ډیویډ سټار جورډن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیویډ سټار جورډن (زوکړه: د ۱۸۵۱ زکال د جنوري ۱۹مه – مړینه: د ۱۹۳۱ زکال د سپټمبر ۱۹مه) د سټنفورډ پوهنتون بنسټګر مشر و چې له ۱۸۹۱ زکال څخه یې تر ۱۹۱۳ زکال پورې په دغې څوکۍ خدمت وکړ. نوموړي د سټنفورډ پوهنتون له ریاست وړاندې له ۱۸۸۴ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې د اینډیانا پوهنتون د ریس په توګه دنده ترسره کړې وه.

سټار د نژادي اصلاح یو له پیاوړو پلویانو څخه و او د هغه خپرو شوو نظریاتو د «نژادي انحطاط» څخه وېره بیانوله او څرګندوله یې چې غویان او انسانان دواړه «د یو ډول انتخابي قوانینو پر بنسټ اداره کېږي». نوموړی وروسته له هغې چې باوري شو جګړه د ژنټیکي زیرمې تر ټولو غوره غړي په نښه کوي په یو پوځ ضد (جګړې ضد) کس واوښت، همدارنګه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د متحده ایالاتو له ګډون سره مخالفت څرګند کړ. دغه دواړه باورونه کېدای شي په ۱۸۶۲ زکال کې د هغه د نږدې مشر ورور، روفوس بیکن جورډن د مړینې له امله رامنځته شوي وي؛ نوموړی وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو په کورنۍ جګړه کې یې د جګړې لپاره نوم ثبت کړ، د کمپي تبې له امله ومړ چې احتمالا تایفوئید تبه وه. [۱][۲][۳][۴]

لومړنی ژوند او مسلک[سمول]

جورډن د نیویارک په ګینزوېل سیمه کې وزیږېد او د شمالي نیویارک په یوه کرونده کې را لوی شو. د هغه والدینو یوه غیرمعمول پریکړه وکړه چې هغه دې د نجونو په سیمه ییزه عالي لیسه کې زده کړې وکړي. د هغه منځنی نوم، سټار د نوموړي د احوالو د ثبت په لومړنیو اسنادو کې شتون نه لري او ښکاري چې هغه بیا وروسته په کارنل کې د داخلې اخیستو پر مهال دغه نوم ځانته ټاکلی. هغه ویلي چې ده دغه چاره وزیر توماس سټار کېنګ ته د خپلې مور په فداکارۍ باندې د ویاړ کولو امله ترسره کړه.[۵]

هغه له لوئیس اګاسیز څخه په الهام اخیستو پریکړه وکړه چې د کب پوهنې په برخه کې زده کړې وکړي. نوموړی په کارنل پوهنتون کې د مخکښانو د ټولګې غړی و او په ۱۸۷۲ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه د بوټو پوهنې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

د هغه د ماسټرۍ تیزس «د وایمنګ ښارګوټي د وحشي ګلانو» عنوان درلود.

جورډن په پیل کې د مېډویسټرن سیمې په کوچنیو کالجونو او منځنیو لیسو کې طبیعي تاریخ تدریس کاوه. له دې سره نوموړي په ۱۸۷۵ زکال کې د انډیانا له طبي کالج څخه د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړ. په انډیاناپولیس کې د انډیانا طبي کالج په ۱۸۶۹ زکال کې تاسیس شوی و او په ۱۸۷۸ زکال کې وتړل شو؛ دغه کالج په اینډیانا کې له هېڅ یوه پخواني او یا هم وروسته جوړ شوي طبي کالجونو سره کومه اړیکه نه لرله. [۶][۷]

هغه په خپل ژوند لیک کې لیکلي چې د انډیاناپولیس په عالي لیسه کې د تدریس پر مهال «ما وکولای شول په طبي کالج کې زده کړې وکړم، همدا و چې د ۱۸۷۵ زکال په سپټمبر میاشت کې مې له دغو څخه د معالجوي طبابت سند ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې هېڅ دا هوډ مې نه درلود چې زه دې دغه مسلک ته مخه کړم». جورډن راتلونکی کال (۱۸۷۶ زکال) په دغه کالج کې مقایسوي اناتومي تدریس کړه.[۸]

له دې وروسته نوموړی په ۱۸۷۹ زکال کې د بلومینګټون اینډیانا پوهنتون د طبیعي تاریخ په پوهنځي کې د ژوو پوهنې د مضمون ښوونکی وټاکل شو. د هغه په تدریس کې د نژادي اصلاح اړوند د هغه نسخه شامله وه چې موخه یې «د انګلو – ساکسونانو/نوردیک نژاد د له منځه تلو څخه مخنیوی و چې ده دغه چاره د نژادي اختلاط د محدودیت او همدارنګه د داسې کسانو له تولید څخه د مخنیوي پر بنسټ شونې بلله چې ده بېهوده بلل». [۹]

شخصي ژوند[سمول]

جورډن د ۱۸۷۵ زکال د مارچ په ۱۰مه نېټه له ژوند پوهې او د مونډ هولیوک له کالج څخه دفارغې شوې نجلۍ سوزان بوین (۱۸۴۵- ۱۸۸۵ زکال) سره د هغې په زیږون ځای یا د ماساچوست په پیرو کې واده وکړ. نوموړې د یوې لنډ مهالې ناروغۍ وروسته د ۳۹ کلنو په عمر چې له جورډن سره یې د واده لس کاله کېدل مړه شوه. بوین له جورډن څخه ۶ کاله مشره وه.

دوی درې ماشومان لرل: ښوونکې اډېټ مونیکا (۱۸۷۷ – ۱۹۶۵ زکال)، هارولډ بوین (۱۸۸۲- ۱۹۵۹ زکال) او تورا (۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ زکال).[۱۰]

جورډن په ۱۸۸۷ زکال کې له جسي نایټ (۱۸۶۶ – ۱۹۵۲ زکال) سره واده وکړ. د هغوی د واده پر مهال چې د نوموړي د لومړۍ مېرمنې له مړینې دوه کاله وروسته و، نایټ ۲۱ کاله عمر درلود او جورډن هم ۳۶ کلن و. دوی هغه مهال له یو بل سره بلد شول چې جورډن د انډیانا پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کوله. جورډن له خپلې دویمې میرمنې څخه درې ماشومان لرل: نایټ سټار (۱۸۸۸ – ۱۹۴۷ زکال)، باربارا ( ۱۸۹۱ – ۱۹۰۰ زکال) او اریک نایټ (۱۹۰۳ – ۱۹۲۶ زکال). [۱۱][۱۲][۱۳]

د انډیانا پوهنتون مشري[سمول]

جورډن په ۱۸۸۵ زکال کې د انډیانا پوهنتون رئیس وټاکل شو؛ په دې سره نوموړی د دغه پوهنتون ټر ټولو ځوان رئیس شو چې یوازې ۳۴ کاله عمر یې درلود او همدارنګه د دغه پوهنتون لومړنی مشر و چې د کلیسا تعمید شوی وزیر نه و. [۱۴]

نوموړي د دغه پوهنتون مالي وضعیت او عمومي انځور جوړ کړ، په دې سره په پوهنتون کې د شمولیت کچه دوه چنده زیاته شوه او همدارنګه یې په هغو کې انتخابي سیسټم رامنځته کړ چې د کارنل پوهنتون په څېر دا د لیبرال هنرونو د تدریسي نصاب اړوند له لومړنیو کړنلارو څخه وه. [۱۵]

د اینډیانا ژوي پېژندونکي، ډیویډ سټار جورډن د ړندو کبانو اړوند څېړنو له امله شهرت ته ورسېد. نوموړی چې عالي کاریزما لرونکی عالم و، وړاندې له دې چې د سټنفورډ پوهنتون رئیس وټاکل شي د انډیانا پوهنتون یې رهبري کړ. له دې سره په اینډیانا کې د ریاست پر مهال جورډن تر ډېره په ټوکو کې په دې مشهور و چې هر هغه مهال چې د یو زده کړیال نوم زده کوي د یو کب نوم له یاده باسي. [۱۶]

د سټنفورډ پوهنتون مشري[سمول]

د ۱۸۹۱ زکال په مارچ میاشت کې لیلانډ او جین سټنفورډ له هغه سره اړیکه ونیوله او وړاندیز یې ورته وکړ چې په کالیفورنیا کې د نوي افتتاح کیدونکي لیلنډ سټنفورډ جونیز پوهنتون مشري پر غاړه واخلي. له ده څخه وړاندې دغه ځایګی د کارنل پوهنتون رئیس اندرو وایټ ته وړاندیز شوی و، خو هغه د ځان پر ځای جورډن ورته معرفي کړ چې د سټنفورډ د روزنیزې فلسفې سره یې متناسب نظر درلود او د یوه غیر فرقوي روزنیز مرکز پر ځای یې د لیبرال هنرونو د نصاب تجربه لرله. جورډن په چټکۍ سره دغه وړاندیز ومانه او د ۱۸۹۱ زکال په جون میاشت کې سټنفورډ ته راغی، همدا و چې له ځنډ پرته یې په سپټمبر میاشت کې د دغه پوهنتون د افتتاحیې تر ټاکل شوي مهاله د هغو د علمي پلاوي د استخدام په برخه کې کار وکړ. هغه د وخت د کمښت له امله تر ډېره پورې له خپلو ملګرو څخه استفاده وکړه. د دغه پوهنتون له ۱۵ بنسټګرو ښوونکو څخه ډیری یې له کارنل او انډیانا پوهنتون څخه غوره شول. په سټنفورډ کې د دندې د لومړي کال پر مهال جورډن د سمندر پوهنې په برخه کې د سټنفورډ پوهنتون د هاپکینز لابراتوار په جوړولو کې مهم رول درلود. نوموړي تر ۱۹۱۳ زکال پورې د سټنفورډ پوهنتون د مشر او په ۱۹۱۶ زکال کې یې د خپل تقاعد تر مهاله د دغه پوهنتون د علمي مسئول په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۱۶ زکال کې پوهنتون پرېکړه وکړه چې هغه د یوې بلې درې کلنې دورې لپاره علمي مسئول وه نه ټاکي، همدا و چې د کلونو په تېرېدو سره نوموړی په مخ پر زیاتوالي بڼه له دغه پوهنتون څخه پردی شو. [۱۷][۱۸]

هغه مهال چې د پوهنتون ریاست یې کاوه د د ملي زده کړو د ټولنې مشر هم وټاکل شو. جورډن د بوهمیان کلب او همدارنګه په سانفرانسېسکو کې د یونیورسیټي کلب غړی و. سربېره پر دې یې له ۱۸۹۲ زکال څخه تر ۱۹۰۳ زکال پورې د سیرا کلب مشري هم پر غاړه لرله. [۱۹][۲۰][۲۱]

وروستي کلونه او میراث[سمول]

د تقاعد پر مهال جورډن فعاله پاتې شو او د کب پوهنې، نړیوالو اړیکو او سولې اړوند یې لیکنې وکړې؛ سربېره پر دې یې خپل ژوند لیک هم ولیکه. [۲۲]

د ژوندانه پر مهال ویاړونه او جایزې[سمول]

  • په ۱۸۷۷ زکال کې د بوټلر پوهنتون له خوا افتخاري دوکتورا[۲۳]
  • په ۱۸۸۶ زکال کې د کارنل پوهنتون له خوا افتخاري دوکتورا[۲۴]
  • په ۱۹۰۲ زکال کې د جان هاپکینز پوهنتون له خوا افتخاري دوکتورا[۲۵]
  • په ۱۹۰۹ زکال کې د انډیانا پوهنتون له خوا افتخاري دوکتورا[۲۶]

مړینه[سمول]

جورډن د ۱۹۳۱ زکال د سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د سټنفورډ په محوطه کې په خپل کور کې ومړ. نوموړی له دوه کلونو راهیسې د یو لړ شدیدو مغزي سکتو سره مخ و. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "David Starr Jordan '72" (PDF). Cornell Alumni News. I (6): 39, 43. May 10, 1899. مؤرشف (PDF) من الأصل في February 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 15, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David Starr Jordan The Blood of the Nation: A Study of the Decay of Races through the Survival of the Unfit. (copyright 1902, reprinted 1910) p 12 Archived October 30, 2020, at the Wayback Machine.. The term "race" occurs more than 30 times in the short book. The term "eugenics" is not in there, but the basic concept is described.
  3. Abrahamson, James L (1976). "David Starr Jordan and American Antimilitarism". The Pacific Northwest Quarterly. 67 (2): 76–87. JSTOR 40489774. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jordan, David Starr (1922). The Days of a Man. One. World Book Company. د کتاب پاڼې 132 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Johnston, Theresa (January–February 2010). "Meet President Jordan". Stanford Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Jordan, David Starr". The National cyclopaedia of American biography 22. (1932). New York: James T. White & Company. 68–70. 
  7. "Medical Schools of the United States". Journal of the American Medical Association. 51 (7): 103–104. 1908. doi:10.1001/jama.1908.02540070033004. PMC 5213511. PMID 29820858. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gutierrez-Romine, Alicia (2020). From back alley to the border : criminal abortion in California, 1920-1969. Lincoln: University of Nebraska Press. OCLC 1192499443. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4962-2313-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Johnsson, L. (19 February 2016). "Guest Opinion: The inconvenient truth about David Starr Jordan". Palo Alto Online. Embarcadero Media. مؤرشف من الأصل في September 22, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jordan, David Starr (1922). The Days of a Man. One. World Book Company. د کتاب پاڼې 132 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Jordan, David Starr". The National cyclopaedia of American biography 22. (1932). New York: James T. White & Company. 68–70. 
  12. Johnston, Theresa (January–February 2010). "Meet President Jordan". Stanford Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "David Starr Jordan". Geni.com (wiki). January 19, 1851. مؤرشف من الأصل في November 19, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "David Starr Jordan Collected Papers (CDG-A), Swarthmore College Peace Collection". Swarthmore College. مؤرشف من الأصل في April 14, 2012. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Johnston, Theresa (January–February 2010). "Meet President Jordan". Stanford Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Watson, James D. (2010). Avoid Boring People: Lessons from a Life in Science. Knopf Doubleday Publishing. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780375727146. مؤرشف من الأصل في January 2, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 2, 2022; 1st edition, Alfred A. Knopf, 2007 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Johnston, Theresa (January–February 2010). "Meet President Jordan". Stanford Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "David Starr Jordan Collected Papers (CDG-A), Swarthmore College Peace Collection". Swarthmore College. مؤرشف من الأصل في April 14, 2012. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Roster of Sierra Club Directors" (PDF). Sierra Club. مؤرشف (PDF) من الأصل في January 7, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dulfer & Hoag (1925). Our Society Blue Book Archived 2009-05-25 at the Wayback Machine.. San Francisco: Dulfer & Hoag, pp. 177–178.
  21. (په Jul 13, 1914 باندې). David Starr Jordan.
  22. "David Starr Jordan Collected Papers (CDG-A), Swarthmore College Peace Collection". Swarthmore College. مؤرشف من الأصل في April 14, 2012. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Butler College Alumni Directory 1856-1912. Butler University. 1912. د کتاب پاڼې 43. مؤرشف من الأصل في August 29, 2017. د لاسرسي‌نېټه July 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Saulnier, Beth (15 May 2008). "CAM Online Exclusive ? Faculty Reject Honorary Degrees". Cornell Alumni Magazine. مؤرشف من الأصل في July 12, 2018. د لاسرسي‌نېټه July 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Honorary Degrees Awarded". Johns Hopkins University. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "University Honors & Awards". Indiana University. مؤرشف من الأصل في July 12, 2018. د لاسرسي‌نېټه July 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په September 19, 1931 باندې). Dr. David Starr Jordan Dies; Family With Educator As Passes Away: Fifth Attack Ends an Illness of Two Years.