Jump to content

ډيټريک بونهوفر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډيټريک بونهوفر (4 فبروري 1906 – 9 اپريل 1945) يو الماني لوتري پادري، الاهيات پوه (متکلم/د الاهياتو متخصص) او د نازيانو مخالف و، څوک چې د Confessing کليسا مهم بنسټګر غړی و.  په سیکولر نړۍ کې د مسيحيت د ونډې په اړه د هغه ليکنې په پراخه کچه اغېزناکې وګرځېدې؛ د «The Cost of Discipleship» په نوم د نوموړي د 1937ز کال کتاب د عصري کلاسيک په توګه تشريح شوی دی. د الاهياتو په اړه د نوموړي پر ليکنو سربېره، بونهوفر د نازيانو د ديکتاتورۍ پر وړاندې د خپل سخت مقاومت له امله شهرت درلود، په کوم کې چې د اډولف هټلر د «يوتنازيا» (euthanasia د خواخوږۍ وژل) پروګرام او د يهوديانو د نسل وژنې پر ضد شفاهي مخالفت هم شامل و. نوموړی د 1943ز کال د اپريل په مياشت کې د ګوستاپو (پټ پوليس) له خوا ونيول شو، او په «ټيګل» زندان کې د يو نیم کال لپاره بندي و. وروسته، نوموړی د «فلوسنبرګ» اجباري بند پنډغالي ته یوړل شو.[۱][۲]

بونهوفر د شلم جولای له هغې دسيسې سره په تړاو تورن و، تر څو هټلر ووژني، نوموړی د ابويهر (د المان پوځي استخباارتو دفتر) د پخوانيو غړيو په ګډون د نورو تورنو دسيسه ګرو سره يوځای محاکمه کړای شو. نوموړی د نازي رژیم د سقوط پر مهال د 1945ز کال د اپريل په نهمه نېټه اعدام کړای شو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ماشومتوب او کورنۍ[سمول]

بونهوفر د 1906ز کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه په يوه لويه کورنۍ کې، په «بريسلاو» کې زېږېدلی و چې هغه مهال د المان (او اوس د پولنډ) برخه وه. د نورو وروڼو خوېندو سربېره، «ډيټريک» د «سبين بونهوفر ليبهولز» په نوم يوه غبرګونکې خور درلوده: هغه او «سبين» د اتو بچيانو په منځ کې شپږم او اوم اولادونه وو. د هغه پلار «کارل بونهوفر» نومېدو چې يو روانپوه او د اعصابو متخصص و، او په «سيګمنډ فرويد» د نيوکې له امله يې شهرت درلود؛ مور يې «پاولا بونهوفر» يوه ښوونکې وه، هغه د پروټسټانټ الاهيات پوه «کارل وان هيس» او انځورګرې «سټينسلوس وون کالکريوت» لمسۍ وه. د بونهوفر کورنۍ متحرکه او د هغه د مور او پلار ارزښتونو نوموړی د لوړې کچې زده کړو وړ وګرځاوه، او د هغه د تجسس ملاتړ يې وکړ، کوم څه چې د نوموړي په دې وړتيا اغېز وکړ، تر څو په خپل شا او خوا کې د نورو رهبري وکړي، په ځانګړي ډول د کليسا په جوړښت کې. نوموړي همدا راز په اته کلنۍ کې د پيانو غږول زده کړل، او په يوولس کلنۍ کې يې په «فلهارمونک» کې د وړاندې شويو سندرو موسيقي جوړه کړه. والټر بونهوفر، په بونهوفر کورنۍ کې دویم زېږېدلی ماشوم و، د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال په نښته کې وژل شوی و، هغه مهال چې بونهوفر دولس کلن و.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په څوارلس کلنۍ کې، بونهوفر پرېکړه وکړه چې په الاهياتو کې خپلې زده کړې تعقيب کړي، سره له دې چې د هغه وروڼو هر یو وکيل «کارلوس» او ساينسپوه «کارل» د نوموړې په دې پرېکړه نيوکه درلوده. نوموړي په ښوونځي کې عبراني ژبه د اختيار په توګه واخيسته او د انجيلي تبشير په ډېرو ناستو کې يې ګډون وکړ، چې د جګړې له امله د ډېرو وږو او يتيمو ماشومانو له ستونزو څخه ډېر اغېزمن شوی و. بونهوفر خپلې زده کړې په Tübingen کې پيل کړې، او بالاخره د برلين پوهنتون ته ولاړ، چېرته چې هغه خپله بريالۍ رساله وسپارله: چې دSanctorum Communio په عنوان وه. په يو ويشت کلنۍ کې، د 1927ز کال د ديسمبر په اولسمه نېټه، نوموړی د برلين له Humboldt پوهنتون څخه د الاهياتو په څانګه کې د خپلې دوکتورا سند د بشپړولو لپاره ولاړ، او د « summa cum laude» په امتياز سره فارغ شو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په امريکا کې زده کړه[سمول]

په 1930ز کال کې، بونهوفر د نيويارک په Union Theological Seminary کې د «سلون» د بورسيې په تر لاسه کولو په موخه امريکا ته ولاړ. بونهوفر له امريکايي الاهياتو څخه ډېر متاثر نه و. نوموړي محصلين په علم الاهيات کې د لېوالتيا نه درلودلو په توګه تشریح کړي دي، او کله به يې چې د «لوتر» د ګناه او بښنې حخه يوه فقره يادوله نو په لوړ اواز به يې خندګانې کولې. نوموړي هلته د يو تور پوستي ټولګيوال «فرينک فشر» سره وليدل، چا چې نوموړی په هارليم کې د حبشي باټسټ کليسا سره معرفي کړ، چېرته چې بونهوفر د يکشنبې په ښوونځي کې تدريس وکړ او له افريقايي الاصله امريکايي کليسا سره يې د ژوند تر پايه مينه پیدا شوه. نوموړي « Adam Clayton Powell Sr» واوريد چې د ټولنيز عدالت د انجيل تبليغ يې کاوه، او په متحده ايالاتو کې د نژادي او توکميزو لږکيو له خوا تجربه شويو ټولنيزو بې عدالتیو تر څنګ، د ادغام لپاره د کليساګانو د نااهلۍ په اړه حساس شو. د ځپل شويو «نيګرو» کليساګانو (د تور پوستو کليساګانې) له لارې، نوموړي وليدل چې د خدای پر احکامو عمل کېږي او د تل لپاره د موعظو اسير و. اصلي هېوادپال بونهوفر وروسته د يو فلم په لیدلو سره خپل نظریات بدل کړل، په کوم فلم کې د جګړې وحشتونه ښودل شوي وو. په ژوند کې وروسته د ټولو لپاره د مينې او د هر فرد د ژوند لوړ ارزښت له امله يې د سوله پالۍ نظرياتو ملاتړ وکړ. نوموړي له «ايکومينيکل» مسيحي خوځښت (د نړۍ د کليساګانو تر منځ د يووالي پلوی خوځښت) سره ښکېل شو، کوم څه چې بالاخره نوموړی د هټلر او نازیانو په وړاندې د مقاومت لور ته رهي کړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مسلک[سمول]

په 1931ز کال کې المان ته له راستنېدو وروسته، بونهوفر د برلين په پوهنتون کې د منظمو الاهياتو استاد شو. په «ايکونيزم» کې د ژورې لېوالتيا له امله، نوموړی د کليساګانو له لارې د نړيوالې ملګرتيا د تبليغ لپاره د نړيوال اتحاد (د کليساګانو د نړيوالې شورا سلف) له خوا د دې تحريک د درې اروپايي ځوانو منشيانو څخه د يو په توګه وټاکل شو. داسې برېښي چې په دې وخت کې هغه له یو شخصي بدلون څخه تېر شوی دی، ځکه چې نوموړی په بنسټيز ډول د يو مسیحي فکري اړخ لور ته د متوجه کېدونکي يو الاهيات پوه څخه بدل او ذاتي عقيدې ته يو ژمن انسان وګرځېد، په څرګند ډول يې د مسيح تعلیماتو ته د عملي جامې اغوستلو اراده وکړه، څه ډول چې په انجيل کې ويل شوي دي. د 1931ز کال د نومبر به پنخلسمه نېټه، په پنځه ويشت کلنۍ کې، نوموړی د برلين په ټيرګارټن کې به « Old-Prussian United St. Matthew [de] » کې وګومارل شو. [۲۳]

اعترافي کليسا[سمول]

د 1933ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه، کله چې نازيان واک ته ورسېدل، نو د بونهوفر هيله من تعلیمي او کليسايي مسلک په هېښونکي ډول پای ته ورسول شو. نوموړی له لومړۍ ورځې د حکومت پرېکنده مخالف و. د چانسلر په توګه د هټلر له ټاکل کېدو دوه ورځې وروسته، بونهوفر د راديو له لارې يوه وينا وکړه، په کومه کې چې نوموړي په هيټلر بريدونه وکړل او المان يې د فوهرر (رهبر) په بت پرستې فرقې کې د ښوېدلو په وړاندې خبردار کړ، څوک چې په ښه ډول Verführer (بې لارې کونکی، يا غولونکی) ثابتېدای شي. د نوموړي خپرونه په ناڅاپي ډول پرې شوه، خو دا روښانه نه ده چې ايا نوی ټاکل شوی نازي حکومت يې مسئول و که نه. د 1933ز کال د اپريل په مياشت کې، بونهوفر په يهوديانو د هټلر د ظلم په وړاندې د کليسا د مقاومت لپاره لومړی غږ پورته کړ، او اعلان يې وکړ چې "کليسا بايد په ساده ډول د اربې لاندې پرتو قربانيانو پټۍ ونه کړي، بلکې خپله په اربه کې  د څرخ يوه پره بنده کړي ".[۲۴][۲۵]

د 1932ز کال د نومبر په مياشت کې، واک ته د نازیانو له رسېدو دوه مياشتې مخکې، د الماني Landeskirche (پروټسټان تاریخي کليساګانو) د کاهنانو او د کليسا د ټولنو (د کليسا مسئولینو) ټاکنې تر سره شوې وې. په دې ټاکنو کې د Old-Prussian Union Evangelical  کليسا په داخل کې د زياتو هېوادپالو الماني مسيحيانو (Deutsche Christen) خوځښت او ځوانو سمونپالو تر منځ مبارزې وشوې، کومو ځوانانو چې د عيسی د انجيل په تعلیماتو عمل کولو کې لېوالتيا درلوده – يوه داسې مبارزه چې د درز پيدا کېدو وېره پکې وه. د 1933ز کال د جولای په مياشت کې، هټلر په غېر قانوني ډول د نوې کليسا ټاکنې تحميل کړې. بونهوفر په ټاکنو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچولې، د ازادو، غېر نازي مسئولینو د ټاکنو لپاره يې کمپين وکړ، څوک چې د مسيح د پيروي کولو لپاره ژمن وو.

سرچينې[سمول]

  1. "Dietrich Bonhoeffer Biography". Christianity.com. لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Rasmussen, Larry L. (2005). Dietrich Bonhoeffer: Reality And Resistance. Westminster John Knox Press. مخونه 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-23011-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Gruchy, John W. de (13 May 1999). The Cambridge Companion to Dietrich Bonhoeffer. Cambridge University Press. مخونه 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-58781-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Roark, Dallas M. (1972). Patterson, Bob E. (سمونګر). Dietrich Bonhoeffer. 1972: Word Books. مخونه 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 0876802536. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)CS1 maint: location (link)
  6. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Koehn, Nancy (2003). Forged In Crisis: The Making of Five Courageous Leaders. New York, NY: Scribner. مخونه 287. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5011-7444-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee. مخونه 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Roark, Dallas M. (1972). Dietrich Bonhoeffer. Waco, Texas: Word Books. مخونه 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0876802536. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Todt, Heinz Eduard (June 2007). Authentic Faith: Bonhoeffer's Theological Ethics in Context. Wm. B. Eerdmans. مخونه 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-0382-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Roark, Dallas M. (1972). Patterson, Bob E. (سمونګر). Dietrich Bonhoeffer. 1972: Word Books. مخونه 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0876802536. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)CS1 maint: location (link)
  16. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nasville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. . Timeline. Bonhoeffer. PBS
  18. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Roark, Dallas M. (1972). Patterson, Bob E. (سمونګر). Dietrich Bonhoeffer. Waco, Texas: Word Books. مخونه 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0876802536. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Miltimore, Jon. "The Film That Turned Dietrich Bonhoeffer Away From Nationalism—and Toward Pacifism". Foundation for Economic Education. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 112–113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Metaxas, Eric (2010). Bonhoeffer. Nashville, Tennessee: Thomas Nelson. مخونه 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59555-138-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Michael Balfour, Withstanding Hitler, p. 216
  24. Eberhard Bethge, Dietrich Bonhoeffer, pp. 259–60
  25. David Ford, The Modern Theologians, p. 38