ډيلټيازيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ډيلټيازيم کيميايي فورمول

ډيلټيازيم (په انگرېزي: Diltiazem) د کلسيم چينل بندونکو يو غير ډای هايډروپيريډين د ډلې درمل دی چې د لوړ فشار، انجاينا پېکټورېس او د ارېتميا د ځيني ډولونو په درملنه کې کارېږي. دا درمل د نيم سرخوږي په درملنه او مخنيوي کې هم اغېزمن څرگند شوي. دا درمل د انجاينا ضد درملونو په ۳ ټولگي کې او د ارېتميا ضد په ۴ ټولگي کې شمېرل کېږي.

ډيلټيازيم د CYP3A4 اېنزايم د بنديزگر په توگه اغېزې له ځان نه ښکاره کوي.