ژان پل سارتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ژان پل سارتر:

هغه څوک، چې د ژوند د وروستۍ شیبې پورې په سیاسي، کارګري او اعتصابي مبارزو بوخت وو، او د پانګوال نظام خلاف یې له هر کارګري حرکت سره مرسته کوله.

تر دې چې ده به په خپله په هر هغه اعتصاب او لاریون کې برخه اخیسته، چې د کارګر په نفعه او د پانګوال نظام پر ضد به وو.

ژان پل سارتر د مرګ تر ورځې واده ونکړ، خو له سیمون دوبورا سره یې، چې د فرانسې یو تکړه لیکواله او عالمه وه، پوره پنځوس کاله تیر کړل، چې ملګرتیا یې ډیره نږدې وه.

سارتر ډیر آثار لري، چې تر ټولو مشهور اثر یې د (هستي او نیستي) په نوم دی.

د یادولو ده، چې ژان پل سارتر یو کمونیسټ وو.


ژباړه: نصیر غورځنګ