ډیموکراسي او اسلام
ډیمو کراسي او اسلام
انټرويور (پوښتونکى): شېخه، موږ اسلام د ژوند تګلاره بولو. خو ځيني وخت غير مسلمانان د دغه څخه سم فهم نه اخلي ځکه چي د ژوند د تګلاري څخه مو هدف هر کړه وړه دي. او دغه لازموي چي موږ د اسلام او د نن صبا حکومتولۍ يو سيسټم "ډموکراسي" تر منځ هم ارتباط وڅېړو.
شېخ جعفر ادريس: هو، ته صحيح وائې. ډموکراسي نن صبا ډېر شهرت پيدا کړى دئ. ځيني د ډموکراسي انديالان اوس ادعا کوي چي ډموکراسي په تاريخ کي دومره فراخت نه وؤکړى لکه اوسمهال. د دې لپاره چي د ډموکراسي په اړه وږغيږو، لومړى ډموکراسي بايد تعريف کړو چي زموږ ورڅخه هدف څه دى. په اصل کي ډموکراسي دومره ډير مفهومونه لري لکه د ډموکراسي دفاع کونکو انديالانو شمېر. نو د اسلام او ډموکراسي د ارتباط څېړلو مخکى بايد په ډمږکراسي پوه شو.
دلته به د ډموکراسي مشهور تعريف راواخلو کوم چي د اکثر ډموکراټ انديالانو لخوا ذکر کيږي. د دوى د تعريف له مخي د ډموکراسي څخه هدف يعني حکمراني/قوانين ټاکل به خلګ کوي. که اوس د ډموکراسي مفهوم همدغسي وي نو بيا سوال پيدا کيږي چي تر کومه حده ډموکراسي د اسلام سره سمون خوري. دوهم د ډموکراسي نظريوي تعريف بايد د هغه ډموکراسي سره ګډ نه کړو کوم چي اوس په عملي ډول په ډموکراټ هيوادونو کي ليدل کيږي ځکه چي په داسي هيوادونو کي داسي افعال(کړه وړه) تر سره کيږي کوم چي د ډموکراسي د نظريې سره په ټکر کي دي خو بيا هم خلګ د ډموکراسي تر چت لاندي ورته ګوري.
پوښتونکى: اوس چي تاسو ئې مشهور تعريف انتخاب کړ، د هغه له مخي د اسلام او ډموکراسي تر منځ کوم ارتباط موجود دى؟
شېخ جعفر ادريس: ډېرو خلګو ته به بد خوند ورکوي چي زه اوس څه وايم خو ډموکراسي د لوړ تعريف له مخي د اسلام سره هيڅ همږغي/سمون نه لري. ولي؟ ځکه چي په دغه تعريف کي وايي چي د خلګو قانون. يعني د خالق تعالى پر ځاى ئې 'خلګو' ته تعريف راجع کړ. موږ په اسلام کي پر دې باور يو چي قانون به د الله تعالى له لوري وي. دا د اسلام د اساساتو څخه دى. موږ د قران او احاديثو پر ځاى هغه څه نشو درج کولاى کوم چي د فلسفې يا د چا د شخصى فکر څخه راوتلي وي. [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 1] "يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَىِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ:
اې مؤمنانو! د الله او د هغه د پېغمبر (ص) په مخکي مه وړاندي کېږئ." همدغه د ډموکراسي د ياد شوي تعريف پر وړاندي لومړنى او تر ټولو مهم اسلامي نقد دى.
د ډموکراسي پر وړاندي دوهم نقد د ډموکراسي پر استدلال دى. مثال دوى وايي چي د خلګو قانون. زه پوښتم ولي بايد د خلګو قانون وي. ولي نه د يو ديکتاتور قانون نه وي يا ولي بايد تيوکراسي theocracy نه وي. دوى خپل استدلال مخته وړي او وايي چي حاکم بايد د حکمرانۍ علم ولري. همداسي دوى وايي چي هر فرد خپل په ښه او بد تر بل هر چا ښه پوهيږي او دا چي بل هيڅوک زما (فرد) په حق کي فيصله نه شي کولاى. همداسي ډموکراټان دا استدلال هم کوى چي يو فرد/وګړى خپل پر ځان خپله بايد حاکمه وي ځکه که بل کس پر ده حاکميت ولري نو بيا دى د هغه کس غلام شو. همداسي نور دلايل.
اوس سوال دا دئ چي ايا دا ريښتيا ده چي هر وګړى/فرد په هر هغه څه تر بل هر چا ډېر پوهيږي کوم چي د ده لپاره ښه وي. دا خبره د اسلام له نظره صحت نه لري. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 216] وَعَسٰىٓ أَن تَكْرَهُوا شَيْـًٔا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسٰىٓ أَن تُحِبُّوا شَيْـًٔا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ:
"كېداى شي چي يو شى تاسي ته ناكاره وي او هماغه ستاسي له پاره ډېر غوره وي؛ او كېداى شي چي تاسي يو شى خوښوئ او هماغه ستاسي له پاره بد وي. الله پوهیږي، تاسي نه پوهیږئ." دوهم په ډموکراسي کي فرد رايه vote د هغه څه لپاره نه ورکوي کوم چي د نوموړى ورسره شخصاً سر و کار وي. مثال د فرد څخه د عامه پاليسي پوښتنه هم کيږي چي څنګه او څه بايد وشي. مثال دوى د هر فرد څخه پوښتنه کوي چي موږ په افغانستان کي څه وکړو او په عراق کي څه وکړو او داسي نور. په اصل کي دا شخصي موضوعات نه دي او نه د وګړي د ژوند سره ربط لري خو بيا هم ډموکراټ ارزښتونه بلل کيږي.
نوټ١: ډموکراسي يعني ټول قوانين به د انسان په خوښه ټاکل کيږي. خو په دې کي بيا مشکل پيدا کيږي ځکه چي د ټولو انسانانو خوښه يو ډول نه ده او مختلفو پايلو او قوانينو ته رسيږي. که ووايو چي ډموکراسي کي د ډېرو خلګو رايي ته کتل کيږي، دا بيا په ځان کي نقيض ده ځکه چي د لبراليزم (ازاد خواهۍ) سره ټکر پيدا کوي. په لبرالزم کي فرد مهم دى نه ټولنه. په لنده به ووايم چي اصلى ډموکراسي نه عملي کيدونکې او خيالي مفهوم دى.
نوټ٢: که څوک کافي علم نه ولري بيا هم په ډموکراسي کي د يو شي لپاره رايه کارولاى شي.