ډیزل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډیزل Diesel fuel په انګرېزۍ کې ورته (diesel oil) نوم هم اخلي. داحتراق وړ مایع ده کومه چې په ډیزل انجن کې کاریږي. د خامو تیلو د تصفیې پر وخت هغه تیل یا تقریبي جلا کېدنه ده کومه چې له پټرولو یا ګاسولین څخه کمه الوتونکې وي. په ډیزل ماشینونو کې لکه د پټرولو د ماشین په څېر ډیزل په سپرغیو نه لمبه کیږي بلکې په سلینډر کې یې د فشار لاندې توده شوې هوا سوزوي او سوزېدنه یې د فشار لاندې نیول شوې تودې هوا برخې ته تیل د شیندنې له لارې سوزي - کومه برخه کې چې هوا د فشار لاندې تودیږي کامپرېسر یا کاپرېسډ اېر ورته وېل کیږي. د ډیزل او پټرولو یا ګاسولین برابر حجم د پټرولو په پرتله زیاته انرژي تولیدوي او له همدې امله ډیزلي ماشینونه د پټرولي ماشین په پرتله زیات اقتصادي دي. همداسې ډیزل د پټرولو په پرتله په تصفیه کې د کمو پروسو له لارې ترلاسه کیږي او له همدې امله یې تر پټرولو قیمت کم ده خو قیمت یې له موقیعت، فصل، مالیې او د سوداګرو ترمنځ یو بل لاس ته کېدو سره تړاو لري.

د تصفیې پر وخت د ډیزل مختلفې درجې تر لاسه کیږي. کوم ډیزل چې منځنۍ او سپکه منځنۍ کچه لري د لوړ سرعت په ماشینونو کې کاریږي کوم ماشینونه چې زیات بار وړي او په دوامداره توګه کار کوي لکه د ټیلر ماشینونه؛ کوم ډیزل چې درنده درجه لري د کم سرعت په ماشینونو کې کاریږي لکه کیشۍ، اورګاډی. کوم ډیزل چې لوړه درجه لري او وړو موټرو او ټیلرونو کې کاریږي زیات الوتونکي دي او کوم چې ټیټه درجه لري، د کم سرعت ماشینونو کې لکه کیشتۍ اچول کیږي کم الوتونکي دي، همداسې د ټیټې درجې ډیزل زیات د کاربن پاتې شونې پرېږدي, او زیات سلفر لري او هوا ککړوي.

ډیزل له خامو تیلو تر لاسه کیږي خوله دې پرته امکان لري چې له طبیعي ګاز څخه او له هغه ترکیبي ګاز څخه کوم چې له سکرو ترلاسه کیږي هم ډیزل ترلاسه شي کوم ته چې ترکیبي ډیزل (synthetic diesel) یا هم (Fischer-Tropsch diesel) نوم اخلي. همداسې بیولوجیکي ډیزل هم شته کوم د بیولوجیکي توکو له انبارونو ترلاسه کیږي. د سویابین لوبیا او د خرما د بوټو له تېلو څخه هم ډیزل جوړیږي کوم چې له خامو تیلو ترلاسه شوو ډیزلو سره یو ځای کیږي او یا یوازې په ماشینونو کې کاریږي دا ډول ډیزل د سلفر ډېره کمه کچه لري.

په متحده ایالتونو کې کوم ډیزل چې د های وې سرکونو لپاره کاریږي باید د سلفر تر ټولو ټیټه کچه ولري او ټیټه کچه یې (15 ppm) ده، په اروپا کې ډیزل باید د سلفر صفر کچه ولري او صفر کچه یې (10 ppm) ده. کوم ډیزل چې د سلفر کمه کچه لري ماشین ته د کنټرول ښه وړتیا ورکوي او که چېرې سلفر یې زیات وي نو د سلفر زیات غلظت د هوا ککړونې تر څنګ ماشین هم له منځه وړي. تر اوسه د اورګاډي او کیشتیو لپاره چې کوم ډیزل کاریږي زیات سلفر لري خو داسې هیلې ښودل شوي چې باید د سلفرو کچه یې کمه شي.