ډوروټي هېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډوروټي هېل (زوکړه: د ۱۹۰۷ زکال د سپټمبر ۱۰مه – مړینه: د ۱۹۹۷ زکال د اپرېل ۲۳مه) اسټرالیايي ځمک پوهه، لرغونې ژوند پوهه، د اسټرالیا په پوهنتون کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې او د اسټرالیا د علومو د اکاډمۍ لومړنۍ ښځینه مشره وه.[۱][۲]

زده کړې[سمول]

ډوروټي هېل په تارینګا کې وزیږېده، هغه د خپلې کورنۍ له اوو ماشومانو څخه دریمه وه چې د بریزبن ښار په کورپارو سیمه کې را لویه شوه. نوموړې د کورپارو دولتي ښوونځي ته ولاړه او له دغه ځایه یې د بریزبن د نجونو په ښوونځي کې د زده کړو بورس ترلاسه کړ. نوموړې په ۱۹۲۴ زکال کې د انګریزي ژبې او تاریخ په برخه کې د لېډي لیلي د سرو زرو مډال او همدارنګه د فیلیس هابز یادګاري جایزه ترلاسه کړه. [۳][۴][۵][۶]

هېل لېواله سپورت کوونکې وه چې د ښوونځي په میداني ځغاستې او نېټ بال لوبو کې یې ونډه اخیسته او په کور کې هم هڅه کوونکې اسپ زغلونکې وه. په کوینزلنډ پوهنتون کې هغې په مانع لرونکو میدانونو کې د منډې، عادي منډې او همدارنګه د روئېنګ (یو ډول کشتۍ زغلونه ده) لوبو په سیالیو کې ګډون کاوه. نوموړې د کوینزلنډ پوهنتون، د کوینزلنډ ایالت او د اسټرالیايي پوهنتونونو د هاکي په لوبډلو کې لوبه کوله. هغه مهال چې په کمبرېج پوهنتون کې یې زده کړې کولې د پیلوټۍ جواز یې واخیست.

د ښوونځي څخه له فراغت وروسته هغې هوډ وکړ طبابت ولولي او په هغو کې یې هم د طبي څېړنو څانګه ځانته خوښه کړه؛ په داسې حال کې چې دغه مهال کوینزلنډ پوهنتون د طبابت سند نه ورکاوه او د هېل کورنۍ هم نشو کولای نوموړې سېډني ته ولېږي. له نیکمرغۍ څخه نوموړې په ۱۹۲۴ زکال کې د کوینزلنډ پوهنتون له شلو ښوونیزو بورسونو څخه یو وروسته له هغه ترلاسه کړ چې په پوهنتون کې یې د شمولیت د ازموینې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې؛ په دې سره نوموړې پرېکړه وکړه چې کیمیا ولولي. هغې د انتخابي څانګې په توګه د ځمک پوهنې برخه غوره کړه او د پروفیسور هنري کاسلي ریچارډ تر نظر لاندې یې په ۱۹۲۸ زکال کې د ځمک پوهنې د څانګې لومړی درجه سند او همدارنګه د دغه پوهنتون د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. هېل له ۱۹۲۹ زکال څخه تر ۱۹۳۰ زکال پورې د خپل تحصیلي بورس پر مټ د کوینزلنډ د علمي همکارې په توګه خپلو چارو ته دوام ورکړ؛ هغې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال په بریزبن دره کې د ایسک ښار د شیلونو د خټې پوهنې او همدارنګه د ایپسویچ حوضې د رسوباتو اړوند څېړنې وکړې. [۷][۸]

هېل په کمبرېج پوهنتون کې د نیونهام کالج او سدویک موزیم غړې وه چې له ۱۹۳۱ زکال څخه یې تر ۱۹۳۳ زکال پورې د پخوانیو زده کوونکو د څېړنیزې ټولنې له خوا یې ملاتړ کېده، په داسې حال کې چې نوموړې د خپل لارښود ګوترود الس تر نظر لاندې پر خپلې دوکتورا کار کاوه. دا په داسې حال کې وه چې د اسټرالیا پوهنتونونو تر ۱۹۴۸ زکال پورې د دوکتورا سند نه ورکاوه (د کوینز لنډ پوهنتون لومړنی د دوکتورا سند په ۱۹۵۰ زکال کې ورکړ). هېل د دغې نظریې څېړنې ته دوام ورکړ چې اسټرالیا یو مهال له شمال څخه سویل لوري ته د یو داخلي سیند په واسطه پوښل شوې وه، هماغه ډول چې په مونډوبیرا کې د هغې له خوا موندل شوو فوسیلي مرجانونو یې څرګندويي کوله. نوموړې په ۱۸۵۱ زکال کې د لندن د جیولوژیکي ټولنې څخه د مخکښې زده کوونکې اړوند دوه کلن بورس او د ډانیل پیچون جایزه ترلاسه کړه چې پر مټ یې دې وکولای شول تر ۱۹۳۶ زکال پورې په لندن کې پاتې شي. له دې سره په نیونهام کالج کې یو شمېر نورو اسټرالیایي زده کړیالانو هم شتون درلود چې په دغو کې الیزابت «بټي» ریپر چې لرغونې ژوند پوهنه یې لوسته او ژرمني جاپلین شاملې وې. نوموړې د لندن د طبیعي تاریخ په موزیم کې له ډاکټر ویلیام ډیکسون لانګ او سټنلي سمېټ سره د پالئوزوئیک دورې د مرجانونو په ډلبندۍ کار وکړ. وروسته له هغه چې هېل اسټرالیا ته راوګرځېده، په کوینزلنډ پوهنتون کې یې زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۹۴۲ زکال کې یې د ساینس دوکتورا واخیسته. [۹][۱۰][۱۱]

لومړنۍ چارې[سمول]

هېل د اوو کلونو لپاره په انګلستان کې پاتې شوه او هلته یې د روګوس مرجانونو د توضېح په موخه د ترمینولوژۍ د تنظیم او همدارنګه د هغو د جوړښت او مورفولوژي اړوند یو شمېر مهمې مقالې خپرې کړې. هغه مهال چې هېل اسټرالیا ته راوګرځېده د اسټرالیا په آهکي ډبرو کې یې د مرجاني موجوداتو د نښو د لرغونتیا ټاکنې لوی مسئولیت پر غاړه واخیست، له هغو څخه یې د پراخې خټې پوهنې (چینه پوهنې) په انځور کولو کې ګټنه وکړه او یوازې د سویلي اسټرالیا پرته یې د ټولو ایالتونو د مرجاني موجوداتو اړوند مقالې ولیکلې چې په یو شمېر دغو مقالو کې یې ډاکټر والټر هیووډ برایان هم ونډه لرله. د مرجانونو اړوند د هغې چارې په نړیوالو معیارونو واوښتې. [۱۲]

له ۱۹۳۷ زکال څخه تر ۱۹۴۲ زکال پورې هېل د علمي او صنعتي څېړنو د شورا مرسته ترلاسه کوله او همدارنګه یې د کوینزلنډ په پوهنتون کې د څېړنیزې همکارې په توګه کار کاوه. په ۱۹۳۹ زکال کې هېل د کوینزلنډ د جیولوژیکي سروې په کاري اډانه کې شامله شوه، شېل کارپوریشن ته یې مشورې ورکولې او همدارنګه د کوینزلنډ د سلطنتي ټولنې مشره وه. د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو وړاندې یې د مورتون خلیج چاپېر ته د ځمک پوهنې اړوند سفرونو مشري وکړه او د لوی مرجاني دیوال له کمېټې سره یې د لویې مرجاني هستې په لومړنیو څېړنو کې ونډه واخیسته. نوموړې په ۱۹۴۰ زکال کې د مرجانونو اړوند کار له امله د لیل صندوق جایزه ترلاسه کړه، په دې سره له کوینزلنډ څخه لومړنۍ مېرمن او نهمه اسټرالیايي مېرمن وه چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه. [۱۳][۱۴]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هېل د اسټرالیا ښځینه سلطنتي سمندري ځواک ته په اړوند د بریزبن د سمندري قطعاتو په HMAS موریټون ډلګۍ کې د خدمت په موخه خپل نوم ثبت کړ. هغې د جنرال ډاګلاس مک ارټور تر قوماندې لاندې ځواکونو ته د تجهیزاتو د لېږد اړوند د پیغامونو د کوډ جوړونې او خپلو مرجاني څېړنو په موخه په اونۍ کې له ۸۰ څخه تر ۹۰ ساعتونو کار کاوه. هغې په دغه قطعه کې د دویم عملیاتي افسر ځایګي ته ارتقا وکړه او همدارنګه یې له جګړې وروسته په پوځ کې د ښځو د خدمت په موخه په پلان جوړونکې کمېټې کې کار وکړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

وروسته چارې[سمول]

هېل له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې د لوی مرجاني دیوال د څېړونکې کمېټې د دریمې مشرې په توګه کار وکړ. نوموړې د هېرون ټاپو د څېړنیز سټېشن د جوړولو لپاره د تجهیزاتو د راغونډونې مسئولیت پر غاړه درلود. د هغې په هڅو کې د پیسو راغونډونه، د توکو انتقال او آن د اوبو د زخیرو په څېر د یو شمېر نورو وسایلو جوړول شامل وو. هغې د خپلو تبلیغاتو پر مټ وکولای شول د راکفلر بنسټ او د اسټرالیا د څیړنیزو مرستو له کمېټې څخه مالي مرستې ترلاسه کړي. په دغو پیسو باندې یې د لابراتوار تجهیزاتو ته پراختیا ورکړه او همدارنګه یې د لابراتوار څخه د لیدونکو لپاره امکانات چمتو کول. دې ډاکټر ډبلیو.جي. اېچ ماکسوېل د جیولوژي په څانګه کې ښوونکی وټاکه او د پورته یادې شوې څېړنیزې کمېټې په ګټه یې پریمانه چارې ترسره کړې. هېل په ۱۹۴۶ زکال کې د کوینزلنډ پوهنتون بشپړمهالې پرفیسوره وټاکل شوه. [۱۹][۲۰]

په ۱۹۴۷ زکال کې هېل د کوینزلنډ د سلطنتي ټولنې مشري پر غاړه واخیسته. په ۱۹۵۲ زکال کې د اسټرالیا د جیولوژیکي ټولنې د کوینزلنډ څانګې مشره شوه. نوموړې په ۱۹۵۶ زکال کې د اسټرالیا د علومو اکاډمۍ لومړنۍ ښځینه علمي همکاره وټاکل شوه. له ۱۹۵۸ زکال څخه یې تر ۱۹۶۴ زکال پورې د اسټرالیا د جیولوژیکي ټولنې د ژورنال مدیر مسئولیت پر غاړه درلود. هغې په ۱۹۶۴ زکال کې د خپلو علمي څېړنو له امله د لیل مډال ترلاسه کړ او لومړنۍ اسټرالیايي ښځه شوه چې د لندن د سلطنتي ټولنې غړیتوب یې ترلاسه کړ. په ۱۹۶۸ زکال یې د اسټرالیایي لرغونو ژوند پوهانو ټولنه جوړه کړه. هېل د اسټرالیا په علومو اکاډمۍ کې خدمت وکړ، په ۱۹۶۹ زکال کې د دغې اکاډمۍ مرستیاله شوه او د ډېوېډ فورس مارټین له مړینې وروسته په ۱۹۷۰ زکال کې لومړنۍ ښځینه شوه چې د دغې اکاډمۍ مشري یې وکړه. هغې د خپلې کاري دورې په پای کې د بیاځلي ټاکنې هڅه ونکړه. نوموړې د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې د یو لړ ویناوو په کولو سره هڅه وکړه څو ښځې تشویق کړي ساینس ته مخه کړي، ځکه چې په سیمه کې د ښځو د ونډې له کرارې ودې ستړې شوې وه او هڅه یې وکړه چې والدین وهڅوي خپلې لوڼې د ساینس په برخه کې زده کړو ته ولېږي.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Campbell, K. S. W.; Jell, J. S. (1999). "Dorothy Hill, A.C., C.B.E. 10 September 1907 -- 23 April 1997: Elected F.R.S. 1965". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 45: 195–217. doi:10.1098/rsbm.1999.0014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Dorothy Hill 1907–1997". Biographical memoirs. Australian Academy of Science. مؤرشف من الأصل في 6 اپریل 2017. د لاسرسي‌نېټه 16 اپریل 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Professor Hill Campus – Coorparoo State School". د اصلي آرشيف څخه پر 26 نومبر 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 3 نومبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Honoured Alumni". Brisbane Girls Grammar School. مؤرشف من الأصل في 29 فبروري 2016. د لاسرسي‌نېټه 26 نومبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Rhodes Success". bggs.qld.edu.au. Brisbane Girls Grammar School. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Prideaux, Peter (1985). Brisbane Girls Grammar School: the first sixty years 1875–1935. Brisbane City Council Libraries: Boolarong Publications. د کتاب پاڼي 214, 227, 229–230. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0958979900. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Dorothy Hill 1907–1997". Biographical memoirs. Australian Academy of Science. مؤرشف من الأصل في 6 اپریل 2017. د لاسرسي‌نېټه 16 اپریل 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gregory, Helen (1987). Dorothy Hill in Vivant Professores. University of Queensland Library. د کتاب پاڼي 51–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0908471096. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Dorothy Hill 1907–1997". Biographical memoirs. Australian Academy of Science. مؤرشف من الأصل في 6 اپریل 2017. د لاسرسي‌نېټه 16 اپریل 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. The changing PhD. Turner, A.C.T.: The Group of 8. March 2013. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Woman first science Doctor at varsity". The Courier-Mail (Brisbane, Qld. : 1933 – 1954). nla.gov.au. 18 June 1942. د کتاب پاڼې 4. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Oakes, Elizabeth. International Encyclopedia of Women Scientists. 2002. Facts on File. کينډۍ:ISBN
  13. Hill, Dorothy (1981). "The first fifty years of the Department of Geology of the University of Queensland". Papers of the Department of Geology, the University of Queensland. 10 (1): 1–68. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gregory, Helen (1987). Dorothy Hill in Vivant Professores. University of Queensland Library. د کتاب پاڼي 51–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0908471096. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "HMAS Moreton History". Royal Australian Navy. مؤرشف من الأصل في 28 مارچ 2016. د لاسرسي‌نېټه 18 مې 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "New WRANS appointment". The Argus (Melbourne, Vic. : 1848 – 1957). Trove. 4 October 1944. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Promoted to 2nd Officer in WRANS". The Courier-Mail (Brisbane, Qld. : 1933 – 1954). Trove. 16 February 1945. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hill, Dorothy (1981). "The first fifty years of the Department of Geology of the University of Queensland". Papers of the Department of Geology, the University of Queensland. 10 (1): 1–68. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 19 January 1952 باندې). NATURE'S WAYS A "Treasure Island" on the Barrier Reef.
  20. Hill, Dorothy (1981). "The first fifty years of the Department of Geology of the University of Queensland". Papers of the Department of Geology, the University of Queensland. 10 (1): 1–68. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "WILL STUDY CORALS". Brisbane Telegraph (Qld. : 1948 – 1954). Trove. 3 March 1954. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Hill, Dorothy (1907–1997)". Encyclopedia of Australian Science. 
  23. Jell, Peter (17 جولای 1997). "Obituary Dorothy Hill (1907–1997)". Nature. 388 (234). مؤرشف من الأصل في 23 مارچ 2008. د لاسرسي‌نېټه 1 سيپټمبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gregory, Helen (1987). Dorothy Hill in Vivant Professores. University of Queensland Library. د کتاب پاڼي 51–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0908471096. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)