Jump to content

ژانېټ رانکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ژانېټ پیکرېنګ رانکین (زوکړه: د ۱۸۸۰ زکال د جون ۱۱مه – مړینه: د ۱۹۷۳ زکال د مۍ ۱۸مه نېټه) امریکایی سیاستواله او د ښځو د حقونو مدافعه وه؛ ورته مهال لومړنۍ مېرمن وه چې په متحده ایالاتو کې یې فدرال څوکۍ خپله کړه. رانکین یوځل په ۱۹۱۶ زکال او بیاځلي په ۱۹۴۰ زکال کې له مونتانا څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازولۍ د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته لار ومونده. ورته مهال رانکین تر نن ورځې پورې له مونتانا څخه کانګرس ته بریالۍ شوې یوازنۍ مېرمن ده. [۱][۲]

په کانګرس کې د رانکین د ګډون دواړې دورې په نړیوالو جګړو کې د متحده ایالاتو د پوځي مداخلې سره همهاله وې. دا د ټول عمر لپاره د یوې سولې غوښتونکې په توګه د کانګرس له ۵۰ استازو څخه یوازنۍ استازې وه چې په ۱۹۱۷ زکال کې یې له جرمني سره د جګړې د اعلان مخالفت وکړ. په ۱۹۴۱ زکال کې هم د کانګرس یوازنۍ غړې وه چې په پرل هاربر باندې یې د جاپان له برید وروسته د جاپان سره د جګړې پر ضد رایه ورکړه.

رانکین په راتلونکي کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې په توګه د مونتانا، نیویارک او شمالي ډاکوټا په ګډون په څو ایالتونو کې د داسې قوانینو تصویب ته زمینه برابره کړه چې له مخې یې ښځو کولای شول رایه ورکړي. هغه مهال چې په کانګرس کې وه، داسې یوه قانوني مسوده یې وړاندې کړه چې په پایله کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون ۱۹مه اصلاحیه وګرځېده او په ټول هېواد کې یې ښځو ته د رایو نه محدود کېدونی حق ورکړ. هغې په خپل څه باندې شپږ لسیزې مسلکي ژوند کې د ښځو د حقونو او مدني حقونو د بېلابېلو مواردو څخه دفاع وکړه.

لومړنی ژوند[سمول]

رانکین ۹ کاله وړاندې له دې چې د مونتانا قلمرو په ایالت واوړي د ۱۸۸۰ زکال د جون په ۱۱مه نېټه د مونتانا میسولا سیمې ته څېرمه د ښوونځي د ښوونکې اولیو او سکاټلنډي الاصله کاناډايي کډوال جان رانکین په کورنۍ کې وزیږېده؛ پلار یې د اوړو کارخونه لرله او بډایه و. دا د خپلې کورنۍ د شپږو ماشومانو تر ټولو مشره وه چې په دغو کې یې پنځه خویندې (یو له خویندو څخه یې د ماشومتوب پر مهال مړه شوه) او د ولېنګټون په نامه یو ورور شامل و چې ورور یې بیا وروسته د مونتانا لوی څارنوال او له دې وروسته د مونتانا د سترې محکمې قاضي وټاکل شو. د هغې یوه خور، ادنا رانکین مککېنون په مونتانا کې زېږېدلې لومړنۍ مېرمن وه چې وه یې شو کولای په مونتانا کې د وکیلانو ازموینه په بریالیتوب سره ورکړي او په دې سره د امیدوارۍ کنټرول کوونکو چارو ته د لاسرسي په برخه کې ټولنیزه فعاله شوه. [۳][۴]

رانکین د نوې ځوانۍ پر مهال د کور پاکولو، خیاطۍ، کروندګرۍ، له کور څخه بهر کار کولو او د خپلو خویندو وروڼو د پالنې په ګډون په خپله کورنۍ کرونده کې ګڼ شمېر چارې مخته وړلې. هغې د خپلې کروندې د ماشینونو په ساتنه کې مرسته کوله او یوځل یې په یوازې ځان هغه ودانۍ ته د پلي تګ لرګینه لار جوړه کړه چې پلار ته یې اړوند وه او غوښتل یې هغه په کرایه ورکړي. رانکین په ۱۸۹۰مه لسیزه کې د خپل ماشومتوب خاطرات ولیکل په داسې حال کې چې دغه مهال لویدیځو پولو ته په څېرمه سیمو کې ښځو له نارینه و سره اوږه په اوږه کار کوه، خو نه یې کوم سیاسي غږ او نه یې هم د رایو د ورکړې قانوني حق درلود.

رانکین په ۱۸۹۸ زکال کې له ښوونځي فارغه او د مونتانا په پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. دې په ۱۹۰۲ زکال کې د یاد پوهنتون د ژوند پوهنې له پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. له سیاست او وکالت وړاندې هغې د جامو ګنډلو، د فرنیچر د ډیزاین او همدارنګه د تدریس په ګډون ګڼ شمېر دندې مخته یووړې. رانکین په ۱۹۰۴ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خپلو کوچنیو خویندو او ورور مسئولیت هم پر غاړه واخیست.[۵][۶]

سیاسي فعالیت او د رایو د حق غوښتنې خوځښت[سمول]

رانکین د ۲۷ کلنۍ په عمر سانفرانسېسکو ته کډه وکړه څو د ټولنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په یو نوي او پراختیايي ډګر کې دنده ترلاسه کړي. هغې له دې څخه په ډاډ لرلو چې خپلې غوښتنې ته یې لاسرسی موندلی له ۱۹۰۸ زکال څخه یې تر ۱۹۰۹ زکال پورې د نیویارک ښار د بشرپالنې په ښوونځي کې نوم ثبت کړ. د ټولنیزې کارکوونکې په توګه یې د دندې ترسره کولو په موخه د لنډ مهال لپاره د واشنګټن سپوکن ته کډه وکړه او بیا له دې ځایه سیاتل ته ولاړه څو د واشنګټن په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ دغه مهال نوموړې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې له خوځښت سره مل شوه. د ۱۹۱۰ زکال په نومبر میاشت کې د واشنګټن رایه ورکوونکو په خپل ایالتي اساسي قانون کې داسې تعدیل تصویب کړ چې ښځو ته یې د تل لپاره د رایو د ورکړې حق ورکړ او په دې سره پنځم ایالت شو چې دغه ډول پرېکړه یې وکړه. نیویارک ته له راګرځېدو وروسته نوموړې د نیویارک د رایو د حق غوښتنې د بنسټ له جوړونکو څخه شوه څو د دغه ایالت په قانون جوړونکې جرګه کې د ورته لایحې لپاره کار وکړي. په دغه دوره کې رانکین یوځل بیا واشنګټن ته سفر وکړ څو د امریکايي مېرمنو د رایو د حق غوښتنې د ملي ټولنې په استازیتوب په کانګرس کې لابي وکړي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

مونتانا ته له راګرځېدو وروسته یې د رایو د حق غوښتنې په بنسټونو کې وده وکړه او د مونتانا د رایو د حق غوښتنې د ټولنې مشره او همدارنګه د امریکايي ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د ملي ټولنې منشۍ شوه. د ۱۹۱۱ زکال په فبروري میاشت کې نوموړې لومړنۍ مېرمن وه چې د مونتانا د قانون جوړونکې جرګې پر وړاندې یې وینا وکړه او په خپل ایالت کې یې د ښځو د رایو د حق څخه په ملاتړ بحث وکړ. د ۱۹۱۴ زکال په نومبر میاشت کې مونتانا اووم ایالت شو چې ښځو ته یې د نامحدودو رایو د ورکړې حق ورکړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

رانکین وروسته بیا د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې په خوځښت کې خپلې چارې په کانګرس کې د خپلې سوله غوښتونکې بهرنۍ پالیسۍ سره پرتله کړې. هغې د خپلې دورې د ډېری شمېر رایو ورکوونکو په څېر باور درلود چې د متحده ایالاتو په دولت کې فساد او د موثریت نشتون د ښځو د نشتوالي له امله ده. رانکین د دواړو جګړو ترمنځ دورې پر مهال د بې وسلې کولو په یوه غونډه کې وویل چې، «د سولې ستونزه د ښځو ستونزه ده». [۱۸]

د استازو جرګه[سمول]

د ۱۹۱۶ زکال د کانګرس په ټاکنو کې د مونتانا د دوه څوکیو لپاره د رانکین د ټاکنیز کمپاین مالي ملاتړ او مدیریت د هغه ورور وېلنګټون وکړ چې په مونتانا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند یو له بانفوذه غړو څخه وو. هغې اوږده سفرونه وکړل څو د دغه ایالت په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته خپل پیغام ورسوي. دې خپلې تبلیغاتي چارې د اورګاډو په تم ځایونو، د واټ پر سر، په کروندو کې د ماښامنیو په خوړلو او لرې پرتو ښوونځیو کې مخته وړې. دې ځان د پرمختګ غوښتونکې په توګه نوماند کړ او د رایو د حق او ټولنیزې هوساینې په برخو کې یې د خنډونو په له منځه وړو ټینګار درلود. [۱۹][۲۰]

د جمهوري غوښتونکي ګوند په خپل منځي ټاکنو کې رانکین د جمهوري غوښتونکي ګوند د ټولو اتو نوماندانو ترمنځ تر ټولو ډېرې رایې واخیستې. په عمومي ټاکنو کې چې د نومبر په اوومه نېټه ترسره شوې دوه مخکښو نوماندانو دغه څوکۍ ترلاسه کړې. رانکین په رایو کې دویمې ډېرې رایې واخیستې او فرانک بېرډ لنډرمن ته یې ماته ورکړه؛ په دې سره د متحده ایالاتو د کانګرس لومړنۍ ښځینه غړې شوه. هغې له بریا وروسته وینا پر مهال وویل، په کانګرس کې د یوازنۍ رایې ورکوونکې ښځینه غړې په توګه «زه په کلکه سره خپل مسئولیتونه درک کوم». دغې ټاکنې نوموړې په ملي کچه د ټولو پام وړ وګرځوله آن تر دې چې د راپورونو له مخې ورته د واده څو وړاندیزونه وشول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

وروسته ژوند[سمول]

په راتلونکو ۲۰ کلونو کې رانکین ټولې نړۍ ته سفرونه وکړل او په مکرر ډول یې له هند څخه لیدنه وکړه، چېرې چې یې د مهاتما ګاندي سوله غوښتونکې لارښوونې ولوستې. دې په جورجیا او مونتانا دواړو کې کورونه لرل. [۲۵][۲۶]

په ۱۹۶۰مه او ۱۹۷۰مه لسیزه کې د سوله غوښتونکو، فیمینېستانو او د مدني حقونو د فعالینو نوي نسل د رانکین له چارو الهام واخیست او د هغې هڅې یې په داسې توګه ومنلې چې د هغې نسل هېڅکله داسې نه وې منلې. نوموړې یوځل بیا د ویتنام د جګړې په غبرګون کې ودرېده. د ۱۹۶۸ زکال په جنوري میاشت کې د ژانېټ رانکین ډلګۍ یا د ښځو د سولې غوښتونکو ډلو ائتلاف په واشنګټن ډي سي کې جګړه ضد لاریون ترتیب کړ – دغه لاریون په ۱۹۱۳ زکال کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د لاریون له مهاله تر ټولو لوی لاریون و. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په November 2, 2016 باندې). 7 Things You May Not Know About Jeannette Rankin – History Lists.
  2. . Montana's women candidates are out to set another record. The Billings Gazette.
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. (په November 7, 2016 باندې). Under the Big Sky: Recalling Rankin's legacy.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Wilson, Joan Hof (Winter 1980). "American Foreign Policy: Of Her Pacifism" (PDF). Montana: The Magazine of Western History. 30: 28–41 – په وسيله JSTOR. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په November 2, 2016 باندې). 7 Things You May Not Know About Jeannette Rankin – History Lists.
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. (په January 7, 2015 باندې). Montana Suffragist Latest Lobby Worker. Evening Star.
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. (په October 4, 2010 باندې). How Washington women won the right to vote.
  13. (په August 10, 1913 باندې). From Missoula to Washington D.C. to Aid Cause of Equal Suffrage. The Daily Missoulian.
  14. کينډۍ:Harvp page number needed
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. (په January 7, 2015 باندې). Montana Suffragist Latest Lobby Worker. Evening Star.
  17. Hoff, Joan. "Who Was Jeannette Rankin". Peace is a Woman's Job. د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه January 10, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Hoff, Joan. "Who Was Jeannette Rankin". Peace is a Woman's Job. د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه January 10, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. (په September 1, 1916 باندې). Woman Leads State Ticket. Evening Star.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Board, John C. (Summer 1967). "The Lady from Montana" (PDF). Montana: The Magazine of Western History. 17: 2–17 – په وسيله JSTOR. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "Jeannette Rankin becomes first woman elected to Congress". constitutioncenter.org. د اصلي آرشيف څخه پر September 9, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه August 8, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Walbert, Kate (August 16, 2016). "Has Anything Changed for Female Politicians?". The New Yorker. لاسرسي‌نېټه March 9, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. کينډۍ:Harvp page number needed
  29. Moravec, Michelle (2010). "Another Mother for Peace: Reconsidering Maternalist Peace Rhetoric from an Historical Perspective 1967–2007". Journal of the Motherhood Initiative. 1 (1): 9–10. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).