چپ اړخی پاپوليزم (ولس پلوي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چپ اړخی پاپوليزم، چې د ټولنيز پاپوليزم په نوم هم پېژندل کېږي، یو سياسي اند دی، کوم چې چپ اړخي سياسيتونه له پاپوليستي فصاحت (فن بيان) او موضوعاتو سره يو ځای کوي. د هغې بيان بازي عموماً د اشرافو له مخالفت، حکومت سره ټکر او د عامو خلکو په حق کې له خبرو څخه جوړ وي. د چپ اړخو پاپولستانو لپاره بيا بيا موضوعاتو کې اقتصادي ديموکراسي، ټولنيز عدالت او په نړیوالتوب شک شامل دي. ټولنپاله نظريه د دوديزو کیڼ اړخو نظریاتو په پرتله کمه ونډه لري.[۱][۲][۳]

پر پانګوال نظام او نړیوالتوب نيوکه د سخت درېځۍ ضد سره اړيکه لري، کوم چې د متحده ايالاتو د نامنلو پوځي عملیاتو په پايله کې په چپ اړخي پاپوليسټي خوځښتونو کې زياته شوه، په ځانګړي ډول هغه چې په منځني ختيځ کې تر سره شول. فکر کېږي چې چپ اړخي پاپولسټان نور په افقي ډول له دې کتاره نه لرې کوي او د برابرۍ پر اندونو تکيه کوي. ځينې پوهان ملتپاله چپ اړخو پاپولسټي خوځښتونو ته هم اشاره کوي، هغه ځانګړتيا چې په «ناکاراګوا» کې د «سينډينيسټا» اوښتون يا وينزويلا کې د بوليويرين اوښتون په مټ راڅرګنده شوه. د خارجي یا ښي اړخي پاپوليزم په عکس، چپ اړخي پاپوليستي ګوندونه ادعا کوي چې د لږکیو د حقوقو پلويان دي او د ملتپالنې د يو داسې اند پلوي کوي، کوم چې د کلتوري او قومي ځانګړتياوو په مټ نه دی لرې کړای شوی.[۴][۵][۶]

د اروپايي پورونو د کړکېچ پر مهال د «سايريزا» او «پوډيموس» له راپورته کېدو سره، په اروپا کې د نوي چپ اړخي پاپوليزم په اړه بحثونه زيات شول.[۷][۸]

په دوديز ډول چپ اړخی پاپوليزم له ټولنپال ګوند سره تړلی دی، خو د ۲۰۱۰ز لسيزې راهيسې، په چپ ازادخياله ټولنه کې د چپ اړخي پاپوليزم سره نژدې يو خوځښت هم و. خو د دوی له منځه ځينې يې ټولنپال دميوکراتيک دريځونه بلل کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د هېوادونو د نوملړ پر بنسټ[سمول]

امريکاګانې[سمول]

ارجينټاين[سمول]

د «کرسټينا فرنانډيس ډي کريچنر» (له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵زکال پورې د ارجنټاين ولسمشره) او د هغې د مېړه «نيټور کيرچنر» په هکله ويل کېدل چې «کيرچنيريزم» يې عملي کاوه، کوم چې د «پيرونيزم» يوه جلا بڼه ده، کوم چې په لاتيني امریکا کې ډېر ځله د نورو «پينک ټيډ» (چپ اړخ ته مايل حکومتونه) حکومتونو تر څنګ يادېدو. هغه مهال چې «کرسټينا فرنانډيز ډي کرچنر» په دنده وه، هغې د ټاکلو ازادو سوداګريزو تړونونو پر ضد څرګندونې کولې، لکه د امريکاګانو ازادې سوداګرۍ سيمې په څېر وړانديز. د هغې اداره په ځانګړي ډول د ۲۰۰۰ز لسيزې په وروستيو کې د شيانو د زياتېدو پر مهال په کرنيزو صادراتو د مالياتو د زیاتېدو په ځانګړتيا پېژندل کېږي، کوم چې د ارجينټاين عمده صادرات و، تر څو د ټولنيزو پروګرامونو ته پيسې برابرې کړي، لکه PROGRESAR پوهنتون د بورسونو، د يو ماشوم د مرستې پر بنسټ نړيواله ځانګړتيا (کوم ته چې په ارجنينټاين کې به عام ډول AUH ويل کېږي، Asignación Universal por Hijo)، د مرستې لپاره د وړ کوچنيانو لرونکو کورنيو لپاره ازمويل شوې ګټې لارې چارې او وده ييز ټولنيز اصلاحات، لکه: د خپل جنس سره د واده کولو منل.

بوليويا[سمول]

د «سايلز زوزو» مشرتابه د چپ اړخي پاپوليزم تر څنګ، د پخواني ټولنپال ولسمشر «ايو مورالس» پيروي هم وکړه.[۱۶][۱۷]

برازيل[سمول]

«لوليزم» تر دې بريده يوه عملي چپ اړخي محوريت نظريه ده چې هغې ته «نوي ازادخيالي ټولنپالي» ويل کېږي، خو هغه د يو وده ييز، د عامې طبقې پر انځور اغېز پرېباسي او د دې تر څنګ په دې کې د ولسي تحريک له اړخه پاپولسټي عناصر هم شته.[۱۸][۱۹]

ایکوادور[سمول]

د ایکوادور پخواني ولسمشر «رافايل کوريا» په «پاپولستي خبرو اترو» ټينګار کړی او د ايکوادور د عامو خلکو لپاره يې په دې تنظار کې د کار کولو لپاره ټيکنوکراټان سره راټول کړي دي. د اصلي اوسېدونکو او حکومت تر منځ په ټکر کې، کوريا بهرني نادولتي سازمانونه تورن کړي دي چې له اصلي اوسېدونکو څخه ناوړه ګټه اخلي.[۲۰][۲۱][۲۲]

مکسيکو[سمول]

په واک کې اوسنی ګوند، د نويتابه ملي خوځښت، يو چپ اړخی پاپولستي ګوند دی.[۲۳]

متحده ايالات[سمول]

هيو لانګ، د سخت رکود پر مهال د لوزيانا څخه له والي توب څخه سناتور وګرځېد، په متحده ايالاتو کې د چپ اړخو پاپولستانو له جملی لومړی نوی امريکايي و، چا چې د شريک او شتمنۍ طرحې په نوم د خپلې طرحې لاندې د شتمنۍ بيا وېش ملاتړ وکړ، د کوم رېښې چې د جيکسيونايي جمهوريت په کلاسيکي چپ اړخي پاپولستي خوځښت کې وې، کوم چې د سخت دريځي خوځښت سره اړيکه لري.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په ورته وخت کې، برني سينډرز او اليګزينډريا اوکاسيو کارټينر، چې خپله يې ځانونه ډيموکراتيک ټولنپالان معرفي کړي، د نوي چپ اړخي پاپولستي سياستوالو بېلګې دي. پر جو کراولي باندې د اوکاسيو کارټيز د ديمکراتانو لومړۍ بريا ته، څوک چې د ديمکرات ګوند د تشکيلااتو مشر و، چا چې لس ځلې دا منصب خپل کړی و، په پراخه کچه د ۲۰۱۸ز کال د منځمهالو ټاکنو په پرايمريانو کې تر ټولو زياته خفه کوونکې بريا په توګه بلل ېږي. اوکاسيو کورټيز د نيشن مجلې د يو «نوي راک ستوري» په توګه ښودلی و، چا چې «د باغي پاپولسټانو په استازولۍ په ټول هېواد کې يو نوی توپان راپورته کړی و». اليزابت وارن هم د چپ اړخي د استازې يا لبرال پاپولسټ په توګه يادېږي، کله ناکله د نوموړې ارزونه د ټولنپالې ديموکراتې په توګه کېږي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

وينزويلا[سمول]

د هوګوشاويز ولسمشري د ولسي ځيرکتيا او کاريزمايي (کرشمايي صلاحيت لرونکی) مشرتابه تر څنګ د ټولنپالنې د اصولو د ګډولې سره ورته والی درلود. د شاويز حکومت د پاپوليسټ ملتپالنې او بيا وېش لور ته د «بېرته ګرځېدنې» په توګه تشريح شوی دی.[۳۷][۳۸]

اسيايي هېوادونه[سمول]

اسرائيل[سمول]

يش عتيد، يوسخت درېځې مرکزي يا ازادخيال ګوند د اسرائيلو په سياست کې، «لېبرال» په ځانګړي ډول داسې کوم تصور نه دی، په کوم کې چې د ښي يا چپ توپير کېږي، بلکې يش عتيد په داسې ډول ارزول کېږي چې په هغې کې د پ اړخ پاپولسټ عناصر تر يو بريده شته. دوی په اشرافيه طبقې نيوکې ، کوم چې د سياسي فساد لامل ګرځي او د مادي بيا وېش د درېځ غوښتنه کوي، خو په ورته وخت کې يش عتيد د اقتصادي آزادۍ عنصر هم لري.[۳۹]

جاپان[سمول]

د تارو ياماموتو په مشرۍ، ريوا شنسينګومي، د جاپاني چپ اړخي پاپولستي خوځښت استازولي کوي. په داسې حال کې چې هغه او د هغه ګوند د پانګوال نظام پر ضد شعارونه ورکوي، کله ناکله يې د «ليبرال پاپولست» په توګه يادونه کېږي.[۴۰]

سويلي کوريا[سمول]

د سويلي کوريا د چپ اړخ سياسي ګوند، کوم چې وده ييز ګون ددی، د نېغ په نېغه ديموکراسۍ، نوي ليبرالزم ضد او د امپراليزم ضد پلوي کوي. هغه همدا راز د يو ليبرال ملتپال بهرني سياست پلوي کوي چې د جاپان خلاف دی.

د خلق ديموکراتيک ګوند له سترو سياتوالو څخه يو يې «لي جي ميونګ» له «برني سينډرز» سره پرتله شوی دی، یا په ځینو رسنيزو ادارو کې د هغه يادونه د «پاپوليسټ» په توګه شوې ده. «لي جي ميونګ» په ۲۰۲۲ز کال کې د سويلي کوريا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکل کېدو په صورت کې د نړۍ د لومړي نړيوال بنسټيز عايد نظام د عملي کولو ژمنه کړې ده، خو ويلي يې دي که چېرې خلک د هغې مخالفت وکړي نو هغه به يې تر سره نه کړي. د سويلي کوريا ښي اړخي سياستوال «هانګ جو نپيو» د ۲۰۲۱ز کال د سپتمبر په مياشت کې له «لي جي ميونګ» سره وليدل او به هغه يې تور پورې کړ چې هغ هد «ګيونګي» ولايت شاوېز دی. په هر حال، په جنوبي کوريا کې دا کشاله شته چې ايا «لي جي ميونګ» ته د متحده ايالاتو او اروپا له انده د «پ اړخي پاپولسټ» په نظر وکتل شي که نه. هغه يو ځل ويلي و چې هغه محافظه کار دی او د داسې تګلارو وړانديز يې کړی و چې په متحده ايالاتو او اروپا کې له عمومي چپ اړخو پاپولسټانو څخه ډېرې لرې وې، تر يو بريده په اقتصادي لبرال تګلارو ټينګار کوي، لکه په ځينو مسائلو کې د شرکتونو ازادول (له هغوی څخه مقررات لرې کول). سربېره پر دې، هغه د ځینو ټولنيزو موضوعاتو په اړه تر يو بریده محافظه کارانه تمايلات وښودل. سربېره پر دې د «لي جي ميونګ» په ټولنه کې د نړيوالې سوداګرۍ ځانګړې څانګې مشر «کيم هيون جونګ» له هنري کسنجر سره وليدل او هنري کسنجر د «لي جي ميونګ» په نوم د «نيکو هيلو»  په لاس ليکلی يو اټوګراف ورکړ (د خپل لاسليک يادښت). پر دې علاوه، د «لي جي ميونګ» سياسي تمايلات تر يو بريده مبهم و، په همدې بنسټ محافظه کار ژورنالست «ډونګ ای البو» دا ردوي چې نوموړی د چپ اړخي سياستوال د، په داسې حال کې چې د سويلي کوريا د سخت دريځو کارګرانو د يووالي سازمان نوموړی د يوه ټولنپال ديموکرات په توګه ارزولی دی. (خوبيا هم، د سويلي کوريا يو بلې چپ اړخي «undongkwon » ډلې دا رد کړې ده چې «لي جي ميونګ» ټولنپال ديموکرات نه دی).[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې[سمول]

  1. Albertazzi and McDonnell, p. 123.
  2. Zaslove, Andrej (June 2008). "Here to Stay? Populism as a New Party Type". European Review. 16 (3): 319–336. doi:10.1017/S1062798708000288. S2CID 145702059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Roth, Silke (17 April 2018). "Introduction: Contemporary Counter-Movements in the Age of Brexit and Trump". Sociological Research Online. 23 (2): 496–506. doi:10.1177/1360780418768828. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hartleb, Florian (2004). Rechts- und Linkspopulismus. Eine Fallstudie anhand von Schill-Partei und PDS [Right and left populism. A case study based on Schill Party and PDS] (په الماني ژبه کي). Wiesbaden. د کتاب پاڼې 162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mudde, C.; Rovira Kaltwasser, C. (2013). "Exclusionary vs. inclusionary populism: comparing contemporary Europe and Latin America". Government and Opposition. 48 (2): 147–174. doi:10.1017/gov.2012.11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Custodi J (2020). "Nationalism and populism on the left: The case of Podemos". Nations and Nationalism. 27 (3): 705–720. doi:10.1111/nana.12663. S2CID 225127425. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 17 February 2015 باندې). The problem with populism.
  8. (په 2 December 2014 باندې). In Europe, not all populist parties are the same.
  9. Toril Aalberg; Frank Esser; Carsten Reinemann, المحررون (2014). Populist Political Communication in Europe. Routledge. د کتاب پاڼې 211. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317224747. Indeed, there are some similarities between Yesh Atid and left-wing populist parties. First, the distinction between the “pure people” and the corrupt political establishment, which characterizes left-wing populism (Alonso & Kaltwasser, 2014), also exists in Yesh Atid rhetoric. The same is true for the call for material redistribution, which characterizes both left-wing populism (Alonso & Kaltwasser, 2014) and Yesh Atid. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Helen Hardacre; Timothy S. George; Keigo Komamura; Franziska Seraphim, المحررون (2021). Japanese Constitutional Revisionism and Civic Activism. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781793609052. ... Sometimes regarded as a "liberal-populist" party, a new political party, Reiwa Shinsengumi, arose in a "riot" of people who believed they have been marginalized by Japanese capitalism and democracy.26 The party's charismatic leader, ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 23 February 2019 باندې). Lee Jae-myung: Populist, Left-wing, Unapologetic. Korea Exposé.
  12. Anthea Roberts; Nicolas Lamp, المحررون (2021). Six Faces of Globalization: Who Wins, Who Loses, and Why It Matters. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674245952. Right- wing populism lives on past Trump's presidency, for instance, just as left- wing populism continued to thrive after Elizabeth Warren and Bernie Sanders conceded the US Democratic primary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 8 April 2016 باندې). Here's What Elizabeth Warren Looks Like as a Comic Book Hero: Elizabeth Warren, a populist liberal icon, is now a comic book star.. ABC News.
  14. (په 18 June 2019 باندې). Are Elizabeth Warren and Bernie Sanders the same? The debate, explained.. Vox.
  15. (په 7 January 2020 باندې). What an Elizabeth Warren Presidency Would Look Like. In These Times.
  16. Mayorga, Rene Antonio (January 1997). "Bolivia's Silent Revolution". Journal of Democracy. 8 (1): 142–156. doi:10.1353/jod.1997.0006. S2CID 154064089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kirk Andrew Hawkins, Venezuela's Chavismo and Populism in Comparative Perspective. New York: Cambridge University Press, 2010, کينډۍ:ISBN, page 84
  18. Armando Boito, المحرر (2021). Reform and Political Crisis in Brazil: Class Conflicts in Workers' Party Governments and the Rise of Bolsonaro Neo-fascism. BRILL. د کتاب پاڼې 75. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004467743. Being a variation of populism, Lulism did not organize its social base, which remained politically dispersed and was kept as a “deposit of votes” for the presidential candidates of the pt. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Luiz C. Barbosa, المحرر (2015). Guardians of the Brazilian Amazon Rainforest: Environmental Organizations and Development. Routledge. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317577645. Lula da Silva's form of economic liberalism can be classified as “socialist neoliberalism.” This means that one uses the wealth generated by the market to finance social programs to lift people out of poverty. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. de la Torre, Carlos (2013). Populismus in Lateinamerika. Zwischen Demokratisierung und Autoritarismus (PDF) (په الماني ژبه کي). Friedrich Ebert Stiftung. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Carlos de la Torre (2010). Populist Seduction in Latin America. Ohio University Press. د کتاب پاڼې 173. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Raúl L. Madrid (2012). The Rise of Ethnic Politics in Latin America. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 75. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Felbab-Brown, Vanda (3 July 2018). "Andrés Manuel López Obrador and a new era of politics in Mexico". Brookings (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Albert Boime, المحرر (2008). Art in an Age of Civil Struggle, 1848-1871. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 422. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226063423. Mount's mature views on blacks were expressed formally through his affiliation with the Democratic Party, the party of slavery. He opposed both abolition and the left-wing populism generated by Jacksonian ideals. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Sean Patrick Adams, المحرر (2013). A Companion to the Era of Andrew Jackson. John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781118290835. The truth is that studies of Jacksonian radicalism have been few and far between in the last two decades (just check the dates of the books I have cited), so it is no surprise that very few people know about Paul Brown, William Mathers ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Eugenio F. Biagini, المحرر (2004). Liberty, Retrenchment and Reform: Popular Liberalism in the Age of Gladstone, 1860-1880. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521548861. ... which was one of the recurrent themes in European and in particular American radicalism : Jacksonian democrats were ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Craig Calhoun, المحرر (2012). The Roots of Radicalism: Tradition, the Public Sphere, and Early Nineteenth-Century Social Movements. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 266. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 2 March 2020 باندې). Trump and Sanders lead competing populist movements, reshaping American politics.
  29. (په 22 August 2020 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez and the future of the left. Vox.
  30. (په 18 February 2021 باندې). When Ted Cruz and A.O.C. Agree: Yes, the Politics of GameStop Are Confusing. The New York Times.
  31. (په 27 June 2018 باندې). Ocasio-Cortez Proved That 'Identity Politics' Is an Asset for Berniecrats. The New York Times.
  32. Cas Mudde, Cristobal Rovira Kaltwasser, المحرر (2017). Populism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 60. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 18 June 2019 باندې). Are Elizabeth Warren and Bernie Sanders the same? The debate, explained.. Vox.
  34. (په 7 January 2020 باندې). What an Elizabeth Warren Presidency Would Look Like. In These Times.
  35. (په 20 February 2020 باندې). Democratic socialist Bernie Sanders is too far left for Sweden's ruling Social Democrats, official says. The Week.
  36. (په 15 August 2018 باندې). The Alexandria Ocasio-Cortez Effect. The Nation.
  37. Steve Ellner & Daniel Hellinger, eds., Venezuelan politics in the Chávez era: class, polarization, and conflict. Boulder: Lyne Rienner, 2003, کينډۍ:ISBN, page 67
  38. Kirk Andrew Hawkins, Venezuela's Chavismo and Populism in Comparative Perspective. New York: Cambridge University Press, 2010, کينډۍ:ISBN, page 84
  39. Michael Shamir, المحرر (2017). The Elections in Israel 2013. Routledge. د کتاب پاڼي 40–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781351295826. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Helen Hardacre; Timothy S. George; Keigo Komamura; Franziska Seraphim, المحررون (2021). Japanese Constitutional Revisionism and Civic Activism. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781793609052. ... Sometimes regarded as a "liberal-populist" party, a new political party, Reiwa Shinsengumi, arose in a "riot" of people who believed they have been marginalized by Japanese capitalism and democracy.26 The party's charismatic leader, ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 12 October 2021 باندې). South Korea's 'Bernie Sanders' touts universal basic income ahead of polls. Financial Times.
  42. (په 2021-09-14 باندې). 'S.Korea's Bernie Sanders' tops presidential polls with talk of universal basic income. Reuters.
  43. (په 23 February 2019 باندې). Lee Jae-myung: Populist, Left-wing, Unapologetic. Korea Exposé.
  44. (په 12 June 2016 باندې). After Choi-gate. Jacobin magazine.
  45. (په 12 November 2021 باندې). "이재명의 청년에 여성 자리는 없나": 심상정 "李, 反페미니즘 자처". The Chosun Ilbo.
  46. (په 1 December 2021 باندې). 김현종, 헨리 키신저 만났다…이재명에 "행운을 빈다". MBN 뉴스.
  47. (په 2021-09-21 باندې). 이재명 "보수 가치 제대로 서는 나라 만들고 싶어". Yonhap News Agency.
  48. (په 11 November 2021 باندې). 이재명 "관료적 규제 없애야...내가 친기업 1등". 머니투데이.
  49. (په 4 November 2021 باندې). 홍준표 "'경기도 차베스' 이길 야권 주자는 나뿐". 경기시문.
  50. (په 2 December 2021 باندې). 이재명 "기본소득, 국민 반대하면 추진 않겠다…그것이 민주주의". The Chosun Ilbo.
  51. (په 7 November 2021 باندې). 이재명, '좌파'보다 '박정희'에 가깝다. Dong-A Ilbo.
  52. (په 27 July 2021 باندې). 이재명은 사회민주주의 정치인이다. Workers' Solidarity.
  53. (په 5 November 2021 باندې). 학생운동권 "윤석열 지지…진정한 좌파라면 이재명 못찍어". The Chosun Ilbo.