ډله ییزې اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډله ییزه اړیکه یا ډله ییز ارتباط د خلکو لویو برخو ته د ډله یزو رسنیو له لارې د معلوماتو د رسولو او تبادلې پروسه ده. معمولا د رسنیو د بېلابېلو بڼو سره د تړاو په مفهوم ده، ځکه چې له ټیکنالوژیو څخه یې د معلوماتو د خپرولو لپاره کارول کېږي، چې ژورنالیزم او اعلانات یې برخې دي. ډله ییز ارتباط د اړیکو له نورو ډولونو لکه د خپلمنځي اړیکو او سازماني اړیکو سره توپیر لري، ځکه چې ډله ییز ارتباط په ځانګړو سرچینو باندې چې ډېرو اخیستونکو ته معلومات لېږدوي، تمرکز کوي. د ډله ییز ارتباط زده کړې زیاتې په دې پورې اړه لري چې هغه خلک چې معلومات ترلاسه کوي، د ډله ییز ارتباط محتويات د دوی چلند، انګېرنه، نظر یا عاطفه څنګه متقاعد کوي یا په بل ډول څنګه یې تر اغېز لاندې راولي.    

معمولاً په یوه وخت کې ډېرو اخیستونکو ته د پیغامونو لېږد ډله ییز ارتباط بلل کېږي. خو په بشپړ مفهوم، ډله ییز ارتباط په سیمو او ټوله نړۍ کې د معلوماتو د پراخ جریان د پروسې په توګه انګېرل کېږي.  

د ډله ییز ارتباط له لارې، ډېرو هغو خلکو ته چې عموماً د معلوماتو له سرچینو څخه لرې وي، معلومات په چټکۍ سره لېږدول کېږي. ډله ییز ارتباط د ډله ییزو رسنیو لکه راډیو، ټلویزیون، ټولنیزو شبکو، بېلبورډونه، ورځپاڼو، مجلو، کتابونو، فلم او انټرنټ پرمټ ترسره کېږي. په دې اوسني دوران کې ډله ایز ارتباط  د موضوعاتو په اړه د معلوماتو د چټک خپرېدو لپاره، اکثراً د سیاست او دودو موضوعاتو، کارول کېږي. د رسنیو او زموږ د کلتور تر منځ مهمې اړیکې موجودې دي، چې د ډله ییز ارتباط له لارې کارول کېږي، چې تضاد ته لاره هواروي او د مهمو مسئلو پر بنسټ خلک وېشي.   [۱]

د زده کړې څانګه  [سمول]

ډله ییز ارتباط په ټولنیز ساینس کې د ارتباطي زده کړو فرعي څانګه ده. ډله ییز ارتباط "هغه پروسه ده چې پر مټ یې یو فرد، د افرادو یو ډله یا سازمان یو پیغام جوړوي او د یو ډول رسنۍ له لارې یې ډېرو، نامعلومو، متنوع اخستونکو ته لېږدوي." دا پدې معنا ده چې د ډله ییز ارتباط اخستونکي زیاتره د بېلابېلو کلتورونو، چلند او د اعتقادي نظامونو څخه را منځ ته شوي دي. ډله ییز ارتباط عموماً له رسنیزو زده کړو سره اړیکه لري.   [۲]

په متحده ایالاتو کې د ډله ییز ارتباط زده کړې اکثراً د ژورنالیزم، د ټلویزیوني او د راډیويي خپرونو، فلم، عامه اړیکو، د شرکت یا د اعلاناتو د عملي کارونو سره تړاو لري. د رسنیو د بڼو تنوع ته په پام سره، د ډله ییز ارتباط زده کړې ټولنیزو رسنیو او نوو رسنیو ته چې د دودیزو رسنیو د سرچینو په پرتله د رېږدید یا فيډبک پياوړې بېلګې لري، پراخه شوې دي.   

د اړیکو تاریخ د هنر او لیکنو له تاریخ-وړاندې ډولونو څخه تر عصري ارتباطي مېتودونو لکه انټرنټ پورې رسي. ډله ییز ارتباط هغه وخت پیل شو چې انسانان و توانېدل پیغامونه له یوې واحدې سرچینې څخه ګڼ شمېر اخیستونکو ته ولېږدوي . ډله ییز ارتباط د تحت تر پوستکې لاندې د ستنې د موډل (یا د جادويي مرمۍ تیوري) په شان تیوریو څخه ډېړ عصري تیوریو لکه د کمپیوټر له لارې ارتباط ته وده کړې ده.   [۳]

سرچينې[سمول]

  1. Campbell, Richard (2015). Media & Culture: Mass Communication in a Digital Age. Macmillan Higher Education. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1319010430. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pearce, Kevin J. (2009). "Media and Mass Communication Theories". Encyclopedia of Communication Theory. doi:10.4135/9781412959384.n231. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-5937-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Curtis, Anthony. "What is Advertising?". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)