ډیوېډ هیلبرټ
ډیوېډ هیلبرټ (زوکړه: د ۱۸۶۲ زکال د جنوري ۲۳مه – مړینه: د ۱۹۴۳ زکال د فبروري ۱۴مه) جرمنی ریاضی پوه و چې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې یو له اغېزمنو ریاضي پوهانو څخه ګڼل کېږي. هیلبرټ په ډېری برخو کې اساسي نظریات کشف او هغو ته یې پراختیا ورکړه؛ په دغو کې د ثابت نظریه (nvariant theory)، د متغیراتو حساب (calculus of variations)، ځای نیونکی الجبر (commutative algebra)، د الجبري اعدادو نظریه (algebraic number theory) د هندسې اصول (foundations of geometry)، دعمل کوونکو طیفي نظریه (spectral theory) او په انتیګرال معادلاتو، ریاضیکي فزیک او ریاضیکي اصولو (په ځانګړې توګه د اثبات په نظریه) کې د دغې نظریې کارکړنه شاملېږي. [۱]
هیلبرټ د ګئورګ کانټور د نظریاتو ټولګه او متقابل اعداد ومنل او له هغو څخه یې دفاع وکړه. په ۱۹۰۰ مه لسیزه کې هغه یو لړ مسایل وړاندې کړل چې د شلمې پېړۍ د ریاضیکي څېړنو لوری یې وټاکه. [۲][۳]
هیلبرټ او زده کوونکو یې د معاصر ریاضیکي فزیک په برخه کې د کارېدونکو یو شمېر مهمو لارو چارو په پراختیا او کره توب کې پام وړ مرسته وکړه. هیلبرټ د اثبات د نظریې او ریاضیکي منطق یو له بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي. [۴]
ژوند
[سمول]لومړنی ژوند او زده کړې
[سمول]هیلبرټ د اوتو او ماریا ترز (ایرډتمن) هیلبرټ له دوو ماشومانو څخه مشر او یوازنی زوی و چې د پروس د پاچاهۍ په پروس ایالت، یا کونیګسبرګ (د هیلبرټ په خپله خبره) یا هم د کونیګسبرګ په ویهالو (چې له ۱۹۴۶ زکال وروسته زنامینسک بلل کېده) کې وزیږېد چېرې چې د هغه پلار دنده لرله. [۵]
د ۱۸۷۲ زکال په وروستیو کې هیلبرټ په فریدریش کالج جمنازیوم (Collegium fridericianum؛ هغه ښوونځی چې ۱۴۰ کاله وړاندې په کې امانوئل کانټ زده کړې کړې وې) کې شامل شو، خو دلته یې د یوې ناخوښې دورې له تېرولو وروسته د ۱۸۷۹ زکال په وروستیو کې د ویلهلم جمنازیوم ته ځان تبدیل کړ چې تر ډېره یې ساینسي نصاب درلود او د ۱۸۸۰ زکال په لومړیو کې ترې فارغ شو. له فراغت وروسته نوموړي د ۱۸۸۰ زکال په مني کې د کونیګسبرګ په «البرټینا» پوهنتون کې نوم ثبت کړ. د ۱۸۸۲ زکال په لومړیو کې هرمان مینکوفسکي (د کونیګسبرګ اوسېدونکی چې له هیلبرټ څخه دوه کاله کوچنی و او درې سمستره زده کړې یې په برلېن کې کړی وې) کونیګسبرګ ته راوګرځېد او په دغه پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې. هیلبرټ له مینکوفسکي سره چې شرمناکه او تکړه ځوان و د ټول عمر لپاره ملګری شو. [۶][۷][۸][۹]
مسلک
[سمول]په ۱۸۸۴ زکال کې آډولف هورویټز د پروفیسور (یا مرستیال ښوونکي) په توګه له ګوتینګن څخه د دوی پوهنتون ته راغی. د دغو دریو کسانو ترمنځ پام وړ او ګټمن علمي بحثونه پیل شول چې په ځانګړې توګه مینکوفسکي او هیلبرټ په بېلابېلو پړاوونو کې په یو بل پام وړ متقابل اغېز وکړ. همدا و چې هیلبرټ په ۱۸۸۵ زکال کې د فردیناند فون لینډمان تر څار لاندې په دوه ګونو اشکالو په ځانګړې توګه په کروي هارمونیک توابعو کې د ثابتو ځانګړنو (Über invariante Eigenschaften spezieller binärer Formen, insbesondere der Kugelfunktionen) اړوند د خپلې دوکتورا د پای لیک په لیکلو دوکتورا واخیسته.
هیلبرټ له ۱۸۸۶ زکال څخه تر ۱۸۹۵ زکال پورې په کونیګسبرګ پوهنتون کې د مخکښ ښوونکي (Privatdozent) په توګه پاتې شو. په ۱۸۹۵ زکال کې نوموړي د فلیکس کلاین په مرستې په ګوتینګن پوهنتون کې د ریاضیاتو د پرفیسورۍ څوکۍ ترلاسه کړه. په دې سره د کلاین او هیلبرټ د موجودیت له امله ګوتینګن پوهنتون د ریاضيکي نړۍ په تر ټولو مخکښ پوهنتون واوښت. ده د خپل ژوند تر پایه همدلته کار وکړ. [۱۰]
ګوتینګن پوهنتون
[سمول]په ګوتینګن کې د هیلبرټ له شاګردانو څخه کولای شو هرمان ویل، د شطرنج اتل امانوئل لاسکر، ارنست زرملو او کارل ګوستاو همپل ته نغوته وکړو. په دغه پوهنتون کې د تدریس پر مهال د هیلبرټ په چاپېر کې داسې یوې ټولنېزې کړۍ شتون درلود چې د ایمي نویټر او الونزو چرچ په څېر د ۲۰مې پېړۍ مخکښو ریاضي پوهانو په کې شتون درلود.
په ګوتینګن کې د دوکتورا په کچه د هغه د ۶۹ زده کړیالانو ترمنځ یو شمېر زده کړیالان یې په مخکښو ریاضي پوهانو واوښتل چې په دغو کې اوتو بلومنټال (د پای لیک لیکلو کال: ۱۸۹۸)، فلیکس برنشټاین (۱۹۰۱ زکال)، هرمان ویل (۱۹۰۸ زکال)، ریچارډ کوارنت (۱۹۱۰ زکال)، اریش هکي (۱۹۱۰ زکال)، هوګو شټاینهاوس (۱۹۱۱ زکال) او ویلهلم اکرمن (۱۹۲۵ زکال) شامل وو. له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې هیلبرټ د متمتیش آنالن په نامه ریاضیکي مجلې مدیر مسئولیت وکړ چې دغه مهال د ریاضي په برخه کې مخکښه علمي مجله وه. نوموړی په ۱۹۰۷ زکال کې د متحده ایالاتو د علومو د ملي اکاډمۍ غړۍ وټاکل شو. [۱۱]
شخصي ژوند
[سمول]هیلبرټ په ۱۸۹۲ زکال کې له کته جروش (۱۸۶۴ – ۱۹۴۵ زکال) چې د کونیګسبرګ د یوه سوداګر لور وه، واده وکړ؛ هغه صریحه ژبه او خپلواک فکر لرونکې پیغله وه چې له [هیلبرټ] سره یې مطابقت درلود. هغه مهال چې دوی په کونیګسبرګ کې و د فرانتس هیلبرټ (۱۸۹۳- ۱۹۶۹ زکال) په نامه یې یو زوی وزیږېد. فرانتس د خپل ژوندانه پر مهال له یوې نه تشخیص شوې رواني ناروغۍ رنځېده. د هغه عقلي کمزورتیا د پلار لپاره ناهیلې کوونکې او خواشینونکې وه چې دا بیا په خپل نوبت سره د ګوتینګن د ریاضي پوهانو او زده کړیالانو لپاره د ناخوښۍ لامل ګرځېدلې وه. [۱۲][۱۳]
هیلبرټ ریاضي پوه هرمان مینکوفسکي خپل «تر ټولو غوره او واقعي ملګری» باله.[۱۴]
هیلبرټ د پروس په انجیلي کلیسا کې د تعمید غسل وکړ او د یو کالوینېست په توګه را لوی شو. هغه بیا وروسته کلیسا ته شا کړه او اګنوستیک (نه پوهېدونکي) شو. هغه استدلال کاوه چې ریاضیکي حقایق د خدای له شتون او یا هم نورو وړاندنیو مفروضاتو څخه خپلواک دي. هغه مهال چې ګالیله د هلیومرکزیت اړوند خپل باور څخه د نه دفاع کولو له امله له نیوکو سره مخ شو؛ هیلبرټ مخالفت وکړ او څرګند یې کړه چې: «ګالیله احمق نه و، فقط یوازې یو احمق کولای شي دا باور ولري چې علمي حقایق شهادت ته اړتیا لري؛ دا کېدای شي په دین کې اړین وي، خو علمي پایلې یې بیا پر خپل مهال کې ثابتوي».
وروستي کلونه
[سمول]د البرټ انشټاین په څېر هیلبرټ هم د برلین له ډلې سره اړیکې لرلې چې د هغو اصلي بنسټګرو (کورت ګرلینګ، هانس رایشنباخ او والټر ډوبیسلاو) د هیلبرټ تر نظر لاندې په ګوتینګن کې زده کړې کړې وې. [۱۵]
د ۱۹۲۵ زکال په شاخوا کې هیلبرټ د وینې له شدید کمښت سره مخ شو، دا هغه ویټامیني کمښت و چې هغه مهال یې درملنې شتون نه درلود او اصلي نښه یې هم ستړیا ده؛ د هغه همکار یوجین ویګنر نوموړی «د شدیدې ستړیا» لرونکی او «همدارنګه د ډېر سپین ږیري شوي» کس په توګه توصیف کړ، د هغه د ناروغۍ د تشخیص او درملنې وروسته هم «له ۱۹۲۵ زکال وروسته نور هغه پخوانی عالم نه و او قطعا پخوانی هیلبرټ نه و». [۱۶]
هیلبرټ په ۱۹۳۲ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. [۱۷]
هیلبرټ د خپل ژوندانه پر مهال په ۱۹۳۳ زکال کې د نازیانو له خوا د ګوتینګن پوهنتون د علمي پلاوي د تصفیې شاهد و. هرمان ویل (چې په ۱۹۳۰ زکال کې یې د هیلبرټ له تقاعد وروسته د هغه څوکۍ نیولې وه)، ایمي نویټر او اډمونډ لانډو د هغو کسانو څخه و چې مجبور کړای شول خپلې دندې پرېږدي. یو له هغو کسانو څخه چې اړ کړای شو آن جرمني هم پرېږدي، پاول برنیز و چې له هیلبرټ سره یې د ریاضیکي منطق په برخه کې مرسته کړې وه او له هغه سره یې په ګډه د ریاضي د اصولو په نامه مهم اثر (په ۱۹۳۴ او ۱۹۳۹ زکال کې په دوه ټوکو کې چاپ شو) ولیکه. دغه اثر د ریاضیکي منطق د اصولو د کتاب دوام و چې په ۱۹۲۸ زکال کې هیلبرټ – آکرمان په ګډه لیکلی و. د هرمان ځای ناستی هلموټ هاسه وټاکل شو. [۱۸]
شاوخوا یو کال وروسته هیلبرټ په یوه میلمستیا کې ګډون وکړ او د پوهنې نوي وزیر برنهارډ رسټ ته مخامخ کښېناست. رسټ ترې وپوښتل چې ایا «د ریاضي انستیتیوت په واقعیت سره د یهودانو د ویستلو له امله ډېر ځور زغملی». هیلبرټ ورغبرګه کړه، «زغملی یې دی؟ اوس دا شتون نه لري [موخه یې د ریاضي انستیتیوت دی]، آیا شته؟». [۱۹][۲۰]
مړینه
[سمول]په ۱۹۴۳ زکال کې د هیلبرټ د مړینې پر مهال، نازيانو نږدې په بشپړه توګه د دغه پوهنتون ښوونکي او چارواکي تبدیل کړي و، ځکه چې ډېری ښوونکی یې یا خپله یهودان و او یا یې هم له یهودانو سره واده کړی و. د هیلبرټ د جنازې په مراسمو کې له ۱۲ تنو څخه هم کم شمېر کسانو ګډون کړی و چې یوازې دوه یې د هغه علمي همکاران وو؛ په دغو کې یو د نظري فزیک عالم او د کونیګسبرګ اصلي استوګن ارنولډ سامرفیلد و. د مړینې خبر یې له مړینې څو میاشتې وروسته ټولې نړۍ ته ورسېد. [۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Hilbert". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Joyce, David. "The Mathematical Problems of David Hilbert". Clark University. بياځلي په 15 January 2021.
- ↑ Hilbert, David. "Mathematical Problems". بياځلي په 15 January 2021.
- ↑ Zach, Richard (31 July 2003). "Hilbert's Program". Stanford Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ Reid 1996, pp. 1–2; also on p. 8, Reid notes that there is some ambiguity as to exactly where Hilbert was born. Hilbert himself stated that he was born in Königsberg.
- ↑ Reid 1996، م. 12.
- ↑ Weyl, Hermann (2012), "David Hilbert and his Mathematical Work", in Peter Pesic (ed.), Levels of Infinity/Selected writings on Mathematics and Philosophy, Dover, p. 94, ISBN 978-0-486-48903-2
- ↑ Reid 1996، م. 4–7.
- ↑ Reid 1996، م. 11.
- ↑ Suzuki, Jeff (2009), Mathematics in Historical Context, Mathematical Association of America, p. 342, ISBN 978-0-88385-570-6
- ↑ "The Mathematics Genealogy Project – David Hilbert". بياځلي په 7 July 2007.
- ↑ Reid 1996، م. 139.
- ↑ Reid 1996، م. 36.
- ↑ Reid 1996، م. 121.
- ↑ Milkov, Nikolay; Peckhaus, Volker (January 1, 2013). "The Berlin Group and the Vienna Circle: Affinities and Divergences". The Berlin Group and the Philosophy of Logical Empiricism (PDF). Boston Studies un the Philosophy and History of Science. Vol. 273. p. 20. doi:10.1007/978-94-007-5485-0_1. ISBN 978-94-007-5485-0. OCLC 7325392474. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2014-08-20. بياځلي په May 19, 2021.
- ↑ 1992 (as told to Andrew Szanton). The Recollections of Eugene P. Wigner. Plenum. کينډۍ:Isbn
- ↑ "APS Member History". search.amphilsoc.org. بياځلي په 2023-06-30.
- ↑ ""Shame" at Göttingen". خوندي شوی له the original on 5 November 2013. بياځلي په 5 June 2013. (Hilbert's colleagues exiled)
- ↑ Eckart Menzler-Trott: Gentzens Problem. Mathematische Logik im nationalsozialistischen Deutschland., Birkhäuser, 2001, کينډۍ:Isbn, Birkhäuser; Auflage: 2001 p. 142.
- ↑ Hajo G. Meyer: Tragisches Schicksal. Das deutsche Judentum und die Wirkung historischer Kräfte: Eine Übung in angewandter Geschichtsphilosophie, Frank & Timme, 2008, کينډۍ:Isbn, p. 202.
- ↑ Reid 1996، م. 192.
- ↑ Reid 1996، م. 214.
- ↑ Reid 1996، م. 213.