ډېم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګلین کانیون ډېم
د لېک ورني ډېم په والېس کې په ۱۸۸۸ کې بشپړ شوی، د یوې څنډې انځور
کاراپوژه ډېم، د خاورو ډېم د هند په کېراله ایالت کې 
د نیدرلېنډ ګرونینګېن ته نږدې یو کوچنی ډېم

ډېم خنډ ته ویل کيږي چې د اوبو جریان یا د ځمکې لاندې ویالو مانع ګرځي.د اوبو ذخیره چې ډېم یې جوړوي د سیلاب د درولو سسب ګرځي بلکې د نورو فعالیتونو لپاره لکه اوبونه، د بشر د استعمال لپاره، کارخانو استعمال ، بحري حیواناتو،لپاره اوبه برابروي.هایډروپاور هم کله نه کله د د ډېمونو سره یو ځای کارول کيږي چې برېښنا تولید کړي.یو ډېم د اوبو د راټولولو یا د اوبو د زیرمې لپاره هم کاریږي چې هغه بیا د ځایونو په نظر کې نیولو په اساس  ویشل کیږي.ډېم یوازې د اوبو ساتلو ابتدايي موخې لپاره په کار وړل کیږي،سره لدې چې نور ساختمانونه بيلګي په ډول د سیلاب دروازې (floodgates)یا leeves ددې لپاره کارول کیږي چې د اوبو جریان یوې ځانګړي سیمې ته اداره یا مخه ونیسي.

د ډېم ویی کیدای شي بیرته د منځني انګلیسي دورې پورې اړوند شي، او ددې نه وړاندې په منځني ډچ پورې اړوند کېده، لکه څنګه چې د ډېرو پخوانیو ښارونو له نومونو څرګنديږي .د ډېم لومړنۍ ښکاره پېژند په ۱۱۶۵ کې وشو. همدارنګه یو کلی چې اوبډېم Obdam  نوميږي چې له مخکې نه یې په ۱۱۲۰ کې یادونه شوې ده.دا ویی داسې ښکاري چې یونانی کلیمې ټاپوس  taphos پورې اړوند وي چې مانا یې غټ یا دروند دی.نو دا کلمه داسې اخیستل شوي ( د ځمکې کیندل)

تاريخ[سمول]

پخواني ډېمونه [سمول]

مخکې وختونو کې ډېم په میزوپوتامیا او منځني ختیځ کې رامنځته شوي وو.ډېم د اوبو سطحې د کنټرول لپاره کاریده، ځکه چې په میزوپوتامیا کې هوا د ټیګریس او یوپراټېس سیندونه اغېزمنول. 

لومړنۍ پیژندل شوی ډېم په جورډن کې د جاوا ډېم دی، چې د امان له مرکز ۱۰۰ کیلومتره په شمال کې موقعت لري.