ډوروټي هاجکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډوروټي ماري کروفوټ هاجکین (زوکړه: د ۱۹۱۰ زکال د مۍ ۱۲مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د جولای ۲۹مه) د نوبل د جایزې ګټونکې بریتانوۍ کیمیا پوهه وه چې د مالیکولونو د جوړښت ټاکنې په موخه یې د ایکس وړانګو د بلورنګارۍ تخنیک ته پراختیا ورکړه، چې په جوړښتي ژوند پوهنه کې اړینه چاره ده.[۱][۲][۳]

د هغې یو له اغېزمنو اکتشافاتو څخه د پنسیلین د جوړښت تائید و چې د اډوارډ ابراهام او ارنست بوریس چېن له خوا یې وړاندوینه شوې وه. سربېره پر دې نوموړې د ویټامین بي ۱۲ جوړښت انځور کړ او له امله یې په ۱۹۶۴ زکال کې دریمه مېرمن شوه چې د کیمیا په برخه کې یې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هاجکین همدارنګه له ۳۵ کاله کار وروسته په ۱۹۶۹ زکال کې د انسولینو جوړښت توضېح کړ. [۴]

هاجکین له توماس لیونل هاجکین سره له واده څخه وروسته تر ۱۲ کلونو پورې د «ډوروټي کروفوټ» نوم ځانته کاروه، خو له دې وروسته یې بیا د «ډوروټي کروفوټ هاجکین» نوم غوره کړ. سلطنتي ټولنې او سامروېل کالج بیا نوموړې ته تل د «ډوروټي هاجکین» نوم کارولی (هغه مهال چې دغې ټولنې ډوروټي هاجکین ته د فیلوشېپ د ورکړې اړوند معلومات وړاندې کړي). د بریتانیا ملي ارشیف بیا د «ډوروټي ماري کروفوټ هاجکین» په نوم یاده کړې ده.

لومړنی ژوند[سمول]

ډوروټي ماري کروفوټ د مصر په قاهرې ښار کې وزیږېده، نوموړې د خپلې کورنۍ له څلورو لوڼو څخه تر ټولو مشره وه او والدینو یې په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د بریتانیا له استعماري ادارې سره کار کاوه چې بیا وروسته په لرغون پوهانو واوښتل. پلار یې جان وینټر کروفوټ (۱۸۷۳ – ۱۹۵۷ زکال) نومېده چې د دغه هېواد د پوهنې په وزارت کې یې کار کاوه؛ مور یې ګرېس ماري (کورنی نوم یې هوډ؛ ۱۸۷۷ – ۱۹۵۷ زکال) نومېده چې په کورنۍ کې د مولي په نوم یادول کېده. د دوی کورنۍ د ژمي په میاشتو کې په قاهرې کې ژوند کاوه او د ګرمۍ پر مهال به انګلستان ته راګرځېدل څو د قاهرې له تودوخې څخه ځانونه وساتي. [۵][۶][۷][۸]

په ۱۹۱۴ زکال کې د هاجکین مور، نوموړې (۴ کلنه) او د دې دوه کوچنۍ خویندې؛ جوآن (۲ کلنه) او الیزابت (اووه میاشتنۍ) ورثېنګ ته څېرمه له خپل بابا او خپلې انۍ سره پرېښودل او دا په مصر کې د خپل مېړه خوا ته ولاړه. دغو ماشومانو د خپل ژوند ډېره برخه له خپلو والدینو څخه لرې تېره کړه، خو له دې سره هم والدینو یې له لرې څخه د دوی ملاتړ کاوه. مور یې، ډروټي دې ته هڅوله څو له هغو بلورونو سره لېوالتیا ومومي چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۰ کلنۍ کې ورته ښودلي وو. په ۱۹۲۳ زکال کې ډوروټي او خور یې د معدني موادو د تجزیې او تحلیل له لېږد وړ وسایلو څخه په ګټنې د هغو کوچنیو ډبرو مطالعې ته مخه کړه چې له نږدې ویالو څخه یې راغونډې کړې وې. وروسته له دې د هغوی والدین د سوډان سویل لور ته ولېږل شول چېرې چې پلار یې تر ۱۹۲۶ زکال پورې د پوهنیزو چارو او همدارنګه د لرغون پوهنې مسئولیت پر غاړه درلود. د مور څلور وروڼه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ووژل شول او له امله یې نوموړې د ملتونو د ټولنې په پیاوړې ملاتړې واوښته. [۹][۱۰]

پلار یې نوموړې په ۱۹۲۱ زکال کې د انګلستان په بکلس سیمه کې د ښاغلي جان لمن په ګرامر ښوونځي کې شامله کړه، هاجکین دلته یو له هغو دوو نجونو زده کوونکو څخه وه چې اجازه یې لرله کیمیا ولولي. نوموړې یوازې یو ځل هغه مهال چې ۱۳ کلنه وه د خپلو والدینو لیدنې ته ورغله او بیا یې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې ژوند وکړ، چېرې چې د هغې پلار د ګورډون کالج مدیر و. هغه مهال چې هاجکین ۱۴ کلنه وه، د هغې یو د تره زوی، کیمیا پوه چارلز هرینګټون (وروسته ښاغلی چارلز) نوموړې ته د عضوي کیمیا د اساساتو د لوستلو لارښوونه وکړه. له جګړې مخکې حالاتو ته په پام د هغې والدینو د کال یوه برخه له انګلستان څخه بهر تېروله او هر اوړی به د څو میاشتو لپاره د خپلو ماشومانو د لیدو په موخه انګلستان ته راګرځېدل. په ۱۹۲۶ زکال کې هغه مهال چې پلار یې د سوډان له دولتي خدمتونو څخه تقاعد شو، په اورشلیم کې یې د بریتانیا د لرغون پوهنې د ښوونځي مسئولیت پر غاړه واخیست او په دې سره یې پلار او مور تر ۱۹۳۵ زکال پورې هلته پاتې شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

هاجکین په ۱۹۲۸ زکال کې د جراش د لرغون پوهنې په سایټ کې چې نن ورځ اردن هېواد ته اړوندېږي له خپل مور او پلار سره مل شوه، چېرې چې دې د پنځمې او شپږمې پېړۍ پر مهال د بیزانسانو دورې ته د اړوندو څو کلیساوو د موازیکو نمونې مستند سازي کړې. نوموړې په اکسفورډ کې د زده کړو د پیل کولو په موخه د خپلو طراحیو په بشپړولو باندې څه باندې یو کال کار وکړ، په داسې حال کې چې په همدغه سایټ کې یې د شیشه یي قطعاتو کیمیاوي تحلیل هم ترسره کړ. هاجکین د میداني لرغون پوهنې له تجاربو څخه دومره خوند اخیست چې آن دا فکر یې هم کاوه چې د لرغون پوهنې په ګټه کیمیا ته شا کړي. د هغې نقاشۍ د ییل پوهنتون په ارشیف کې زیرمه شوې دي. [۱۵][۱۶][۱۷]

هاجکین د ځوانۍ له مهاله له کیمیا سره لیوالتیا لرله او مور یې هم یوه مخکښه بوټي پېژندونکې وه چې له امله یې دې هم له علومو سره پام وړ لیوالتیا ومونده. د نوموړې د ۱۶مې کلیزې پر مهال، مور یې ورته د ایکس وړانګې د بلورنګارۍ اړوند د ډبلیو.اېچ براګ اثر په ډالۍ کې ورکړ چې د توکو طبیعت ته په کې نغوته شوې وه او له مخې یې هغې خپل راتلونکی وټاکه. نوموړې د خپلې کورنۍ د بل ملګري اې.ایف. جوزف له خوا علمي چارو ته وهڅول شوه چې هغه هم په سوډان کې دنده لرله. [۱۸][۱۹]

د هغې د ښوونځي په زده کړو کې د لاتیني ژبې زدکړه شامله نه و، هغه ژبه چې په اکسبرېج کې د زده کړو په موخه اړینه وه. د لیمان ښوونځي مدیر هغې ته لار برابره کړه چې د فیس پر مټ لاتیني ژبه ولولي او وکولای شي د اکسفورډ پوهنتون ته د شاملېدو ازموینه په بریالۍ توګه ورکړي.

هغه مهال چې له هاجکین څخه د هغې په ماشومتوب کې د اتلو اغېزمنو کسانو اړوند وپوښتل شول، هغې د دریو مېرمنو نومونه یاد کړل: لومړۍ او له ټولو مهمه یې مور، مولي؛ طبي مبلغه ماري سلسور او د سامروېل کالج مدیره مارجري فرای. [۲۰]

لوړې زده کړې[سمول]

هاجکین په ۱۹۲۸ زکال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر د اکسفورډ سامروېل کالج ته لار ومونده او هلته یې کیمیا ولوسته. نوموړې له دغه کالج څخه په ۱۹۳۲ زکال کې د لومړۍ درجې ویاړمن سند په ترلاسه کولو سره فارغه شوه او په دې سره د دغه پوهنتون څخه دریمه ښځینه زده کوونکې شوه چې دغه لوړه درجه سند یې ترلاسه کړ. [۲۱][۲۲]

د همدغه کال په مني کې نوموړې د کمبرېج په نیونهام کالج کې د جان ډزمونډ برنال تر څارنې لاندې د دوکتورا زده کړې پیل کړې. په همدغه ځای کې وه چې هغه د پروټینو د جوړښت ټاکنې په برخه کې د ایکس وړانګې د کریسټالوګرافۍ پر ځواک وپوهېده. هغې له برنال سره د پیپسین بیولوژیکي مادې په تجزیه او تحلیل کې له دغه تخنیک څخه کار اخیست. د پیپسین ازموینه تر ډېره بریده هاجکین ته اړونده بلل کېږي، خو له دې سره هغې تل دا څرګندوله، دا برنال و چې لومړی یې د هغو انځورونه واخیستل او بیا یې دې ته د هغو اړوند کلیدي لیدلوري ورکړل. نوموړې په ۱۹۳۷ زکال کې د ایکس وړانګې د کریسټالوګرافي او د سټېرولونو د کیمیا اړوند د څېړنو پر مټ د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

مسلک او کشفیات[سمول]

هاجکین په ۱۹۳۳ زکال کې د سامروېل کالج څېړنیز بورس ترلاسه کړ او په ۱۹۳۴ زکال کې اکسفورډ ته بېرته راستنه شوه. هغې د خپلو لابراتواري تجهیزاتو څخه په ګټنې د کیمیا تدریس ته مخه کړه. دغه کالج په ۱۹۳۶ زکال کې نوموړې د علمي همکاري او د کیمیا د ښوونکې په توګه وګمارله چې بیا یې تر ۱۹۷۷ زکال پورې په دغې څوکۍ کار وکړ. په ۱۹۴۰مه لسیزه کې د هغې یوه زده کوونکې مارګارېټ رابرټ وه چې وروسته بیا مارګارېټ ټارچر شوه او د لومړي وزارت پر مهال یې خپلې دغې پخوانۍ ښوونکې ته د درناوي په موخه په ډاونېنګ سټریت کې په خپل دفتر کې د هغې یو انځور بند کړ. په داسې حال کې چې هاجکین د کارګر ګوند تل پاتې ملاتړې وه. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ۱۹۵۳ زکال په اپرېل میاشت کې هاجکین له سیډني برنر، جک ډونیټز، لسلي اورګل او بریل ام. اوټون سره یوځای یو له هغو لومړنیو کسانو څخه وه چې له اکسفورډ څخه یې کمبرېج ته سفر وکړ څو د ډي ان اې (DNA) د دوه ګوني مارپیچي جوړښت هغه ماډل وګوري چې د فرانسېس کرېک او جیمز واټسون له خوا د موریس ویلکینز او روزالینډ فرانکلین د معلوماتو او تخنیکونو پر مټ چمتو شوی و. [۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Dodson, Guy (2002). "Dorothy Mary Crowfoot Hodgkin, O.M. 12 May 1910 – 29 July 1994". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 48: 179–219. doi:10.1098/rsbm.2002.0011. ISSN 0080-4606. PMID 13678070. S2CID 61764553. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Free access
  2. کينډۍ:Who's Who doi:10.1093/ww/9780199540884.013.U173161 کينډۍ:Subscription required
  3. Glusker, J. P. (1994). "Dorothy Crowfoot Hodgkin (1910–1994)". Protein Science. 3 (12): 2465–69. doi:10.1002/pro.5560031233. PMC 2142778. PMID 7757003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Anon (2014). "The Biography of Dorothy Mary Hodgkin". news.biharprabha.com. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Who's Who doi:10.1093/ww/9780199540884.013.U173161 کينډۍ:Subscription required
  6. "Dorothy Crowfoot Hodgkin". Trowelblazers (په انګلیسي ژبه کي). September 11, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Calm Genius Of Laboratory And Home." Times [London, England] 30 Oct. 1964: 8. The Times Digital Archive. Web. 12 June 2017.
  8. "Grace Crowfoot", Breaking Ground: Women in Old-World Archaeology, 1994–2004 Archived 23 August 2017 at the Wayback Machine..
  9. "Dorothy Hodgkin 1910–1994". "A Science Odyssey: People and Discoveries" a 1997 PBS documentary and accompanying book. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dodson, Guy (2002). "Dorothy Mary Crowfoot Hodgkin, O.M. 12 May 1910 – 29 July 1994". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 48: 179–219. doi:10.1098/rsbm.2002.0011. ISSN 0080-4606. PMID 13678070. S2CID 61764553. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Free access
  11. کينډۍ:Who's Who doi:10.1093/ww/9780199540884.013.U173161 کينډۍ:Subscription required
  12. Georgina Ferry, Dorothy Hodgkin: A Life, Granta Books: London, 1998, p. 20.
  13. Thiel, Kristin (2016). Dorothy Hodgkin: Biochemist and Developer of Protein Crystallography. Cavendish Square Publishing, LLC. د کتاب پاڼي 40–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781502623133. مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. S.G. Rosenberg, "British Groundbreakers in the Archaeology of the Holy Land", Minerva, January/February 2008.
  15. "Dorothy Crowfoot Hodgkin | TrowelBlazers". 11 September 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Nobel Prize in Chemistry 1964". NobelPrize.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Dorothy Crowfoot Hodgkin". Trowelblazers (په انګلیسي ژبه کي). September 11, 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Oakes, Elizabeth H. (2002). International Encyclopedia Of Women Scientists. New York, NY: Facts On File, Inc. د کتاب پاڼي 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4381-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ferry, Georgina (1999). Dorothy Hodgkin : a life. London: Granta Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1862072855. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lisa Tuttle, Heroines: Women inspired by Women, 1988.
  21. Ferry, Georgina (1999). Dorothy Hodgkin : a life. London: Granta Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1862072855. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Hodgkin, Dorothy Mary Crowfoot". Encyclopedia.com. Charles Scribner's Sons. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Dodson, Guy (2002). "Dorothy Mary Crowfoot Hodgkin, O.M. 12 May 1910 – 29 July 1994". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 48: 179–219. doi:10.1098/rsbm.2002.0011. ISSN 0080-4606. PMID 13678070. S2CID 61764553. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Free access
  24. کينډۍ:Cite thesis
  25. "Dorothy Crowfoot Hodgkin, OM". مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Hodgkin, Dorothy Mary Crowfoot (1980). "John Desmond Bernal. 10 May 1901 – 15 September 1971". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 26: 16–84. doi:10.1098/rsbm.1980.0002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Young, Hugo (1989). One of us: a biography of Margaret Thatcher. London: Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-34439-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ferry, Georgina (1999). Dorothy Hodgkin : a life. London: Granta Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1862072855. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. BBC UK Politics (په 19 August 2014 باندې). Thatcher and Hodgkin: How chemistry overcame politics. BBC News.
  30. Yount, Lisa (1999). A Biographical Dictionary A to Z of Women In Science and Math. New York, NY: Facts On File, Inc. د کتاب پاڼي 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-3797-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)