ديا خان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ډييا نه مخ گرځېدلی)
ډييا
(اردو: دیا خان د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ديا خان
ديا خان

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Deeyah Khan د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ اګسټ ۱۹۷۷(1977-08-07) ‏(عمر: ۴۶ کاله)
اوسلو, ناروې
تابعیت ناروې  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک موزيک پروډيوسر, سندرغاړې, فلم جوړونکې
کاروونکي ژبه(ي) ناروېژي ژبه
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ديا خان يو پاکستانۍ ناروېژي سندرغاړې، ريکارډ پروډيوسر، فلمي هدايتکاره اور هنر منده ده۔ ديا د بشري حقونو او د رايې د اظهار او د آمن و سولې دپاره جذبه لرونکئ کار کونکي ده۔ او د دې کارونو د اظهار لپاره د ډيرو نورو اِدارو او پليټ فارمونو نه علاوه خپله کمپني يا شرکت "فيوز" هم پکار راولي۔ ديا اوس د فعاله موزيک او ساز نه ډډه کړې ده۔ او ورسره په سټيج ئ هم کار کول پريخودي دي۔ بلکه د سټيج په شا ۍ بيلا بيل نور کارونه پيل کړي دي۔ اوس هغه د هغو هنرمندانو مرسته کوې د چا غږ چي دباو شوي وي۔ هغه دغه شان خلقو غږ او ژبه جوړه شوي ده۔ کومو خلقو ته چه داسې موقعه په لاس نه ورځي۔ په کال 2007 کښ ديا د يو تنظيم "سسټر هوډ" خور والي تيگه کيخوده، کومې چي په بريطانيه کښ استوگن مسلمانانې جينکو او ميرمنو ته د خپل يو کيسټ د لارې تخليقي اظهار موقع لاس ته ورکړه۔ په اکتوبر کال 2010 کښ ديا د "فري ميوز" په مرسته يود بين المللي موزيکي يو داسې گلدسته ترتيب کړه چې په کومه کښ هغې د منزني ختيز، افريقه، او اسيا هغه هنر مندان راوړاندې کړل چي کوم په خپلو هيوادونو کښ د بنديزونه ښکار شوي دي۔ اويا د ايالتي يا غير ايالتي سختو او ستونزو لکبله بيروني هيوادونو ته سرپناه يا مهاجرت مجبوره شوې او يا بنديوان شوي دي۔ [۱] ديا ته د ښځو په حقونو، آمن و سوله، د رائ ا ظهار پر لړ کښ د مبارزې او جهاد، د موزيک او فلم په ميدانون کښ د خدماتوپه لړ کښ ډير لوړ رتبه جاېزې او اعزازات وکړي شوي دي۔

مخينه

ديا د اگست په7 نيټه په کال 1977 کښ د ناروې په سر ښار اوسلو کښ وزيږده۔ دا ديا پلارد راجپوتانو د قبيلې تهتهال سره دې۔ او مور ئ د پښتنو د درانئ قبيلې سره تعلق لري۔ ديا د پاکستان د نوميالي هنرمند عادل خان مشره خور ده۔ د ديا پيدائشي نوم ديپيکا تهتهال دې۔ کوم چي دئ ته دا اُردو نامتو افسانه نگار "هر چرن چاوله" کور وداني پورنيما چاوله ورکړې وو۔ هغوي د ديا د پيدائش په وخت د دوي گاونډيان وو۔

موسيقي

د ديا تعلق د يو کلتوري کورني سره دې۔ د ديا پلار په ناروې کښ د بيلابيلو کلتوري فعاليتونو يو مهم وگړې دې۔ هغه د پاکستان کلاسيکي موزيک او نورو پاکستاني تخليقي روايات په ناروې کښ متعارفي کولو کښ يو ډير مهم کردار ترسره کړې دې۔ د خپل کلتور سره د مينې په نتيجه کښ هغه د ديا د تربيت په لړ کښ د اُردو ژبې او نور رواياتي پوهو او ذدکړو باندې خاص او ځانگړي توجه ورکړه۔ هم دغه شان هغه د ديا لپاره د موزيک د ذدکړه هم انتظام وکړو۔ د کومې دپاره چي هغه د پاکستان او هند لوړ رتبه سازندوو او هنرمندانو خدمات ترلاسه کړل۔ د ډير محنت لکبله ديا ډير زر د ناروې په موزيکي حلقو کښ ځائې پيدا کړو۔ ديا د اوه نيمو کالو په عمر کښ په نارويجن ټيليويژن راښکاره شوه۔

هنري دندې

په کال 1990 کښ ديا د پاکستان لوړ رتبه هنرمند استاد مشر فتح علي خان او د ناروې هنرمند "جان گاربارک" په شريک البم کښ د يو ميلمنې سندرغاړې په طور کار وکړو۔ 12 کالو په عمر کښ هغېدا ناروې سندرغاړې "اندرس ويلر"په البم کښ په يوه سندره کښ ملگرستيا وکړه۔ د 15 کالو په عمر کښ د مشهور ريکارډنگ کمپني "چرچ کلتوري کارگاه" ديا ته کار ورکړو۔ او “I Alt Slags Lys” په نوم خپل البم جاري کړو۔ دا البم د ختيز او لويديز د موزيک يو ښائسته ملاپ وو۔ او د دې په تياري کښ د ناروې نامتو هنرمندانو نه علاوه د پاکستان لوړ رتبه طبله نواز استاد شوکت حسين او د هندوستان نامتو سارنگي نواز استاد سلطان خان برخه واخسته۔ د ديا دويم البم په ستمبر 1995 کښ "بي ايم جي ايريسټا" د ديا په زيگون په نوم ديپکا باندې خپور کړو۔ د دې البم په جوړولو کښ نارويجن پروډيوسر تهور ايک هيرمانس، ټامي ټي او انگريز پروډيوسر نک سيليټو برخه واخسته۔ ديا خان ورستي البم "آټا راکسس" په نوم سره په کال 2007 کښ مخې ته راغلو چه په کوم کښ دوه ځلې گريمي ايوارډ گټونکې نوميالې پيانو نواز "باب جيمز"، نامتو ډلې/ټولي "دي پوليس" کښ گريمي ايوارډ گټونکې گټار نواز "ايندي سمرز" اود ناروې ټرميټ نواز "نيل پهيترمولوير" برخه واخسته۔ د البم د پاکستاني کلاسيکي موزيک، پاکستان او افغانستان کي اولسي موزيک او بريخناۍ/ اليکټرونيکا يو ښائسته جوړخ وو۔ دا قسمه البم ازموئنه په موزيکي حلقو کښ ډيره وستائل شوه۔ کومو نورو هنرمندانو، سازندگانو او موزيک پروډيوسرانو چي د ديا د موزيک نه استفاده وکړه او د ديا د موزيک ځنې برخې ئ په خپلو موزيکونو کښ پکار راوستلې۔ په دوي کښ نيلس پهيتر مولوير، سيب ټيلر، نووال بون کرشر، جينټ جيکسن (ريمکس) ليقوډ سټرينجر، مساله ډوسا، مارک سمتۀ،فيټيليټي ارکسټرا، گائې، چيمبرز، پال اوکن فولډ او کايا پروجيکټ نومونه د ذکر وړ دي۔

خورولي

ديا په کال 2007 کښ د سسټر هوډ/ خوروالي په نامه يو ټرون جوړ کړو۔[۲] د کومې مقصد چه په لويديزو هيوانوکي استوگڼ مسلمانانې جونې او ښځو هنرمندانو او سازگرانو ته يو داسې پليټ فارم ورکول دي چه د دې په ذريعه د دوي تخليقي او هنرمندانه طوانونو او صلاحيتونو ته وده ورکول دي۔ او د دې د اظهار لپاره موقعې بر سيره کول دي۔ خوروالي د دې نه علاوه مسلما نانو ښځو ته په لويديزو معاشرو/ټولنو کښ پيداشوي ستونزو لکه د ښځو حقونه، نسل پرستي، مينه او جنس او د 11 ستمبر نه ورستي نړي په شان موضوعاتو بندې د بحث کولو موقع ورکول دي۔ سسټر هډ په کال 2008 کښ " سسټر هد آن لائن مکس ټيپ" کښ په بريطانيه کښ استوگڼ د بيلا بيلو مسلمانانو هيوادونو نه تعلق لرونکو ښځينه سندرغاړو او شاعرانو گډون وکړو۔

ريکارډ پروډيوسر

  • لسن ټو دا بينډ(Listen to the Banned) ديا د فري ميوز په مرسته "لسن ټو دا بينډ) نومي البم په ذريعه هغه سندرغاړي وړاندې کړل چي د چا اوازونه خاموشه کړې شوي وو۔ په دي مجموعي کښ د منزني ختيز، افريقه او اسيا هغه هنرمندان را وړاندې کړې شو کوم چي خپلو هيوادونو کښ د بنديزونه ښکار وو او د ايالتي او غير ايالتي زور او ظلم لکبله بيروني هيوادونو ته مهاجرت يا سرپناهي لپاره په تللو مجبوره شوي وو او يا بنديوان شوي وو۔ دي البم چي يو آړخ ته ديا د استحصال ښکار هنرمندانو د همدرد په توگه پيش کړه نو بل آړخ ته د البم په "ورلډ ميوزيک چارټ" باندې په مياشتو مياشتو په شپږمه شميره موجوديت ولرلو۔
  • نارډيک وومن (Nordic Woman)
  • ايرانين وومن (Iranian Woman)
  • ايکو آف انډس (echo of Indus)

فلم جوړونه

ديا د غيرت په نوم د ښځو د وژنې په موضوع د پوهې، اگاهي او واقفيت پيداکولو دپاره "بناز اې لو سټوري" نومي يو دستاويزي فلم جوړ کړې دې۔ کوم چي په 2012 کښ د بريطانيه په يو فلمي ميلې کښ نمائش/ نندارتون ته وړاندې شو۔ دا فلم د خپلې موضوع له کبله په لويديزو هيوادونو کښ ډير وستائل شو او صفتونه ئ اشول۔ دي فلم په لومړي ځل د ناروې لپاره په جاري امورو په شان معتبر او مشکل درجه کښ "ايمي" ايوارډ وگټو۔ د دې نه علاوه په امريکا کښ"پي باډي ايوارډ" او "برگن" نړيوال فلمي ميله کښ لومړې ايوارډ/جائزه ترلاسه کړو۔ دا دې ايوارډونو نه علاوه دا فلم د بريطانيه د پوليسو د تربيې په نصاب کښ هم شامل کړې شو۔

لاسته راوړنې او ستاينې

  • 1993 کښ پاکستان ورکر ويلفئر يونين ناروې ديا ته د هغې د فني خدماتو او د ناروې د ځوانانو لپاره د ښې نمونې
  • او مثال جوړولو باندې انعامي شيلډ ورکړو۔
  • په کال 1996 کښ د ناروې شائبلرز ليگات ديا ته د پاکستان او ناروې د تمدني آړيکوپُل جوړولو باندې انعام ورکړو۔
  • 2006 کښ د نيدرلينډز سر ښارايمسټرډيم کښ د ايمسټرډيم ميونسپل موزيم کښ جوړ شوي نندارتون/نمائش ته د ديا يوه ويډيو وړاندې کړې شوه۔ په دي نندارتون کښ مقامي او د نورو هيوادونو نظريه سازانو، نقاد او هنر مندانو په عصري، بصري او کلتوري ستونزو او موضوعاتو بحث وکړو۔
  • په کال 2008 کښ ديا ته فريډم ټو کرييټ (Freedom to Create Prize) انعام ورکړې شو۔ د ديا نه علاوه د انعام د زمبابوې تمثيل نگار "کونټ مهلنگا" اودا بيلارس "بيلارس فره تهيټر ته هم ورکړې شو۔
  • ديا د مريم نمازي د "ټولو فنونو لپاره يو قانون" (One Law For All Art) د يو مقابلې ليکواله هم وه۔ د دې په نورو ملگرو ليکوالانو کښ نامتو فلاسفره "اې سي گرې لِنگ" او خبرياله او کالم ليکونکې "پولي ټائن بي" هم وې۔
  • 2012 کښ ديا ته د آذادي د اظهار د خدماتو په لړ کښ "نړيوال پين ايوارډ" د ناروې څانگې ايوارډ ورکړو۔
  • په کال 2013 کښ ديا خان ته د دې د فلم لپاره د "امريکي پي باډي" ايوارډ ورکړې شو۔
  • 2013 کښ "بناز اې لو سټوري" باندې ديا ته "ايمي ايوارډ" اور د "برگن فلمي ميلې" ممتاز او اعلي ايوارډ ورکړې شو۔ • 2013 کښ ديا " د بشري حقونو د حريت/آذادي ارټس" ايوارډ لپاره وټاکل شو۔

سرچينې

  1. Tracy McVeigh (2010-12-05). "Banned singers join together for an album of hope". www.guardian.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Vixy. "Deeyah Presents SISTERHOOD". www.punjab2000.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)