ژونداقلیمپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژوندیو په تړاو د اقلیم مطالعه - Bioclimatology د اقلیم پېژندنې (climatology) یوه برخه ده چې په یوې پراخه مودې کې په ژوندیو د فزیکي چاپېریال اغیز مطالعه کوي. د دې مسایلو په اړه بقراط ( Hippocrates) دوه زره کاله وړاندې د هوا، اوبو او ځای په رسالو کې یادونه کړې خود (bioclimatology) ساینس یوه نوې رشته ده. په ۱۹۶۰ لسیزه کې دې رشتې د پام وړ پرمختګ وکړ. د اقلیم او هوا هر اړخ په ژوندیو خپل اغیز لري او په همدې وجه دا رشته حدود نلري. د دې رشتې پر ځینو برخو زېات تاکید شوی لکه : د هوا او اقلیم په بوټو او حشرو اغیز د بوټو، حیواناتو او انساني مرضونو د ودې لامل ګرځېدل؛ د روغتیا لرونکو انسانانو او د دوي د مرضونو په فزيولوژيکي پروسې د هوا او اقلیم نفوذ؛ پر انساني روغتیا د مایکرو کلایمېټ (microclimate )، دسیمو او د ښارونو د مرکزونو نفوذ او اغیز -- د وړې سیمې اقلیم چې له چار چاپېره سیمو سره توپیر لري -- (microclimate)