ډاکټر زلمی زابلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر زلمی زابلي په ۱۳۵۹ل کال کې د حربي ښوونځي د لېسې څخه په لومړۍ درجه فارغ شوی چې د زده کړو حرص  دې ته اړ کړڅو لوړې زده کړې هم وکړي،په همدې موخه يې د کانکور په ازموینه کې کډون وکړ او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو.

د پوهنتون  له فراغت  څخه وروسته  یې د سردار محمد  داود خان  په روغتون کې د جراحي ډاکټر په توګه په دنده پیل وکړ چې له دې وروسته  بیا د کندهار په( ۱۵۰) بستریز روغتون کې د ریېس په توګه په دنده وګمارل شو،چې له دې وروسته یې بیا د زابل د عامې روغتیا د ریېس په توگه دنده ترسره کړه او له وروستۍ دندې مخکې يې  د یوه شخصي جراحي روغتون مسوولیت هم ترسره کړی دی.

د هېواد د پخواني جمهور ریېس حامد کرزي  د حکومت له لومړۍ دورې څخه وروسته د خلکو په غوښتنه او د ټولنې د اړتیا په اساس د زابل ولایت څخه یې ځان د سنا مجلس ته نوماند کړ چې لا هم د یولسو کالونو دندې ترسره کولو سره ، د سناتور په توګه دنده ترسره کوي.

د زده کړو سره د بې سارې مینې او د هېواد وضعیت ته په کتو سره بیا هم سناتور زابلي په ترسره کړو زده کړو بسنه ونکړه او په کاردان پوهنتون کې يې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی پیل کړ چې په یاد پوهنتون کې د څلورو کالونو لپاره عمومي اول نمره پاتې شو او له هغې وروسته یې بيا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د پالیسۍ او عامه ادارې په رشته کې د ۱۳۹۴ څخه  تر  ۱۳۹۵د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړې چې دا يې  د طب پوهنځي له ماسټرۍ سره دوهمه ماسټري شمېرل کېږي.