Jump to content

ډیکسي لي رې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیکسي لي رې (زوکړه: د ۱۹۱۴ زکال د سپټمبر ۳مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د جنوري ۲مه) امریکايي سیاستواله وه چې له ۱۹۷۷ زکال څخه یې تر ۱۹۸۱ زکال پورې د واشنګټن د ۱۷مې ګورنرې په توګه خدمت وکړ. نوموړې چې په ځانګړي ډول او په پریمانه کچه ځیرکه مېرمن بلل کېږي، په متحده ایالاتو کې لومړنۍ ایالتي ګورنره وه. دا په ۱۹۸۰ زکال کې د سنټ هلن غره د اورغورځونکو (اتشفشان) پر مهال د واشنګټن ګورنره وه. سربېره پر دې د اټومي انرژۍ یو له ملاتړو څخه وه.

رې د سټنفورډ پوهنتون له میلز کالج څخه د ژوند پوهنې په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ او په ۱۹۵۷ زکال کې د واشنګټن په پوهنتون کې ښوونکې وټاکل شوه. دا د هند د سمندر په کشفي سفر کې د اس اس ټي وېګا (SS Te Vega) بېړۍ مخکښه ساینس پوهه وه. د هغې په لارښوونه له ماتې سره مخ پاسیفیک علمي مرکز د یو سنتي او د نندارو پر مټ له چلېدونکي مرکز څخه د تعاملي زده کړو پر مرکز واوښت او داسې حالت ته یې ورساوه چې وکولای شي خپل پورونه ورکړي.

رې د ۱۹۷۳ زکال پر مهال د ولسمشر ریچارډ نېکسون په اداره کې د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ د کمیسیون مشره وټاکل شوه. د هغې تر مشرۍ لاندې د اټومي انرژۍ څېړنیزې او پراختیايي چارې د خوندیتابه له پروګرامونو جلا شوې او د پیاوړي ریکټور د پراختیايي برخې مشر میلټو شاو یې له دندې ګوښه کړ. نوموړې په ۱۹۷۵ زکال کې د ولسمشر جرالډ فورډ له خوا د سمندرونو او د نړیوالو چاپېریالي او علمي چارو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکل شوه، خو شپږ میاشتې وروسته یې له دې امله له دغې دندې استعفا ورکړه چې شکایت یې وکړ، د دغه وزارت په پریکړه کوونکو غونډو کې ونډه نه لري.

رې په ۱۹۷۶ زکال کې د دیموکراتې نوماندې په توګه د واشنګټن ایالتي څوکۍ ته ځان نوماند کړ. هغې د خپل صریح او ځینې وختونه هم د خپل متضاد سبک لرلو سربېره بیا هم ټاکنې وګټلې. دې د نفتو وړونکو لویو ټانکرو ته اجازه ورکړه چې د پیوجت سانډ له لارې ګټنه وکړي؛ ورته مهال یې له کوم حد پرته د اټومي انرژۍ څخه ملاتړ کاوه او د هغو اړوند یې په ډېرې لیوالتیا خپله علاقه څرګندوله. نوموړې د ۱۹۸۰ زکال د اپرېل په ۳مه د سنټ هلن غره د اورغورځونکو په رامنځته کېدو بېړنی حالت اعلان کړ. وروسته له هغه چې نوموړې ونشو کولای بیاځلي د دیموکرات ګوند څخه ځان د دغه ایالت څوکۍ ته نوماند کړي د همدغه کال په وروستیو کې تقاعد شوه.

علمي چارې

[سمول]

د واشنګټن پوهنتون

[سمول]

رې په ۱۹۴۵ زکال کې واشنګټن ته راغله څو د واشنګټن د پوهنتون د ژوو پوهنې په پوهنځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړي. هغې په ۱۹۴۷ زکال کې د مرستیال ښوونکې ځایګی ترلاسه کړ او پنځه کاله وروسته یې د جان سیمون ګوګنهایم د یادګاري بنسټ فیلوشیپ ترلاسه کړ، چې پر مټ یې نوموړې د شپږو میاشتو لپاره وکولای شول د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې له دوکتورا وروسته خپلې څېړنې ترسره کړي. نوموړې په ۱۹۵۷ زکال کې د واشنګټن په پوهنتون کې بشپړ مهالې پروفیسوره شوه. دلته یې د دندې پر مهال د هند د سمندر په نړیوال کشفي سفر کې د اس اس ټي وېګا بېړۍ د ساینس پوهانو د مشرې په توګه خدمت وکړ. هغې په خپلو ټولګیو کې د وحشیانه افراط اړوند تدریس کولو له امله شهرت درلود. زده کړیالانو یې له هغې سره مینه لرله خو د دغې پوهنځۍ د علمي پلاوي یو شمېر غړو بیا ترې کرکه کوله. د هغې یو همکار ښوونکي هغه د «بې اعتنا زړې حرامي او ضعیف النفسه مېرمنې» په توګه یاده کړې ده. [۱][۲][۳]

دولتي چارې

[سمول]

د اټومي انرژۍ کمیسیون

[سمول]

د اټومي انرژۍ د ملاتړې په توګه نوموړې په ۱۹۷۳ زکال کې د سناتور وارن مګنوسون په وړاندیز د ولسمشر ریچارډ نېکسون له خوا د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ د کمیسیون مشره وټاکل شوه. د دغې دندې وړاندیز یې هغه مهال د یوې تلیفوني اړیکې پر مټ ترلاسه کړ چې تازه هوايي ډګر ته له یوه سفره را رسېدلې وه. وروسته له هغې چې ورته وویل شول باید واشنګټن ډي سي ته کډه وکړي؛ رې دغه وړاندیز رد کړ او څرګنده یې کړه: «زه په هغه ځای کې ژوند کوم چې خوښ مې وي». له دې سره یې دغه وړاندیز وروسته له هغه ومانه چې د هغه اوږد مهاله ملګري لو ګوزو دغې چارې ته متقاعده کړه. [۴][۵]

په دغه دنده باندې له کار پیلولو وروسته هغه مهال چې د خبریالانو دې ته پام شو چې نوموړې د ویرجینا په یوه کلیوالي سیمه کې په پارک شوې یوه ۲۸ فوټي موټریزه خونه کې ژوند کوي د هغې د عجیب او غریب شخصي ژوندانه اړوند خبرونه خپاره شول. هر سهار به دا له خپلې دغې کوټې څخه د مریلنډ په جرمن ټاون کې د اټومي انرژۍ د کمیسیون دفتر ته راوړل کېده چې د ګیلي په نامه د هغې سل پونډي (۴۵ کیلو) سکاټلنډي تازي او دجاکوس په نامه پوډل سپي به یې ملتیا کوله. رسنیو د هغې له خوا د جورابو د اوبدنې په غیر معمولې چارې (د سپینو ګونډو لرونکې جورابې) راپورونه خپاره کړل. [۶][۷]

ورته مهال وړاندې له دې چې رې په دغه څوکۍ یو کال کار وکړي، شاو یې اړ کړ څو دنده خوشې کړي او همدارنګه یې امر وکړ چې د اټومي انرژۍ څېړنیزې او پراختیايي چارې دې له خوندي کوونکو پروګرامونو جلا شي، هماغه ډول چې یو شمېر چاپېریال ساتونکو بنسټونو یې غوښتنه لرله. دغه کمیسیون د خپلو څېړنیزو مسئولیتونو سربېره د متحده ایالاتو پوځ ته د اټومي وسلو د جوړولو مسئولیت هم پر غاړه درلود. رې وروسته له هغه چې یوه اټومي خولۍ یې ولیده په ډېرې لیوالتیا سره یې هغه «د یوې ښکلې مجسمې او هغه اثر په توګه چې د ټکنالوژۍ تر ټولو غوره وړتیاوې په کې کارول شوې دي» توصیف کړه. [۸][۹]

د دغه کمیسیون د مشرۍ پر مهال چې په ۱۹۷۵ زکال کې یې د هغو د لغو کېدو تر مهاله دنده ترسره کړه، رې ۱۷ کلن اریک لنډر ته د وسټینګ هاوس د پام وړ علمي څېړنې د ترسره کولو لومړنی مقام ورکړ. [۱۰][۱۱]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت

[سمول]

رې په ۱۹۷۵ زکال کې د ولسمشر جرالډ فورډ له خوا د سمندرونو او د نړیوالو چاپېریالي او علمي چارو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکل شوه، خو له پنځه میاشتو کار وروسته یې له دې امله استعفا ورکړه چې شکایت یې وکړ د وزارت په پرېکړه کوونکو غونډو کې ونډه نه لري. هغې وروسته بیا د متحده ایالاتو د سنا جرګې یو کمېټې ته وویل چې دې د خپلې کاري دورې پر مهال «د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسینجر یو ځل لیدلی و – هغه هم هغه ورځ چې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې په توګه یې لوړه وکړه». له واشنګټن ډي سي څخه د وتو پر مهال هغې څرګنده کړه چې «هره هغه چاره چې خصوصي سکټور یې ترسره کولای شي، دولت یې په ناسمه توګه ترسره کوي».[۱۲][۱۳][۱۴]

د واشنګټن ایالتي څوکۍ

[سمول]

ټاکنیزه مبارزه او ټاکنې

[سمول]

رې په ۱۹۷۵ زکال کې اعلان وکړ چې غواړي د واشنګټن ایالتي څوکۍ ته ځان نوماند کړي، په دغې چارې سره هغې ګڼ شمېر کسان حیران پاتې کړل. وروسته ترې وپوښتل شول چې ولې یې دغه ډول لوړ پوړې څوکۍ ته یوځلي د ځان د نوماند کولو هوډ وکړ، هغې استدلال وکړ، «د دې لپاره چې له ټیټې څوکۍ کار شروع کړم، عمر مې زیات و، همدا شو چې وه مې غوښتل له لوړ ځایګي یې پیل کړم». له دې امله چې له وړاندې څخه یې سیاسي اړوندتیا نه لرله، ځان یې دیموکرات اعلان کړ. [۱۵][۱۶]

رې په ډېرۍ سختۍ سره د نوماندۍ په موخه د سیاتل د ښارول وېس اولمن پر وړاندې د دیموکرات ګوند مقدماتي ټاکنې وګټلې، ځکه هغې د خپلو ټاکنیزو مبارزاتو لپاره هېڅ پیسې وه نه لګولې، د ټاکنیزو څوکیو لپاره یې د سیالیو تجربه نه لرله او همدارنګه یې د دغه ایالت په سیاسي طبقه کې ډېر لږ ملاتړ درلود. د مهمو اخبارونو او همدارنګه د کارپوهانو د وړاندوینو پر خلاف چې ګویا داسې مجرده ښځه چې «په کریسمس کې یې ځانته برقي اره په ډالۍ کې اخیستې وه» د ایالت د څوکۍ لپاره چمتو نه ده، خو هغې د کېنګ کاونټي د اجرایوي مشر جان ډي سپلمن پر وړاندې د ۵۳٪ - ۴۴٪ رایو په ترلاسه کولو ټاکنې وګټلې. د ټاکنو په شپه یو خبریال ترې وپوښتل چې د خپلې دغې حیرانونکې بریا لامل توضېح کړي؛ په ځواب کې یې ورته وویل: «نه شي کېدای چې دا له دې امله وي چې زه ډېره ښکلې یم؟». [۱۷][۱۸][۱۹]

وروسته ژوند او مړینه

[سمول]

له سیاست وروسته

[سمول]

د دندې له پای ته رسېدو وروسته رې په فاکس جزیره کې په خپله کرونده کې تقاعد شوه. هغې په رسنیو کې فعاله ونډه لرله او د روانو پېښو اړوند یې نظرونه ورکول. د سیاتل پوسټ انټیلجنسر په نامه اخبار د هغې د یوې خبرې په خپرولو سره څرګنده کړه چې دا «د سیاسي ګوندونو د لغو کولو او همدارنګه له هغو کسانو څخه چې په دوه متوالي ټاکنو کې رایه ورنکړي د رایې د حق د اخیستو» ملاتړې ده. هغې د خپل تقاعد پر مهال د لو ګوزو په همکارۍ دوه کتابونه ولیکل چې د چاپېریال پالونکي خوځښت سره په مخالفت وو. [۲۰]

مړینه

[سمول]

ډیکسي لي رې د ۱۹۹۴ زکال د جنوري په ۲مه په خپل کور کې مړه شوه. راپور ورکړل شوی چې له مړینې لږ وړاندې هغې ته برونشي ستونزه پیدا شوې وه او د مړینې لامل یې هم سینه او بغل ناروغي وښوول شوه.  [۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Dixy Lee Ray". John Simon Guggenheim Memorial Foundation. خوندي شوی له the original on October 17, 2014. بياځلي په October 13, 2014.
  2. Hightower-Langston, Donna (2002). A to Z of American Women Leaders and Activists. Facts on File. p. 182. ISBN 978-1-4381-0792-9.
  3. Mole, Rich (2010). Rebel Women of the West Coast: Their Triumphs, Tragedies and Lasting Legacies. Heritage House. ISBN 978-1-926613-28-4.
  4. Mungo, Raymond (May 1977). "Dixy Lee Ray – How Madame Nuke Took Over Washington". Mother Jones.
  5. Booknotes: Dixy Lee Ray (video). C-SPAN. 1991. خوندي شوی له the original on 24 September 2014. بياځلي په 21 September 2014.
  6. Becker, Paula (2004). "Ray, Dixy Lee (1914–1994)". historylink.org. HistoryInk. بياځلي په 21 September 2014.
  7. Graetz, Michael J. (2011). The End of Energy: The Unmaking of America's Environment, Security, and Independence. MIT Press. p. 68. ISBN 978-0-262-01567-7.
  8. Chedd, Graham (5 July 1973). "The lady gets her way". New Scientist.
  9. "Dixy Lee Ray: Tough-minded Woman Who Calls Herself 'Chairman' of the AEC". People. بياځلي په 24 September 2014.
  10. Buck, Alice. "The Atomic Energy Commission" (PDF). U.S. Department of Energy.
  11. "American Academy of Achievement". achievement.org. American Academy of Achievement. خوندي شوی له the original on 29 October 2014. بياځلي په 21 September 2014.
  12. Becker, Paula (2004). "Ray, Dixy Lee (1914–1994)". historylink.org. HistoryInk. بياځلي په 21 September 2014.
  13. "Dixy Lee Ray - People - Department History - Office of the Historian". history.state.gov (in انګليسي). بياځلي په 2018-03-28.
  14. Mungo, Raymond (May 1977). "Dixy Lee Ray – How Madame Nuke Took Over Washington". Mother Jones.
  15. Booknotes: Dixy Lee Ray (video). C-SPAN. 1991. خوندي شوی له the original on 24 September 2014. بياځلي په 21 September 2014.
  16. Becker, Paula (2004). "Ray, Dixy Lee (1914–1994)". historylink.org. HistoryInk. بياځلي په 21 September 2014.
  17. Atkins, Gary (2003). Gay Seattle: Stories of Exile and Belonging. University of Washington Press. p. 213. ISBN 978-0-295-98298-4.
  18. Mungo, Raymond (May 1977). "Dixy Lee Ray – How Madame Nuke Took Over Washington". Mother Jones.
  19. Governing Codes: Gender, Metaphor, and Political Identity. Lexington Books. 2005. p. 31. ISBN 978-0-7391-1199-4.
  20. Becker, Paula (2004). "Ray, Dixy Lee (1914–1994)". historylink.org. HistoryInk. بياځلي په 21 September 2014.
  21. "Former Gov. Dixy Lee Ray Dead at 79". Associated Press.
  22. "Ray's Family: Autopsy Photos 'Denigrating' Polaroids Of Corpses Discovered In Desk Of Ex-County Employee". Spokesman Review. 4 June 1996. خوندي شوی له the original on 29 October 2014. بياځلي په 21 September 2014.