ژوند له الله جل جلاله سره
ژوند له الله سره
امام جنید بغدادي رحمه الله چي د خپلي زمانې یو ستر بزرګ او د الله ولي تېر شوی دی.
یوه شپه ویده ؤ، چي یو هاتفي (نا ببره) ږغ یې واورېدی چا ورته وویل: ای زمابنده! پاڅه او زما یو بنده وژغوره.
جنید رحمه الله وویل: ای زما ربه! ستا بنده چېري پیدا کړم؟
ورته وویل شوه: پر خپلي سپرلۍ سپور شه، چېرته چي ستا سورلۍ ودرېدل زما بنده به. هم هلته ومومې.
جنید رحمه الله په داسي وخت کي له خوبه پاڅېدی، چي د سهار د آذان وخت نږدې ؤ.
اودس یې وکړ، پر سپرلۍ سپور او د بغداد په کوڅه کي روان شو.
تر دې چي سورلۍ یې د یو مسجد مخته ودرېدل، له ځان سره یې وویل: ښائي هغه د الله اړمن بنده همدلته وي؟! پس مسجد ته داخل شو.
ویې لیدل چي یو سړی ژاړي او خپل رب ته په زاریو دی، وایي: ای ربه! زما ستونزي را حل او کړاونه مي را لږ کړه.
جنید رحمه الله وپېژندی چي همدا هغه مطلوب شخص دی، سړي ته یې زر دیناره ورکړل. سړي دینار واخیستل خو جنید رحمه الله ته یې چنداني توجه ونه کړل او نه یې هم مننه ترې وکړل.
خو خپل ستر او مهربانه رب جل جلاله ته یې وژړل او د هغه شکر یې آدا کړ.
جنید رحمه الله ورته وویل: ای وروره!
که دغو پیسو ستا اړتیا در پوره نه کړل، نو په بغداد کي زما په اړه پوښتنه وکړه، ډېر ژر به خلک ما تاته در پیدا کړي چي دغه جنید بغدادي دی.
سړي په ځواب کي ورته وویل: ای جنیده! ته لېونی یې؟!
جنید ویل: نه! ولي؟
سړي ویل: ته غواړې زه هغه (ستر ذات جل جلاله) پرېږدم، کوم چي ته یې زما لپاره له خوبه پاڅولې، او تاته یې زما د اړتیا د پوره کولو توان در وبخښی.
او په تاپسې د بغداد په ښار او کوڅو کي و ګرځم؟
[مدارج السالکین].
یقیناً!
ژوند د هغه چا ژوند دی چي؛ له خپل رب جل جلاله سره صحیح تعلق او اړیکي ساتي.
او خپل ژوند یې په صحیح توکل او کلک باور سره نور هم ښکلی او ډاډمن کړی وي.
پس!
پر الله کلک باور او توکل ساتئ، تر څو ډاډمن، آرام او نېکمرغه ژوند ولرئ.
غلام عمرعبدالله