ډپټي محمد حیات خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډپټي محمد حیات خان د تاریخ حیات افغاني نومي تاریخي کتاب پښتون لیکوال دی. د نوموړي د پلار نوم محمد کرم خان وو. ښاغلی محمد حیات خان د پنجاب په واه سیمه کې زېږېدلی و.

مخینه:[سمول]

ډپټي محمد حیات خان کله چې انګریزانو د هند نیمې وچې (برصغیر) باندي حکومت او راج کاوه نو ډپټي محمد حیات خان او د ده پلار د انګریزانو په وخت کې د دوی په ملازمت کې وو. محمد حیات خان د محمد کرم خان زوی د کمال خان لمسی ، دجلال خان کړوسی او دجمال خان کودی دي .نوموړی د واه په سیمه کې چې حسن ابدال ته نږدې دی او د راولپنډۍ د توابعو نه دی زیږیدلی و. دده پلار محمد کرم خان د انګریزانو په پوځ کې برتهي (استخدام) شوی و او د سکهانو دشورش په وخت کې د انګریزي پوځی لوی افسر (جان نکلسن) ملګری و او په دغه شورش کې د انګریزانو په ملګرتوب کې وژل شوي دی.

له فرنګي سرکار سره دندې:[سمول]

نوموړی د خپل پلار تر مړیني وروسته کپټان ایبټ ته چې په هغه وخت کې دپيښور ډپټي کمیشنر و او دایبټ اباد سیمه دهغه د نامه له کبله مشهوره ده ورغی او هغه هم دیوه ټولي دسپاهیانو مشري ده ته ورکړه او وروسته چې کله کپټان جان نکلسن په پنجاب کې د پوځي خوځنده ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته نو دي یې د خپل سلاکار یا مشیر په توګه وټاکه .نوموړی وروسته د جان نکلسن سره ډیلي ته لاړ. دا هغه وخت و چې د هند ولسونو او پر ګنو په ۱۸۵۷ زیږدیزکال کې د پرنګیانو پر خلاف عمومی پاڅون وکړ او په دغه پاڅون کې د ډیلی کشمیري ګیټ ته نږدې جان نکلسن هم ووژل شو. انګریزانو محمد حیات خان د۱۸۵۷ زیږدیز کال تر عمومی پاڅون وروسته لومړی د پیښور تحصیلدار وټاکه .وروسته یې په ۱۸۶۱ زیږدیز کال کې د شاه پور اکسټرا اسسټینټ کمشنر وټاکل شو او بیا وروسته یې دپښتونخوا دبنو په سیمه کې داکسټرا اسسټینټ کمیشنر په توګه وټاکه.

دولتي میډالونه:[سمول]

ډپټي محمد حیات خان ته په ۱۸۷۳ زیږدیزکال کې د انګریزانو له خوا دده د هغه ښو خدمتو نو په بدل کې چې دوی ته یې کړي وو د هند دستوري نښان هم ورکړل شو. دافغان- انګریز په دویمه جګړه کې۱۸۷۸-۱۸۷۹ زیږدیز کلونو ترمینځ هغه وخت چې افغانستان دانګریزانو سره په جګړه کې بوخت و نو دي په انګریزي پوځ کې سیاسي افسرو.

د تاریخ حیات افغاني چاپ:[سمول]

نوموړي لیکي کله چې په بنو کې اکسټرا اسسټینټ کمشنر وم د پښتنو په اړوند مې ډیر تاریخي معلومات ترلاسه کړل نو ځکه مې وپتییله چې د افغانستان او د پښتنو د زړوړر قوم حالا ت ولیکم نو ځکه مې پر دغه کتاب د حیات افغاني نوم کیښود ځکه چې دا د افغانانو او پښتنو د تاریخ اړوند دي . محمد حیات خان دغه کتاب د۱۸۶۵ زیږدیز کال د جنورۍ د میاشتې په درویشتمه نیټه ولیکه او په هماغه کال یې بشپړ او چاپ کړ. تاریخ حیات افغانی په دریو برخو ویشل شوی دی.

سرچینې:[سمول]