ډاین فوسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاین فوسي (زوکړه: د ۱۹۳۲ زکال د جنوري ۱۶مه – مړینه: د ۱۹۸۵ زکال د ډسمبر د ۲۶مې نېټې شاوخوا ورځې) امریکايي پریماټولوژېسته او خوندیتوب پالونکې وه چې له ۱۹۶۶ زکال څخه یې تر ۱۹۸۵ زکال پورې د ترور تر مهاله د غرنیو ګوریلا شادیانو اړوند د پراخو څېړنو د ترسره کولو له امله شهرت درلود. نوموړې هره ورځ د روانډا په غرنیو ځنګلونو کې د دغه ډول شادیانو اړوند څېړنې کولې چې دغې چارې ته د پریماټولوژېست لوئیس لیکي له خوا هڅول شوې وه. د نوموړې له مړینې دوه کاله وروسته په ورېځو کې د ګوریلاګانو (Gorillas in the Mist) تر عنوان لاندې د هغې اثر خپور شو؛ دا په کاریسوکه څېړنیز مرکز او د هغې د پخواني شغل پر مهال د ګوریلاوو اړوند د فوسي د علمي مطالعې روایت و. په ۱۹۸۸ زکال کې د همدغه کتاب پر بنسټ او په همدغه نامه یو فلم هم جوړ شو. [۱][۲]

فوسي په روانډا کې شل کاله تېر کړل، چېرې چې نوموړې د حیواناتو له حفاظتي هڅو ملاتړ کاوه او همدارنګه یې د وحشي حیواناتو له ناقانونه ښکار او د هغو استوګنځایونو ته د تورېزم سره مخالفت درلود، دغه چاره لامل وګرځېده ګڼ شمېر کسان د ګوریلاګانو په هوښیارۍ باور وکړي. د یوې ګوریلا له وژنې او همدارنګه له هغو څخه د راوړلاړو شوو جنجالونو وروسته، نوموړې د ۱۹۸۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د روانډا په یوه لرې پرته سیمه کې په خپل جوړ کړي څېړنیز کمپ کې ووژل شوه. له دې سره چې د فوسي امریکايي څېړنیز همکار په غیابي ډول محکوم کړای شو، خو هېڅ داسې د نظر اتفاق شتون نه لري چې وښيي چا هغه وژلې ده. [۳][۴]

د هغې څېړنیزو او حفاظتي چارو د غرنیو ګوریلاګانو د شمېر له کمښت څخه د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړه.

لومړنی ژوند[سمول]

فوسي د کالیفورنیا په سانفرانسېسکو کې وزیږېده، هغه د فیشن د یوې موډلې هیزل (کورنی نوم یې کېډ) او دریم فوسي جورج اډوارد لوره وه چې د املاکو د سلاکار په توګه یې خپله سوداګري لرله. هغه مهال چې نوموړې شپږ کلنه وه، والدین یې له یوبل څخه جلا شول. مور یې راتلونکی کال له سوداګر ریچارډ پرایس سره واده وکړ. پلار یې هڅه وکړه څو له هغې سره اړیکه وساتي، خو مور یې اجازه نه ورکوله او بالاخره د پلار او لور ترمنځ اړیکه بشپړه پرې شوه. د فوسي میرني پلار، ریچارډ پرایس هېڅکله هم له هغې سره د خپلې ماشومې په توګه چلن ونکړ. هغه به فوسي ته اجازه نه ورکوله چې د ماښامنۍ پر مهال له دوی سره په یوه مېز کښېني. ریچارډ پرایس چې په نظم او انضباط باندې کلک و، له فوسي څخه یې ډېر لږ عاطفي ملاتړ وکړ. بل پلو ریچارډ، هیزل او ډاین په ۱۹۵۰ زکال کې د مارین ښارګوټي ته کډه وکړه، هغه ښارګوټی چې پلار یې جورج فوسي له خپلې نوې مېرمنې ګلادیس بوو (کورنی نوم یې کوهلر) سره اوسېده. (جورج او ګلادیس په ۱۹۶۰ زکال کې له یوبل څخه جلا شول. د هغه دریم او وروستی واده د ۱۹۵۹ زکال په شاوخوا کې له کاتریس سمېت سره و. له همدې امله د څو کلونو لپاره په تېروتنې سره کاترین د ډاین مور ګڼل کېده).[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

فوسي چې له شخصي ناخوندیتوب سره لاس او ګرېوان وه، د دې لپاره چې ځانته ځایګی ومومي حیواناتو ته یې مخه کړه. د هغې لومړنۍ مینه د خپل لومړني کورني کب سره وه چې د ژوند تر پایه ورباندې ګران و. د شپږ کلنۍ په عمر هغې اس زغلونه پیل کړه او له خپل ښوونځي څخه یې هم یو ستاین لیک ترلاسه کړ؛ په ۱۹۵۴ زکال کې له ښوونځي څخه په فارغېدو فوسي ځان د یوې اسپ زغلونکې په توګه تثبیت کړ. [۱۴][۱۵]

په روانډا کې حفاظتي چارې[سمول]

فوسي د ۱۹۶۷ زکال د سپټمبر په ۲۴مه کاریسوکه څېړنیز مرکز تاسیس کړ، په روهنګري ولایت کې یو لرې پروت ځنګلي کمپ چې د دوه اورغورځونکو ترمنځ یې موقعیت درلود. د دغه څېړنیز مرکز لپاره د نوم ټاکلو په موخه فوسي د کاریسمبي د غره له نوم څخه چې د دغه کمپ سویلي لور ته یې موقعیت درلود د «کاري» برخه واخیسته او د سوکه څلور وروستي حروف یې هم د بیسوکه غره له نامه راوګرځول چې د کمپ شمالي لور ته یې موقعیت درلود. هغې دغه څېړنیز مرکز د بیسوکه غره په څوکو کې د ۳۰۰۰ مترو (۹۸۰۰ فوټه) په ارتفاع په ۲۵ کیلومتر مربع (۹.۷ مایل مربع) ځمکه کې جوړ کړ. نوموړې د دغې سیمې د سیمه ییزو وګړو له خوا نیرامچابیلي یا نیرامچابیري بلل کېده او د ژباړې له مخې هغې ښځې ته ویل کېږي چې په غره کې یوازې ژوند کوي.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د کاریسوکه سیمې ګوریلاګانې د ویرونګا سیمې د ګوریلاګانو پر خلاف هېڅکله هم د شالر څېړنو سره عادت نه وې. هغوی انسانان یوازې د ناقانونه ښکارچیانو په توګه ګڼل او دغې چارې ډېر وخت ونیو څو فوسي وکولای شي د دغې سیمې ګوریلاګانې له نږدې فاصلې څخه مطالعه کړي. فوسي هڅه وکړه څو له دغو ګوریلاګانو څخه په کاپي کولو هغوی له ځانه سره بلدې کړي. د وخت په تېرېدو سره دغو ګوریلاوو له فوسي سره عادت وموند. هماغه ډول چې نوموړې په ۱۹۸۴ زکال کې بي بي سي ته تشرېح کړه: «ما یو حفاظتي شخصیت له ځانه څرګند کړ، احساس مې وکړ چې ګوریلا ګانې هم تر یوه بریده مهار شوې دي، له همدې امله ما هم د هغوی طبیعي او عادي چلن لکه خواړه خوړل، د بوټو ژوول او یا هم د ځان ګرول تقلید کول». [۲۰][۲۱]

فوسي د ګوریلا ګانو اړوند یو لړ کشفي چارې ترسره کړې، په دغو کې د لسیزو په اوږدو کې له یوې ډې څخه بلې ته د ښځینه ګوریلاګانو انتقال، د ګوریلاګانو آواز، د دوی ترمنځ د مراتبو سلسله، د هغوی د ډلو ترمنځ ټولنیزې اړیکې، په نادره بڼه د ماشومانو ویستل او داچې ګوریلاګانې څه ډول مغذي مواد ریسایکل کوي شاملېږي. د فوسي څېړنې د ویلکي فونډېشن او لیکي هوم بنسټ له خوا د نیشنل جیوګرافیک ټولنې په مالي لګښت ترسره شوې. [۲۲][۲۳]

په ۱۹۷۰ زکال کې د نوموړې انځور د نېشنل جیوګرافیک مجلې پر مخ پاڼه چاپ شو چې د ډېرو پام یې د هغې چارو ته واړوه. [۲۴]

فوسي تر ډېره پورې له هغو افریقايي وګړو سره مخالفت درلود چې د دغو حیواناتو محافظت شوو سیمو ته به دننه کېدل او آن په لار ورکو غویانو باندې به یې ډزې کولې. [۲۵]

فوسي په ۱۹۸۰ زکال کې د انګلستان له کمبرېج پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ او د غرنیو ګوریلاګانو د فیزیولوژي او چلن په برخه کې د مخکښې مرجع په توګه پېژندل کېده؛ هغې ګوریلاګانې «با وقاره، په زیاته کچه ټولنیز، مهربانه، فردي شخصیت لرونکي او د پیاوړو کورنیو اړیکو لرونکي لوی حیوانات» بلل. په ورېځو کې د ګوریلاګانو په نامه د هغې کتاب د هالنډي ایتولوژېست، الوتونکي پېژندونکي او په ۱۹۷۳ زکال کې د فزیولوژۍ یا طبابت د نوبل د جایزې د ګټونکي نیوکولاس ټینبرګرین له خوا ستایل شوی. دغه کتاب د ګوریلاګانو اړوند تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب دی. [۲۶][۲۷][۲۸]

ترور[سمول]

د فوسي مړی د ۱۹۸۵ زکال د ډسمبر میاشتې په ۲۷مه د روانډا د ویرونیګا په غرونو کې د هغې د خوب په کوټه کې وموندل شو چې د هغې له خوا د جوړ شوي کمپ په یوې لرې څنډه کې یې موقعیت درلود. مړی یې د هغې د خوب د دوه تختونو پورتنۍ خوا ته له هغه غار څخه په ۲ متره فاصله کې پروت و چې وژونکو یا برید کوونکو د هغې کوټې ته راویستلی و. په کاریسوکه کې د هغې وروستی څېړنیز همکار وین ریچارډ مک ګوایر د فوسي د کور د خدمتګار له خوا محکمې ته احضار شو او څرګنده یې کړه چې یوازې هغه یې د مړینې په حالت کې چې ضربه یې خوړلې وه لیدلې؛ هغه راپور ورکړ «هغه مهال چې زه په دې باندې ور ټیټ شوم چې وګورم ژوندۍ ده او که نه، وه مې لیدل مخ یې د یوې قمچینې په وار باندې څېرلی دی». خونه یې له ماتو شیشو او ماتو شوو څوکیو څخه ډکه وه، د هغې لاسي ۹ میلي متري تفنګچه او مرمۍ یې پر ځمکه پرتې وې او خونه یې لوټ شوې وه. په داسې حال کې چې غلا د جرم انګېزه نه وه ځکه چې د فوسي ارزښتمن وسایل له دې ډلې د هغې پاسپورټ، لاسي وسله او همدارنګه په لسګونه زره امریکايي ډالر او مسافرتي چکونه لاهم په خونه کې وو. [۲۹][۳۰][۳۱]

د هغې د خاطراتو په کتابچه کې وروستۍ لیکنه دا وه چې: [۳۲][۳۳]

هغه مهال چې تاسو د ژوندانه بشپړ ارزښت درک کړۍ، بیا نو د تېرو مواردو اړوند ډېر لږ فکر او په راتلونکې باندې زیات تمرکز کوئ.

فوسي د کاريسوکه څېړنیز مرکز په هغه ځای کې خښه شوه چې دې خپله د خپلو ګوریلا ملګرو د دفن کولو لپاره جوړ کړی و. هغه د ګوریلاګانو په دغه هدیره کې د ډیجیټ ګوریلا او نورو هغو ګوریلاګانو په څنګ کې خښه شوه چې ناقانونه ښکارچیانو وژلې وې. د هغې د یادونې مراسم په نیویارک، واشنګټن ډي سي او کالیفورنیا کې ترسره شول. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. "World-renowned primatologist Dian Fossey is found murdered in Rwanda". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في July 21, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ware, Susan; Braukman, Stacy (2004). Notable American Women: A Biographical Dictionary, Volume 5. Radcliffe Institute for Advanced Study. pp. 220–1. کينډۍ:ISBN.
  3. (په May 1981 باندې). Three Who Have Chosen a Life in the Wild.
  4. (په July 15, 1990 باندې). Some Primates Weren't To Be Trusted. The New York Times.
  5. Ware, Susan; Braukman, Stacy (2004). Notable American Women: A Biographical Dictionary, Volume 5. Radcliffe Institute for Advanced Study. pp. 220–1. کينډۍ:ISBN.
  6. (په August 29, 1928 باندې). Marriage of Fossey.
  7. "Karisoke Revisited – A Study of Dian Fossey". innominatesociety.com. د اصلي آرشيف څخه پر November 18, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Dian Fossey". Webster.edu. د اصلي آرشيف څخه پر December 5, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mowat, Farley. Woman in the Mists: The Story of Dian Fossey and the Mountain Gorillas of Africa. New York, NY: Warner Books, 1987.
  10. Washam, Cynthia. "Fossey, Dian." Environmental Encyclopedia. 4th ed. Vol. 1. Detroit: Gale, 2011. 701–703. Gale Virtual Reference Library. Web. February 28, 2013.
  11. "Dian Fassey in the 1950 United States Federal Census". www.ancestry.com. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "George Fossey in the 1950 United States Federal Census". www.ancestry.com. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Kathryn S Fossey in the California Death Index, 1940-1997". www.familysearch.org. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Fossey, Dian." The Scribner Encyclopedia of American Lives. Ed. Kenneth T. Jackson, Karen Markoe, and Arnold Markoe. Vol. 1: 1981–1985. New York: Charles Scribner's Sons, 1998. 294–296. Gale Virtual Reference Library. Web. February 28, 2013.
  15. Mowat, Farley. Woman in the Mists: The Story of Dian Fossey and the Mountain Gorillas of Africa. New York, NY: Warner Books, 1987.
  16. "Dian Fossey – Biography". The Dian Fossey Gorilla Fund International. د اصلي آرشيف څخه پر June 20, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "More on Dian Fossey and Her Research". Nature. PBS. June 11, 2008. مؤرشف من الأصل في June 29, 2020. د لاسرسي‌نېټه August 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Montgomery, p. 130
  19. "Dian Fossey text". National Geographic. مؤرشف من الأصل في March 20, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په December 26, 2015 باندې). The Woman Who Gave Her Life to Save the Gorillas. BBC.
  21. Montgomery, p. 138
  22. Mowat, pp. 200–1
  23. Montgomery, p. 149
  24. (په December 26, 2015 باندې). The Woman Who Gave Her Life to Save the Gorillas. BBC.
  25. (په December 26, 2015 باندې). The Woman Who Gave Her Life to Save the Gorillas. BBC.
  26. Mowat, Farley. Woman in the Mists: The Story of Dian Fossey and the Mountain Gorillas of Africa. New York, NY: Warner Books, 1987.
  27. Montgomery, pp. 131–2
  28. "Dian Fossey". Webster.edu. د اصلي آرشيف څخه پر December 5, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په February 1986 باندې). The Strange Death of Dian Fossey.
  30. . Dian Fossey: The woman who lived with gorillas. BBC News.
  31. (په December 26, 2015 باندې). The Woman Who Gave Her Life to Save the Gorillas. BBC.
  32. "Dian Fossey". dian-fossey.com. د اصلي آرشيف څخه پر December 27, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "World-renowned primatologist Dian Fossey is found murdered in Rwanda". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في July 21, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Salak, Kira. "PLACES OF DARKNESS: AFRICA'S MOUNTAIN GORILLAS". National Geographic Adventure. مؤرشف من الأصل في October 22, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 2, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Salak, Kira. "Photos from "PLACES OF DARKNESS: AFRICA'S MOUNTAIN GORILLAS"". National Geographic Adventure. مؤرشف من الأصل في July 4, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 2, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Montgomery, pp. 162–3