ډانا ټايرون روهراباکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډانا روهراباکر، يو امريکايی سياستوال

ډانا ټايرون روهراباکر (زېږېدنه: 21 د جون 1947) (په انگرېزي: Dana Tyron Rohrabacher) د جمهوريت پالو د گوند يو امريکايي سياستپوه دی چې له ۱۹۸۹ ز. کال نه راپدېخوا د امريکا د متحده ايالاتو د مشرانو جرگې غړيتوب لري او دم مهال د کاليفورنيا د ايالت د ۴۶ کانگريسي ولسوالۍ پلاوی دی.

زده کړې

روهراباکر د کالېفورنيا د پالوس وردېس عالي ليسې نه د دوولسم ټولگي د بريليک تر اخيستلو وروسته د لاس انجلس په هاربر پوهنځي ته کې هم زده کړې کړي، بيا يې په ۱۹۶۹ ز. کال کې د کاليفورنيا دولتي پوهنتون، لانگ بيچ کې د تاريخ په څانگه کې د لېسانس تر کچې خپلې زده کړې بشپړې کړي. په ۱۹۷۰ ز. کال کې د سوېلي کاليفورنيا پوهنتون کې د امريکاپوهنې د زده کړو پيل کړی او خپله ماسټري يې په همدې څانگه کې لاس ته راوړې. د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د ولسي سندرغاړي په توگه هم بوخت پاتې شوی.