ناروېژي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ناروېژي ژبه د جرمنک ژبو په کورنۍ پورې اړه لري . دا ژبه په هراړخيزه توگه له ډنمارکي او سويډني ژبې سره نژدې اړيکې لري. له ناروېژي ژبې سره جوخت سويډني ، ډېنمارکي ، فرويا او ايسلېنډي ژبې د شمالي جرمنک ژبو په کتار کې راځي ، چې دې پنځو ژبو ته سکېنډيناويايي ژبې هم وايي . زړه ناروېژي ژبه له نورون نه سرچينه رااخلي .

د ناروېژي ژبې لومړی پېر (700ز. - 1350ز.)

که څه هم د نورون لرغونې ژبه په څو گړدودونو(لحجو) وېشل کېږي چې ټول هاغه خلک کوم چې په سکېنډيناويايي سيمو کې اوسېدل او اوسيږي هرې سيمې ځانته گړدود درلوده اوتر اوسه ېې دا لړۍ روانه ده. خو دلته يوازې د ناروې د سيمې نورون لرغونې ژبه څېړو. دا لړۍ له 700م پېر نه تر 1350م پېر پورې رسېږي .د نورون ژبې ته زړه ايسلېنډي ژبه هم وېل کېږي دا ځکه چې په هغه پېرکې د نورون ژبې ډېری ليکلي اسار له ايسلېنډ نه پلاس راغلي، او هاغه پېر ته ناروېژيان د ناروېژيانواوايسلېنډيانو يو گډژبني اوفرهڼگي پېرهم وايي . دې سره سره په ناروې کې چې د نورون لرغونې ژبې کوم اسار پلاس راغلي نو دوی ورته زړه ناروېژي هم وايي ځکه چې په ناروې کې ېې هم د نورون ژبې يوگړدود(لحجه) پاتې و اوله هغو څخه څو ليکلي اسار ترلاسه شوي . ناروېژيان پدې اند دي چې ددوی پخوانی نسل چې وايکنگز ( د درياب غله ) نومېدل دشمالي سکېنډيناويا په لور لاړل او خپل ځانوته ېې له ايسلېنډ نه نيولې تر فرويا او ورپسې نورو شمالي سيمو کې مځکې په زور ونيولې او همدلته مېشته شول. وايکنگان ډېرياغيان ، چپاولگران او غله و.او دوی وايي چې همدا وايکنگان و چې دغه نورون ژبه ېې کوله اوپدو کې هم څو گړدودونه و. په همدې نورون کې دلرغوني پېر کړکيسې پاتې دي چې ډېری ېې د ليکلو په بڼه ترلاسه شوي . چې لاپورې ېې ليکوال څرگند نه دی. پدې اساروکې ځينې د ډبرليک په بڼه ځينې ېې دپاڼو په بڼه پاتې شوي چې ورته خپل خپل نومونه هم لري . پدې لرغونو اسارو کې د سيمو د بزگرانو کيسې،دهغوی ځينې نومونه او په هکله نور معلومات د شعر په بڼه راغونډ دي. لرغونپوهان وايي چې دا اسار په 1200 مې او 1300 مې پېړۍ کې ليکل شوي. د نورون لرغونې ژبه له اوسينۍ دواړوناروېژي گړدودونو سره ډېر لوی توپير لري. خوبيا برعکس د نورون لرغونې ژبه له اوسينۍ ايسلېنډۍ ژبې سره ډېر ورته والی لري.

د ناروېژي ژبې دوهم پېر (1500ز. - 1850ز.)

له 1500مې پېړۍ نه تر1814مې پېړۍ پورې د ناروې په نوم ځانته هر اړخيزه خپلواکه هېواد نه موندل کېده. په اوسينۍ ناروې باندې د ډنمارک برلاسيتوب لورايه ښکاره کېده. ډنمارکي او سويډني ژبو د ځينو سيمه ايزو ناروېژي گړدودونو سره سم به لکه کنډيباغي وېل کېده خو د ليکلو په بڼه به ډانمارکي چلېده. پدې گډوډو گړدودونو کې نه يوازې ډانمارکي او سويډني برلاسيتوب درلود بلکې د ايسلېنډي ژبې بنسټيزه ريښې هم لورايه ښکارېدې ورسره د جرمني ژبې ډيری وييکي به دهمغه پېرځينوسيمه ايزوملکانو،مزهبي مشرانو، سوداگرواو کاتبانو کارولې، اومزهبي مشرانو به په ټولنه کې ډېررول درلود. دا لړۍ تر 1550م پورې روانه وه کله چې په همدې کال کې په ډانمارکي ژبه کې بايبل (انجيل) راوواته او بيا دهمدې انجيل له کبله ناروېژيان د ليک او لوست جوگه شول. لدې نه وروسته د 1600مې نه تر 1700مې پېړۍ پېر د ډانمارکي ژبې لوړې ستحې معياري کېدل گڼلای کېږي. دا ژبه به ناروېژيانو خپل په گړدودونو سربېره کاروله، دا به د ناروېژي نسله مزهبي مشرانو په خولې کې لورايه ښکارېدله. ډېرو لږو خلکو نيمه سمه کارولی شوه. ډېرو به خپل په گړدود غږېدل تر څو په 1814م کې ناروېژيانو د خپلواک هېواد لپاره هلې ځلې پېل کړې او د همدې کال د مۍ په 17مه نېټه ناروېژيانو پخپله يو اساسي قانون وليکه چې پکې ليکل شوي وو چې ناروې دې يو ازاده، خپلواک، او نه بېلېدونکی هېواد وي. که څه هم ناروې د ډنمارک له ولکې ووته خو د ډنمارک باچا دناروې واک او کړه وړه سويډن سره گډ کړه اود سويډن باچا ته ېې د ناروې ټول واک وروسپاره. بيا ناروې د سويډن سره په گډ واک کې تر 1905 م کاله پاته شوه.د ناروې دگډ واک لامل ېې ډېر ناروېژيان د خپلو نالوستوب ، ساده گي ، او پوره په سياست نه پوهېدنه گڼي . د سويډن څخه په کال 1905 م کې بېلېدنه او يو خپلواک هېواد کېدنه د ناروې د خپلواکۍ ورځ گڼل کېږي . خو رسمن په ناروې کې د اساسي قانون د رامنځته کېدو نېټه چې 17م د مۍ 1814 م نه حسابېږي په خوښۍ او چشن ېې لمانځي . همدا نېټه د ډانمارک له اوږدمحالي برلاسي حکومت نه د خلاسون نېټه گڼل کېږي. د ناروېژي اوسيني دوه رسمي گړدودونه چې منځ ته راغلي ناروېژيان ېې له 1800مې پېړۍ نه اټکلوي. چې دې اوسينۍ رسمي ژبو ته بوکمول او نينوشک وايي ، که څه هم دواړه ژبې يوازې سيمه ايز گړدودونه دي وييکي ، ژبدود او ليکدود ېې يو ډول دی غير له ځينې ويونو او تلفظ کې چې توپير ښکاري او بس.

د ناروېژي ژبې درېېم پېر (له بوکمول نه تر نينوشک)

ناروېژي ژبه په دوه لويو گړدودونووېشل شوې ده ، چې دواړه گړدودونه ېې په دوه سيمو وېشل شوي او دا دوه گړدودونه خپل خپل نومونه لري چې ورته بوکمول او نينوشک وايي . بوکمول د حکومت په رسمي چارو کې لوی رول لوبوي چې ورته هوووډ مول وايي چې لفظي مانا ېې رسمي او لومړنی حدف راوځي. او په څنگ کې ېې بله سيمه ايزه ژبه يا گړدود (نينوشک) ده چې ورته سيده مول وايي يعنې ورسره حدف په نوم يادېږي. که څه هم دا دواړه گړدودونه د ناروې رسمي ژبې دي خو د ډانمارکي ژبې تر اغېزې لاندې راغلي او لومړی گړدود چې بوکمول نومېږي ټوله د ډنمارکي تر اغېزې لاندې ده ،دا ځکه چې د بوکمول ژبې بنسټ ايښودونکی کنوډ کنوډسن ( زېږېدنه 1812..1895) وروسته له 1850مې نه د ډانمارکي ژبې نه ناروېژي بوکمول ژبه جوړونه پېل کړه او يوازې د ژبې د تلفظ په برخه کې ېې توپيرونه ښکاري چې په ننۍ ناروېژي رسمي ژبې پېژندل شوې او ډېر وييکي ېې د وخت دبدلون سره نوي شوي هم دي. نينوشک د ډانمارکي ژبې تر اغېزې ډېره کمه راغلې ، ځکه چې د نينوشک ژبې جوړونکی ايوار اوسن (زېږېدلی1813،1896) په کال 1842م نه تر 1848 پورې د نينوشک ژبې بنسټ کېښود. دا ژبه د ناروېژيانو په قول د ناروې له بېلابېلوگړدودونو نه جوړه شوې. او بل يوازينی او ځانگړی توپير ېې له بوکمول سره په ژبدوديزه برخه کې په غږيزه او ليکدوديزه څانگه کې ښکاري .