ډېټا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ډېټا (Data) فردي حقایق، شمېرې یا معلوماتي موارد دي چې تر ډېره د عددونو په بڼه وي. په څه ناڅه تخنیکي مفهوم، ډېټا د یوه شخص یا څو اشخاصو یا شیانو په اړه د کمي او کیفي متغیراتو د اندازو مجموعه ده، په داسې حال کې چې یو ډېټم (datum، د ډېټا مفرده بڼه) د یوه متغیر یوه واحده اندازه ده.[۱][۲]

که څه هم د «ډېټا» او «معلوماتو» اصطلاحات تر ډېره د یوه او بل پر ځای کارول کېږي، خو دا اصطلاح جلا معناوې لري. په ځینو مشهورو خپرونو کې کله ناکله ویل کېږي چې ډېټا تر تحلیل وروسته پر معلوماتو بدلېږي. له دې سره سره، په اکاډمیکو یا علمي برخو کې ډېټا د یوې موضوع په اړه معلوماتي واحدونه دي. ډېټا په علمي څېړنو، د کاروبار په مدیریت (د بېلګې په توګه، د پلور، عاید، ګټې او د ونډو د بیې ډېټا)، مالي چارو، حکومتولۍ (د بېلګې په توګه د جرمونو کچه، د بې‌کارۍ کچه، د باسوادۍ کچه) او د انساني سازماني فعالیتونو په کابو هر ډول (د بېلګې په توګه د غیر انتفاعي سازمانونو له‌خوا د بې‌سرپناه خلکو سرشمېرنه) کې کارول کېږي. [۳]

په ټولیز ډول ډېټا د تصمیم نیولو اتومونه دي: تر ټولو کوچني معلوماتي واحدونه دي چې د استدلال، بحث یا محاسبې لپاره د بنسټ په توګه کارول کېدای شي. ډېټا کېدای شي له مجملو مفکورو نیولې تر عیني اندازه‌ګیریو او حتا شمېرو پورې بېلابېله وي. ډېټا اندازه کېږي، راټولېږي، تحلیلېږي او د مجسمولو لپاره د ګرافونو، جدولونو یا تصویرونو په ډول کارول کېږي. ډېټا د یوه ټولیز مفهوم په توګه په دې معنا ده چې ځینې معلومات یا څه برخه پوهه د ښې استفادې لپاره په مناسب ډول وړاندې شوې ده. خامه ډېټا (ناپروسس ډېټا) تر هغه وړاندې چې د څېړونکو له‌خوا سمه او اصلاح شي، د عددونو او کرکټرونو یوه مجموعه ده. خامه ډېټا باید اصلاح شي چې د ثبت پر مهال رامنځته شوې تېروتنې یې له منځه لاړې شي. ډېټا معمولاً په پړاویز یا مرحله‌يي ډول پروسس کېږي او د یوه پړاو "پروسس شوې ډېټا" ښايي د بل پړاو د "خامې ډېټا" په توګه په پام کې ونیول شي. ساحوي ډېټا هغه خامه ډېټا ده چې په یوه ناکنترول شوي چاپېریال کې راټولېږي. تجربوي ډېټا هغه ډېټا ده چې د یوې علمي څېړنې په چوکاټ کې له مشاهدې او ثبت سره یوځای تولیدېږي.

ډېټا "د ډیجیټل اقتصاد نوي تېل" بلل شوي دي.[۴][۵]

ریښه‌پېژندنه او ترمینالوژي[سمول]

په انګلیسي ژبه کې د "ډېټا" کلمې لومړنۍ استفاده ۱۶۴۰مې لسیزې ته رسېږي. "ډېټا" کلمه په لومړي ځل په ۱۹۴۶ کال کې "د لېږد او ذخیرې وړ کمپیوټري معلوماتو" په معنا وکارېده. "د ډېټا پروسس" عبارت په لومړي ځل په ۱۹۵۴ کال کې وکارول شو.[۶][۷]

معنا[سمول]

ډېټا، معلومات، پوهه او ځیرکتیا یو بل ته نږدې مفاهیم دي، خو هر یو یې د بل په اړه خپل رول لري او هره اصطلاح خپله ځانګړي معنا لري. د یوه معمول لیدلوري پر بنسټ، ډېټا را ټولېږي او تحلیلېږي. ډېټا یوازې هغه مهال د تصمیم نیولو لپاره پر مناسبو معلوماتو بدلېږي چې تحلیل شي. ویلای شو د یوه شخص لپاره د ډېټا د مجموعې د بامعناوالي کچه په دې پورې تړلې ده چې د هغه کس لپاره څومره د تمې خلاف ده. د ډېټا په یوه جریان کې د شته معلوماتو اندازه ښايي د «انټروپي شانون» یا د معلوماتو د تیورۍ په مرسته مشخصه شي.[۸]

پوهه د یوې موضوع په اړه د معلوماتو په مرسته هغه درک ته ویل کېږي چې پر تجربه ولاړ وي. د بېلګې په توګه «د اورست غره» څوکه په ټولیز ډول ډېټا ګڼل کېږي. ارتفاع یا لوړوالی یې په دقیق ډول د ارتفاع‌سنج په مرسته اندازه کولی او په ډېټابېس کې یې دننه کولی شو. دا ډېټا ښايي په یوه کتاب کې د «اورست غره» په اړه له نورې ډېټا سره یوځای کړل شي تر څو غر د هغو کسانو لپاره په ګټور ډول تشرېح شي چې غواړي پر دې غره د ختلو لپاره تر ټولو ښه مېتود وټاکي. د غرونو پر سر د تګ پر تجربه ولاړ درک چې کولای شي له خلکو سره اورست څوکې ته په ختلو کې مرسته وکړي، پوهه ګڼل کېږي. د اورست څوکې ته په عملي ډول د ختلو بنسټ همدا پوهه ده چې ښايي «ځیرکتیا» وبلل شي. په بله وینا، ځیرکتیا د یوه شخص له‌خوا په داسې شرایطو کې د پوهې عملي استفادې ته ویل کېږي چې ښايي ښه پایله ترلاسه شي. پر دې بنسټ ځیرکتیا د «ډېټا»، «معلوماتو» او «پوهې» مفاهیم بشپړوي.

د محاسباتي ماشینونو او دستګاوو تر جوړېدو وړاندې خلک مجبور وو چې ډېټا په لاسي ډول راټوله کړي او الګوګانې ورکړي. له کومه وخته چې محاسباتي دستګاوې او ماشینونه جوړ شوي، له هغه راهیسې دغه دستګاوې ډېټا هم را ټولولی شي. په ۲۰۱۰مه لسیزه کې کمپیوټرونه په ډېرو برخو کې د ډېټا راټولولو، یوځای کولو او پروسس کولو لپاره د بازار موندنې، د ښاریانو له‌خوا د ټولنیزو خدمتونو د استفادې د تحلیل او علمي څېړنو په برخو کې په پراخه کچه وکارېدل. دا الګوګانې په ډېټا کې د داسې معلوماتو په توګه په پام کې نیول کېږي چې د پوهې د ډېرولو لپاره کارول کېدای شي. دا الګوګانې ښايي د «حقیقت» په توګه تفسیر شي (که څه هم کېدای شي «حقیقت» یو ذهني مفهوم وي)  او ښايي په ځینو برخو یا فرهنګونو کې د اخلاقي معیارونو په توګه اجازه ولري. هغه پېښې چې فزیکي یا مجازي پاتې شوني تر شا پرېږدي، د ډېټا له لارې یې بیاموندای شو. کله چې د نښې یا مارک او مشاهدې تر منځ اړیکه پرې شي، نښه نوره د ډېټا په توګه په پام کې نه نیول کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

میخانیکي محاسباتي دستګاوې د ډېټا د وړاندې کولو د ډول پر بنسټ ډلبندي کېږي. یو انالوګ کمپیوټر «ډېټا» د ولتاژ، واټن، موقعیت یا نورو فزیکي کمیتونو په توګه ښيي. یو ډيجیټل کمپیوټر بیا د «ډېټا» یوه ټوټه د هغو سېمبولونو د ترتیب یا لړۍ په ډول ښيي چې له یوې ثابتې الفبا څخه اخیستل شوي وي. تر ټولو معمول ډيجیټل کمپیوټرونه باینري الفبا (binary alphabet) کاروي، یعنې الفبا یې دوه کرکټرونه لري چې معمولاً «۰» او «۱» دي. ورپسې له باینري الفبا څخه تر دې لا ډېر نږدې یا اشنا نمایشونه لکه عددونه او توري جوړېږي. یو کمپیوټري پروګرام د ډېټا یوه داسې مجموعه ده چې د لارښوونو په توګه تفسیرېدای شي. ډېری کمپیوټري ژبې د پروګرامونو او نورو هغو ډېټاوو تر منځ توپير ته قایلېږي چې پروګرام پرې کار کوي، خو په ځینو ژبو کې په ځانګړي ډول په لیسپ (Lisp) او دې ته ورته نورو ژبو کې پروګرامونه په بنسټیز ډول له نورې ډېټا سره د تشخیص وړ نه دي. د مېټاډېټا تفکیک، یعنې د نورو ډېټاوو تشرېح هم ګټوره ده. د مېټاډېټا لپاره یوه ورته او په عین حال کې لومړنۍ اصطلاح «اړخیزه ډېټا» ده. د مېټاډېټا یوه معموله بېلګه د کتابتون د کتابونو فهرست دی چې د کتابونو محتویات تشرېح کوي.

سرچينې[سمول]

  1. OECD Glossary of Statistical Terms. OECD. 2008. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-025561. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Statistical Language - What are Data?". Australian Bureau of Statistics. 2013-07-13. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Data vs Information - Difference and Comparison | Diffen". www.diffen.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite magazine
  5. "Data is the new oil". July 16, 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "data | Origin and meaning of data by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. American Psychological Association (2020). "6.11". Publication Manual of the American Psychological Association: the official guide to APA style. American Psychological Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781433832161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Joint Publication 2-0, Joint Intelligence" (PDF). Joint Chiefs of Staff, Joint Doctrine Publications. Department of Defense. 23 October 2013. د کتاب پاڼي I-1. د لاسرسي‌نېټه July 17, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Akash Mitra (2011). "Classifying data for successful modeling". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tuomi, Ilkka (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Data is more than knowledge"]. Journal of Management Information Systems 6 (3): 103–117. doi:10.1080/07421222.1999.11518258. 
  11. P. Beynon-Davies (2002). Information Systems: An introduction to informatics in organisations. Basingstoke, UK: Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-96390-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. P. Beynon-Davies (2009). Business information systems. Basingstoke, UK: Palgrave. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-20368-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sharon Daniel. The Database: An Aesthetics of Dignity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)