ډیموکراسي غوښتونکو ته!

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډیموکراسی غوښتونکی د ښه دقیق ولولی

اجازه ده چي ستا مېرمني ته د وګورم

لیکنه: احمد جنید مبارز

په بازار کي یو ځوان په ډېر ادب او ډېره ارامي سره د هغه چا خوا ته ور نژدې سو چي خپله لڅ مخې مېرمن ورسره وه، او په ادبناکه لهجه سره یې د میرمني خاوند ته وویل : ښاغلې! بخښنه غواړم، ایا اجازه راکوې چي ستا مېرمني ته ددې لپاره وګورم چي خوند او لِذت پر واخلم؟!

د مېرمني خاوند چي د دغسي خبري د اورېدلو هیڅ فکر یې نه و کړی، په قهر سو او په ډېر غضب سره د خپله ځایه را وغورځېدی، په داسي حال کي چي د غاړي رګونه یې راوتلي او پړسېدلي وه د خلګو او بازار په منځ کي یې دغه ځوان تر ګرېوان ونیوی او په ډېر شِدت سره یې د دېوال سره وواهه، پر ځوان یې ږغ کړه ناپوه او احمق انسانه! ته د ځان لپاره ناموس نه لرې؟!

ایا ته پر دغه خپله وینا او غوښتنه سره نه شرمېږې؟!

مګر ځوان چي ډېر ارام ؤ، بېله دې چي د سړي په دغه ناوړه حرکت او بې ځایه خبرو دي په قهر سي یا دي کم عکس العمل ښکاره کړي، بیا یې هم په هغه ادبناکه او ارامه لهجه سره، سړي ته وویل : ډېره بخښنه غواړم، ما فکر نه کاوه چي ستا دي ددغي خبري په اورېدلو سره دومره عصاب خراب سي او دومره غیرت دي درپکښي پیدا سي؛ دا ځکه چي ما ولیده چي د بازار ټول خلګ ستا مېرمني ته بېله اجازې اخیستلو ګوري او خوند پر اخلي؛ نو ما د ځان سره وویل : چي ما ستا په حق کښي نامردي نه وي کړې نو لږترلږه باید اجازه درڅخه واخلم اوس زما ګرېوان ایله کړه تردغه اجازه اخیستلو تېر یم

د مېرمني خاوند چي بیا یې هم د ځوان ګرېوان نیولی ؤ، ددغي خبري په اورېدلو سره پر خپل ځای شخ ودرېدی او دخپلي خولې ناړي یې تیري کړې او د سترګو تر کونجانو یې خپلي مېرمني ته وکتل!

مېرمني یې ورته وویل : سړیه ! د ځوان ګرېوان ایله کړه ځکه دده په کتلو سره زما څخه، کم شی نه کمیږي یا نه لږیږي.!