ډیموکراسي پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا





د ډیموکراسۍ لنډه پېژندنه:

د ډيموکراسۍ پېژندلو اهمیت :

ډیموکراسۍ پېژندل ځکه مهم دي چې کابو ټوله نړۍ په مخه کړې.

نه يواځې د حکومت یو بڼه ده بلکې یو دین، او مذهب دی.

څوک چې يې نه مني ټوله نړۍ په خلاف  یې را پورته کېږي.

او مسلمانان یې باید په اړه څه دريځ ولري.؟

د ډیموکراسۍ رامنځته کېدلو تاریخ:

ډیموکراسي د اروپایانو او امریکایانو یو نوی دین دی چې د مسیحیت د انحراف په نتیجه کې په اورپا

( فرانسه) کې رامنځته شوی او غربیانو د خپل ځان لپاره د قانون او نظام په حیث منلې .

د ډیموکراسۍ اصطلاحي او لغوي لنډه پېژندنه:

ډیموکراسي : په لغت کې  ولسواکي ، یا د ولس حاکمیت ته وایې.

تبصره: یعنې د حاکمیت حق د خلکو دی ، نه د الله جل جلاله ،  په خپله به خلک خپل ځان لپاره قانون جوړوي نه دا چې د الله تعالی را لېږلی شوی دین به حاکم وي . د ډیموکراسۍ اصطلاحي تعریف:

Governent of The people , by the people for the people.

ترجمه: ( د خلکو حکومت، د خلکو لخوا، د خلکو لپاره.)

تبصره : اصطلاحي تعریف يې هم په خلکو ور څرخي د الله جل جلاله او دین ذکر په کې نشته.

              د ډیموکراسۍ بنسټونه:

ډیموکراسي دو مهم بنسټونه لري :

١- دولس حاکمیت ٢- حقوق او ازادۍ.

١- د ولس حاکمیت: یعني اعلی حاکمیت د ولس حق دی هر څوک ټاکلی شي اهلیت او صلاحیت ته نه کتل کېږي.

ولس به د نظام نوعیت هم ټاکي اګر که دغه نظام اسلام کې روا وي یا ناروا، د خپلو قضایاوو لپاره به په خپله قانون جوړوي بې له دې نه چې دغه قانون د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونو مطابق وي یا نه ، قانون جوړونې لپاره به اکثریت معیار ګڼل کېږي حق وي که نا حق، علم ، عقل ، تجربې ته نه کتل کېږي .

خلاصه:  ډیموکراسي اکثریت ته د اٌلوهیت حیثیت ورکوي ،یعنې اکثریت چې هر څه غواړي هغه به پلې کېږي .

            دویم بنسټ حقوق او ازادۍ:

يادونه: لاندې حقوق د ډیموکراسۍ ثمره ده او که کوم نظام کې نه وي هغه نظام ډیموکراټ نه بلل کېږي .

١- د دین او عقیدې ازادي:

هر څوک د دين په انتخاب کې مطلق ازاد دی، هر دین چې غوره کوي .

مګر الله جل جلاله وایې : ((مَن یَبتَغ غَیرَ الاِسلامِ دِینًا فَلن یَقبَلَ مَنه وَهوَ فِی الآخِرَةِ مِنَ الخَاسِرِینَ))

سورة  آل عمران : ٨٥

ترجمه:( هر څوک چې پرته له اسلام بل دین و لټوي هېڅکله به ترې و نه منل شي، او هغه به په آخرت کې له تاوانیانو څخه وي.)

٢-  د رایې اظهار ازادي:

ډیموکراسۍکې هر څوک کولای شي چې خپل نظر په ازاده توکه اظهار کړي اګر که د الهي وحیې اودیني مقدساتو په خلاف وي .

اسلام : اسلام د رایې د اظهار مخالف نده بلکې د ګمراه کونکې رایې اظهار مخالف دی .

هغه رایه چې د حق بیانولو لپاره وي هغه اسلام عبادت بولي .ابو سعید الخٌدري رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: (اِن مِن أعظَم الجِهَادِ کَلِمَة عَدلٍ عِندَ سلطَانٍ جَاﺉِرٍ.)

ترجمه : ( بې له شکه دا له لوی جهاد څخه ده چې د عدل خبره دې د ظالم پادشاه په مخکې وکړای شي.)

او که څوک د حق وینا کولو له امله ووژل شي، نو هغه په اسلام کې له غوره شهیدانو شمېرل کېږي ، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: ( خیر الشهداء حمزة بن عبد المطلب ، و رجل قام الی رجل فأمره و نهاه في ذات الله فقتله علی ذلک.) المستدرک للحاکم.

نو معلومه شوه چې اسلام د حق رایې اظهار مخالف ندی.

٣- شخصي ازادي :

ډیموکراسۍ کې یو سړی د خپل شخصي ذات کې ازاد دی چې هر څه پرې کوي پرته له کوم بند او قیدنه ،

نو دغې ازادۍ سره (امر بالمعروف و نهي عن المنکر) لغوه شول ځکه چې دواړه سره متضادین دي.

اسلام: دغه ډول ازادي نه یواځې اسلام کې ځای لري بلکې سلیم عقل و فطرت یې هم مخالفت کوی، نو ځکه ډیموکراسې ددغه نوع ازادۍ په لرلو سره صریح کفر ګڼل کېږي.

یادونه: شخصي ازادي د ډیموکراسۍ زړه بلل کې.

٤- د مسکن ازادي :

ډیموکراسي وایې هر څوک په هر ځای د ځان لپاره مسکن غوره کولای شي او په هر ځای کې اوسېدلای شي.

اسلام: کفار باید د جزیرة العرب نه ویستل شي . یعنې د مسکن او زنده ګۍ حق پکې نلري.

ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :

( اخرِجوا المشرِکِینَ وَ فِي رِوَایَةٍ اَلیَهودَ وَ النَصَارَی مِن جَزِیرَةِ العَرَبِ. )

ترجمه: ( مشرکین د جزیرة العرب نه وباسﺉ یا بل روایت کې راځي یهود او نصاری د جزیرة العرب نه وباسﺉ) .

لکه څنکه چې عمر خطاب رضي الله عنه یهود اونصاری د جزیرة العرب نه وېستلي وه.

٥- د ملکیت حق:

  هر څوک کولای شي چې دهرې لارې نه مال وګټي او په هر څه کې یې د مصرف کولو مطلقه ازادي لري  .

اسلام: اسلام متوازن اقتصادي نظام لري نه د کپیټاليزم ( پانګه وال نظام ) په شان ټوله سرمایه د څو محدودو خلکو په منځ کې انحصار ساتي، او نه د کمونيزم پشان افراد د شخصي ملکیت نه محروموي ، اسلام هر فرد ته د سرمایې حق ورکوي او د بډایه خلکو سرمایه کې د غریبو خلکو حق تثبیتوي .

د کار حق :

په ډیموکراسۍ کې هر ډول کار کولو او غوره کول حق حاصل دی ، یعنې کار کونکی مطلق ازاد دی  .

اسلام : اسلام کې کار کونکی د روا او حلال کار کولو حق لري او بس.

٧- د زده کړې حق :

په ډیموکراسۍ کې د هر فن او علم زده کړې حق هر فرد ته حاصل دی .

اسلام : اسلام کې هغه فنونو زده کړې حق نشته چې د اسلام سره مخالف وي لکه : سحر( جادو ) ، علم نجومیت وغیره....

                     نتیجه :

ډیموکراسي یو کفري شیطاني دین دی ، چې د انسان ټول ژوند یې احتواء کړی ، ډیموکراسي په حقیقت کې د الله جل جلاله څخه د بشریت لپاره د هر ډول نظام او قانون جوړونې حق سلبوي او هغه عظیم ذات نعوذ بالله بې واکه کوي .

                         پای

ليکول : طالب العلم فاروقي

مقالې شمیره : ٣