ژان-پال مارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ژان-پال مارا (په فرانسوي: Jean-Paul Marat؛ زوکړه: د ۱۷۴۳ زکال د مۍ ۲۴مه – مړینه: د ۱۷۹۳ زکال د جولای ۱۳مه) په سویس کې زیږېدلی فرانسوي سیاسي نظریه ورکوونکي، فیزیک پوه او ساینس پوه و. د فرانسې د انقلاب پر مهال د یو خبریال او سیاستوال په توګه د فرانسې د ټیټې طبقې وګړو (sans-culottes) پیاوړی ملاتړی او راډیکال غږ اوچتونکی و چې خپل نظریات یې په رسالو، بروشورونو او اخبارونو کې خپرول. د خلکو د ملګري (L'Ami du peuple) په نامه د هغه مهالیزې نشریې له ژاکوبین راډیکال ډلې سره چې د ۱۷۹۳ زکال له جون میاشتې وروسته واک ته ورسېده، غیر رسمي اړیکه لرله. [۱][۲][۳]

د هغه رسنیزو چارو د تندې لهجې لرلو او همدرانګه د انقلاب له نوو رهبرانو او بنسټونو سره د نه سازښت کوونکي دریځ له امله شهرت درلود. په هغه مهال کې د نوموړي شهرت ته په پام او همدارنګه د سپټمبر میاشتې په عام وژنه کې هغه ته د اړوندو کاغذي شواهدو له امله د دغې عام وژنې مسئولیت ده ته اړوند بلل کېږي. یو شمېر کسان بیا هغه ټولیز ذهنیت چې دغه چاره یې شونې کړه د شرایطو له مخې بولي، نه دا چې هغه دې د یو ځانګړي کس ارادې ته اړوند وي. مارا د شارلوټ کورډي په نامه د ژیروندن ډلې د یو ملاتړي له خوا هغه مهال ترور کړای شو چې د خپلې پوستي ناروغۍ له امله په درملیز غسل کولو بوخت و. کورډي د نوموړي له ترور څلور ورځې وروسته د ۱۷۹۳ زکال د جولای په ۱۷مه اعدام کړای شو. [۴][۵]

مارا له مړینې وروسته د ژاکوبین ډلې د مونتاګنارد څانګې په سمبول او همدارنګه د فرانسې د ټیټې طبقې خلکو (sans-culottes) لپاره په انقلابي شهید بدل شو. د معاصرو روایاتو پر بنسټ آن یو شمېر کسانو د هغه په نامه د دعا په څېر خپل ویر کاوه: «اې د عیسې زړه! اې د مارا سپېڅلیه زړه». د پاریس تر ټولو مشهور انځورګر، ژاک لوئي ډاوېډ هم د مارا د مړینې (The Death of Marat) په نامه خپلې ځانګړې نقاشۍ کې د هغه یادګار د تل لپاره ژوندی وساته. ډاوېډ او مارا د پاریس د کمون (انقلابي دولت) له رهبرانو څخه وو چې په کارډیلیر ټولنه کې یې ځانګړی ځایګی درلود او ویل کېږي چې په ۱۷۸۹ زکال کې د فرانسې انقلاب هم له همدغې ټولنې څخه راپیل شو؛ ځکه هغه کسانو چې په باسټیل باندې برید وکړ، همدلته یې ژوند کاوه. ډاوېډ او مارا دواړه د هغې دورې په پیل کې د پاریس د کمون د عمومي امنیت په کمېټه و چې وروسته د ترور د دورې په نوم پېژندل کېږي. [۶]

لومړنی ژوند، زده کړې او پیلنۍ لیکنې[سمول]

کورنۍ[سمول]

ژان پال مارا د ۱۷۴۳ زکال د مۍ په ۲۴مه د پروس د شهزاده نشینه نوشاتل ښار (اوس مهال د سویس یو کانتون دی) په بودري کې وزیږېد. نوموړی د کالیاري له ساردایني ټاپو څخه د هسپانوي نصب لرونکي ژان مارا (ژان سلواډور مارا؛ ۱۷۰۴ – ۱۷۸۳ زکال) او له جینوا څخه د لویس کابرول (۱۷۲۴ – ۱۷۸۲ زکال) د پنځو ماشومانو څخه لومړنی ماشوم و. د هغه پلار د ۱۷۲۰ زکال په شاوخوا کې د ۱۶ کلنۍ په عمر په هسپانیا او ساردینیا کې زده کړې کړې وې، خو یو مهال یې زده کړو ته شا کړه او د کالوینېزم ائین یې ومانه؛ نوموړی له دې وروسته په ۱۷۴۰ زکال کې د جینوا پروتستانت جمهوریت ته کډوال شو. ژان مارا او لویس کابرول د ۱۷۴۱ زکال د مارچ په ۱۹مه د جینوا په لي پیتیت – ساکونېکس سیمه ییزه کلیسا کې واده وکړ. د مارا ورور، ډېوېډ مارا (زوکړه: ۱۷۵۶ زکال) د روسیې په سترواکۍ کې د تزارسکوسه سیلو لیسیوم په نامه انستیتیوت ښوونکی و چې الکساندر پوشکین یې له شاګردانو څخه و. [۷][۸][۹]

د مارا کورنۍ د منځنۍ کچې په شرایطو کې ژوند کاوه، ځکه پلار یې عالي تحصیلات لرل، خو وه یې نشو کولای ځانته ثابته دنده پیدا کړي. مارا خپل پلار له دې امله ستایلی چې هغه ته یې له زده کړو سره لېوالتیا وربخښلې. هغه څرګندوي چې «ما په استثنايي بڼه ښه چانس درلود، ځکه دې ګټې ته مې لاسرسی درلود چې وه مې شو کولای په خپل پلرني کور کې په غوره بڼه زده کړې وکړم». هغه ادعا کړې چې له مور څخه یې د اخلاقو او ټولنیز وجدان پیاوړی احساس ترلاسه کړی. مارا د ۱۶ کلنۍ په عمر کور پرېښود ځکه غوښتل یې په فرانسه کې زده کړې وکړي. نوموړی د هغو کسانو لپاره له محدودو شته فرصتونو څخه ښه خبر و چې بهرنیان ګڼل کېدل، ځکه چې تحصیل یافته پلار یې په څو کالجونو کې تدریس کړی و. په ۱۷۵۴ زکال کې د دوی کورنۍ د پروس د شهزاده نشینې سیمې په پلازمېنه نوشاتل کې استوګنه شوه، چېرې چې د مارا پلار د ښوونکي په توګه کار پیل کړ. [۱۰][۱۱]

زده کړې[سمول]

مارا لومړنۍ زده کړې په نوشاتل ښار کې وکړې چې دلته د ژان الی برتراند شاګرد و، برتراند بیا وروسته د نوشاتل ټایپوګرافیکي ټولنه جوړه کړه. نوموړي د ۱۷ کلنۍ په عمر توبولوسک ته د زهرې سیارې د اندازې کولو په موخه د ژان باپتېست شېپ دوتروش په کشفي سفر کې د ګډون غوښتنلیک وسپاره، خو رد شو. د ده څخه لومړنی ملاتړ په بوردي کې نایراک بډایه کورنۍ وکړ چې د دوه کلونو لپاره هلته استوګن شو. له دې وروسته پاریس ته ولاړ او د طبابت په برخه کې یې د کوم رسمي سند له ترلاسه کولو پرته زده کړې وکړې. ژان پال مارا فرانسې ته له کډې کولو وروسته خپل کورنی نوم «مارات» ته واړوه. وروسته له هغه چې په ۱۷۶۵ زکال کې لندن ته ولاړ په غیر رسمي بڼه یې د ډاکټر په توګه کار پیل کړ، ځکه چې وېرېده «چارې یې ټولې ګډوډې نه شي». په لندن کې له سلطنتي علمي هنرمندې انجلیکا کافمن سره ملګری شو. د هغه په ټولنیزه کړۍ کې ایټالوي هنرمندان او معماران شامل وو چې د سوهو د چاپېر په قهوه خانو کې به سره کښېناستل. نوموړی په پریمانه کچه ځان غوښتونکی و، خو له کوم ملاتړ یا صلاحیت پرته یې هڅه وکړه چې ځان د روڼ آندۍ په صحنه کې ور ګډ کړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

سیاسي، فلسفي او طبي لیکنې[سمول]

د ۱۷۷۰ زکال په شاوخوا کې مارا د ټاین ښار نیوکاسل ته کډه وکړه. د هغه سیاسي اثر، د غلامۍ زنځیر (Chains of Slavery ؛ ۱۷۷۴ زکال) په ډېر احتمال سره د انګلستان په پارلمان کې د محروم استازي او بیا وروسته د لندن د ښاروال جان ویلکس د فرا پارلماني فعالیتونو څخه په الهام د دغه ځای په مرکزي کتابتون کې ولیکل شو. د مارا د خپلې خبرې پر بنسټ هغه د دغه کتاب د لیکلو پر مهال درې میاشتې په تریخې قهوې تېرې کړې او د شپې له مهاله به یې یوازې دوه ساعته خوب کاوه؛ خو د کتاب له بشپړېدو وروسته یې د ۱۳ بشپړو ورځو په ترڅ کې ارامه خوب وکړ. هغه خپل دغه کتاب «هغه اثر باله چې د ازادۍ د له منځه وړو په برخه کې یې د شهزادګانو پټو او شریرانه چارو ته نغوته کوله او د استبداد وحشتناکه صحنې یې افشا کولې». مارا په خپل دغه اثر کې د انګلستان د اساسي قانون په یو شمېر برخو نیوکې وکړې او باوري و چې فاسد یا ظالمانه دی. همدارنګه یې د بډو پر مټ په پارلمان کې د پاچا نفوذ وغانده او د رایو د حق پر محدودیت یې نیوکې وکړې. د غلامۍ د زنځیر په نامه اثر سیاسي ایډیالوژي د ژان ژاک راسو له باور څخه سرچینه اخیسته چې د یو هېواد حاکمیت یې د پاچا پر ځای عادي وګړو ته اړوند باله. هغه همدارنګه څرګنده چې خلک کولای شي د استازولۍ پر مټ د حاکمیت څرګندويي وکړي او استازي یې هم د هغو خلکو پرته چې استازولي یې کوي نه شي کولای قوانین وضع کړي. [۱۵][۱۶][۱۷]

مارا «د انسان اړوند د فلسفي مقالې» په نامه اثر په ۱۷۷۳ زکال او «د غلامۍ د زنځیر» په نامه اثر په ۱۷۷۴ زکال کې خپور کړ. [۱۸]

وروسته له هغه چې نوموړي د خپل ملګري ګلیتس د ناروغۍ (سوزاک) د درملنې اړوند مقاله ولیکله، وه یې شو کولای د ۱۷۷۵ زکال په جون میاشت کې له سېنټ اندرویز پوهنتون څخه د طبابت په برخه کې د دوکتورا د سند ترلاسه کول ځانته تضمین کړي. [۱۹]

نوموړي لندن ته د بېرته ستنېدو پر مهال سترګو ته د ځانګړې یوې ناروغۍ د ماهیت، علت او درمنلې اړوند څېړنیز کتاب خپور کړ. په ۱۷۷۶ زکال کې نوموړی وروسته له هغه چې په جینوا کې یې یو ځل خپله کورنۍ ولیده پاریس ته ولاړ.

په پاریس کې د یو اغېزمن ډاکټر په توګه د نوموړي مخ پر زیاتوالي شهرت او همدارنګه د مارکي دولوبسپین (د هغه د یوې ناروغې مېړه) ملاتړ لامل وګرځېد چې نوموړی د شپاړلسم لویي د کوچني ورور کنټ داراتیوس د ساتونکو په ډله کې ډاکټر وګمارل شي چې بیا په ۱۸۲۴ زکال کې پاچا لسم شارل شو. په دغه څوکۍ باندې نوموړي د ۱۷۷۷ زکال په جون میاشت کې په کار پیل وکړ او د نورو امتیازاتو په خوا کې یې ورته د کال ۲۰۰۰ فرانسوي لیور سکې معاش ورکاوه. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. اشرف غنیمتی
  2. کينډۍ:Cite EPD
  3. Isaac Asimov's Biographical Encyclopedia of Science and Technology – Second Revised Edition, 1982, p. 334.
  4. Loomis
  5. Lefebvre, p. 236
  6. Loomis, p. 141
  7. Belfort Bax, p. 5.
  8. کينډۍ:HDS
  9. Goëtz-Nothomb, Charlotte . Jean-Paul Marat – Notice Generale.
  10. Conner (2012), pp. 9–11
  11. کينډۍ:HDS
  12. Gillispie, Charles Coulston (2009). Science and Polity in France: The End of the Old Regime. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 292. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-2461-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Robert, Adolphe; Cougny, Gaston (1891). Dictionnaire des parlementaires français (په فرانسیسی ژبه کي). Paris. د کتاب پاڼې 252. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:HDS
  15. Les Chaines de l’Esclavage, 1793 (ed. Goetz et de Cock) p. 4167 (6). Numbers in brackets refer to the original version.
  16. "Lit & Phil Home – Independent Library Newcastle". Litandphil.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gottschalk, pp. 19–22
  18. de Cock, J. & Goetz, C., Œuvres de Jean-Paul Marat, 10 volumes, Éditions Pôle Nord, Brussels, 1995.
  19. Conner (1999), p. 33
  20. Conner (1999), p. 35