Jump to content

ډیمون (شیطان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیمون (شیطان یا دېو) یو شرغوښتونکی فراطبیعي ژوندی موجود دی. له تاریخي پلوه په شیطانانو باندې د باور یا هم د شیطانانو اړوندې کیسې په دین، پټو علومو، ادبیاتو، ناولونو، افسانو او فلکور کې شتون لري؛ ورته مهال په یو شمېر نورو رسنیو لکه کومیک، ویډیویي لوبو، فلمونو او تلویزیوني سریالونو کې هم انځور کېږي. [۱][۲]

په ډیمون (دېو) باندې باور په ډېر احتمال سره د ډبرو لرغونې دورې ته اړوندېږي چې ددغه ډول ناڅرګند، عجیب او وحشتناک مخلوق څخه له وېرې سرچینه اخلي. د نږدې ختیځ په لرغونو ادیانو او همدارنګه د لومړني یهودیت او د لرغونو منځنیو پېړیو د عیسوي شیطان پوهنې سربېره په ابراهیمي دینونو کې شیطان د یو مضر روحاني مخلوق په توګه په پام کې نیول کېږي چې د اروايي تسخیر لامل ګرځي او بیا د پیريانو نیولو ته اړتیا پېښوي. د یهودي شیطان پوهنې ډېرۍ برخې چې په عیسویت او اسلام کې یې هم اغېزې لیدل کېږي، ویل کېږي چې د زردشتېزم له وروستي ډول څخه یې ریښه اخیستې او د فارسي دورې پر مهال یې یهودیت ته لار موندلې ده. [۳]

ډیمون، یا دېو کېدای شي خپله شیطان هم او یا هم د شیطان ملګري وبلل شي. د ډېری روایاتو له مخې شیطانان هغه خپلواک کارکوونکي دي چې د شر د بېلابېلو ډولونو (ویجاړونکې طبیعي پېښې، ځانګړې ناروغۍ او نور) لامل ګرځي. د هغو دینونو پر بنسټ چې څرګندوي اصلي شیطان (ابلیس) د خدای له خوا رټل شوی تر ډېره پورې تصور دا دی چې دېوان یا نور شیطانان د اصلي شیطان یا ابلیس تر لاس لاندې کسان دي. دوی د کوچنیو ارواه ګانو په توګه د اصلي شیطان چارې مخته وړي او لامل ګرځي څو انسانان له ګناه ډک افکار ولري او همدارنګه هغوی ته تلوسه پیدا کړي چې له ګناه ډکې چارې ترسره کړي. [۴][۵][۶]

د ډایمون لرغونې یوناني کلمه (δαίμων) بیا منفي معنی نه افاده کوي ځکه چې د الهي ځواک او قدرت څرګندويي کوي. د ډایمون یوناني مفهوم په پریمانه کچه د افلاطون په فلسفي اثارو کې لیدل کېږي، چېرې چې هغه سقراط ته الهي الهام توصیف کوي.

د عیسویت له مخې دوه مخو دېوانو د شیطانانو ځای نیولی، دا هغه شیطاني ځواکونه دي چې یوازې د فساد د ترسره کولو په لټه کې دي. دغه شیطانان د یونانیانو له خوا شرح شوي الهام بخښونکي نه دي، بلکه له انسانانو سره هغه مخالف موجودات دي چې له وړاندې څخه په فارسي باورونو کې معرفي شوي و. په لویدیځې باطن پالنې او رنسانس جادو کې چې د یوناني- رومي، یهودي اګادا او عیسوي شیطان پوهنې څخه سرچینه اخلي، باور دا دی چې شیطان یو روحاني موجود دی او کېدای شي چې احضار او کنټرول کړای شي.

یهودیت[سمول]

په یهودیت کې د شیطانانو د شتون یا نشتون اړوند بېلابېل نظریات شتون لري. یو شمېر یهودي پوهان باوري دي چې شیطانانو د تلمود پر مهال شتون درلود، خو اوس مهال په هاغه نظم شتون نه لري. د هغوی پر باور هغه مهال چې له نبوت څخه وخت تېر شو، الهي شواهد او الهامات کم شول نو د ناپاکۍ اړوند شیطاني قوه هم په هماغه کچه کمزورې شوه. [۷][۸]

عیسويت[سمول]

لرغونی تړون[سمول]

د بد غوښتونکې ارواه په توګه د دېوانو شتون ته د لرغوني تړون په موندل شوو متنونو کې کومه اشاره نه ده شوې. په داسې حال کې چې د عیسویانو پر باور د خدای له خوا لېږل شوې شیطاني ارواه ګانې شتون لري، چې په سختۍ سره هغه ډیمون (شیطان یا دېو) بللی شو؛ ځکه چې هغوی خدمت کاوه او پر باور یې له حاکم خدای سره مخالفت نه درلود. عبراني انجیل چې په پیل کې په یوناني ژبه وژباړل شو؛ په دغه ژباړه کې «د نورو ملتونو خدایان» د ضمني منفي توب سربېره د دېوانو (شیطانانو) په ډله کې ادغام شول. [۹][۱۰][۱۱]

یوناني دېوان یا شیطانان له نیمه خدایانو، خدایانو، ناروغیو او فال لیدو سره اړوند وو. یهودي ژباړونکو بیا دغه ټول د ډیمونانو یا دېوانو په کتار کې وشمېرل، د هغوی ځواک یې باطل وګاڼه او په تنخ (مقدس عبري کتاب) کې یې د پېریانو په کتار کې ګڼل. په داسې حال کې چې ټول دغه ځواکونه ماوراطبیعي ژباړل شوي و، خو هېڅ یو ته یې هم د فرښتې نغوته نه وه شوې له دې سره چې هغو هم له یوناني ډیمونانو یا دېوانو سره ورته چارې ترسره کولای شوې. هغوی ملایکې جلا او شیطانان یې د بتانو د عبادت له امله منفي اروزل. د دوی له باوره ملایکې او شیطانان کېدای شي وېرونکې څېره ولري په داسې حال کې چې ملایکې د تل لپاره د بني اسرائیلو لوړې مرتبې لرونکو خدایانو ته خدمت کوي او له هغو بت پرستو شیطانانو څخه توپیر لري چې د پردېو خدایانو د ځواک استازولي کوي. [۱۲][۱۳]

د اسلام سپېڅلی دین[سمول]

په اسلامي باورونو کې د ډیمون لپاره معموله کارول شوې اصطلاح شیطان ده چې په هندو – فارسي لرغونو باورونو کې ورته دېو هم ویل کېدل. د اسلام د سپېڅلي دین له مخې شیطانان انسانانو ته وسوسه پیدا کوي چې ګناه وکړي، جادو زده کړي، فساد وکړي او بالاخره هغوی د خدای له لارې څخه ګمراه کړي. ورته مهال یو شمېر پټې چارې چې په خپل نفس کې حرامې نه دي، خو هغه مهال بیا منع دي چې د شیطان تلقین په کې شتون ولري او د خدای(ج) له اوامرو څخه سرغړونه په کې وي د بېلګې په توګه د نامشروع وینې قرباني، د لمانځه پرېښودل او یا هم د روژې خوړل. د سلیمان(ع) اړوند د اسلامي روایاتو پر بنسټ ټول مسلمانان په دې باور دي چې هغه په پېریانو او دېوانو واکمني کړې ده او د دېوانو د احضار اړوند پریمانه موارد لري. باور دا دی چې دېوانو او پېریانو سلیمان(ع) ته د غلامانو په توګه خدمت کړی. ورته مهال شیطانان په معمول ډول په یهودي – عیسوي بګرونډ کې څرګند شوي او تر ډېره پورې له فارسي – هندي باورونو سرچینه اخلي. اسلام، ملایکې او شیطانان د خدای مخلوقات بولي (واقعیت هم همدا دی) او څرګندوي چې خدای پر ټولو واکمن دی. خدای پاک شیطانانو ته اجازه ورکړې څو د ټولو هغو کسانو سره اوسي چې پر آخرت باور نه لري. له دې سره آن شرغوښتونکي شیطانان یا دېوان د خدای مخلوقات بولي او له همدې امله په دغه نړیوال نظم کې شتون لري. [۱۴][۱۵][۱۶]

د قران کریم د تفسیر له مخې شیطانان یا دېوان د لوی شیطان (ابلیس) له اولادې څخه دي. ورته مهال دوی به تر هغه مهاله شتون ولري چې لا قیامت نه وي شوی ؛ تل به د انسانانو (او همدارنګه پېریانو) په خوا کې شتون ولري څو د هغوی زړونه بدې لارې ته وهڅوي او هغوی ګمراه کړي. اسلام د هغوی د دفع لپاره د دعا لارښوونه کوي څو انسانان یې په دې توګه له ځانه وشړي. هغوی د ملایکو په سویه بلل شوي خو د سرکښۍ له امله ورته له وړاندې ځای دوزخ ټاکل شوی دی. د عفریت ډول پېریان او مارد یا تمرد کوونکي شیطانان یې تر ټولو زیات ځواک لرونکي بلل کېږي. [۱۷][۱۸][۱۹]

ابو علی بلعمي د نړۍ د تاریخ په نامه خپل اثر کې لیکلي چې وهب بن منبه څرګندوي، دېوان د لوی خدای له خوا خلق شوي لومړني موجودات دي. یو شمېر استدلال کوي چې شیطانان په پیل کې د نېکانو په توګه خلق شوي وو، خو د ابلیس په تکبر وشړل شول؛ دېوان هم په همداسې ډول د شر اچوونکو او د شر څرګندونکو موجوداتو په توګه پیدا شوي. هغه مهال چې لا ابلیس د فرښتو ترمنځ وو، په ځمکه کې یې د ارواه ګانو پر وړاندې د لښکر مشري وکړه. د دوی ترمنځ دېوانو شتون درلود چې دوه برخې یې جوړې کړې؛ یوې یې د پېریانو لوری ونیو او له دوی سره یوځای ځمکې ته په تبعید محکوم شول. بل خیانت کوونکی دېو له ابلیس سره لاس یو کړ او له هغه سره دوزخ ته ولېږل شو. دېوان تر ډېره پورې د جادوګرانو په توګه انځور کېږي او د هغو ناوړه اعمال یوازې وسوسې اچولو ته نه محدود کېږي. هغوی د اروايي ناروغیو په ګډون نورې ناروغۍ اچوي او آن دا چې انسانان لمس کوي. په داسې حال کې چې شیطانان بیا تر ډېره د عادي انسانانو په توګه څرګندیږي څو یو کس د هغه څه اړوند په تشویش کې واچوي چې د ټولنې تائید وړ نه دي، دېوان په معمول ډول د ځانګړو کسانو پر وړاندې څرګندیږي. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Brandon 1970.
  2. Angelini 2021.
  3. Nixey 2018، Chapter 2, "The Battleground of Demons".
  4. Liddell & Scott n.d.
  5. Brown 1970، م. 28.
  6. Rees 2012، م. 81.
  7. Hirsch et al. 1906.
  8. Taylor 2020، مم. 190–191.
  9. Greenbaum 2015، م. 127.
  10. Anne Marie Kitz. "Demons in the Hebrew Bible and the Ancient Near East". Journal of Biblical Literature, vol. 135, no. 3, 2016, pp. 447–464. کينډۍ:JSTOR. Accessed 16 May 2021.
  11. Greenbaum 2015، م. 129.
  12. Martin 2010، م. 666.
  13. Martin 2010، م. 664.
  14. Erdağı, D. Evil in Turkish Muslim horror film: the demonic in “Semum”. SN Soc Sci 4, 27 (2024). https://doi.org/10.1007/s43545-024-00832-w
  15. Charles Mathewes Understanding Religious Ethics John Wiley & Sons ISBN 978-1-405-13351-7. p. 249
  16. Reynolds, Gabriel Said, "Angels", in: Encyclopaedia of Islam, THREE, Edited by: Kate Fleet, Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas, Everett Rowson. Consulted online on 17 August 2021. doi:10.1163/1573-3912_ei3_COM_23204. First published online: 2009. First print edition: 9789004181304, 2009, 2009-3
  17. Sinai, Nicolai. "Key terms of the Qur'an: a critical dictionary." (2023): 1-840.
  18. Rassool, G. Hussein (2015-07-16). Islamic Counselling: An Introduction to theory and practice. Routledge. مخونه 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-31744-125-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Pantić, Nikola. Sufism in Ottoman Damascus: Religion, Magic, and the Eighteenth-century Networks of the Holy. Taylor & Francis, 2023. chapter 3
  20. Reynolds, Gabriel Said, “Angels”, in: Encyclopaedia of Islam, THREE, Edited by: Kate Fleet, Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas, Devin J. Stewart. Consulted online on 03 March 2024 <http://dx.doi.org/10.1163/1573-3912_ei3_COM_23204> First published online: 2009 First print edition: 9789004181304, 2009, 2009-3
  21. Erdağı, D. Evil in Turkish Muslim horror film: the demonic in “Semum”. SN Soc Sci 4, 27 (2024). https://doi.org/10.1007/s43545-024-00832-w