ښاري چاپېريالپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاري چاپېريالپوهنه د ژونديو موجوداتو په خپل منځ کې له يو بل سره او په خپل شا او خوا کې له شته موجوداتو سره د ښاري چاپېريال له نظره د اړيکو يوه علمي مطالعه ده. ښاری چاپېريال هغه چاپېريالونه دي چې ډېرې ګڼې استوګنېزې او سوداګريزې ودانۍ، اوار ميدانونه او تر ښار پورې نور اړوند عوامل پکې زيات وي، کوم چې یوه بې سارې منظره جوړوي او له هغو چاپېريالونو سره توپير لري چې د چاپېريال پوهنې په ډګر کې له اوس څخه مطالعه شوي دي. د ښاري چاپېريالپوهنې موخه دا ده چې د انساني کلتور او طبيعي چاپېريال تر منځ انډول تر لاسه کړي. [۱][۲]

په ټوله کې د چاپېريالپوهنې سره په پرتله کې ښاري چاپېريالپوهنه د علم يو تازه ډګر دی. د ښاري چاپېريال پوهنې طريقې او مطالعې له چاپېريال پوهنې سره يو شان او د چاپېريال پوهنې يوه فرعي څانګه ده. د ښاري چاپېريال پېژندنې مطالعه زياتېدونکی اهميت خپلوي، ځکه چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې له ۵۰٪ څخه زيات وګړي په ښاري سيمو کې ژوند کوي. په ورته وخت کې، اټکل شوی چې په راتلونکو څلوېښتو کلونو کې، د نړۍ د وګړو دوه په درېیمه برخه به په پراخه شويو ښاري مرکزونو کې ژوند ولري. په ښاري چاپېريال کې د چاپېريال پوهنې پروسې له هغو سره د پرتلې وړ دي چې له ښاري دايرو څخه دباندې دي. په هر حال، د ښاري استوګنو بڼې او د هغوی انواع چې په دې ځایونو کې ژوند کوي ډېر کم مستند شوي دي. ډېر ځله، د دې ښکارندې لپاره تشريحات په ښاري ځايونو کې ازمويل شوي دي، تر څنګ يې اټکلونه هم بدلون مومي، ځکه چې ښاري کېدل د علمي څېړنو مرکزونه دي.[۳][۴][۵]

تاريخ[سمول]

له تاريخي اړخه چاپېريال پوهنې په اصلي طبيعي ټولنو تمرکز درلود، خو تر ۱۹۷۰ز لسيزې پورې، ډېرو چاپېريالپوهانو د خپلو لېوالتياوو په بدلون پيل وکړ او د هغې چاپېريال پوهنې د تعاملاتو پر لور ولاړل چې په ښاري چاپېريالونو کې او د ښاري چاپېريالونو له امله منځ ته راځي. د « The Re-Naturalized Human» په نوم په ۱۹۷۷ز کال کې د «جين-ماري پيلټ» کتاب، په ۱۹۷۸ز کال کې د « Urbanization and the diversity of insects» په نوم د «برين ډاويس» خپور کړی اثر او په ۱۹۷۹ز کال کې د « The soil, flora and vegetation of Berlin's wastelands » په عنوان د «Sukopp et al » ليکنه يو لړ هغه لومړۍ خپرونې دي چې د ښاري چاپېريالپوهنې اهميت يې د يوې جلا او د چاپېريال پوهنې د يوې بېلې بڼې په توګه معرفي کړ، کټ مټ په هغه طريقه لکه يو څوک چې د طبيعي منظرو چاپېريالپوهنې ته د وګړو چاپېريالپوهنې څخه په جلا نظر ګوري. د «Landscape Ecology» په نوم د «فورمن» او «ګوډرون» کتاب په لومړي ځل د ټولو منظرو په پنځو پراخو ډولونو وېشلو سره ښاري جوړښتونه او منظرې له نورو منظرو څخه جلا کړې. دا بڼې د خلکو د اغېز پر زياتوالي وېشل شوې وې چې اصلي طبيعي چاپېريالانو څخه نيولې بيا دا لړۍ تر ښاري مرکزونو پورې رسېږي.[۶][۷][۸][۹]

ښاري چاپېريالپوهنه د ېو پېچلي او متنوع تصور په توګه پېژندل شوې ده، کومه چې د شمالي امريکا او اروپا تر منځ په پلې کېدو کې توپير لري. د ښاري چاپېريالپوهنې په اړه اروپايي تصور د ښاري سيمو ټول نفوس تر ارزونې لاندې نيسي، د شمالي امريکا تصور بيا په دوديز ډول د ښاري منظرو ټولنيز علوم، تر څنګ يې د ژونديو موجوداتو تر منځ اړيکو کې تغېرات او پروسې ارزوي او د لاتيني امريکا تصور بيا د ښاري چاپېريالي نظام د ژونديو موجوداتو پر تنوع او چلند د انسانانو د فعاليت اغېزې ازمويي. په نړيواله کچه د ښاري چاپېريالپوهنې لومړي رابراتوارونه د معتدل چاپېريالي سيستم لپاره په ۱۹۹۹ز کال کې جوړ شوي وو (چې د واشنټن پوهنتون د چاپېريال پوهنې څېړنيز لابراتوار په نوم و) او د تود چاپېريالي سيستم لپاره په ۲۰۰۸ز کال کې جوړ شوی وو چې هغه په «کوسټا ريکا» کې د « Universidad Estatal a Distancia » پوهنتون د ښاري چاپېريالپوهنې لابراتوار و. [۱۰][۱۱][۱۲]

طريقې[سمول]

له دې امله چې ښاري چاپېريالپوهنه د چاپېريالپوهنې يوه فرعي څانګه ده، ډېرې تګلارې يې له چاپېريالپوهنې سره ورته دي. د پېړيو په اوږدو کې د چاپېريالپوهنې مطالعې تګلارو وده کړې، خو ډېرې هغه تګلارې چې د ښاري چاپېريالپوهنې لپاره کارېږي په وروستيو کې جوړې شوي دي. په هغو تګلارو کې چې د ښاري چاپېريالپوهنې د مطالعې لپاره کارېږي، کيمياوي او بايوکيمياوی تګلارې، د تودوخې درجې ثبت کول، د تودخې نقشه جوړول او له لرې څخه د سيمو د خصوصياتو د موندلو او د اوږدې مودې د چاپېريالپوهنې څېړنيزې سيمې شاملې دي.

کيمياوي او بايکيمياوي طريقې[سمول]

د ککړتياوو د راټولېدو او د دوی د اغېزو د معلومولو لپاره تخنيکي طريقو څخه کار اخيستل کېدای شي. ازموېنې يې دومره ساده دي لکه د ازموينې لپاره د يوې جوړې شوې تړانګې ډوبول، لکه د pH د ازموېنې په حالت کې، يا شونې ده چې ډېر پېچلی وي، لکه د صنعتي بهنګ له امله د درندو فلزاتو د ککړتيا سيمه ييز او وختي بدلونونو د کتنو په صورت کې. په دې ځانګړې مطالعه کې، د شمالي سمندر له ډېرو سيمو څخه د الوتونکو ينې په ځمکه اېښودل شوې او له هغې څخه سيماب ايستل شوي وو. سربېره پر دې، په بڼکو کې ايسار  سيماب هم له ژونديو الوتونکو او هم د ميوزيوم له بېلګو څخه ايستل شوي و، تر څو د څو لسيزو په اوږدو کې د سيماب د کچې د شتون په اړه ازموينې وکړي. د دې دوه جلا جلا اندازه کولو په مټ سره، څېړونکي توانيدلي وو چې د سيمه ييز او لنډمهالي ډول د صنعتي بهنګ له امله د سيماب د خپرېدو يو پېچلی انځور وکاږي. [۱۳]

په نورو کيمياوي طريقو کې د نايټريټ، فاسفوريټ، سلفيټ او داسې نورو ازمېښت شامل دی، کوم چې عموماً د ښاري ککړتياوو سره اړوند دي، لکه سره او صنعتي ثانوي توليدات. دا بايوکيمياوي جريان په اتموسفير (لکه د شنې خونې ګاز)، اوبه ييزو چاپېريالي سيستمونو او د ځمکې په چينجيو کې مطالعه شوی دي. د دې جيوکيمياوي بهنګ پراخه اغېزې په ښاري او شا اوخوا کليوالي چاپېريالي نظامونو دواړو په بېلا بېلو اړخونو کې لېدل کېدای شي. [۱۴]

د تودوخې درجې معلومات او د تودوخې نقشه جوړول[سمول]

د تودوخې درجې معلومات د بېلا بېل ډوله مطالعو لپاره کارېدای شي. د تودوخې درجې د معلوماتو يو مهم اړخ د بېلا بېلو لاملونو سره د تودوخې درجې د تړلو وړتيا ده، کوم عوامل چې په چاپېريال اغېزه کوي يا په چاپېريال کې منځ ته راځي. ډېر ځله،  د سمندري چارو د دفتر او اتموسفيري څېړنو  (OAR) له خوا د تودوخې درجې معلومات د اوږدې مودې لپاره راټول شوي وي او د سمندري او اتموسفير ملي ادارې (NOAA) له لارې د ساينسي ټولنې په واک کې ورکړل شوي وي. د تودوخې د نقشو د جوړولو لپاره دا معلومات د سيمو، ښاري ځانګړتياوو او نورو سيمه ييزو سيمو د نقشو سره يو ځای کېږي. د تودوخې دا نقشې د وخت او ځای سره د بهيرونو او وېش ته د کتنې لپاره استعمالېدای شي.[۱۵][۱۶]

له لرې ځايه موندنې[سمول]

له لرې ځايه موندنې هغه طريقه ده، په کومه کې چې معلومات له لرې سيمو څخه د سټلايټ (سپوږمکۍ)  انځور اخيستنې، رادار يا هوايي انځور اخيستنې په مټ تر لاسه کېږي. په ښاري چاپېريالپوهنه کې، لرې موندنې د دې لپاره کارول کېږي، څو د سيمې، هوا حالت، رڼا او بوټو د ژوند په اړه معلومات تر لاسه شي. د ښاري چاپېريالپوهنې لپاره له لرې ځايه د موندنې  د سيستم د کارولو يوه موخه دا ده چې د خوشې شويو وړانګو د فوټوساينټي څپو اوږدوالي په اندازه کولو سره د سيمې د توليد کچه معلومه شي. د سټلايټ انځورونه همدا راز د دې لپاره کارېدای شي چې د تودوخې درجې او طبيعي منظرو د تنوع تر منځ توپیر وشي، څو د ښاري کېدو اغېزې معلومې کړای شي.[۱۷][۱۸]

LTER او اوږدمهالو معلوماتو ټولګه[سمول]

د اوږدمهالي چاپېريالپوهنيزې څېړنې (LTER) سيمې د څېړنې هغه سيمې دي چې د حکومت له خوا یې مالي مرسته کېږي او د اوږدې مودې په اوږدو کې يې باوري اوږدمهالي معلومات راټول کړي وي، څو اوږدمهالي چاپېريالپوهنيز او اقليمي بهيرونه وپېژني.

دا سيمې اوږدمهالي تاوده او معتدل معلومات وړاندې، لکه د منځنۍ کچې د تودوخې درجه، باراني او د چاپېريالپوهنې نورې پروسې. د ښاري چاپېريالپوهنې لپاره د LTER بنسټيزه موخه په اوږده موده کې زيات معلومات راټولول دي. شونې ده چې له دې وروسته دا اوږدمهالي معلومات و ارزول شي، څو د چاپېريالپوهنې په ګڼو پروسو د ښاري چاپېريال د اغېزو په اړه شته بهيرونه وموندل شي، لکه د وخت په تېرېدو سره د انواعو تنوع او زياتېدل. يوه بله بېلګه يې د تودوخې درجې د پرمختګونو ازمويل دي، کوم چې د ښاري مرکزونو له ودې سره ملګري دي.[۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Niemelä, Jari (1999). "Ecology and urban planning". Biodiversity and Conservation. 8 (1): 119–131. doi:10.1023/A:1008817325994. S2CID 36775732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 695. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415862875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Singh, Govind (5 October 2014). "Urban Ecology & Ecosystem Inputs – Need of the Urban Era". Urban Ecology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. World urbanization prospects: the 2007 revision. United Nations. 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  5. Niemelä, Jari (1999). "Ecology and urban planning". Biodiversity and Conservation. 8 (1): 119–131. doi:10.1023/A:1008817325994. S2CID 36775732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pelt, JM (1977). L'Homme re-naturé [The man re-educated] (په فرانسیسی ژبه کي). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-02-004589-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Davis, BNK (1978). "Urbanisation and the diversity of insects". In Mound, L A; Walo, N (المحررون). Diversity of Insect Faunas. 9. Oxford: Blackwell Scientific Publications. د کتاب پاڼي 126–38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sukopp, H; Blume, HP; Kunick, W (1979). "The soil, flora and vegetation of Berlin's wastelands". In Laurie, I C (المحرر). Nature in Cities. Chichester: John Wiley. د کتاب پاڼي 115–32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Forman, R.T.T.; Godron, M. (1986). Landscape ecology. New York: John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 619. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780471870371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wittig, R.; Sukopp, H. (1993). "Was ist Stadtökologie?" [What is urban ecology?]. Stadtökologie (په الماني ژبه کي). Stuttgart: Gustav Fischer Verlag. د کتاب پاڼي 1–9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pickett, Steward T. A.; Burch Jr., William R.; Dalton, Shawn E.; Foresman, Timothy W.; Grove, J. Morgan; Rowntree, Rowan (1997). "A conceptual framework for the study of human ecosystems in urban areas". Urban Ecosystems. 1 (4): 185–199. doi:10.1023/A:1018531712889. S2CID 43417136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. González, F. (2018). "La ecología urbana: introducción". UNED Research Journal. 10 (Supl. 1): 9–10
  13. Furness, R. W.; Thompson, D. R.; Becker, P. H. (March 1995). "Spatial and temporal variation in mercury contamination of seabirds in the North Sea". Helgoländer Meeresuntersuchungen. 49 (1–4): 605–615. Bibcode:1995HM.....49..605F. doi:10.1007/BF02368386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Grimm, N. B.; Faeth, S. H.; Golubiewski, N. E.; Redman, C. L.; Wu, J.; Bai, X.; Briggs, J. M. (8 February 2008). "Global Change and the Ecology of Cities". Science. 319 (5864): 756–760. Bibcode:2008Sci...319..756G. doi:10.1126/science.1150195. PMID 18258902. S2CID 28918378. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gallo, K. P.; McNab, A. L.; Karl, T. R.; Brown, J. F.; Hood, J. J.; Tarpley, J. D. (May 1993). "The Use of NOAA AVHRR Data for Assessment of the Urban Heat Island Effect". Journal of Applied Meteorology. 32 (5): 899–908. doi:10.1175/1520-0450(1993)032<0899:TUONAD>2.0.CO;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ROTH, M.; OKE, T. R.; EMERY, W. J. (1989). "Satellite-derived urban heat islands from three coastal cities and the utilization of such data in urban climatology". International Journal of Remote Sensing. 10 (11): 1699–1720. Bibcode:1989IJRS...10.1699R. doi:10.1080/01431168908904002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Shochat, E.; Stefanov, W. L.; Whitehouse, M. E. A.; Faeth, S. H. (January 2004). "Urbanization and spider diversity: influences of human modification of habitat structure and productivity". Ecological Applications. 14 (1): 268–280. doi:10.1890/02-5341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ROTH, M.; OKE, T. R.; EMERY, W. J. (1989). "Satellite-derived urban heat islands from three coastal cities and the utilization of such data in urban climatology". International Journal of Remote Sensing. 10 (11): 1699–1720. Bibcode:1989IJRS...10.1699R. doi:10.1080/01431168908904002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Brazel, A; Selover, N; Vose, R; Heisler, G (2000). "The tale of two climates-Baltimore and Phoenix urban LTER sites". Climate Research. 15: 123–135. Bibcode:2000ClRes..15..123B. doi:10.3354/cr015123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Shochat, E.; Stefanov, W. L.; Whitehouse, M. E. A.; Faeth, S. H. (January 2004). "Urbanization and spider diversity: influences of human modification of habitat structure and productivity". Ecological Applications. 14 (1): 268–280. doi:10.1890/02-5341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)