ډیوه ریډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیوه ریډیو د امریکه غږ پښتو ژبي ته ځانګړی ریډیو سټیشن دے چي د واشنګټن ډي سی نه د کال ۲۰۰۶ راسي په پښتو ژبه نهه ساعته خپروني خپروي چي دری ساعته سحر او شپګ ساعته د ماخام شپګ بجو نه تر دولس بحو ادامه لري.

ډیوه ریډیو په منځنو څپو او لنډو څپو ترڅنګ د انټرنیټ د لاري هم په ټوله دنیا کښي د خپلو بی طرفه خبرونو، تبصرو او مرکو په خاطر اوریدل کیږی. ډیوه راډیو په پاکستان او افغانستان کښي ګڼډ شمیر خبریالان لري او په واشنګټن کښي ي د مستقل کارکوونکو شمیر تر شلو زیات دی چي د یاد وړ پکښی رحمان بونیري،نوشیروان قلندر، نایله محمد، محمد عالمګیر، بهروزخان لالا، شعیب زاده، وکیل خان او سردارعلي ټکر شامل دي.