او کره شننې د هغو کسانو له خوا ترسره کېږي چې باور لري اصلي ښويدونکی استدلال د پرېکړې کولو له ډولونو څخه دی.[۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. "Learning to reason clearly by understanding logical fallacies". makethestand.com. July 19, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر February 20, 2012 باندې. لاسرسي‌نېټه February 20, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Rizzo, Mario; Whitman, Douglas (2003). "The camel's nose is in the tent: rules, theories, and slippery slopes". UCLA Law Review. 51 (2): 539–592. لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Kelley, David (2014). The art of reasoning: an introduction to logic and critical thinking (چاپ 4th). New York London: W.W. Norton & Company, Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-93078-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Rizzo, Mario; Whitman, Douglas (2003). "The camel's nose is in the tent: rules, theories, and slippery slopes". UCLA Law Review. 51 (2): 539–592. لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Tindale, Christopher (2007). Fallacies and argument appraisal. Cambridge New York: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-60306-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Groarke, Leo (1997). Good reasoning matters!: a constructive approach to critical thinking. Toronto New York: Oxford University Press. مخونه 246. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-541225-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Walton, Douglas (2015). "The basic slippery slope argument". Informal Logic. 35 (3): 273. doi:10.22329/il.v35i3.4286. SSRN = 2655360 2655360. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Walton, Douglas (2015). "The basic slippery slope argument". Informal Logic. 35 (3): 273. doi:10.22329/il.v35i3.4286. SSRN = 2655360 2655360. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Logical fallacy: slippery slope". fallacyfiles.org. لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Kahane, Howard (2001). Logic and contemporary rhetoric: the use of reason in everyday life. Australia Belmont, CA: Wadsworth Thomson Learning. مخونه 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-534-53578-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Johnson, Ralph (2006). Logical self-defense. New York: International Debate Education Association. مخونه 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-932716-18-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Govier, Trudy (2010). A practical study of argument. Belmont, CA: Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-60340-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Fogelin, Robert (2001). Understanding arguments: an introduction to informal logic. Fort Worth, TX: Harcourt College Publishers. مخونه 358. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-507548-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Govier, Trudy (2010). A practical study of argument. Belmont, CA: Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-60340-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Salmon, Merrilee (1995). Introduction to logic and critical thinking. Fort Worth: Harcourt Brace College Publishers. مخونه 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-15-543064-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Reid, James (1893). M. Tulli Ciceronis Laelius de amicitia. Cambridge: Cambridge University Press. مخونه 109. لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Lode, Eric (1999). "Slippery slope arguments and legal reasoning". California Law Review. 87 (6/3): 1469–1543. doi:10.2307/3481050. JSTOR 3481050. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  20. Govier, Trudy (1982). "What's wrong with slippery slope arguments?". Canadian Journal of Philosophy. 12 (2): 303–316. doi:10.1080/00455091.1982.10715799. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Walton, Douglas (1992). Slippery slope arguments. Oxford; New York: Clarendon Press; Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-823925-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lode, Eric (1999). "Slippery slope arguments and legal reasoning". California Law Review. 87 (6/3): 1469–1543. doi:10.2307/3481050. JSTOR 3481050. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  23. Volokh, Eugene (February 2003). "The mechanisms of the slippery slope" (PDF). Harvard Law Review. 116 (4): 1026–1137. doi:10.2307/1342743. JSTOR 1342743. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Lode, Eric (1999). "Slippery slope arguments and legal reasoning". California Law Review. 87 (6/3): 1469–1543. doi:10.2307/3481050. JSTOR 3481050. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]