چين شيونګ وو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چين شيونګ وو (31 مۍ 1912 – 16 فبرورۍ 1997) يو چينايي الاصله امريکايۍ، د ذرو او تجربوي فيزيک پوهه وه چې د هستوي او ذره يي فيزيک په برخو کې يې مهمې مرستې کړي. «وو» د منهاتن په پروژه کار کړ، چا چې په هغه ځای کې د ګازي خپرېدو (انتشار) په مټ يورانيم، په يورانيم-235 او يورانيم-238 ايزوټوپونو کې سره د جلا کولو په بهير کې مرسته وکړه. نوموړې د Wu تجربې د تر سره کولو له امله شهرت لري، کومې چې ثابته کړه چې برابري خوندي نه ده (مساوات يا parity  د فيزيکي بهير يو ډول مخکې تګ دی). د دې موندنې په پايله کې د هغې همکارانو هر يو «Tsung-Dao Lee»  او «Chen-Ning Yang» په فيزيک کې د 1957ز کال د نوبل جايزه وګټله، په داسې حال کې چې خپله «وو» ته په 1978ز کال کې د وولف لومړۍ جايزه ورکړل شوه. په تجربوي فيزيک کې د هغې د مهارت پرتله د «ميري کيوري» سره وشوه. د هغې په القابو کې "د فيزيک لومړۍ مېرمنه"، "چينايي ميډيم کيوري" او "د هستوي څېړنې ملکه" شامل دي.[۱][۲][۳]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

چين شيونګ وو د 1912ز کال د مۍ د مياشتې په يودېرشمه نېټه د چين دجيانګ سو ايالت د تايکانګ د ښار په «ليوهي» ښارګوټې کې زېږېدلې وه، نوموړې د وو ژونګ يي (吳仲裔) او فان فو هوا (樊復華)  د درې بچيانو له ډلې منځنی اولاد و. د دې کورنۍ دود دا  و چې د دې نسل بچيانو د نوم لومړی ټکی يې د (نسب د نوم) په توګه «چين» اېښودو، له دې وروسته یې د جملې په ډول « Ying-Shiung-Hao-Jie » ټکې راتلو، د کوم معنا چې ده «اتلان او وياړمنې څېرې». په همدې ترتيب سره، نوموړې يو مشر ورور درلود چې «Chien-Ying» نومېدو، او د کشر ورور نوم يې «Chien-Hao» و. وو او د هغې پلار زيات نږدې وو، او نوموړي د خپلې لور د لېوالتياوو (ذوقونو) ملاتړ وکړ، داسې يو چاپېريال يې جوړ کړ، چېرته چې کتابونه، مجلې، او ورځپاڼې له هغې ګېرچاپېره پرتې وې. د وو مور ښونکې وه، او نارينه او ښځو تعلیم ته يې ارزښت ورکاوه. د وو پلار انجنير و، چې د ښځو د برابرۍ ملاتړ يې کاوه، او د « Sun Yat-sen » په مشرۍ د وروستي انقلاب پر مهال يو نوميالی فعال وګرځېد، کوم انقلاب چې هېواد نوی کړ. د نوموړې پلار د خپلو نويو ارمانونو له امله د اوښتون ملاتړ وکړ. ان نوموړي د يوې سيمه ييزې مليشې مشري وکړه، کومې مليشې چې سيمه ييز شوکمار له منځه يوړل، او د Liuhe په نوم دا کوچنی ښار يې په بشپړ دول ماډرن کړ، داسې حال کې چې د شتمنو او بې وزلو کورنيو څخه به يې انجونې لټولې، تر څو د هغه په نومي ښوونځي کې داخله واخلي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

زده کړه[سمول]

وو د خپل لومړني ښوونځي زده کړې په «مينګ ډي» ښوونځي کې تر لاسه کړې، دا د نجونو يو ښوونځی و چې د هغې پلار يې بنسټ اېښی و. وو په يوه ښه کورنۍ کې د يوې عادي او متجسسې نجلۍ په توګه لويه شوه. نوموړې د نورو کوچنيانو په څېر له کوره بهر لوبې نه کولې، بلکې د هغې پر ځای به يې نوې اعتراع شوې راډيو ته د ساعت تېرۍ او زده کړې په موخه غوږ اېښود. نوموړې همدا راز له شاعرۍ او د اناليکټس، او د ديموکراسۍ په اړه د لوېديځو ادبياتو څخه هم خوند اخيست، کوم چې د هغې پلار په خپل کور کې دود کړې و. وو به د ماشومانو د کيسو پر ځای، خپل پلار ته غوږ نيو چې هغه به د ساينسي ژورنالونو څخه ځينې فقرې لوستې، تر دې چې وو ليکل زده کړل.[۱۱][۱۲][۱۳]

وو په 1923ز کال کې په لس کلنۍ کې له خپل پلرني ټاټوبي څخه ولاړه، تر څو د سوزو په ښار کې د مېرمنو « Normal School No. 2» ښوونځي ته ولاړه شي، کوم چې د هغې له کور څخه پنځوس ميله لېرې و. دا د ليليې يو ښوونځی و، چې د ښوونکو د روزنې تر څنګ پکې د عالي ليسې منظم ټولګي هم موجود وو، او په ساينس کې يې داسې مضامين وړاندې کړل چې کرار کرار د ځوانې وو لپاره د زياتې ليوالتيا وړ وګرځېدل. د ښوونکو په روزنه کې داخله د زياتې سيالۍ برخه وه، ځکه چې د ليليې او زده کړې لګښتونه يې نه اخيستل او په فراغت سره يې دنده تضمين کوله. سره له دې چې د هغې کورنۍ لګښت تاديه کولای شو، وو زياته سيالي غوره کړه، او د شا اوخوا 10000 نوماندانو په منځ کې نهمه رتبه ورکړل شوه. [۱۴]

په 1929ز کال کې، په خپل ټولګي کې په لومړۍ درجه فارغه شوه، او په نانجنګ کې ملي مرکزي پوهنتون کې داخله شوه. د هغه مهال د حکومتي مقررو تر مخې، د ښوونکو د روزنې د کالج هغه زده کونکي چې غوښتل يې پوهنتون ته ولاړ شي، اړ وو چې د يو کال لپاره د ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړي. د وو په قضیه کې، دا قانون يوازې تش په نوم پلی شو. نوموړې په شنګهای کې په يو دولتي ښوونځي کې د ښوونې لپاره ولاړه، د کوم رئيس چې مشهرو فلسفي «هو شه» و. «هو» يو ډېر د پام وړ سياسي څېره وګرځېده، چاته چې «وو» د دويم پلار په سترګه کتل او کله چې هغه په متحده ايالاتو کې وه، نو له هغې څخه به يې لیدنه کوله. له دې وړاندې «هو» د «وو» ښوونکی و، کله چې نوموړې د چين د ملي کالج په ټولګيو کې زده کړه کوله، او «وو» چې د خپل اتل د پام راګرځولو لپاره په لومړي کتار کې کيناسته، «هو» له نوموړې هغه مهال متاثره شو، کله چې نوموړې فارغه شوه، او د لومړيو درې ساعتونو ازموينه يې له دوه ساعتونو څخه په کمه موده کې بشپړه کړه. د نوموړې مشرانو هغې ته مشوره ورکړه چې خنډونه له پامه وغورځوي. دا داسې وه چې د هغې پلار به نوموړې ته بيا بيا ويل چې "يوازې خپل سر ښکته کړه او مخ په وړاندې ځه".[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

که څه هم «وو» ساينسي څېړنه پای ته ورسوله، د هغې ليکنه د نوموړې د ابتدايي روزنې له امله په زړه پورې وبلل شوه. نورو هم د نوموړې د چينايي خطاطۍ ستاينه وکړه. ملي مرکزي پوهنتون کې د لسانس لپاره د داخلې لپاره تر تګ مخکې يې د دوبي موسم په شدت سره د زده کړو لپاره په چمتوالي تېر کړ. نوموړې احساس کړه چې د سوزو د ښځو په عادي ښوونځي کې د هغې مخينه او روزنه په ساينس کې د هغې د تخصص د چمتوالي لپاره پوره نه وه. د هغې پلار نوموړې وهڅوله چې مخ پر وړاندې ولاړه شي، او په دې دوبي کې يې د هغې د خپلې مطالعې لپاره ورته درې کتابونه واخيستل: مثلثات، الجبر، او هندسه. دا تجربه د هغې د دې عادت پيل و چې خپله مطالعه وکړي، او نوموړې ته يې پوره اعتماد ورکړ چې د 1930ز کال په مني کې په رياضياتو کې تخصص پيل کړي. [۱۹]

له 1930 څخه تر 1934ز کال پورې، وو په ملي مرکزي پوهنتون (چې اوس د نانجنګ پوهنتون په نوم يادېږي) کې زده کړې وکړې، لومړی يې په رياضي کې تخصص وکړ؛ خو وروسته يې فيزيک ته تبادله وکړه. نوموړې د محصلینو په سیاست کې ښکېله شوه. هغه مهال د چین او جاپان تر منځ اړيکې خرابې وې، او محصلینو حکومت هڅولو چې د جاپان په وړاندې سخت دريځ ونيسي. «وو» د خپلو ملګرو له خوا د محصلينو د يوې مشرې په توګه وټاکل شوه، ځکه دوی باور درلود، له دې امله چې هغه په پوهنتون کې يوه له مخښکو محصلینو څخه وه، د چارواکو له خوا به د هغې ښکېلتيا ته اجازه ورکړل شي، يا لږ تر لږه له پامه به وغورځول شي. په دې حالت کې، نوموړې پوره پاملرنه کوله چې خپلې زده کړې له پامه ونه غورځوي. نوموړې د لاريونونو مشري وکړه، په کومو کې چې په نانجنګ کې ولسمشريزې ماڼۍ کې پرلت هم شامل و، چېرته چې « Chiang Kai-shek» له محصلينو سره وکتل.[۲۰][۲۱][۲۲]

له فراغت وروسته د دوه کلونو لپاره، نوموړې په فيزيک کې د مافوق لسانس تر کچې زده کړې وکړې، او په ژي جيانګ پوهنتون کې يې د مرستيالې په توګه دنده پر مخ يوړه. نوموړې د « Academia Sinica» د فيزيک په انسټيټيوټ کې څېړونکې شوه. د هغې لارښود « Gu Jing-Wei» وه، څوک چې یوه ښځینه پروفيسره وه او خپله دوکتورا يې له هېواده بهر د ميشي ګن په پوهنتون کې بشپړه کړې وه، نوموړې وو وهڅوله چې همدا ډول وکړي. هغه د ځوانې وو لپاره يو مهم بېلګه ييز شخص (قدوة/الګو)، چا چې په نوموړې کې باور پیدا کړ، او کله به يې چې نږدې ملګرو ته مشوره ورکوله نو کله کله به ډېره څرګنده او مخلصه وه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Chiang, T.-C. (27 November 2012). "Inside Story: C S Wu – First Lady of physics research". CERN Courier. د لاسرسي‌نېټه July 31, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Oertelt, Nadja (June 2, 2017). "Meet Chien-Shiung Wu, the "Queen of Nuclear Research" and destroyer of natural laws". massivesci.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . Discovering Dr. Wu.
  4. Diaz, Sara (2014). "Wu, Chien-Shiung". doi:10.1093/anb/9780198606697.article.1302686. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-860669-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Chien-Shiung Wu". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Weinstock, Maia (2013-10-15). "Channeling Ada Lovelace: Chien-Shiung Wu, Courageous Hero of Physics". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chiang 2014، ص. 6.
  8. McGrayne 1998، ص. 254–260.
  9. Chiang 2014، صص. 3.
  10. Hammond 2007، ص. 1.
  11. Chiang 2014، ص. 7-8.
  12. Wang او 1970–1980، ص. 364.
  13. Chiang 2014، صص. 3–5.
  14. Chiang 2014، ص. 11.
  15. Chiang 2014، صص. 15–19.
  16. "吴健雄" (په چينايي ژبه کي). China Network. د اصلي آرشيف څخه پر November 3, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chiang 2014، صص. 17.
  18. Chiang 2014، صص. 29.
  19. Chiang 2014، صص. 18.
  20. Weinstock, M. (October 15, 2013). "Chien-Shiung Wu: Courageous Hero of Physics". Scientific American. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Benczer Koller, Noemie (2009). "Chien-Shiung Wu, 1912–1997" (PDF). National Academy of Sciences. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chiang 2014، صص. 30–31.
  23. Oertelt, Nadja (June 2, 2017). "Meet Chien-Shiung Wu, the "Queen of Nuclear Research" and destroyer of natural laws". massivesci.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Dr. Chien-Shiung Wu, The First Lady of Physics". 2020-01-23. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Chiang 2014، ص. 34.
  26. Chiang 2014، صص. 31-33.