ډايازيپم
Appearance
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/2/25/Diazepam_structure_2.svg/250px-Diazepam_structure_2.svg.png)
ډايازيپم (په انگرېزي: Diazepam) د بنزوډايازيپم يو بنسټيزه ټرانکولايزر يا خوبور درمل دی چې په طبي درملنو کې ډېر کارېږي. دا درمل په اضطرابي حالت او د بېخوبۍ په لنډ مهالې درملنې کې کارېږي. د دې تر څنگ د سټېټس ايپيلېپټيکس يا د مېرگي حالت کې، د لويو او وړو جراحي عملياتو دمخه او وروسته، د اېنډوسکوپيکي معايناتو او تر انستيزي لاندې د ناروغانو په تسکين کې او په اضطرابي اندېښمنيو کې کارېږي.