ژوسلین بېل بورنل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ډېم سوزان ژوسلین بېل بورنل (زوکړه: د ۱۹۴۳ زکال د جولای ۱۵مه) شمالي ایرلنډ ته اړونده د ستورو په چارو کې فیزیک پوهه ده چې په ۱۹۶۷ زکال کې یې د ماسټرۍ د زدکړو پر مهال لومړنی نیوتروني ستوری یا راډیو ستوری کشف کړ. دغه کشف یې لامل وګرځېد په ۱۹۷۴ زکال کې د فیزیک برخې ته اړونده د نوبل جایزه ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې د دغې جایزې لپاره د نوماندانو په نوملړ کې یوازې نه وه. [۱][۲][۳]

بېل بورنل له ۲۰۰۲ زکال څخه تر ۲۰۰۴ زکال پورې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې مشره، د ۲۰۰۸ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۱۰ زکال تر اکتوبر میاشتې پورې د فیزیک د انستیتیوت مشره او د ۲۰۱۱ زکال په لومړیو کې په یاد انستیتیوت کې د دې د ځای ناستي مارشال سټونهام له مړینې وروسته بیاځلي د هغو لنډ مهالې مشره وه. نوموړې له ۲۰۱۸ زکال څخه تر ۲۰۲۳ زکال پورې د ډانډي پوهنتون رئیسه وه.

په ۲۰۱۸ زکال کې نوموړې ته د بنسټیز فیزیک په برخه کې د ځانګړو پرمختګونو جایزه ورکړل شوه. د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته هغې پرېکړه وکړه چې د دغې ۳ میلیون ډالري (۲.۳ میلیون پونډه) جایزې په پیسو باندې ښځو، لږکیو ټولنو او کډوالو ته اړوندو هغو زده کوونکو ته یو مرستندویه صندوق جوړ کړي چې هوډ لري څېړونکي فیزیک پوهان شي. دغه صندوق اوس مهال د فیزیک د انستیتیوت له خوا اداره کېږي. [۴][۵][۶][۷]

په ۲۰۲۱ زکال کې بېل بورنل د کوپلي مډال دویمه ښځینه ګټونکې شوه چې له دې وړاندې دغه مډال په ۱۹۷۶ زکال کې ډوروټي هاجکین ته ورکړل شوی و. [۸]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

بېل بورنل د شمالي ایرلنډ په لورګان سیمه کې د ام. الیسون او جي. فیلېپ بېل په کور کې وزیږېده. د هغې اصلي سیمه «سولیټیوډ» نومېده او هالته له خپل کوچني ورور او دوه نورو کوچنیو خویندو سره یوځای را لویه شوه. پلار یې معمار و چې په شمالي ایرلنډ کې یې د ارماګ رصد خانې ته څېرمه د ارماګ تیاتر په طراحۍ کې مرسته کړې وه او له دغه ځای څخه په لیدنو کې د دغه تیاتر کارکوونکو وهڅوله څو د ستورپوهنې مسلک ته مخه کړي. نوموړې همدارنګه د ستورپوهنې په برخه کې د خپل پلار د کتابونو له مطالعې څخه خوند اخیست. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بورنل په لورګان کې را لویه شوه او له ۱۹۴۸ زکال څخه یې تر ۱۹۵۶ زکال پورې د لورګان کالج د چمتووالي په ټولګیو کې برخه واخیسته. دغه مهال یوازې هلکانو کولای شول مسلکي زده کړې وکړي او له نجونو څخه بیا دا تمه کېده چې د پخلي کولو او درزیتوب په څېر چارو زده کړې وکړي. بېل بورنل وروسته له هغه وکولای شول ساینسي مضامینو ته مخه کړي چې د هغې والدینو او یو شمېر نور کسانو د دغه ښوونځي پالیسۍ وننګولې. [۹][۱۵][۱۶]

نوموړې په مثبت ۱۱ ازموینه کې پاتې راغله او والدینو یې مونټ ښوونځي ته ولېږله، دا د انګلنډ په یورک کې د نجونو کواکر بورډېنګ ښوونځی و؛ چېرې چې نوموړې په ۱۹۶۱ زکال کې د لیسې زده کړې بشپړې کړې. په دغه ښوونځي کې هغه د خپل خوښې وړ د فیزیک د ښوونکي ښاغلي ټیلوټ تر اغېز لاندې راغله او څرګنده یې کړه: [۱۴] [۱۳]

په حقیقت کې تاسو اړ نه یاست چې ډېر څه زده کړئ ...؛ تاسو باید یو څو کلیدي شیان زده کړئ او ... وروسته تاسو کولای شۍ له هغو ګټنه وکړۍ، یو څه جوړ کړئ او هغو ته پراختیا ورکړئ ... هغه ډېر غوره ښوونکی و او ماته یې دا را وښوول چې فیزیک څومره آسانه دی. [۱۷]

له دې وروسته هغه د ګلاسکو پوهنتون ته ولاړه او له دغه پوهنتون څخه یې په ۱۹۶۵ زکال کې په عالي درجه د طبیعي فلسفې (فیزیک) په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او بیا ورپسې د کمبرېج نیوهال کالج ته ولاړه او په ۱۹۶۹ زکال کې یې له هغو څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۱۴]

بېل بورنل د ژاک فرانهم په ډایرکټرۍ د غوره مغزونو (Beautiful Minds) په نامه د بي بي سي څلور (BBC Four) د درې برخې لرونکي سریال د لومړۍ برخې موضوع جوړوله. [۱۸]

مسلک او څېړنه[سمول]

بېل بورنل د ۱۹۶۷ زکال د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه هغه مهال چې په کمبرېج کې د ماسټرۍ زده کړیاله وه، د چارټ ریکاډر په نامه الکترومیخانیکي وسیلې له پاڼې څخه یې په ګټنې «یو کوچنی جسم» له نورو ستورو سره یوځای تشخیص کړ. له دغو اجسامو څخه د ترلاسه کېدونکو معلوماتو سیګنال په اګست میاشت کې مشاهدې وړ وګرځېد، له دې امله چې دغې وسیلې ته اړوندې پاڼې باید په لاسي ډول څېړل شوې وای، درې میاشتې یې وخت ونیو څو هغه خپل نوی ترلاسه کړی سګنال ومومي. هغې ثابته کړه سېګنال د ډېر نظم په لرلو د هرې ثانیې په یو په دریمه برخه کې شاوخوا یو پالس څرخېدلی. د دغه سېګنال منبع چې د لنډ مهال لپاره د لومړني کوچني شین رنګي کس (Little Green Man 1؛ اوس مهال د PSR B ۱۹۱۹+۲۱ په نوم پېژندل کېږي) په نوم ونومول شوه، څو کاله وروسته بیا دا د څرخ په حالت کې نیوتروني ستوری وبلل شو. د هغې دغه چاره بیا وروسته د بي بي سي هاریزون د مستندو سریالونو پر مټ مستند سازي شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]

نوموړې له ۱۹۶۸ زکال څخه تر ۱۹۷۳ زکال پورې په ساوت همپټون پوهنتون، له ۱۹۷۴ زکال څخه تر ۱۹۸۲ زکال پورې د لندن په یونیورسیټي کالج او له ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې د اډینبورګ په سلطنتي رصدخانه کې کار وکړ. بېل له ۱۹۷۳ زکال څخه تر ۱۹۸۷ زکال پورې د اوپن یونیورسیټي خصوصي ښوونکې، سلاکاره، ازموینه اخیستونکې او لکچر ورکوونکې وه. نوموړې په ۱۹۸۶ زکال کې د هاوايي په موناکیا اتشفشاني سیمه کې د جمیز کلارک ماکسوېل د تلسکوپ جوړونې د پروژې مدیره شوه چې تر ۱۹۹۱ زکال پورې یې دلته کار وکړ. ورپسې یې له ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې په اوپن نومي پوهنتون کې د فیزیک تدریس وکړ. سربېره پر دې په متحده ایالاتو کې د پرینسټون پوهنتون ملاقات کوونکې ښوونکې او همدارنګه د باث پوهنتون د ساینس پوهنځي رئیسه (۲۰۰۱ – ۲۰۰۴ زکال) وه؛ ورته مهال یې له ۲۰۰۲ زکال څخه تر ۲۰۰۴ زکال پورې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې مشري هم پر غاړه لرله. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

بېل بورنل په ۲۰۰۷ زکال کې د اکسفورډ پوهنتون د ستوریز فیزیک د برخې افتخاري یا ملاقات کوونکې ښوونکې او د منسفیلډ کالج غړې شوه. نوموړې له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې د فیزیک د انستیتیوت مشري وکړه. ورپسې د ۲۰۱۸ زکال په فبروري میاشت کې د ډانډي پوهنتون رئیسه وټاکل شوه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

نوموړې په ۲۰۱۸ زکال کې د بنسټیز فیزیک په برخه کې د ۳ میلیون ډالرو (۲.۳ میلیون پونډه) په ارزښت د ځانګړي پرمختګ جایزه د نیوتروني ستورو د کشف له امله ترلاسه کړه. دغه ځانګړې جایزه د هغې عادي کلنۍ جایزې پر خلاف وه چې یوازې وروستیو کشفونو ته محدوده ده. هغې د دغې جایزې ټولې پیسې «هغو ښځو او همدارنګه د لږکیو ډلو او کډوالو هغو زده کوونکو ته وروبخښلې چې غواړي په راتلونکي کې څېړونکي فیزیک پوهان شي»؛ دغه صندوق د فیزیک د انستیتیوت له خوا اداره کېږي. [۵][۳۱][۳۲][۳۳]

شخصي او غیرعلمي ژوند[سمول]

بېل بورنل په بالیمنا کې د کمبرېج هاوس ګرامر ښوونځي د پالنځای ملاتړې ده. هغه د فیزیک او ستورپوهنې په برخه کې په مسلکي او علمي څوکیو باندې د مشغولو ښځو د وضعیت د ښه کېدو او شمېر د زیاتوالي په موخه کمپاینونه کوي.[۳۴][۳۵]

کواکر فعالیتونه او باورونه[سمول]

بورنل د ښوونځي له مهاله یوه فعاله کواکر مېرمن ده چې په ۱۹۹۵، ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ زکلونو کې یې په بریتانیا کې د کواکرانو د کلنیو غونډو د مشرې په توګه خدمت کړی دی. بېل بورنل همدارنګه له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۲ زکال پورې د سلامشورې په موخه د کواکر ملګرو د نړیوالې مذهبي ټولنې د مرکزي اجرایوي کمېټې د مشرې په توګه خدمت وکړ. هغې د ۱۹۸۹ زکال د اګست په لومړۍ نېټه په ابردین کې د کواکرانو د جوړې شوې کلنۍ غونډې په ترڅ کې د ژوندانه لپاره د ماتې (Broken for Life) تر عنوان لاندې د سوارتمور لکچر ورکړ او همدارنګه په ۲۰۰۰ زکال کې په متحده ایالاتو کې د ملګرو د عمومي کنفرانس اصلي ویناواله وه. هغې په ۲۰۰۶ زکال کې له جوآن باکوېل سره د مرکې په ترڅ کې د خپلې مذهبي تاریخچې او شخصي باورونو اړوند خبرې وکړې. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

واده[سمول]

بورنل په ۱۹۶۸ زکال کې د دویمي او دریمي نیوتروني ستوري د کشف ترمنځ مهال کې له مارټین بورنل سره کوژدنه وکړه او له کوژدنې څخه یې ډېر ژر وروسته واده وکړ؛ دوی دواړه په ۱۹۸۹ زکال کې له یوبل جلا او په ۱۹۹۳ زکال کې یې طلاق واخیست. په ۲۰۲۱ زکال کې نوموړې په بډفورډشایر پوهنتون کې د یوې انلاین وینا پر مهال د لومړي ځل لپاره د کوژدنې د ګوتمۍ د اغوستو او رصد خانې ته د راګرځېدو اړوند خپله تجربه بیان کړه. هغې وویل په داسې حال چې د خپل د واده پر ګوتمۍ یې ویاړ کاوه او غوښتل یې دا غوره خبر له خپلو همکارانو سره شریک کړي، پر ځای یې له نیوکو سره مخ شوه، ځکه هغه مهال د ښځو لپاره کار کول د شرم وړ خبره وه او داسې بلل کېده چې ګویا د ژوندانه شریک یې د کورنۍ د اړتیا وړ لګښتونو د پوره کولو توان نه لري. د هغې مېړه د سیمه ییزې ادارې افسر و او دندې یې هغه اړ کاوه چې د بریتانیا مختلفو برخو ته سفرونه وکړي. هغې د څو کلونو لپاره په نیم مهالې بڼه کار وکړ او خپل ماشوم ګاوین بورنل یې را لوی کړ چې اوس مهال په لیډز پوهنتون کې د متراکمې مادې اړوند فیزیک د ډلې غړی دی. [۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. Cosmic Search Vol. 1.
  2. Tesh او Wade 2017، صص. 31–33.
  3. Hargittai 2003، ص. 240.
  4. Sample 2018.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Kaplan او Farzan 2018.
  6. Ghosh 2019.
  7. IoP 2019.
  8. BBC: Copley 2021.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Lurgan Mail 2007.
  10. Bain 2022.
  11. Bertsch McGrayne 1998.
  12. Johnston 2007، صص. 2–3.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ McGrayne 1993، صص. 359–379.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Who's Who 2017.
  15. Kaufman 2016.
  16. Proudfoot 2021.
  17. Interview at NRAO 1995.
  18. BBC 2011b.
  19. Bell Burnell 2020.
  20. BBC 2010.
  21. Schilling 2017.
  22. Yount 2007، ص. 25.
  23. University of Bath 2004.
  24. Notable Women 1997.
  25. Jocelyn Bell Burnell profile.
  26. Warren او Thackray 2018.
  27. CWAS 2018.
  28. Univ of Dundee 2018.
  29. Institute of Physics: Council.
  30. UoO 2007.
  31. Ghosh 2018.
  32. Breakthrough Prize 2018.
  33. Merali 2018.
  34. Bell Burnell 2004، صص. 426–489.
  35. Allan 2015.
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Bell Burnell 2013b، ص. 11.
  37. Burnell 1989.
  38. Bakewell 2010.
  39. Taraporevala 2020.