ژوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Hirudinea
ژورې
مملکه ژوی
شاخه بې شمزۍ ژوي
طایفه د حلقې چانجی
طبقه Clitellata
څېرمه طبقه ژورې

ژورې (په لاتين:Hirudinea ) د حلقوي چينجيانو څخه دي چې په ځانگړي ډول په اوبو کې په گرمو سیمو کې ژوند کوي. نوموړي ژوي طفيلي ژوي دي چې د شمزۍ لرونکو ژويو وينه څښي، (۷۵٪) يا بې شمزۍ ژوي ښکاروي (۲۵٪). ددې ژوې تر اوسه پورې ۳۰۰ ډوله پېژندل شوي دي. اوږدوالی یې ۱ – ۳۰ سانتيمتره دی. بدن یې بیضوی شکل لري چې پر مخکيني او وروستنۍ برخو باندې ځانگړې ودونكې آلې لري. مخکینۍ آله د هضمي سیستم یوه برخه ده چې د ژامې او حلق څخه جوړېږي. ژوره په خوله کې ځانگړي مرغړی لري چې هيروډين توکه تولید کوي. هیروډين د انزايمونو څخه دی چې د وینو پرڼتوب بندوي. ژورې نرښځي ژوې دي.