ژوزف ستالین
ژوزف ویساریونویچ ستالین (اصلي نوم: یسب بسارینس دز جوغاشیلی؛ زوکړه:د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر ۱۸مه – مړېنه: د ۱۹۵۳ زکال د مارچ ۵مه نېټه) شوروي انقلابي او شوروي سیاسي رهبر و چې له ۱۹۲۲ زکال څخه یې په ۱۹۵۳ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په شوروي اتحاد واک وچلاوه؛ دی په واک د شوروي اتحاد تر ټولو زیات پاتې شوی واکمن و. هغه د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د عمومي منشي (۱۹۲۲-۱۹۵۲ زکال) او د شوروي اتحاد د وزیرانو شورا د مشر (۱۹۴۱-۱۹۵۳ زکال) په توګه واکمن و. په پیل کې هغه پر هېواد باندې د ټولیزې مشرۍ له مخې واکمني وکړه، خو واک یې د ځان لپاره متمرکز کړ او په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په یو دیکتاتور واوښت. ستالین د مارکسېزم – لینېنېزم اصطلاح ابداع کړه چې له مارکسېزم څخه یې د هغه د لینېنېستي تفسیر استازولي کوله او د ستالینېزم په نامه پېژندل کېږي.
ستالین چې د روسي سترواکۍ د ګوري سیمې (اوسني ګرجستان) په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد، وړاندې له دې چې له مارکسېستي روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند سره یوځاي شي د تفلیس یوې مذهبي مدرسې ته ولاړ. هغه د ګوند د ورځپاڼې پروډا په اصلاح کولو کې برخه واخیسته او د ولادمیر لینېن تر مشرۍ لاندې یې د کمونېست ګوند د بلشویکې څانګې له پاره د غلاو، سړي تښتونو او محافظتي قلدرۍ له لارې مالي سرچینې برابرولې. دی په مکرر ډول ونیول شو او څو ځله په داخلي تبعید محکوم کړای شو. وروسته له هغه چې بلشویکانو د اکتوبر په انقلاب کې واک ترلاسه کړ او د نوي کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې یې په ۱۹۱۷ زکال کې یوګوندي دولت رامنځته کړ، ستالین د ګوند د واکمنې سیاسي کمیټې غړی شو. ده په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو له څار سربېره د روس په کورنۍ جګړه کې د خدمت کولو له امله په ۱۹۲۴ زکال کې د لینېن له مړینې وروسته د هېواد مشري پر غاړه واخیسته. د ستالین تر واکمنۍ لاندې، په هېواد کې سوسیالېزم د کمونېست ګوند د باورونو اصل وګرځېد. د هغه د پنځه کلن کاري پلان له مخې چې د هغه د واکمنۍ پر مهال پلی شو هېواد د زیاتو کرنیزو تولیداتو او چټک صنعتي کېدو شاهد و؛ همدارنګه یې رهبري کېدونی اقتصاد رامنځته کړ. دغه چاره د خوراکي توکو په تولید کې د شدید اخلال لامل وګرځېده چې د قزاقستان د لوی ترور او د اوکراین د هولډومور قحطۍ په ګډون یې د ۱۹۳۲-۱۹۳۳ زکال له قحطي سره مرسته وکړه.
ستالین له هېواده بهر مارکسېزم – لینېنېزم د کمونیست انټرنشنل له لارې ترویج کړ او د ۱۹۳۰ مې لسیزې په ترڅ کې یې په ځانګړي ډول د هسپانیې د کورنۍ جګړې پر مهال له اروپايي فاشیست ضد خوځښتونو کلک ملاتړ وکړ. په ۱۹۳۹ ز کال کې د هغه رژیم له نازي جرمني سره د جګړې نه کولو هوکړه لاسلیک کړه چې له امله یې شوروي اتحاد پر پولنډ برید وکړ. جرمني دغه هوکړه په ۱۹۴۱ زکال کې په شوروي اتحاد باندې په برید کولو سره تر پښو لاندې کړه. د لومړنیو ماتو سربېره، د شوروي سره پوځ وکولای شول د جرمني د بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او په ۱۹۴۵ زکال کې برلېن ونیسي؛ په دې سره یې په اروپا کې دویمې نړیوالې جګړې ته پای ټکی کېښود. د جګړې پر مهال شوروي اتحاد؛ بالتیک هېوادونه، بسارابیا او شمالی بوکووینا ځان ته الحاق او ورپسې یې په مرکزي او ختیځه اروپا او همدارنګه د ختیځې اسیا په یو شمېر برخو کې خپل متحد دولتونه رامنځته کړل. شوروي اتحاد او متحده ایالات د نړیوالو قدرتونو په توګه راڅرګند شول او د سړې جګړې په نامه د ترینګلتیاوو دوره پیل شوه. ستالین له جګړې وروسته د شوروي اتحاد د بیارغونې او په ۱۹۴۹ زکال کې د اټومي بم د پراختیا چارې کنټرول کړې. په دغو کلونو کې شوروي یوه لویه قحطي تجربه او یو یهودیت ضد کمپاین ترسره کړ چې د ډاکټرانو په توطئې اوج ته ورسېد. په ۱۹۵۳ زکال کې د ستالین له مړینې وروسته بالاخره نیکیتا خرشچوف د هغه ځای ناستی شو، هغه ډېر ژر د ستالین حکومتولي وغندله او په شوروي ټولنه کې یې د ستالیني پالیسیو په له منځه وړو پیل وکړ.
ستالین چې د ۲۰ مې پېړۍ د پام وړ مخکښې څېرې په توګه پېژندل کېږي، په مارکسېست – لینېنېست نړیوال خوځښت کې یې د خپل رول له امله شخصیتي ځایګی وموند چې له امله یې د سوسیالېزم او کارګري طبقې د اتل په توګه بلل کېږي. په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو راوروسته ستالین په روسیې او ګرجستان کې د جګړې د یو بریالي مشر په توګه چې وه یې کولای شول د نړیوال ځواک په توګه د شوروي اتحاد د جمهوریتونو ځایګی تثبیت کړي؛ خپل محبوبیت وساته. ورته مهال د هغه استبدادي رژیم په پراخه کچه په ټولیزو ځپونکو چارو، قومي تصفیې، پراخه سانسور، په زیاته کچه تبعید او په سلګونو زره اعدامونو کې د لاس لرلو او همدارنګه د قحطۍ پر مهال د میلیونونو کسانو د مړینې له امله غندل کېږي.
د لینېن د حکومتولۍ پر مهال
[سمول]د واک پیاوړتیا: ۱۹۱۷-۱۹۱۸ ز کال
[سمول]د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه لینېن ځان د نوي دولت او د خلکو د کمیسارانو د شورا ("Sovnarkom") مشر اعلان کړ. ستالین هم د لینېن له دغې پرېکړې څخه چې له منشویکانو او سوسیالېست انقلابي ګوند سره ائتلاف نه کوي کلک ملاتړ وکړ؛ په داسې حال کې چې هغوی له کیڼ اړخو سوسیالیست انقلابیونو سره ائتلافي حکومت رامنځته کړ. ستالین د لینېن، تروتسکي او سودرلف په خوا کې د دولت نارسمي اداره کوونکی جوړښت رامنځته کړ. د ستالین دفتر په سمولني انستیتیوت کې د لینېن دفتر ته څېرمه موقعیت درلود؛ هغه او تروتسکي یوازني کسان و چې له لینېن سره یې له وړاندې نوبت نیولو پرته لیدلی شو. په داسې حال کې چې لینېن او تروتسکي په عامو وګړو کې دومره پېژندل شوي نه و، خو ستالین د بلشویکانو ترمنځ ډېر شهرت درلود. هغه د مخالفو ورځپاڼو د تړلو په موخه د لینېن فرامین له هغه سره په ګډه لاسلیک کول او له سودرلف سره یې بیا د نوي فدراتیف شوروي سوسیال جمهوریت لپاره د اساسي قانون د مسودې د جوړونکې کمېټې مشري وکړه. هغه په کلکه سره د لینېن له خوا د چکا امنیتي استخباراتو د جوړولو او ورپسې د سره ترور د ځپونکو عملیاتو ملاتړ وکړ؛ ده دې ته په پام چې دولتي تاوتریخوالی د کپیټلېستي قدرتونو یو له اغېزمنو لارو چارو دی؛ باور درلود چې هغه به شوروي دولت ته هم ورته پایلې ولري. د مخکښو بلشویکانو لکه کامنف او نیکولای بخارین پر خلاف ستالین هېڅکله د چکا او سره ترور د عملیاتو د چټکې پراختیا او ودې اړوند اندېښنې څرګندې نه کړې.
د پروډا د مدیر مسئولیت له خوشي کولو وروسته، ستالین د ملیتونو لپاره د خلکو د کمیسیار په توګه وټاکل شو. هغه ندژدا الیلویوا د خپلې سکرترې په توګه وټاکله او همدغه مهال یې له هغې سره واده هم وکړ، له دې سره د هغوی د واده کره نېټه معلومه نه ده. د ۱۹۱۷ زکال په نومبر میاشت کې هغه په روسیه کې د میشتو لږکیو ملیتونو اړوند ملیتي فرمان لاسلیک کړ چې هغوی ته یې د خپلواکۍ او جلاتوب حق ورکاوه. د دغه فرمان موخه په لومړۍ درجه کې یوه ستراتیژیکه موخه وه چې له مخې یې بلشویکانو هڅه وکړه د لږکیو ترمنځ محبوبیت ومومي نه دا چې هغوی د خپلواکۍ لپاره لیوالتیا ومومي. په همدغه میاشت کې هغه هلسنکي ته سفر وکړ څو د فنلنډ له سوسیال دیموکراتانو سره وګوري او په ډسمبر کې یې د فنلنډ د خپلواکۍ غوښتنه ومنله. د هغه ادارې د قومي لږکیو په ژبه د ښوونځیو او مطبوعاتو لپاره بودیجه ځانګړې کړه. [۱][۲][۳][۴][۵]
د روانې لومړۍ نړیوالې جګړې له امله چې روسیه په کې د جرمني او اطریش – هنګري له مرکزي ځواکونو سره ښکېل وه؛ د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې د لینېن اداره له پتروګراد څخه مسکو ته را ولېږدول شوه. ستالین، تروتسکی، سودرلف او لینېن په کرېملېن کې ژوند کاوه. ستالین د یو شمېر قلمرونو په بیه له مرکزي ځواکونو سره د اوربند کولو اړوند د لینېن له لیوالتیا ملاتړ وکړ. ستالین دا ضروري ګنله ځکه – د لینېن پر خلاف – هغه نه و متقاعد شوی چې اروپا پرولتاري انقلاب ته چمتو ده. لینېن په پایله کې د خپل لیدلوري په اړه د ټولو مخکښو بلشویکانو هوکړه ترلاسه کړه چې له امله یې د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې بریسټ – لیتوفسک هوکړه لاسلیک شوه. د دغې هوکړې له مخې پرېمانه سیمې او منابع مرکزي ځواکونو ته پرېښودل شول چې د ګڼ شمېر روسي وګړو غصه یې راوپاروله همدارنګه کیڼ اړخي سوسیالېست انقلابیون د دغې موضوع پر سر له ائتلافي حکومت څخه ووتل. واکمن روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند هم ډېر ژر خپل نوم بدل کړ او د روسیې په کمونېست ګوند واوښت. [۲][۶][۷][۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Service 2004، م. 158.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Service 2004، م. 155.
- ↑ Service 2004، م. 149.
- ↑ Montefiore 2003، م. 157.
- ↑ Service 2004، م. 150.
- ↑ Service 2004، م. 153.
- ↑ Conquest 1991، م. 71.
- ↑ Service 2004، م. 148.