Jump to content

ډورتي ماونډ رينچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډورتي ماونډ رينچ
ډورتي ماونډ رينچ
ډورتي ماونډ رينچ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
دندې د کېمبرېج پوهنتون [۲]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډورتي ماونډ رينچ (۱۲ سيتمبر ۱۸۹۴ – ۱۱ فبروري ۱۹۷۶ ز کلونه)، د واده نومونه يې نيکولسن او ګلاسر و) يوه رياضي پوه او د بايوشيمي اندياله وه، څوک چې د رياضي د اصولو په کارولو سره د پروټینو د جوړښت د اندازه کولو د هڅو له امله مشهوره وه. هغه د پروټینو د جوړښت لپاره د لانجه من «سایکلول» د اټکل اتله بلل کېږي.

مسلک[سمول]

ډورتي رينچ د ارجنټاين په «روزاريو» کې زېږېدلې وه، د پلار نوم يې «هاګ ايډوارډ هارټ رينچ» و چې هغه يو انجنير و، د مور نوم يې «ادا سوټر» و. دا کورنۍ بېرته انګلستان ته ستنه شوه او ډورتي له لندن سره نژدې په «سربيټن» کې لويه شوه. هغې په سربټن عالي لېسه کې زده کړې وکړې او په ۱۹۱۳ز کال کې يې د کمبريج په «ګيرټن کالج» کې داخله واخسته، تر څو رياضي ولولي. رينچ به ډېر ځله د «هيريټيک کلب» ناستو ته ورتله چې د «چارلس کي اوګډن» له خوا پر مخ وړل کېده، دا د ۱۹۱۴ز کال پر مهال و چې نوموړې په لومړي ځل د «اوګډن» له خوا په برابر شوې يو درس کې «برټنرنډ رسل» د خبرو پر مهال وليد. نوموړې په ۱۹۱۶ز کال کې د يوې «ورانګلر» په توګه فارغه شوه. [۳][۴]

د ۱۹۱۶-۱۹۱۷ ز تعلیمي کال پر مهال، رينچ په کامبريج کې د اخلاقي علومو د لېسانس په ازموینه کې برخه واخسته او په لندن کې يې رياضياتي منطق له رسل سره ولوست. په ستمبر کې هغه «ګارسينګټن مانور» ته وغوښتل شوه چې هغه مهال د رسل د معشوقې «اوتولين مورل» کور و، دلته يې له «کليو بيل» او د «بلومزبري» د ډلې له نورو غړو سره وليدل، په ۱۹۱۷ز کال کې هغې رسل له «ډورا بليک» سره معرفي کړ چې وروسته د هغه دويمه مېرمن شوه. له ۱۹۱۷ز کال راهيسې «ګيرټن» کالج «رينچ» د څېړنې د محصلې په توګه پيسې ورکولې، په رسمي ډول په کامبريج کې د «جي.ايچ. هارډي» تر څارنې لاندې وه، خو عملاً په لندن کې د «رسل» له خوا څارل کېده. کله چې د ۱۹۱۸ز کال په مۍ مياشت کې د جګړې ضد فعالیتونو له امله رسل بندي شو، رينچ له هغه سره د هغه د لیکنو په پروژو کې په دې ډول مرسته وکړه چې هغه ته به يې کتابونه او ليکنې راوړل. رينچ په ۱۹۲۱ز کال کې په يوه المانۍ فلسفي جريده کې په لومړي ځل د «لډوګ وټجينسټاين» (تر اوسه نوم نه دی ورکړل شوی) د « Tractatus» د خپرولو چاره سمباله کړه. [۵]

رينچ په لندن کې په ارستويي ټولنه کې ګډون وکړ، په کومه کې چې د «ډي ارسي تامسن» او «جان سکاټ هالډين» تر منځ د فزيک، بيالوژي او روانپوهنې د نوعیت په اړه يو بحث هم شامل و او له «تامسن» سره ملګرتيا پيدا شوه. رينچ خپله له ټولنې سره د «خوښيو يو ځای کېدل» په اړه خبرې وکړې او د همدې ټولنې له لارې يې د «هارولډ جيفري» او «رافيل ډيموس» سره مخ شوه. د ۱۹۱۸ز کال د مني په موسم کې رينچ د تطبيقي رياضي پوه «جان نکلسن» سره د تقريبي پراختيا په موضوع د لوړو زده کړو لوستلو لپاره د لندن په کينګز کالج کې داخله وکړه. په يونيورسټي کالج کې يې تدريس پيل کړ او جيفري سره يې د علمي لارو چارو د فلسفې په اړوند کار کولو ته دوام ورکړ. نوموړې په «ميکلن برګ» جاده کې يو کور ته ولاړه چې د هغه مهال د رسل د معشوقې «کوليټ اونيل» ملکيت و. په ۱۹۲۰ز کال کې، «ګيرټن» رينچ ته د خپلې خوښې په هره يوه څانګه کې د کار کولو د واک ورکولو تر څنګ څلور کلن «يارو» څېړنې لپاره لګښتونه ورکړل. په ۱۹۲۰ز کال کې، د لندن پوهنتون هغې ته د ماسترۍ سند او په ۱۹۲۱ز کال کې د مافوق دوکتورا سند ورکړ. له واده وروسته رينچ په ۱۹۲۲ز کال کې اکسفورډ ته ولاړه، چېرته چې هغې د راتلونکو شپاړسو پرله پسې کلونو لپاره د اکسفورډ د ښځو په پوهنځيو کې د څېړنې د همکارۍ دندې يا د تدريس او يا د ښونکې دندې تر سره کړې. هغه د اکسفورډ په سمرويل کالج کې د اغلې «کارليسل» د څېړنې ملګرې  او په پوهنتون کې د رياضي لومړۍ ښځینه استاده وه. په ۱۹۲۹ز کال کې، هغه لومړۍ ښځه شوه چې د اکسفورډ مافوق دوکتورا سند تر لاسه کړ.[۶][۷]

د رينچ لومړۍ لیکنه په ۱۹۱۷ز کال کې د رسل د فلسفې دفاع وه، د ۱۹۱۸ او ۱۹۳۲ز کلونو تر منځ هغې د نږه او تطبيقي رياضياتو په اړه شل ليکنې خپرې کړې او شپاړس يې د علمي طريقو او د ساينس د فلسفې په اړه خپرې کړې. په «بلوګنا» کې په ۱۹۲۸ز کال کې د رياضي د نړيوال کانګريس پر مهال، هغې «د انقلاب د سطحو لپاره د هارمونيک د جوړولو لپاره د يوې طريقې په اړه» په اړوند خپله مقاله وړاندې کړه، هغې همدا راز په «زوريخ» کې د ۱۹۳۲ز ICM پر مهال د «د ځانګړو معکوسو کروي وزمه اجسامو اړوند څپې» په عنوان يوه مقاله وړاندې کړه. د ساينسي طريقو په اړه چې هغې له «هيرالډ جيفريز» سره کومې لیکنې وکړې، په ۱۹۳۱ز کال کې د «ساينسي استنتاج» په نوم د هغې د کتاب بنسټ وګرځېد. جيفريز په «Nature obituary » وليکل، «زه غواړم چې د نوموړې د هغې پام وړ ونډې ستاينه وکړم چې هغې زموږ په شریک کار کې درلودلې ده، کوم چې د ساينسي استنتاج په اړه زما د وروستيو ټولو کارونو بنسټ دی».[۸][۹]

له نږدې ۱۹۳۲ ز کال راهيسې رينچ د نظریاتي بيالوژي پر لور مخه کړه. هغه د « Biotheoretical Gathering» له بنسټګرو يوه وه (کوم چې د Theoretical Biology Club په نوم پېژندل کېدو)، کومه چې د ګڼو تخصصاتو يوه ټولګه وه  چې هڅه يې کوله د دې په موندلو سره چې پروټین څه ډول کار کوي ژوند تشریح کړي. « Joseph Henry Woodger, Joseph and Dorothy Needham, C. H. Waddington, J. D. Bernal, Karl Popper» او « Dorothy Crowfoot Hodgkin» هم په دې کې ښکېل وو. له هماغه وخته راوروسته رينچ د يوې انديالې بيالوژي پوهې په توګه پېژندل کېدای شي. هغې د پروټينو د جوړښت يوه نمونه جوړه کړه، کومې ته چې هغې د «سايکلول» جوړښت وايه. دې نمونې د پام وړ لانجې وپنځولې او کيمياپوه «لينوس پالنګ» دا نمونه تر بريد لاندې ونيوله. په دې بحثونو کې د رينچ تر ټولو ستره کمزوري دا وه چې په کيميا کې يې زياته روزنه نه وه لېدلې. تر ۱۹۳۹ز کال  پورې، داسې شواهد راټول شول چې دا نمونه غلطه ثابته کړي، رينچ بيا هم په دې خپل کار ته دوام ورکړ. خو له رينچ سره په همغږۍ د «ايروينګ لانګموير» تجرباتي کار د هغې اندونو ته د باور ورکولو لپاره تر سره شوي کار د هايډروفوبيک اغېز اصل چټک کړ، کوم چې د پروټينو د پېچلو لپاره محرکه قوه ده.[۱۰][۱۱]

په ۱۹۳۶ز کال کې، «ايډا بسبريج» د رينچ د مرستيالې دنده تر لاسه کړه، له چا څخه چې هغې د ښځو د ټولو پنځو پوهنځيو لپاره د رياضياتو درسونه تر لاسه کړل. [۱۲]

په ۱۹۳۹ز کال کې، رينچ متحده ايالاتو ته ولاړه. هغې د ماساچوسټس په درې کوچنيو کالجونو هر يو ايمهرسټ کالج، سميت کالج او ماونټ هوليوک کالج کې د ښوونکې بېلا بېل ډول دندې تر لاسه کړې. له ۱۹۴۲ز کال راهيسې په ۱۹۷۱ز کال کې تر تقاعد پورې، رينچ په «سميت» کې د څېړنې دندې پر مخ وړلې. [۱۳]

شخصي ژوند[سمول]

له ۱۹۱۸ز کال مخکې د رينچ د کامبريج استاد «جي اين واسټن» هغې ته د واده وړانديز کړی و، خو دا احساسات دوه اړخيز نه و او هغې له خپل پلار وغوښتل چې دا خبره واسټن ته تشريح کړي؛ له دې سره سره وروسته واسټن په لندن کالج پوهنتون کې د خپل ځای ناستي ښوونکي په توګه د هغې سپارښتنه وکړه. له جګړې وروسته پړاو کې چې هغې له رسل سره فکري نژديوالی درلود، د اټکل تر مخې رينچ د هغه له ورور «فرانک» سره عاشقانه اړيکې درلودې او احتمالاً له خپل يو بل زده کوونکي «رافايل دموس» سره يې ناخوښه اړيکه درلوده. په دې اړوند سرچينې يوه خوله نه دي چې ايا رينچ له رسل سره د مينه ناکې اړيکې غوښتونکې وه که نه. هغه د څو کلونو لپاره د «هارولډ جيفريز» نژدې فکري ملګري وه او د هغه مهال ځینو کتونکو باور درلود چې دوی کوژده کړې وه. شونې ده، دا د هغوی د کوژدنې د ماتېدو لامل و چې جيفريز يې په رواني تحليل کې داخل کړ، کوم چې هغه مهال په کيمبريج کې رواج و.[۱۴][۱۵]

په ۱۹۲۲ز کال کې، رينچ د لندن کينګز کالج کې د خپلو لوړو زده کړو له څارونکي رياضياتي فزيک پوه «جان وليام نيکولسن» سره واده وکړ. په ۱۹۲۱ز کال کې د هغې مافوق دوکتورا ازموينې له معمول خلاف يو اضافي منصف درلود چې شونې ده د دې دوه وو تر منځ د اړيکې د شون د درک له امله و. نيکلسن د مانچيسټر د «اونز» کالج فارغ التحصيل او همدا راز د کمبريج «رانګلر» و. په ۱۹۲۱ز کال کې هغه د اکسفورډ په «باليول» کالج کې د همکار په توګه وټاکل شو.

سرچينې[سمول]

  1. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. Senechal, Marjorie (2012). I died for beauty : Dorothy Wrinch and the cultures of science. Oxford: Oxford University Press, USA. OCLC 785874210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199732593. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Creese, Mary R.S. "Wrinch, Dorothy Maud (1894–1976)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۰۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Senechal, Marjorie (2012). I died for beauty : Dorothy Wrinch and the cultures of science. Oxford: Oxford University Press, USA. OCLC 785874210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199732593. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Senechal, Marjorie (2012). I died for beauty : Dorothy Wrinch and the cultures of science. Oxford: Oxford University Press, USA. OCLC 785874210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199732593. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Creese, Mary R.S. "Wrinch, Dorothy Maud (1894–1976)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۰۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Jeffreys, Harold (8 April 1976). "Dorothy Wrinch". Nature. 260 (5551): 564. Bibcode:1976Natur.260..564H. doi:10.1038/260564a0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Uneasy Careers and Intimate Lives: Women in Science, 1789–1979 edited by Pnina G. Abir-Am, Dorinda Outram, p. 348
  10. Tanford C (1997). "How protein chemists learned about the hydrophobic factor". Protein Science. 6 (6): 1358–1366. doi:10.1002/pro.5560060627. PMC 2143727. PMID 9194199. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Cohen, Alan (2005). "Wrinch, Dorothy Maud". In Brown, Stuart (سمونګر). Dictionary of Twentieth Century British Philosophers. Bristol: Thoemmes. مخونه 1183. د کتاب نړيواله کره شمېره 184371096X. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Rossiter, Margaret W. (1982). Women scientists in America : struggles and strategies to 1940. Baltimore: Johns Hopkins University Press. OCLC 8052928. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8018-2443-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Abir-Am, P.G. (1987). ""Synergy or clash: Disciplinary and marital strategies in the career of the mathematical biologist Dorothy M. Wrinch (1894–1976)' in & D. Outram (eds.), Uneasy careers and intimate lives, Women in Science, 1789–1979". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  15. Forrester, John; Cameron, Laura (2017). Freud in Cambridge. Cambridge, United Kingdom. OCLC 974915127. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521679954. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)