ډيالېکتيک (مناظره)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډياليکتيک له يوناني (διαλεκτική, dialektikḗ) څخه اخېستل شوی دی؛ په خبرو اترو پورې اړه لری. د جرمني کليمې (Dialektik) څخه اخېستل شوی، چې د ډياليکتيکي مېتود په توګه هم پېژندل شوی دی، چې د دوو يا له دوو نه د زياتو خلکو تر منځ وينا يا ليکنه ده ،چې د يوه فاعل په اړه بېلابېلې نظريې رانغاړي، مګر د استدلالي بحث په وسیله، د حقيقت د خپرولو هيله کوي. ډياليکټيک مباحثه يو شان کوي، مګر مفهموم د موضوعي عناصرو، لکه: احساساتي غوښتني او د فصاحت او بلاغت د سپکوونکي معاصر حس خنډ(مانع) ګرځي. ډياليکتيک کېدای شي، له جدي بحثونو (هغه بحث ته راجع کېږي، چې موخه يې د حقيقت د پلټنې په پرتله، د بل چا د استدلال يا بحث پر وړاندې په برياليتوب سره مناقشه کول وي) او تعليمي يا ادبي مېتود (چې د مباحثې يو اړخ بل ته ښوونه کوي) سره په مغايرت کې وي. ډياليکتيک د ستر منطق يا نیوکه کوونکي نظر پر خلاف، له کوچني منطق سره په مترادف ډول پېژندل کېږي. [۱][۲]

د هيګل (Hegel) په پلويتوب (Hegelianism) کې، د (dialectic) کليمه د هغو نظریو تر منځ د مغايرت ځانګړې معنا لري، چې د دوی په اړيکو کې د تعينوونکي عامل په توګه خدمت کوي. ډياليکتيک، د مادې اصالت يوه نظريه يا د نظرياتو ټولګه، چې په اصلي ډول د کارل مارکس (Karl Marx) او فریدريک انګلس (Friedrich Engels) په واسطه رامنځته شوه، هيګلي (Hegelian) ډياليکتيک ته يې د دودیز مادې اصالت له مخې بحثونو سره توافق ورکړ. د هيګل (Hegel) او مارکس (Karl Marx) منط په شلمه پېړۍ کې د دوو فيلسوفانو کارل پوپر (Karl Popper) او ماريو بنګی (Mario Bunge) په وسیله نقد شو.

ډياليکتيک هڅه کوي، چې د تدريجي تکامل یو پړاو استنباط کړي او په دې ډول په پخواني منطق کې په طبيعي ډول نه برابرېږي، مګر په شلمه پېړۍ کې ورته يو څه رسميت ورکړ شو. په پړاو باندې ټينګار، په ځانګړي ډول په هيګلي منطق او له دې نه زيات، په مارکسيستي منطق کې په نښه شوی دی، چې په ريښتيني نړۍ کې يې په اوږد مهال کې د تدريجي تکال لپاره د دليل ويلو هڅه وکړه.

لويديځې منطقي بڼې[سمول]

په لويديځه فلسفه کې د منطق ګڼې يا بېلابېلې معناګانې شته

کلاسيکه فلسفه[سمول]

په کلاسيکه فلسفه کې منطق، د ضد او نقيض بحثونو د خبرو پربنسټ، د استدلال کولو يوه بڼه ده، چې له ورته والي او نه ورته والی نه دفاع کوي. د دې ډول منطق پایله کېدای شي، د اړونده ورته والي( شباهت) يا د يوه ترکيب يا د مخالف تاييد د يوه ترکيب او يا د خبرو د کيفيتي ودې ناسم ثابتول وي.  [۳][۴]

له دې ور ها خوا، د منطق وییکی(لغت) خپل ډېر حيثيت، د يونان په کلاسيکې دورې (له۵ نه تر ۴ ق. م. پېړيو) کې د سقراط او اپلاتون په فلسفو کې د خپلې ونډې مديون بولي. ارستو وايي چې: له سقراط نه مخکې (Zeno of Elea) د منطق مخترع فيلسوف و، چې د اپلاتون خبرې يې چې د سقراطي منطقي مېتود بېلګې دي، د (Zeno of Elea) منطق پورې اړه لري.[۵]

د کانټ (Kant) په نظر: که څه هم لرغونو يونانيانو د منطق کليمه د ناسم ښکاره کېدنې يا ظاهري ورته والي د منطق د څرګندولو لپاره وکاروله، هغوی ته منطق د وهم(وېرې) يا خيال له منطق څخه پرته نور هېڅ نه و. دا د يو چا جهالت ته د ورکولو يو Sophistic او په اصل کې د يو چا ارادي غولوونې يا چالاکۍ او د حقيقت باندنۍ ښکاره کېدنې ته د بشپړ او سم مېتود په پیروي( تقليد) کولو او د cloak په توګه د هرتش(خالي) تاييد د ملاتړ لپاره، د دې د مقالې په کارونې سره يو هنر و، چې منطق يې تل غوښتنه کوي. [۶]

سقراطي مېتود[سمول]

سقراطي خبرې د منطق ځانګړې بڼې دي، چې د قياسي تکذيب د مېتود په توګه (په ادبي ډول، تکذيب يا کره کتنې) پېژندل کېږي، په واسطه يې د پوښتنو يوه لړۍ د يوه تت يا پېچلي باور يوه زياته دقيقه وينا روښانه کوي. د وينا منطقي عواقب څپړل شوي دي او يو مغاير کشف شوی دی. نوموړی مېتود، په پراخه توګه ورانوونکی دی او ناسم باور په کې تر اغېزې لاندې دی او يوازينۍ جوړښتي برخه په کې دا ده چې، دا ښکاره کېدنه کېدای شي، د حقيقت موندلو لپاره د زياتې څېړنې لارښوونه وکړي. د تېروتنې کشف موندنه د انتي تيزس د يوه ثبوت کچې ته نه رسېږي. د بېلګې په ډول: د تقوا د يوه تعريف په عواقبو کې يو مغايرت يو سم تعريف نه برابروي. د سقراطي فعاليت بنسټيزه موخه کېدای شي دا وي چې، د ځواب ويونکو روح ته له نا منظمو تېروتنو څخه د دوی د ساتلو په وسیله او يا په حقيقت کې دوی ته د پلټنې د روح په ورښودلو سره وده ورکړي. [۷][۸]

په عامو حالتونو کې سقراط (enthymemes) د خپل بحث د بنسټ په توګه وکاروه.

د نمونې په توګه: په (Euthyphro) کې سقراط ايوتيفرو (Euthyphro) پوښتي چې، د تقوا يو تعريف وړاندي کړي. ايوتيفرو (Euthyphro) ځواب ورکوي چې، دينداري يا تقوا هغه څه دي، چې الله(ج) ورسره مينه کوي، مګر سقرط ايوتيفرو په دې توافق کولو ته اړ کوي، ارباب الانواع جګړه ماران دي او د دوی مخالفتونه، لکه: انساني مخالفتونه د مينې يا نفرت له توکو سره علاقه او اړيکه لري. له همدې امله، سقراط استدلال کوي چې، لږ تر لږه يو څيز شته، چې ريښتيني ارباب الانواع او الهې ورسره مينه لري، مګر نور ارباب الانواع او الهې ترينه کرکه کوي. ايوتيفرو يو وار بيا راضي کېږي. سقراط پایله تر لاسه کوي چې، که چېرې د تقوا په اړه د ايوتيفرو تعريف د منلو وړ وي، نو بايد چې لږ تر لږه يو شی شتون ولري چې هم ديندار يا متقي او هم بې دينه وي (ځکه چې ارباب الانواع او الهې ورسره مينه او نفرت دواړه کوي)، چې د ايوتيفرو اعتراف چټي(مبتذل) دی. په دې معنا چې ايوتيفرو (Euthyphro) د دې منطقي مېتود په وسیله، دې ادراک يا پوهېدنې ته راوړل شوی دی، چې د تقوا په اړه، د نوموړي تعريف په کافي ډول معنا لرونکی نه دی.

د بېلګې په ډول: د اپلاتون په ګورګيس (Plato's Gorgias) کې د سقراط، Sophist Gorgias، او پولس (Polus) او کاليکلس (Callicles) تر منځ مناظره وشوه، ځکه چې د سقراط وروستۍ موخه ريښتينې پوهې ته رسېدل و. نوموړی ان راضي و چې حقيقت ته د رسېدلو په موخه خپل نظر ته بدلون ورکړي. په دې نمونه کې، د مناظرې او منطق بنسټيزه موخه دا وه چې، د فاعل (په دې حالت کې فصاحت او بلاغت) يو دقيق تعريف خپور کړي او د بحث او پوښتنو په کارولو سره فاعل یو څه زيات دقيق کړي. په ګورګيس (Gorgias) کې سقراط د يو لړ پوښتنو په کولو، لنډو او روښانه ځوابونو په تر لاسه کولو سره حقيقت ته رسېږي.

اپلاتون[سمول]

د کړنلارې په توګه د منطق يو بل تعبير هم شته، چې په جمهوریت(Republic) کې وړانديز شوی دی، نامنظم او شعوري دواړه دی. د اپلاتون او نوي اپلاتون په فلسفه کې، منطق يو انټولوژيکي او ميتافزيکي ونډه ښیي او دا په کې هغه پړاو جوړيږي، په کوم سره چې عقل له حس کېدونکي څخه د پوهېدو وړ ته تېرېږي، تر هغې پورې له يوې نظريې څخه بلې ته پورته کېږی او په پای کې عالي نظريه (لومړنی اصل چې د ټولو مبدا ده) درک کړي. فيلسوف بالاخره يو منطق ويونکی او مناظره کوونکی دی. په دې حس کې منطق د پلټنې يو پړاو دی، چې بايد تر لومړني اصل پورې، له فرضيې سره بېل او لرې وي. جمهوریت(Republic )، دويم ټوک، ۵۳۳ c-d). دا په بطي ډول، په يووالي کې ډېروالی يا راز راز والی رانغاړي. سيمون بليکبرن (Simon Blackburn) ليکي چې: په دې حس کې منطق، د روښانتيا په ټول پړاو کې د پوهېدنې لپاره کارول شوي دي، چې په واسطه يې فيلسوف لوستی دی، تر څو په دې ډول، د تر ټولو ښه يا عالي ښه پوهه، چې د ښه يوه بڼه ده تر لاسه کړي. [۹][۱۰][۱۱]

ارستو[سمول]

ارستو ټينګار کوي چې، فصاحت او بلاغت له منطق سره نژدې اړيکه لري. نوموړي د دوو څانګو تر منځ د خپلوۍ يا نږدیوالي د تشرېح کولو لپاره څو فرمولې وړاندې کړې دي: له هر څه لومړی ويل کېږي چې، فصاحت او بلاغت د منطق يوه جوړه يا ساری وي (Rhet. I.1, 1354a1). دويم دا چې فصاحت او بلاغت ته د منطق يوه څانګه او د ځانګړنې څېړنه هم ويل کېږي (Rhet. I.2, 1356a25f.). د پایلې په توګه ارستو وايي چې: فصاحت او بلاغت د منطق يوه برخه ده او ورسره ورته والی لري (Rhet. I.2, 1356a30f.). په دې ويلو کې چې فصاحت او بلاغت د منطق یو ساری يا جوړه ده، ارستو په څرګند ډول د اپلاتون ګورګيس (Gorgias) ته اشاره کوي، چې فصاحت او بلاغت په کې د پيغور په ډول په روح کې د پخلي د جوړې يا ساري په ډول تعريف شوی دی. که څه هم د وينا په دې برخه کې، اپلاتون د يوه قياس د طرحه کولو لپاره، د (antistrophos) کليمه کاروي، دا امکان شته چې ارستو غواړي، د قياس يو ډول هم څرګند کړي: د يوه بحث د قايمولو او برید کولو د (شخصي او تعليمي) تمرين لپاره څه منطق دی، فصاحت او بلاعت د يوه کس(شخص) د له ځانه د دفاع کولو يا د يوه سيال د تورنولو د عامه تمرين لپاره دی. هغه قياس، چې د منطق د فصاحت او بلاغت د حالت لپاره مهمې پایلې لري. اپلاتون په خپل (Gorgias) کې بحث کوي چې، فصاحت او بلاغت يو هنر نه شي کېدلی، ځکه چې دا په يو معلوم فاعل او شخص پوري اړه نه لری؛ په داسې حال کې چې ريښتيني هنرونه، د هغوی د ځانګړو او معلومو لبغاړو(کرکټرونو) په وسیله تعريف شوي دي. د نمونې په ډول: طبابت يا بوټ جوړونه، د هغوی د توليداتو په واسطه تعريف شوي دي، لکه: روغتيا او بوټان. [۱۲]

سرچینۍ[سمول]

  1. see Gorgias, 449B: "Socrates: Would you be willing then, Gorgias, to continue the discussion as we are now doing [Dialectic], by way of question and answer, and to put off to another occasion the (emotional) speeches [Rhetoric] that [the Sophist] Polus began?"
  2. Corbett, Edward P. J.; Robert J. Connors (1999). Classical Rhetoric For the Modern Student (الطبعة 4th). New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1, 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195115420. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ayer, A. J., & O'Grady, J. (1992). A Dictionary of Philosophical Quotations. Oxford, UK: Blackwell Publishers. p. 484.
  4. McTaggart, J. M. E. (1964). A commentary on Hegel's logic. New York: Russell & Russell. p. 11
  5. Diogenes Laërtius, IX 25ff and VIII 57 [۱].
  6. Critique of Pure Reason, A 61
  7. "Elenchus - Wiktionary". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wyss, Peter (October 2014). "Socratic Method: Aporeia, Elenchus and Dialectics (Plato: Four Dialogues, Handout 3)" (PDF). open.conted.ox.ac.uk. University of Oxford, Department for Continuing Education. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Popper, K. (1962) The Open Society and its Enemies, Volume 1, London, Routledge, p. 133.
  10. Reale, Giovanni. (1990), History of Ancient Philosophy, 5 vols, trans. by John R. Catan, Albany: State University of New York, vol 2, p. 150
  11. Blackburn, Simon. 1996. The Oxford Dictionary of Philosophy. Oxford: Oxford
  12. Rapp (2010). Aristotle's Rhetoric. Retrieved from http://plato.stanford.edu/entries/aristotle-rhetoric/