ژان – فرانسوا شامپولیون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژان – فرانسوا شامپولیون (زوکړه: د ۱۷۹۰ زکال د ډسمبر ۲۳مه – مړینه: د ۱۸۳۲ زکال د مارچ ۴مه) فرانسوي فیلولوژېست (لغت پېژندونکی) او ختیځ پېژندونکی (شرق شناس) و چې تر ډېره د مصري هیروګلیفونو د کوډ ماتونې او د مصرپوهنې د بنسټ اېښودو له امله شهرت لري. شامپولیون چې تر یوې کچې د خپل ورور، څېړونکي ژاک ژوزف شامپولیون – فیګاک له خوا را لوی شوی و، د ژبو په برخه کې یو نابغه ماشوم و او د نوې ځوانۍ په نیمايي کې یې د مصري دموتیک خط د کوډ ماتونې اړوند لومړنۍ مقاله ولیکله. د ځوانۍ پر مهال یې په علمي غونډو کې شهرت درلود او په قبطي، لرغونې یوناني، لاتین، عبري او عربي ژبو یې خبرې کولای شوې.

د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې فرانسوي کلتور د «مصري دودونو سره د لیوالتیا» یوه دوره تجربه کړه چې د ناپلیون د واکمنۍ پر مهال په مصر باندې د لښکرکشۍ (۱۷۹۸- ۱۸۰۱ زکال) له امله د ناپلیوني اکتشافاتو له امله رامنځته شوه چې په دغو اکتشافاتو کې په دریو ژبو باندې لیکل شوی روزېټا ډبرلیک (Rosetta Stone) هم شامل و. څېړونکو د مصر د تمدن د دورې او په هغو کې یې د هیروګلیف خط د ماهیت او استفادې اړوند بحثونه وکړل چې د دغې ژبې ثبت شوي موارد او د هغو نښې په کې شاملې وې چې فونیټیکي (د تورو غږونه) او ایډیوګرافيکي (د معنايي مفاهیمو مستقیم شواهد) موارد یې لرل. ډیری کسانو فکر کاوه چې له دغه خط څخه یوازې په دیني او آئیني چارو کې استفاده شوې او دا ډېره لرې ده چې دغه شواهد دې وسپړل شي ځکه چې له باطني او فلسفي افکارو سره تړلي دي او تاریخي اطلاعات نه بیانوي. د شامپولیون د کوډ ماتونې اهمیت په دې کې و چې هغه دغه فرضیات غلط ثابت کړل او د لرغونو مصریانو له خوا یې د ډیری ثبت شوو اطلاعاتو درک شونی کړ.

شامپولیون د فرانسې د سیاسي ګډوډیو په دوره کې ژوند کاوه چې دغو ګډوډیو په دوامداره توګه د هغه څېړنې په بېلابېلو ډولونو اخلال کولې. د ناپلیوني جګړو پر مهال هغه وکولای شول له جبري پوځي خدمت څخه ځان خلاص کړي، خو ناپلیوني وفاداري یې د دې لامل وګرځېده چې راتلونکي رژیم هغه مجرم وګڼي. د هغه اقدامات، چې ځینې مهال ګستاخانه او بې پروا اقدامات هم په کې شامل کېدل، د ده له دوسیې سره یې کومه مرسته وه نه کړه. خو د هغه وخت له مهمو علمي او سیاسي شخصیتونو لکه ژوزف فوریه او سیلوستر دوساسي سره د هغه اړیکو ورسره مرسته وکړه، په داسې حال کې چې یو شمېر مهالونه یې له علمي ټولنې څخه په تبعید کې هم تېر کړل.

شامپولیون په ۱۸۲۰ زکال کې د هیروګلیف خط د کوډ ماتونې په چارو باندې جدي کار پیل کړ او په دې سره یې ډیر ژر د بریتانوي عالم توماس یانګ لاسته راوړنې تر خپل اغېز لاندې راوړې چې په ۱۸۱۹ زکال کې یې د دغه لیک په کوډ ماتونه کې د لومړي کس په توګه ترسره کړې وې. شامپولیون په ۱۸۲۲ زکال کې د روزېټا په ډبرلیک باندې د هیروګلیف خط په کوډ ماتونه کې خپلې لومړنۍ لاسته راوړنې خپرې کړې او څرګنده یې کړه چې مصري لیک دود د فونیټیکي او آیډیوګرافیکي نښو له ترکیب څخه جوړ شوی – دا په دې ډول لومړنی خط و چې کشف شو. نوموړي په ۱۸۲۴ زکال کې د «Précis» تر عنوان لاندې لیکنه خپره کړه چې په هغو کې یې د هیروګلیف خط کوډ ماتونه په تفصیل سره تشرېح کړې وه او د هغو د فونیټیکي او ایډیوګرافیکي نښو ارزښت یې په کې بیان کړی و. نوموړي په ۱۸۲۹ زکال کې مصر ته سفر وکړ او هلته یې وکولای شول ډیری هیروګلیف متنونه چې وړاندې نه و مطالعه شوي، ولولي او همدارنګه یې د هیروګلیفي لیکنو ډیری نوې نقاشۍ له ځانه سره کور ته راوړې. په هېواد کې ورته د مصر پېژندنې د استادۍ څوکۍ ورکړل شوه، خو په دغه څوکۍ باندې یې ډیر لږ لکچرونه ورکړل، ځکه چې د مصر په سفر کې یې د سختیو له امله روغتیايي حالت ډیر زیات ژوبل شوی و او له همدې امله اړ شو تدریس ته شا کړي. نوموړی په ۱۸۳۲ زکال کې د ۴۱ کلونو په عمر په پاریس کې ومړ. د هغه له خوا د لرغوني مصر د ژبې لیکل شوی ګرامر د نوموړي له مړینې وروسته خپور شو.

مصرپوهانو د هغه د ژوندانه پر مهال او آن له مړینې یې ډېر وروسته د هغه د کوډ ماتونې د وړتیاوو اړوند جدي بحثونه ترسره کړل. یو شمېر کسانو هغه له دې امله په ادبي غلا تورن کاوه چې د یانګ لومړنیو کشفیاتو ته یې کافي اعتبار ورنکړ، خو یو شمېر نورو بیا د هغه د کوډ ماتونې په رښتیا والي بحثونه کول. له دې سره هم د وروستیو موندنو پرمټ او همدارنګه د هغه په وړاندې کړو پایلو باندې د څېړونکو د اتکا له امله د هغه چارې په عمومي بڼه ومنل شوې. په داسې حال کې چې یو شمېر لا اوس هم استدلال کوي چې هغه باید د یانګ چارې تصدیق کړې وای؛ د نوموړي کوډ ماتونه اوس مهال په نړیواله توګه منل شوې او په دې برخه کې د ټولو پرمختګونو بنسټ جوړوي؛ همدا دی چې نوموړی د «مصر پوهنې بنسټګر او پلار» بلل کیږي. [۱]

د ناپلیوني جګړو پر مهال سیاسي ستونزې[سمول]

د ناپلیوني جګړو پر مهال، شامپولیون یو ځوان لیسانسه و چې له امله یې اړ و په اجباري پوځي خدمت کې ونډه واخلي؛ د ناپلیون په پوځونو کې د تلفاتو د کچې د زیاتوالي له امله هغه هم د پوځي خدمت د ترسره کولو په صورت کې له لوی ګواښ سره مخ کېده. هغه د خپل ورور او همدارنګه د ګرنوبل د مسئول جوزف فوریه په مرسته چې هغه هم مصرپېژندونکی و؛ په دې استدلال سره چې د هغه چارې د مصري خط په کوډ ماتونې کې دومره مهمې دي چې نه باید په کې ځنډ رامنځته شي له پوځي اجباري خدمت څخه معاف شو. په ۱۸۱۳ زکال کې د ناپلیون د حکومت له ړنګېدو وروسته او د اتلسم لويي د سلطنتي رژیم په رامنځته کېدو سره شامپولیون د لومړي ځل لپاره د ناپلیوني دولت ننګه وکړه او هغه یې د دوه مفسدینو له واکمنۍ کم وباله. هغه په نامعلومه بڼه د سلطنتي رژیم څخه په نیوکې طنزي سندرې جوړې او خپرې کړې – هغه سندرې چې د ګرنوبل د وګړو ترمنځ یې زیات محبوبیت وموند.[۲][۳]

په ۱۸۱۵ زکال کې ناپلیون بوناپارټ په البا کې له تبعید څخه وتښتېد او له یو شمېر سرتېرو سره یې یوځای په کوت دازور کې له راڅرګندېدو وروسته په مستقیمه توګه د ګرنوبل پر لور حرکت وکړ او هلته د یو آزادي غوښتونکي په توګه ومنل شو. هلته یې له شامپولیون سره ولیدل، ناپلیون ورته له پوځي خدمت څخه د معافیت یادونه وکړه او ترې وه یې پوښتل چې د هغه مهم کار څنګه مخته ځي. شامپولیون په ځواب کې ورته وویل چې په تازګۍ سره یې د قبطي ژبې ګرامر او قاموس (ډېکشنري) پای ته رسولي دي. ناپلیون له هغه وغوښتل چې خپلې لیکنې پاریس ته د چاپ په موخه ولېږي. ورور یې ژاک له ناپیلیوني ارمان سره مل شو او د هغو سلو ورځو په پای کې چې ناپلیون ماته وخوړه، دواړه وروڼه له جدي ګواښ سره مخ شول. ګرنوبل وروستی ښار و چې د سلطنتي ځواکونو د مخکې تګ پر وړاندې یې مقاومت وکړ. دغو وروڼو له دې سره چې ژوند یې په ګواښ کې و له ناپلیوني جنرال دروئت دارلون سره یې هغه ته په پناه ورکولو مرسته وکړه او لار یې برابره کړه چې مونیخ ته وتښتي؛ دغه جنرال په واټرلو جګړه کې د ګډون له امله په اعدام محکوم شوی و. دواړه وروڼه په فیګیاک کې په داخلي تبعید محکوم شول، شامپولیون هم په ګرنوبل کې خپله پوهنتوني څوکۍ له لاسه ورکړه او هغه ته اړوند پوهنځی (د مصرپوهنې پوهنځی) وتړل شو. [۴]

د نوي سلطنتي رژیم تر واکمنۍ لاندې دغو وروڼو ډیر مهال د لنکستر ښوونځیو په تاسیس کولو تېر کړ څو عامو وګړو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. دغه چاره د اولترا سلطنت پالونکو د ډلې له خوا انقلابي وګڼل شوه ځکه چې هغوی باور نه درلود، زده کړې دې د ټیټې طبقې وګړو ته لاسرسي وړ وي. له دې سربېره شامپولیون په ۱۸۲۱ زکال کې د یو پاڅون مشري وکړه؛ په دغه پاڅون کې نوموړي د خپلو ګرنوبلي پلویانو سره یوځای په یوې قلا برید وکړ او د بوربون د سلطنتي بیرغ پر ځای یې هلته درې رنګه بیرغ جګ کړ. نوموړی په خیانت تورن شو، خو بالاخره ورته بخښنه وشوه. [۵][۶]

سرچينې[سمول]

  1. Bianchi 2001، ص. 261.
  2. Adkins او Adkins 2000، ص. 126.
  3. Adkins او Adkins 2000، صص. 81, 89–90, 99–100.
  4. Adkins او Adkins 2000، صص. 120–135.
  5. Adkins او Adkins 2000، صص. 156–160.
  6. Adkins او Adkins 2000، ص. 144.