ډینیسووان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هومیني ډینیسووان د لرغونو انسانانو له منځه تلې نوعې یا فرعې نوعې دي چې د پخوانۍ ډبریزې زمانې په منځنۍ یا ښکته دوره کې په آسیا کې خواره وو. ډینیسووان د څو فزیکي پاتې شونو پر مټ پېژندل کېږي او ورپسې نور هر هغه څه چې د دوی په اړه شته، له ډي ان اې شواهدو څخه ترلاسه شوي دي. دوی ته د کوم نوعې نوم د فوسیلي شواهدو د پوره کېدو له امله نه دی ورکړل شوی.

د ډینیسووان لومړی پېژندنه د مایټوکاندریایي ډي ان اې (mtDNA) پر مټ په ۲۰۱۰ ز کال کې رامنځ ته شوه چې د یوې ځوانې مېرمنې د ګوتې له هډوکي څخه د الټای په غرونو کې په یو سایبریایی ډینیسووا غار کې واخیستل شوه. هستوي ډي ان اې د نیاندرتال سره نږدې اړیکه څرګندوي. نوموړی غار په مکرر ډول د نیاندرتال د اوسېدو ځای هم و، خو دا څرګنده نه ده چې آیا نیاندرتال او ډینیسوا وګړو، کله هم یو ځای په غار کې اوسېدلي کنه. نورې نمونې د ډینیسووا غار څخه وروسته وپېژندل شوې، چې د چین د تبت له هوارو د بیشیا کارست غار څخه یوه بېلګه لاس ته راغله. د ډي ان اې شواهد څرګندوي چې، دوی تور پوستکی، سترګې او ویښتان درلودل او د نیاندرتال په څېر جوړښت او د مخ ځانګړتیاوې یې درلودې، خو دوی لوی ژرنده غاښونه درلودل چې د جیولوژیکي څلورمې دورې (پلیسټوسین) له منځنيو برخو څخه تر وروستیو پورې د لرغونو انسانانو او د هومیني انسانانو د یوې فرعي طایفې د غړو (آسټرالوپیتی سین) ښکارندویي کوي. [۱]

داسې ښکاري چې ډینوسووان وګړو له عصري انسانانو سره، په لوړه سلنه (نږدې ۵ سلنه) نسلي اړیکې را منځ ته کړې وي چې په میلانیزیانو، اصلي استرالیایانو او فلیپین تورپوستو سره را منځ ته شوې دي. دا تیتوالی څرګندوي چې په یوریشیا، فیلیپین، نیو ګیني او آسټرالیا کې د ډینیسووانو نفوس شتون درلود، خو دا نه دي تایید شوي. په عصري انسانانو کې ګډېدل ښایي نږدې ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې په نیو ګیني کې را منځ ته شوي وي، چې که دا سم وي، ښایي دا وښيي چې دې نفوس تر۱۴۵۰۰ کلونو وړاندې دوام درلود. د التای نیاندرتال له نفوس سره د نسلي اړیکو شواهد هم شته، چې ډینیسووا غار د ډینیسووانو د وګړو جینوم نږدې ۱۷ سلنه له دوی څخه اخیستل شوي. د دوی لومړي کشف شوی ګډ نسل چې "ډیني" نومول شوی دی، د یو ډینیسووان پلار او د نیاندرتال مور څخه دی. د دې ترڅنګ، د ډینسووان جینوم ۴ سلنه د ناڅرګندو لرغونو انسانانو له نمونو دی چې یو میلیون کاله وړاندې له عصري انسانانو څخه جلا شوي دي.

ډلبندي[سمول]

ډینیسووان ښایي د هومو له نوې نمونې یا د هومو ساپین (عصري انسانان) لرغوني فرعي نمونې استازیتوب وکړي، خو دوی د یوې مناسبې ډلې د را منځ ته کولو لپاره خورا لږ فوسیلونه لري. د ډینیسووان لپاره له واړندې وړاندیز شوي نمونې  نومونه H.  denisova  یا H. altaiensis  دي [۲][۳]

کشف[سمول]

د ډینیسووا غار د روسیې په سویل مرکزي سایبریا کې د التای په غرونو کې د قزاقستان، چین او منګولیا پولو ته نږدې پروت دی. دا نوم د ډینیس (ډیونیسي) له نوم څخه اخستل شوی، چې یو روسیي ګوښه اوسېدونکی و چې په ۱۸ پېړۍ کې هلته اوسېده. لومړي ځل دا غار د یو روسیي لرغون پېژندونکي، نیکولای اوودوف له خوا په ۱۹۷۰ ز کلونو کې د فوسیلونو په موخه وڅېړل شو، چې د سپي ډوله څارویو د پاتې شونو په لټه کې و. [۴]

د روسیې د علومو اکاډمۍ څخه مایکل شونکوف او په نووسیبیرسک اکاډیمګورودوک کې د روسیې د ساینس اکاډمۍ د سایبریا څانګې د لرغون پېژندنې او توکم پېژندنې د انسټیټیوټ څخه نورو روسی لرغون پوهانو ۲۰۰۸ ز کال کې د غار پلټنه وکړه او د یوې ځوانې هومینین مېرمنې د ګوتې هډوکي یې وموندل چې ۵۰۰۰۰ – ۳۰۰۰۰ کلونه لرغونتیا یې درلوده. اټکلونو تر ۷۶۲۰۰ – ۵۱۶۰۰ کلونو پورې بدلون وموند. دا نمونه په لومړیو کې د X-woman په نوم ونومول شوه، ځکه چې د هډوکي څخه اخیستل شوې مورنۍ مایټوکانډیایي ډي ان اې (mtDNA) دا په ډاګه کړه چې نوموړې په ناپېژنده لرغوني هومینین پورې تړاو درلود او له جینیکي اړخه یې د معاصرو عصري انسانانو او نیاندرتال څخه توپیر درلود. [۵][۶][۷]

یوناني لرغون پېژندونکې کترینا دوکا او همکارانو یې په ۲۰۱۹ ز کال کې د ډینیسووا د غار د نمونونو تاریخ د راډیو کاربن پر بنسټ  و ارزاوه او اټکل یې وکړ چې ډینیسووا ۲ (تر ټولو پخوانی نمونه) ۱۹۵۰۰۰ – ۱۲۲۷۰۰ کلونه وړاندې ژوند کاوه. تردې لرغونې دينیسوان ډي ان اې په ختیځ چیمبر کې له روسوباتو څخه واخیستل شوه چې ۲۱۷۰۰۰ ز کال لرغونتیا لري. په غار کې د کشف شوو آثارو له مخې، د هومینین هستوګنه (په ډېر احتمال د ډینیسووان له لوري) ۲۸۷+۴۱ زریزې یا ۲۰۳+۱۴ زریزې وړاندې پیل شوه. نیاندارتال هم ۱۹۳+۱۲ او ۹۷+۱۱ زریزې وړاندې شتون درلود، چې ښایي  او د دې احتمال شته چې، د ډینیسووان سره هم مهاله و.[۸][۶]

نمونې[سمول]

د ډینیسووا له غارڅخه د پنځو جلا ډینیسووان وګړو فوسیلونه د دوی د لرغونې ډې ان اې (aDNA) پر مټ پېژندل شوې دي چې: ډینیسووا ۲، ۳، ۴، ۸، او ۱۱ دي. د دې وګړو د mtDNA ډوله فیلوجنیټیک شننه څرګندوي، چې ډینیسووا ۲ ترټولو لرغونی دی، ورپسې ډينیسووا ۸ دی، په داسې حال کې چې ډینیسووا ۳ او ۴ نژدې هم عصره وو. د DNA د ترتیب په اوږدو کې، د ډینیسووا ۲، ډینیسووا ۴ او ډینیسووا ۸ د جینومونو د ژوندي پاتې کېدو د وړتیا ټیټ تناسب تر سترګو شو چې ژوندي پاتې شوي، خو د ډینیسووا ۳ جینوم لوړ تناسب درلود. د ډینیسووا ۳ نمونه په دوو برخو ووېشل شوه، او د یوې ټوټې لومړنی DNA ترتیب وروسته په خپلواکه توګه د دویمې برخې د mtDNA د ترتیب له خوا تایید شو.[۹][۱۰][۱۱]

تر ۱۰۱۹ ز کال پورې دا نمونې د ډینیسووان یوازینۍ پېژندل شوې بېلګې پاتې شوې، تر هغه چې په ۱۹۸۰ ز کال کې د فاهوچن، دونګجو ژانګ او ژان ژاک هوبلین تر مشرۍ لاندې یوې څېړنیزې ډلې د چین په تبت هوارو کې د باشیا کارست په غار کې د بودایی راهب له خوا کشف شوې نیمه لاندینۍ زامه تشرېح کړه. نوموړی فوسیل د لانژو پوهنتون د ټولګې یوه برخه شو، چې تر ۲۰۱۰ ز کال پورې په هغه ځای کې بې څېړنې پاتې شو. دا فوسیل د لرغوني پروتینې شننې پر مټ چې کولاجن یې درلود، تشخیص شو چې ترتیب یې دا وښودل چې د ډینیسووا له غار څخه له ډینیسووان سره نږدې اړیکې لري، په داسې حال کې چې د کاربوني لایې د یورانیم د تخریب د نېتې ټاکلو تګلارې وښودل چې دا فوسیل له ۱۶۰۰۰۰ ز کلونو ډېره لرغونتیا لري. وروسته د دې نفوس هویت د چاپیریالي ډي ان اې د څېړنې پر مټ تایید شو چې د رسوباتو په لایو کې یې ډینیسووان  mtDNA وموندله، چې د ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰ کلونو پورې، یا ښایې له هغه څخه وروسته یې لرغونتیا درلوده.[۱۲][۱۳][۱۴]

ښایي ځینې پخوانۍ موندنې د ډینسووان په کرښه پورې اړه ولري یا یې ونه لري، خو آسیا د انسان د تکامل په اړه سمه نه ده څېړل شوې. په دې ډول موندنو کې د دالي کوپړۍ، د زوجیایاو هومینین، مابا سړی، جنیوشان هومینین او د نرمدا هومینین ګډون لري. د زاهي زامه د ختیځې آسیا ځینې وروستیو فوسیلونو، لکه پینګو ۱ او همدارنګه د چینایي هومو ایرکتوس سره مورفولوژیکي ورته والی ښیي. چینایي پیلیو انتروپولوژیست (لرغوني انسان پېژندونکي) کیانګ چی په ۲۰۱۰ ز کال کې وړاندیز وکړ چې د نوموړي نوې وړاندې شوې نمونه، همومو لانګي یا  H. longi، کولای شي، د نمونې د ژرنده غاښونو او د زامې ترمنځ د ورته والی پر بنسټ د ډینیسووان استازیتوب وکړي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Zubova, A.; Chikisheva, T.; Shunkov, M. V. (2017). "The Morphology of Permanent Molars from the Paleolithic Layers of Denisova Cave". Archaeology, Ethnology & Anthropology of Eurasia. 45: 121–134. doi:10.17746/1563-0110.2017.45.1.121-134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Douglas, M. M.; Douglas, J. M. (2016). Exploring Human Biology in the Laboratory. Morton Publishing Company. د کتاب پاڼې 324. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781617313905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Ovodov, N. D.; Crockford, S. J.; Kuzmin, Y. V.; Higham, T. F.; et al. (2011). "A 33,000-Year-Old Incipient Dog from the Altai Mountains of Siberia: Evidence of the Earliest Domestication Disrupted by the Last Glacial Maximum". PLOS ONE. 6 (7): e22821. Bibcode:2011PLoSO...622821O. doi:10.1371/journal.pone.0022821. PMC 3145761. PMID 21829526. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Krause, J.; Fu, Q.; Good, J. M.; Viola, B.; et al. (2010). "The complete mitochondrial DNA genome of an unknown hominin from southern Siberia". Nature. 464 (7290): 894–897. Bibcode:2010Natur.464..894K. doi:10.1038/nature08976. PMID 20336068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Douka, K. (2019). "Age estimates for hominin fossils and the onset of the Upper Palaeolithic at Denisova Cave". Nature. 565 (7741): 640–644. Bibcode:2019Natur.565..640D. doi:10.1038/s41586-018-0870-z. PMID 30700871. S2CID 59525455. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Reich, D. (2018). Who We Are and How We Got Here. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882125-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Jacobs, Zenobia; Li, Bo; Shunkov, Michael V.; Kozlikin, Maxim B.; et al. (January 2019). "Timing of archaic hominin occupation of Denisova Cave in southern Siberia". Nature. 565 (7741): 594–599. Bibcode:2019Natur.565..594J. doi:10.1038/s41586-018-0843-2. ISSN 1476-4687. PMID 30700870. S2CID 59525956. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Slon, V.; Viola, B.; Renaud, G.; Gansauge, M.-T.; et al. (2017). "A fourth Denisovan individual". Science Advances. 3 (7): e1700186. Bibcode:2017SciA....3E0186S. doi:10.1126/sciadv.1700186. PMC 5501502. PMID 28695206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Bennett, E. A.; Crevecoeur, I.; Viola, B.; et al. (2019). "Morphology of the Denisovan phalanx closer to modern humans than to Neanderthals". Science Advances. 5 (9): eaaw3950. Bibcode:2019SciA....5.3950B. doi:10.1126/sciadv.aaw3950. PMC 6726440. PMID 31517046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Sawyer, S.; Renaud, G.; Viola, B.; Hublin, J.-J.; et al. (2015). "Nuclear and mitochondrial DNA sequences from two Denisovan individuals". Proceedings of the National Academy of Sciences. 112 (51): 15696–700. Bibcode:2015PNAS..11215696S. doi:10.1073/pnas.1519905112. PMC 4697428. PMID 26630009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. Gibbons, Anne (2019). "First fossil jaw of Denisovans finally puts a face on elusive human relatives". Science. doi:10.1126/science.aax8845. S2CID 188493848. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. Chen, F.; Welker, F.; Shen, C.-C.; et al. (2019). "A late Middle Pleistocene Denisovan mandible from the Tibetan Plateau" (PDF). Nature. 569 (7756): 409–412. Bibcode:2019Natur.569..409C. doi:10.1038/s41586-019-1139-x. PMID 31043746. S2CID 141503768. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Shang, D.; et al. (2020). "Denisovan DNA in Late Pleistocene sediments from Baishiya Karst Cave on the Tibetan Plateau". Science. 370 (6516): 584–587. doi:10.1126/science.abb6320. PMID 33122381 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 225956074. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Callaway, Ewen (2010). "Fossil genome reveals ancestral link". Nature. 468 (7327): 1012. Bibcode:2010Natur.468.1012C. doi:10.1038/4681012a. PMID 21179140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Ao, H.; Liu, C.-R.; Roberts, A. P. (2017). "An updated age for the Xujiayao hominin from the Nihewan Basin, North China: Implications for Middle Pleistocene human evolution in East Asia". Journal of Human Evolution. 106: 54–65. Bibcode:2017AGUFMPP13B1080A. doi:10.1016/j.jhevol.2017.01.014. PMID 28434540. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Cooper, A.; Stringer, C. B. (2013). "Did the Denisovans Cross Wallace's Line?". Science. 342 (6156): 321–23. Bibcode:2013Sci...342..321C. doi:10.1126/science.1244869. PMID 24136958. S2CID 206551893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. Ji, Qiang; Wu, Wensheng; Ji, Yannan; Li, Qiang; et al. (2021-06-25). "Late Middle Pleistocene Harbin cranium represents a new Homo species". The Innovation (په انګليسي ژبه کي). 2 (3): 100132. Bibcode:2021Innov...200132J. doi:10.1016/j.xinn.2021.100132. ISSN 2666-6758. PMC 8454552 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 34557772 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  19. Warren, M. (2019). "Biggest Denisovan fossil yet spills ancient human's secrets". Nature News. 569 (7754): 16–17. Bibcode:2019Natur.569...16W. doi:10.1038/d41586-019-01395-0. PMID 31043736. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)